از بیست سال جمهوریت قلابی تا پنج سال امارت استبدادی…

 نویسنده: مهرالدین مشید مردم افغانستان پس از سرنگونی دور نخست حاکمیت…

 اقلیت های کامران، طردشدگان گناهکار؛ و دفاع میشل فوکو.

Michel Foucault (1926- 1984 ) آرام بختیاری فلسفه فوکو؛ ضرورت انحلال زندان…

افغانستان؛ قلب آسیا — سرزمینی که دردش از مرزهایش عبور…

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Strategic &…

د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایي؟

نور محمد غفوری د سیاسي، ټولنیزو، علمي او اقتصادي ډلو او…

افغانستان؛ سرزمینی میان جغرافیا و تاریخ

چرا راه‌ها همیشه سرنوشت ما را تعیین کرده‌اند؟ گاهی برای فهم…

از اصلاحات تا شورش؛ چه بر سر انقلاب ثور افغانستان…

https://www.youtube.com/watch?v=l0ow4OzGHJQ https://www.youtube.com/watch?v=Hyq-bga7Suc https://www.youtube.com/watch?v=tOXvTwiDiOM https://www.youtube.com/watch?v=H1Qje9nj1e0 https://www.youtube.com/watch?v=oaAMDDVRm44 دوم سپتامبر ۲۰۲۶، پنجمین جلسه از سلسله گفت‌وگوهای ما با…

وقتی دین و فلسفه به ایدئولوژی بدل می‌شوند

 نویسنده: مهرالدین مشید ایدئولوژیک شدن دین و فلسفه؛ آغاز فاجعه دین و…

انتقاد،اعتراض، پاڅون او بغاوت

عبدالصمد ازهر                 …

دل « قلب » چیست؟ 

برهان الدین « سعیدی » دل نباشد غیر آن  دریای نور…

افغانستان؛ کشوری که توسعه در آن چند بار متوقف شد

نگاهی تاریخی و فرهنگی به «آغازهای ناتمام»، از دولت‌سازی تا…

نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

اسراف

"رها" دست مادرش را سفت گرفته بود، که در شلوغی…

از افغانستان تا هرمز؛ وقتی بحران‌های منطقه به یک زنجیره…

وحیدالله نورزی Wahidullah Noorzai Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist |…

عدالت در اسلام !

شیخ الاسلام امام ابن تیمیه می گوید . ان الله…

 افغانستان در بن‌بست پیچیده؛ روزنه‌های امید برای گشایش

 نویسنده: مهرالدین مشید قومی‌سازی جنگ؛ ترفند طالبان برای بقای انحصار قدرت  این…

مکثی بر طرح «ضرورت عقلانیت سیاسی، واقعبینی و گفتگوی سیاسی»

نوشته از بصیر دهزاد برای اولین بار است که ، بعد…

  نوستالژی انقلابی رمانتیسم فقرو بیچارگی

Victor Hugo (1802- 1885 ) آرام بختیاری آثار هوگو؛ مدرن، روشنگر، اخلاقی،…

فراتر از فروپاشی: چرا دولت‌ها پیش از سقوط، از درون…

تحلیلی نهادی از افغانستان و منطق سرایت بحران در منطقه وحیدالله…

من مسئول اعمال خودم هستم، نه مسئول اشتباه هم‌تبارانم

 نور محمد غفوری اگر سخنانی که از نام رحمت‌الله نبیل در…

«
»

ژمنې بايد په عمل کې ثابتې شي..!

له افغان حکومت سره د سولې د رسمي خبرو تر پیلیدو مخکې؛ د پګواش په نوم یوې مرستندویه نړیوالې موسسې په نوښت د تيرې شنبې او یکشنبې په ورځو د قطرپه پلازمینه دوحه کې؛ د طالبانو، مدني ټولنې او یو شمېر خپلواکو افغانانو تر منځ غونډه ترسره شوه. په تيرو څوارلسو کلونو کې د افغان سولې پروسې اړوند په بيلابيلو ځایونو او وختونو کې بيلابیلې غونډې او څو اړخيزې ناستې ترسره شويدي. په ډیری دغو غونډو کې پخپله د جګړې ښکيل لوري، افغان دولت او وسله وال طالبان او  تر څنګ يی دريمګړي هم شتون درلودلی دی. ډیری وخت دغو غونډو ته د هيله مندۍ په نسبت ناهيلۍ به زياتې وې. ځکه يا به د افغان لوري ټاکل شوي پلاوي جوړښت مناسب نه و، يا به د وسله والو طالبانو د پلاوي په کره والي شک شتون درلود، او يا به هم د بيلابيلو هغو کړيو له لوري چې په جنګ کې ګټې ويني؛ د غونډې اړوند منفي تبليغات شروع و او خلک به په لوی لاس نهيلي کيدل. خو دا ځل دغې غونډې؛ له جنګه ستړيو او کړيدلو  افغانانو په زړونو کې د سولې هيلې ټوکولي دي. تر ډیره داسې څرګنديږي چې وسله والو طالبانو سولې ته شین څراغ روښانه کړی دی.

په داسې حال کې چې په عمومي ډول د وسله  والو طالبانو له لوري په ځانمرګو بريدونو،د سړک د غاړې په چاودنو او نورو بريدونو کې ملکیانو ته زیاتې مرګ ژوبلې اوړي او د افغانستان د امنیتي ځواکونو له لوري پر کلیو او هستوګنو سیمو د بې هدفو بریدونو په پايله کې ملکیان زیات وژل کېږي؛ وسله والو طالبانو دا ځل په يو بې ساري اقدام کې د قطر په غونډه کې د ملکیانو د مرګ ژوبلو د مخنیوي لپاره ژمنې وکړې. دوی نه يوازې دا چې د ملکيانو د سر خونديتوب ته ځانونه ژمن وښودل بلکه ژمنه يي وکړه چې نور به پر ټولګټو پروژو هم بریدونه نه کوي. د راپورونو له مخې طالبانو حتي ژمنه وکړه چې د ټاپي، عینک، کمال خان، سلما او دهلې بندونو په شان له ملي پرمختیايي پروژو سره کار نه لري. دا لومړی ځل دی چې طالبان رسماً په یوه نړیواله غونډه کې د افغانستان د عام المنفعه پروژو پر ضد نه یوازې د اقدام نه کولو ژمنه کوي بلکې د هغو ملاتړ کوي. همدا راز بل د ستاينې وړ اقدام يی دا دی چې د «اسلامي اصولو، ملي ګټو او ارزښتونو په رڼا کې» مدني فعالیتونو، د بیان ازادۍ او د ښځو حقونو ته ځان ژمن بولي.

که څه هم افغان ولس د وسله واو طالبانو د دغې نوي دريځ هرکلی کوي خو د وسله والو تير تاريخ او جناياتو ته په کتو؛ په اوسني نيت او ژمنې يی هم شک لري. ځکه تر دې پخوا د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د سلما، کجکي، کمال خان او بخش اباد دپروژو د مخنیوي ښکاره هڅې شوي دي، په ځانمرګو بريدونو کې تر ډيره ملکيانو ته د سر او مال زيانونه اوختي دي، د جاسوس په نوم يي ښوونکي، ملا امامان او مخور وژلي دي او همداشان په ډیری ځايونو کې ميرمنې د صحرايي محاکمو قرباني شوي دي. نو د وسله والو مخالفانو تير تاريخ ته په کتو اوس هم د دوی په دغې نوي دريځ سل په سلو باور نه شي کيدلای.

دا سمه ده چې په اوسنيو شرايطو کې د پګواش نړيوالې موسسې په نوښت د افغان دولت له وسله والو مخالفانو سره وروستۍ ناسته د دواړو لورو لپاره د باور فضا د رامنځته کولو په موخه يوه لاسته راوړنه ده او دا هم بايد ومنو چې د افغان دولت له لوري د وسله والو طالبانو د دريځ روښانه کول يو پرمختګ دی خو د پوښتنې وړ خبره دا ده چې وسله طالبان به څومره په خپل دغې وروستي دريځ ولاړ اوسي؟

افغان ولس نور له جنګه او وينې تويدنې ستړی شوی دی او سوله يي ستر ملي ارمان دی خو دا ارمان يي بايد په ټوله معنا او رښتينې توګه پوره شي. يو ځل بيا هم وايو چې افغان ولس د وسله والو طالبانو وروستی دريځ چې ځانونه د ملکيانو د سر خونديتوب ته، د ټولګټو پروژو د امنيت ساتنې ته او د «اسلامي اصولو، ملي ګټو او ارزښتونو په رڼا کې» مدني فعالیتونو، د بیان ازادۍ او د ښځو حقونو ته؛ ژمن بولي؛ هرکلی کوي خو له وسله والو طالبانو څخه د هيواد د بچيانو په توګه غوښتنه کوي چې په خپلو ژمنو ودريږي او نور په هيواد کې د هيڅ افغان وينه تويه نشي او هيڅ عام المنفعه ځای ته زيان ونه رسيږي.

لیکنه : خوشحال آصفي