بزرگداشت ازدهمین سال درگذشت داکتراناهیتا راتبزاد  

به تاریخ هفت سپتامبر سالجاری ازسوی  شورای سراسری زنان افغانستان…

بازی با دم اژدها یا تعامل با حاکمان تروریست و…

نویسنده: مهرالدین مشید تبدیل شدن افغانستان به مفرزۀ تروریسم  و احتمال…

دلسوز صابر

بانو "دلسوز شیخ صابر"  (بە کُردی: دڵسۆز شێخ سابیر -…

عرفان در هنر

دکتر بیژن باران عرفان در هنر تجسمی با هنر کلامی…

زیبا پسند

غم خانه گشته است دل مستمند من هم شد خمیده قد…

احمد مسعود به دنبال چیست ؟

                              نوشته ی : اسماعیل فروغی      به…

اطاق فکر، د فکر خونه یا (Think Tank) یعنی چه؟

نور محمد غفوری در بین گروه های سیاسی، اجتماعی، علمی و…

دیدی گذرا بر اندیشه های اصلاحی در اسلام و جایگاه…

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم بازتولید اسلام سیاسی و بی پایه بودن…

فراز و فرود کاتوتسکی، از مارکسیست کبیر تا اپورتونیست "مرتد"

karl kautsky 1854-1937 آرام بختیاری کائوتسکی مرتد رنگات؛ تئوریسین سوسیال دمکراسی. کارل کائوتسکی…

گذر عمر 

رسول پویان  عمـر در انـتـظار می گذرد  بـا دل بـی قـــرار می…

شماره دوم/ سوم سال ۲۷م محبت

شماره دوم/ سوم سال ۲۷م محبت از چاپ برآمد و…

امید

قاسم آسمایی عبدالله سپنتگر از جملۀ سروده سرایانی است که کم…

در باره شرایط انقلاب مسالمت آمیز

ترجمه. رحیم کاکایی یوری آنتونوف وظیفه کنونی و اصلی مبارزه توده های…

پرچمداران!

امین الله مفکر امینی       204-01-09! ســر فرازیهـــا بـــود پرچمداران را درنبرد بــا…

« قانون » اسارت اسلامی افغانستان 

میر عبدالواحد سادات انگیزهء پرداختن به این موضوع، نشر سندی است…

مخالفت با طالبان دفاع از حق است و نه دفاع…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان نباید بخاطر شماری خاینان حق مشروع مردم…

هیوا قادر"، شاعر، رمان‌نویس و مترجم نامدار کُرد

استاد "هیوا قادر"، شاعر، رمان‌نویس و مترجم نامدار کُرد، زاده‌ی…

دستورهای سیاه یا «قانون امربه معروف ونهی از منکر» حکومت…

 ح «حریف» آلمان – آگست ۲۰۲۴ قانون ، دساتیروقواید عمومی واجباری است…

د بڅرکي صاحب بشپړه مرکه

د ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو! ښاغلی بڅرکی…

به بهانۀ نگاهی به دیوان اشعار نثار احمد " نثاری"

نویسنده: مهرالدین مشید از طفیل عشقری، شایق جمال و حیدری بوریای فقر…

«
»

ډېرنډ هم زموږ له ملي ارزښتونو څخه دی

ا- ځواک

د افغانانو له پاره تر ټولو وړاندې دیني اررښتونه دي، دویم ملي ارزښتونه دي او درېیم کورنی حریم دی چې کورنی حریم کېدای شي لومړی له د خپل کور له چاپیرال څخه پیل او بیا د کلي او ټبر حریم کېدای شي او همدا ورپسې د هېواد پولې ورته مهم ملي ارزښتونه دي چې دفاع ورته د فرضو حیثیت لري.

وروسته له هغې چې څو ورځې وړاندې د غبرګولي په ۲۹ مه نېټه د افغانستان د ملي امنيت د شورا د سلاکار محمد حنيف اتمر په مشرۍ پلاوی پاکستان ته ولاړ؛ په ټولنيزه ميډياوو کې د ځینو مغرضو کړيو لخوا د ډيورنډ فرضي کرښې اړوند يو بې بنسټه خبر لاس په لاس کيږي چې محمد حنيف اتمر په خپل سفر کې له پاکستان سره د ډيورنډ کرښه د پولې په توګه په رسميت پېژندلې ده.

یاد خبر د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په حواله خپور شوی چې وروسته په خپله د يادې ورځپاڼې لخوا رد او جعلي اعلان شو.

 ډان ورځپاڼې وليکل چې دوی پورې تړل شوی هغه خبر ناسم او جعلي دی چې په کې لیکل شوی چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره په وروستۍ لیدنه کې ډیورنډ کرښه “په رسمیت پېژندلې ده.
دغه خبر د افغانستان د ملي امنيت شورا هم تکذيب او جعلي بللی دی او زياته کړې يې ده، د دې موضوع د روښانتيا په موخه ليکو، چې پاکستان ته د لوړ پوړي امنيتي پلاوي د وروستي سفر پر مهال له ښاغلي جنرال باجوه سره نه کومه ليدنه او ملاقات شوی او نه هم د ډيورنډ د فرضي کرښې په مورد له نوموړي یا کوم بل چا سره کومه خبره شوې ده. د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې د ډيورنډ د فرضي کرښې موضوع د افغانستان په ټول ملت پورې اړه لري او هيڅ حکومت حق نه لري چې پر دې موضوع حتی خبرې وکړي.
له دې څخه دا جوته شوه چې د افغانستان حکومت په دې ښه پوهېږي چې دا کرښه د افغانانو له پاره له مهمو ملي ارزښتونو څخه دی او د دې کرښې په هکله پرېکړه او خبرې کول د کرښې دواړو خواوو پر قومونو پورې اړه لري، نه په حکومتي چارواکو.

په اصل کې خبر دا ده چې له پاکستاني چاوراکو لوري ورک دی او غواړي چې د خلکو پام په داسې څرګندونو سره مصرف کړي او خپل ځان ته د ماهي نیولو چانس برابر کاندي هغه چې وایي (سیل وړی هر بوټی ته لاس اچوي)

او بل دا چې کېدای سره له دې چې د قضيې دواړو اړخونو ياد خبر جعلي او د دروغو بللی نو بيا ولې دغه موضوع په رسنۍ کې راپورته کيږي؟ 
کېدای شي دوی د لاندې موخو په خاطر په اوسني وخت کې د ډيورنډ مساله راپورته کړې وي.
• د حکومت د سولې هڅو ننګول
• د ولسمشر او د ملي امنيت د شورا سلاکار تخريبول
• د حکومت پر ضد د خلکو غبرګون راپارول
خو زه فکر کړم اوس ولس را ویښ شوی دی او دومره ژر نه غولېږي د دې ولس تمایلات سولې ته دا څرګندوي چې اوس هغه پخوانی ولس نه دی اوس ډېر بیدار او با خبره دي چې د اختر د دریو ورځو بسیاري خوښي او یووالی یې ټوله نړۍ هکه پکه کړې وه چې څومره ژر یې دواړو خواوو هم مخالینو او هم ملي اردو د تور مخي پاکستان او نورو خود غرضو پر ضد یا مرګ پر پاکستان او نورو خودغرضو شعارونه بدرګه کول.

بل دا چې اوس د ولسمشر غني په کور دننه د افغانستان د جنګ په اړه د عالمانو فتوا برابره کړه چې په دې سره یې له وسله والو طالبانو څخه په افغانستان کې د خپلې جګړې دليل او جواز واخيست.

په کور دننه يې وسله والو طالبانو ته داسې وړانديزونه وکړل چې له طالبانو څخه يې د رد لپاره ځوابونه ورک کړل او همدا دليل دی چې تر اوسه طالبانو د ولسمشر غني د سولې وړانديزونو ته په خلص ډول د رد ځواب نه دی ورکړی. که ووايو چې د رد لپاره دليل نه لري نو مبالغه به مو نه وي کړي او داسې هک پک شوی چې د هغه پیر کانه پرې شوې ده.

او دا هر څه ولس ویني او اوري چې ولسمشر او د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر څومره سپېڅلې هڅې پیل کړي دی چې په پایله کې سیمه ییز هېوادونه او هم نوره نړۍ د افغانستان د څه باندې څلوېښت کلنې خونړۍ جګړې ته متوجه کړي او ټوله په یوه خوله د سولې هر اقدام ته هر کلی وایي چې دې هڅو او کوښښونو پایله به ډېر احساس او ووینو؛ نو ځکه به د یادو مغرضو کړیو دا سېل وړې هڅې بې پایله پاته شي او ژر تر ژر به هېواد کې سوله راشي.

اوس خو به خامخوا ځينې کړۍ چې په سوله کې خپل سياسي مرګ ویني او د سولې مخالفين دي هڅه وکړي چې له بېلابېلو لارو د سولې دغه هڅې وننګوي او د سولې په اړه د ولس فکر بل لور ته واړوي. دا کړۍ اوس د ډيورنډ فرضي کرښې مساله ځکه راپورته کوي چې حساسيت او پر وړاندې يې د خلکو غبرګون زیات دی. اوس دغه کړۍ په دې خاطر چې هم د سولې هڅې وننګوي، هم ولسمشر غني د کارونو خنډ شي او هم دننه په حکومت کې د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر تخريب کړي؛ د اتمر په لاسونو د ډيورنډ کرښې د رسميت خبر ورکوي. په داسې حال کې چې اصلاً د ډيورنډ په اړوند خبرې کول آن د حکومتونو له صلاحيته هم پورته کار دی او يوازې د کرښې دواړو غاړو ته ولسونه يې د سرنوشت په اړه پرېکړه کولی شي او د دواړو له پاره دا له مهمو ملي ارز ښتونو څخه دي او وي به؛ خو دا مغرزې کړۍ په دې هم ښه پوهېږي که افغانانو ته لږ چانس هم برابر شي او سوله راشي د تعلم او زده کړې چانس برابر شي د سواد سطحه لوړه شي نو بیا نه ایران ورڅخه خپلو شومو اهدافو ته ورسي او نه به پاکستان او نه هم نورې شومې کړۍ او له ټولو به خپل انتقام اخلي همدا اوس په ښکاره د دولت وسله وال مخالفین د بنسټیزو پروژو د رغولو او یا بیا رغولو مخه په ښکاره نیسي او دا خلک ویني او خلک په هر څه خبر دي او د دې وسله والو سره یې ورځ تر بلې اړیکې خرابېږي او په داسې کړنو سره چې د هېواد په اقتصاد کې مرسته کوي او د نورو له احتیاجه مو خلاصوي او دا وسله مخالفین یې یا د تورلینګو په وینا او یا هم د هيرا منډوی د جواز ورکونکي په فتوا مخه نیسي او له خلکو باج اخلي او ځانونه د دنیا او اخرت مختور وي او د تاریخ په پاڼو کې په تورو کرښو ځانونه ثبتوي له خلکو د سولې د نعمت مخه ډبوي او د جګړې اور ته لمن وهي؛ نو یوه ورځ نه یوه ورځ به حساب ورکوونکي وي او چې اوبه له ورخه واوړي او بیا بېرته بېل ورپسې اخیستل به څه معنی ولري.

چې خپل هېواد ته مختوري او ملي ارزښتونو او باورونو ته درناوي ونه شي، د کونډو او یتمانو ها ته توجه ونه کړي د رڼا لار خپله نه کړي نو به څنګه د آرام ساه واخلي؟ څنګه به د علم او زده کړې فرض پر ځای شي څنګه به د همدې مخالفو وسله والو خویندې میندې او میرمنې د طبي معاینې له پاره خپل راز نارینه ډاکټر ته ووایي او څنګه به ښځينه معلمه یا ښوونکې د دوی او یا هم د نورو خویندو، میندو او مېرمنو ته زده کړه ورکړي. دا ټولې پوښتنه هغه وخت حل کېدای شي چې سوله راشي او په هېواد کې تعلم، امنیت او اقتصاد غښتلی شي.

په همدې هیله