دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

«
»

ډوډۍ له دولت خوري او هګۍ طالب ته اچوي

حکيم مجاهد هم د خدای او هم د ولس ګناهګار

که څه هم له لومړي سره د سولې عالي شورا د سولې لپاره دومره کار نه دی لکه څومره يې چې ډالري معاشونه او امتيازات نوش جان او قورت کړي؛ خو ځيني وختونه دغه شورا، د سولې شورا کمه، او د ملا عمر ، ملا منصور او ملا هیبت شورا ډيره ښکاري. همداسې يو کار په تازه کې د سولې شورا غړي ملا عبدالحکيم کړی دی. عبدالحکیم مجاهد ويلي وسلوال طالبان د فرښتو په شان خلک او يوه مقدسه ډله ده.  مجاهد وایي، طالبان اول د روس سره وجنګيدل بيا د ټوپکيانو سره وجنګيدل واي امريکا او ناټو يي هم پر ګونډو کړل عبدالحکيم مجاهد واي نجیب خاین او جاني وو، برهان الدین رباني د ګډوډیو عامل وو او احمدشاه مسعود يي یاغي وباله. د سولې شورا دغه غړي چې د ستراتيژیکو مطالعاتو د انستیتیوت لخوا جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، دغه راز وویل، د افغانستان اوسنی دولت هم افراطي دی.

دی په داسې حال کې چې د همدې حکومت مامور دی؛ د حکومت ډالري معاشونه هضموي او د دولت له امکاناتو يې ذره موټرې تر پښو لاندې دي؛ په حکومت نيوکه کوي او زياتوي چې د سولې دروازه اوسني حکومت تړلې. دی وايې افغان حکومت پاکستان ته د ډېورنډ او هند د لاس لنډولو په څېر په ډېرو ژمنو کې په پاتې را تلو د سولې مخه ډب کړې ده. دا لومړی ځل نه دی چې عبدالحکيم مجاهد له دولته بغاوت کوي، له ولس سره دښمني کوي او خپله طالبي چټله څېره رابرسيره کوي؛ بلکې څه موده وړاندې کله چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړيني خبر په ډاګه شو؛ همدې عبدالحکيم مجاهد هماغه مهال د ملا عمر فاتحه واخيستله. په هغه مهال ولس د حکيم مجاهد په خلاف غبرګون وښوده خو حکومت پرې غوږونه کاڼه کړل. همدا و چې ملا حکيم زړور شو او پښې يې له بړستې بهر وايستلې.

 

مجاهد څه غواړي؟

که څه هم وروسته به روښانه شي چې حکيم مجاهد د چا په اشارې له ترهګرو طالبانو سره خواخوږي کوي خو د نوموړي له دريځه داسې په ډاګه کيږي چې نوموړی د دوه اساسي موخو لپاره له حکومت سره بغاوت او له طالبانو سره ګوړې ماتوي.

لومړی: حکيم مجاهد له طالبانو سره د واک خيال پلو وهي. مجاهد داسې فکر کوي چې که طالبان سپینه کوتره وبولي او په ترسره کړيو جناياتو يې پرده واچوي نو د افغان دولت او طالبانو تر منځ له سولې وروسته به طالبان ده ته څوکۍ ورکړي. په تير کې په کابل کې د ملا عمر فاتحه اخيستل او اوس په تازه کې وسله وال طالبان پرښتې بلل؛ د همدې لپاره دي چې وسله وال طالبان يې په خپله حکومتي ونډه کې د واک په ګدۍ کېنوي.
 دويم: له طالبانو سره د خواخوږۍ ښودلو څخه د حکيم مجاهد بله او خطرناکه موخه په افغانستان کې د پاکستان په اشارې د طالبانو په لاس د شويو جنايتونو څخه د پاکستان برات او سپيناوی دی. حکيم مجاهد د افغانستان د سولې په عالي شورا کې په غير مستقيمه توګه د پاکستان استازولي کوي. له امکانه ليرې نه ده چې په کابل کې د حکيم مجاهد په وسيله د ملا عمر فاتحه اخيستل او وسله وال طالبانو ته په افغانستان کې د پاکستان په اشاره ترسره شويو جناياتو توجيه کول دې د آی ايس آی په اشارې وي.

حکيم مجاهد د خدای ګناهګار دی

ملا حکيم که څه هم په تير کې هم له دولته بغاوت کړی او د ولس له قاتلانو سره خواخوږي ښودلې او حکومت يې پر خيانت سترګې پټې کړي؛ خو دا ځل د نوموړي ګناه لويه او نه جبرانيدونکې ده. دا ځکه دا ځل مجاهد کبيره ګناه کړې ده، نوموړي د ولس د وينو تږې او جلاده طبقه له پرښتو سره تشبيه کړې او د هغوی لخوا شوي جنايتونه يې يو ډول توجيه کړي دي. حکيم مجاهد د خدای ګناهګار ځکه بللی شو چې نوموړي د خدای له هغه مخلوق سره چې له هر ډول ګناه څخه پاکې او څلرويشت ساعته د خدای په عبادت تيروي؛ داسې يوه ډله انسانان تشبيه کړي دي چې په هر ځانمرګي بريد کې يې په لسګونو بې ګناه کسان شهيدان کيږي. همداسې ډير شمير جنايتونه شته چې وسله والو طالبانو ترسره کړي دي خو که په دې ټولو جنايتونو يې د حکيم مجاهد په څېر سترګې پټې کړو؛ بيا هم له پرښتو سره د انسان تشبيه کول اسلامي اړخ نه لري. ځکه وايو چې حکيم مجاهد د خدای ګناهګار دی.

حکيم مجاهد د ولس ګناهګار دی

همداراز مجاهد د ولس ګناهګار هم دی ځکه چې نوموړي د هغو افغانانو د وينو په حق کې ظلم کړی چې هره ورځ د وسله والو طالبانو په بريدونو کې بې ګناه شهيدان کيږي. د حکيم مجاهد نوم دې د تاريخ په پاڼو کې شاشجاع سره په څنګ کې د پرديو مزدورانو په ليست کې وليکل شي. ځکه نوموړي د هيواد رښتونی بچی او د ملت خادم ډاکتر نجيب الله خاين او جاني بللی. حکيم مجاهد ته بايد د هيواد اتل بچیان سزا ورکړي او د خپل عمل په سزا یی ورسوي.

څه بايد وشي؟

حکومت هم بايد له ولس او دولت سره د حکيم مجاهد کړی خيانت بابيزه ونه ګڼي او ژر تر ژره دې محاکمه شي. د حکيم مجاهد نه محاکمه کول، د ولس د هغو شهيدانو له وينو سره خیانت دی چی د نوموړي په خبره مقدس ګروپ يې وينې په ځانمرګو او بمي چاودنو کې تويي کړي دي. همدا راز د حکيم مجاهد په خيانت سترګې پټول د ولس د خادم مرحوم ډاکټر نجيب الله په حق کې ظلم او زیاتی دی. حکومت بايد خپل رسالت ادا کړي او حکيم مجاهد د ولس د سترګو پر وړاندې محاکمه کړي. که خدای مه کړه دولت بيا هم غوږونه کڼوي نو نه يواځې دا چې حکومت به د ولس له پراخ غبرګون سره مخ شي بلکې د حکيم مجاهد څرګندونې به د نظام دننه هغو طالب فکره چارواکو ته زړه ورکړي چې د فرصت انتظار باسي.

لیکنه : خوشحال آصفي