ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

«
»

ډاکټر مولوي محمد سعید سعید افغاني ۲۹ م تلین په مناسبت

 پیغام

افغانستان – کابل خیرخانه – درییمه برخه – خدمتګار کتابخونه.
زړه ته را تیر ګران وراره امین الدین سعیدي  !

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

د خپلو ورونو او کورنیو سره د آخرې زمانې له فتنو څخه په امن او امان کې سعید او مسعود و اوسئ.

څو ورځې د مخه، ستاسو خور یې (ښاغلې معراج الدین شمس) په تیلفو ن کې راته وویل چې تاسو د خپل پلار جناب ډاکټر مولوي محمد سعید سعید افغاني ۲۹ م تلین ولمانځئ !

الله پاک تاسو ته خیر او برکت درکړي.

دې زیري سره زما په ذهن کې د ډاکټر مولوي صاحب د خاطرو او ناستو پاستو ډیرې خاطرې را تداعي شوې چې ځینې به یې څرګند کړم.

زما هغه دوست او آشنا د کابل له عربي دارالعلوم څخه فارغ شوې او هملته استاد و.

زه په پښتو ټولنه کې د زیري د ژبنۍ او ادبي اوه نیزې جریدې مسئول چلوونکۍ وم.

 د جریدې د قلمي مرستندویو لیکوالانو په ډله کې سر بیره پر هغه د یاد شوي دارالعلوم ګڼ شمیر شاګردان هم وو.

عبدالهادي هدایت، عبدالوکیل صداقت، محمد یونس خالص، محمد موسی شفیق، محمد ګلاب ننګرهاری، محمد اکبر معتمد شینواری، مطیع الله چمبیلۍ.
کله چې بیا هغه په ننګرهار کې د هډې د نجم المدارس مدرس او سر مدرس (مدیر) شو. زه د مشرقي ولایت د مطبوعاتو او د ننګرهار ورځپاڼې د مدیریت مرستیال او بیا مسئول مدیر وم.
هلته سعید افغانی یوازې پخپله د « ننګرهار » مجلې او ورځپاڼې ته خپلې لیکنې نه ورکولې، بلکه د مدرسې نور شاګردان یې هم لیکوالئ او شاعرئ ته هڅول. او دې کار يې دومره پرمختګ وکړ چې زما په مشوره، د هډې د مولانا نجم الدین آخوندزاده د ژوندانه او کارنامو په برخه کې د یوې پروژې په توګه د مدرسې ګڼو شاګردانو ته مشخصې وظیفې وسپارلېږ یعنې د (هډې صاحب) د دقیقې هر اړخیزې بیګرافئ د ترتیبولو بنسټ یې کیښود او څارنه یې کوله چې بیا د خدمتګار له خوا د یو کتاب په ظرفیت دا کار پر مخ ولاړ..
زما یادیږي چې مولوی سعید افغانی لس کاله د نجم المدارس مدیر پاته شوې دی. په دې موده کې د مدرسې د تدریسي او اداري چارو د پرمخ بیولو تر څنګ یې هلته د لیکوالئ ادبي نهضت هم پاللې او سمبال کړی دی. او په همدې حواله زما او د هغه تر منځ ادبي، علمی تولنیز او شخصې روابطو هم ورځ په ورځ د ورورئ سویې ته ارتقا کړې ده.

کله چې مولوی سعید افغانی د لا لوړو زده کړو لپاره مصر ته ولاړ، هلته یې د الأزهر په پوهنتون کې د تحصیلي مشغولیت سره قلمي کارونو ته هم اړم شو چې په دې لړ کې په عربي ژبه د خواجه عبدالله انصاري او سید جمال الدین افغان په باره کې د دوو څیړنیزو کتابونو لیکل او چاپول لوړ ارزښت او درنښت لري. او د هغه په دې مهم کار ،د هغه د یو دوست او ورور په توګه زه هم نازیدلی یم او کله چې وطن ته راغی بیا زما په غوښتنه یې دوهم یاد شوی کتاب یې په پښتو وژباړده او بیا چاپ شو.
هغه بیا په څیړنیزو سیمینارونو کې فعاله برخه اخستله او ډیر ځله به په ډیرو مسائلو کې زمونږ دواړو یو شان دریځ و.
د علمي فعالیتونو او لیکنو ترڅنګ هغه به تل د وطن او ملت مسائلو ته پوره توجه کوله.
 هغه د ژوندانه په وروستیو مرحلو کې هم د شخصي، هم د ملي او وطني منازعاتو د حل لپاره «سوله او تفاهم» مهم ضرورت باله. ددې نظر د خپرولو لپاره یې هم په شفاهي توګه او هم د مقالو په بڼه ډیر تبلیغ کاوه او هڅه یې کوله چې خپله نظریه هر چاته ورسوي. ما یې هم ددې نظر تایید کاوه.
 او بې سببه نه ده چې ما دهغه د بیوګرافئ رساله چې ما لیکلي وه ( د سولې او تفاهم مبلغ دوکتور سعید افغانی) نوملې ده. ځکه چې زه پخپله اصولاً او اساساً یوازې د خپلو خلکو او هیواد په کچه نه بلکه په انساني ټولنو کې د ټول انسانیت لپاره په ټولو ذات البیني پرابلمونو کې د (عدم تشدد) ملاتړ او لار روی یم.
ما دجناب فخر افغان خان عبدالغفار خان بابا په لارښودنه د خدایې خدمتګارئ نظریه منلې ده. ددې نظریې د عملي کولو په لاره کې باید خدایې خدمتګار په عدم تشدد وجلیږي او یو انسان باید پرته له کومې طمعې د بل انسان خدمت وکړي…

ګرانه سعیدي صاحب !

زما دوست، آشنا، ملګری او ورورو ستاسو پلار دې الله پاک وبښي،

د هغه را سره ډیرې خوږې خاطرې دي، څو بیلګې مې یې درته ولیکلې ،

اوس زړه مې غواړي چه دعدم تشدد دانساني احساس په ارتباط خپله یوه بله خاطره درته ولیکم:

که دې په یاد وي زه څوکاله دمخه، هملته،جرمني ته،ستاسو د اوسیدو ښار (کولن) ته،په جرمني کښې « دافغانستان دفرهنګي ودې ټولنې»  په بلنه، دوه کاله سرپه سر، دهغوی له خوا جوړو شوو سیمینارونو ته بلل شوی وم.

په هماغه مهال ترسیمینار وروسته، بیا دښاغلي جمال ناصر پرهیز په بلنه دیو څو ورځو لپاره د  « اوګسبورگ ښار» ته هم تللی وم.

له هغې خوا د نوموړي جمال ناصر او دهغه د ورور امیر کروړ پرهیز په ملګرتیا د هغوي په موټر کښې بیرته در روان وم.

په لاره کښي یو څه سټړی هم شوم او لږ څه د کوزیدو طبیعي ضرورت هم محسوس شو.

یو کافي سره کښیوتو.

آسمان شین،هوا معتدله او لمر دخپلو وړانګو سره  د ملایمې تودوخې مهرباني هم کوله.

دکافي سره جوخته یوهه لویه کرونده وه.

ماوې: دغسې به تیر شوو.

په کرونده کښې دشړشمو د بوټو غوټۍ د پنځیدلو په حال کښې وي،

او زمونږ دبختان کلی،ان زمونږ پخپلو وړو کوړکیو پټیو کښې داسې غوټئ یې را یادولې هوا نوراني او معتدله وه.

دکروندې په شاو خوا سرک باندي مو «  ننګرهاری چکر»  لګاوه.

له مخامخ خوا څخه یو تن، چه ډیر عادي کالي یې په غاړه وو، خپل یو غټ سپي سره راروان و.

زه له وړوکتوب څخه،له  «   مار »  او  «  سپي »  څخه ډیر ډایږم.

دسپي دپړي جلب دهغه د خاوند په لاس کښې و. مګر سپی ډیر غټ و،نو ځان مې د سرک په دې بله غاړه کړ.

سړي سلام واچاوه او د روغبړ تمایل یې وښود.

درې واړه ودریدو لاسونه مو سره ورکړل.

امیر کړوړ په جرمني ژبه ډیر ښه پوهیږې.

دهغه دخبرو له ترجمي څخه زه دومره پوه شوم چه زما په باب یې وویل:  «  دی دافغانستان لوی لیکوال، شاعر او دانشمند دي»

دهغه سړي توجه ماته ډیره شوه.

دسپي واګی یې کلک نیولی و. ماته را نژدې شوه. ویې ویل:

زه ستاسو په لیدو ډیر خوشحاله شوم سمدستي ځم زما میرمن راته منتظره ده.

هغه روان شو سپي یې لکئ خوزوله مونږ خپلو کښې سره وویل:

کور به یې چیرته لیرې وي میرمن یی لار څاري وو.

مونږ د کروندې چار چاپیره چکر ولګاوه. چه بیرته د کافي مخې ته ورسیدو ومولیدل چه له لوی واټ څخه، دموټرله خوا څخه میړه او میرمن زمونږ خواته راڅي.

تر روغبړ وروسته سړي وویل:

دا زما میرمن ده.په موټر کښی ناسته وه.(لږموسکی شو)اوس می سپی په موټر کښی کښیناوه

او دامی راوستله چه تاسو سره معرفی شی.

هغه د جرمنی دیو ښارنوم واخیست او وایی ویل:

مونږ دواړو دهماغه ښار د پوهنتون دحقوقو د پوهنځی استادان یو..

مونږ دری واړو تعارف امیر کروړ ورته وکړ.

هغه زما په اوږو لاس کښیښود. ویی ویل: اجازه ده چه زه له تاسو څخه یوه پوښتنه وکړم؟

ما وویل: مهربانی وکړه!

هغه: ولی ستاسو په هیواد کښی افغانان انسانان وژنی؟

ما ستاسو دغه پوښتنه سمه نه ده:زما بدعادت دادی چه زه دغلطو پوښتنو ځواب نه ورکوم.

هغه نو لطفآ تاسو زما د پوښتنی غلطی راسمه کړی!

ما: که داسی وای:ولی انسانان انسانان وژنی؟ نوما به خپله رایه څرګنه کړه وای.

هغه: ما خپله هغه پوښتنه بیرته واخیستله او همداسی چه تاسو و ویل زه درنه پوښتنه کوم:

ولی انسانان انسانان وژنی؟

ما: مهربانی وکړی تاسو دواړه میړه او میرمین ماته غوږ شی!

دنن څخه زیات وکم دوه زره کلونه دمخه،دفلسطین په (ناصره) نومی کلی کښی،یو ځوان راپا څید خپلو خلکو ته یی سمه لارښودله.

هغه به ویل: څوک مه وژنی! څوک مه وهی ان تردی که چا په څپیړه ووهلی هم مه په قاریږی

او دخپل مخ دابله خوا ورته واړوی چه

تاسو دهغه انسان نوم پیژنی؟

هغه : هو !عیسی

ما : ښه،ترهغه زیات وکم شپږ سوه کاله ورسته،دعربستان دشګلن هیواد دمکی په ښارکښی یو ځوان دخلکولارښود شو.هغه به هرچاته ویل:

څه چه دی پرځان پیرزوی هغه پرنورو هم پیرزو کړه او څه چه دی پرځان پیرزو نه وی پربل یی هم مه پیروز کوه!

تاسو ددی کس نوم پیژنی ؟

هغوی دواړو په یو غږ

هو  ! محمد   

اوس زه تاسو دواړږ نه پوښتنه کوم چه نور خونور،که یوازی ددغو دواړو سترو انسانانو یوازی همدا یوه یوه خبره ، ددی زمانی انسانان په زړه ومنی او عمل پری وکړی، بیا به انسانان انسانان ووژنی؟

دواړو په یو څه ملایم ژړه غونی غږ: نه نه هیڅکله نه!

میړه زما لاسونه ښکل کړل میرمن یی هم زما په لاسونو پریو تله لاسونه یی ښکلول او اوښکی یی پری څڅیدلی.
په
هغه رحمانی انسانی فضا کښی،پنځه واړه ډوب شوو چوپه چوپتیا خپره وه او یوبل ته مو دانسانی مینی او محبت په نظر کتل
لږ شیبی ورسته هغه شخص و ویل

زړه مونه کیږی چه درڅخه بیل شو.خو د خپل کور دلیریوالی اوضروری کارونو  دلرلو لاامله معذرت واړندی کوو او رخصت غواړو.

دهغه جنتی هوا او روحانی فضا دپرتم په درنښت کښی،د دواړو خواوو څخه خبره چور هیره وه چه یو تربله آدرسونه او دتیلفونونو نومری یا ویزيت کارتونه ورکړو یا و اخلو !

ګرانه ډاکټر سعیدی !

که کولی شی لطفآ تاسو او د ډاکټر مولو ی  سعید افغانی صاحب دتلین مراسمو ښاغلی برخه وال، دانسانی کرامت د ورورولی،مینی او محبت زما دغه پیغام هملته،نور انسانانوافغان،جرمنیانو او نورو ته زما له سلامونو او نیکی هیلو سره ورسرویی!

خلکو ته ووایی چه دبشریت دتمدن دساتلو او لاپنځولولپاره دسولی،تفاهم او عدم تشددپربنادی استعمار، استثمار،استعباد او استحمار دودونه او ورواجونه دی پریږدی او دانسانی وروری برابری پیرزوینی ، مینی،  محبت او همکاری لاری ولټوی او خپلی یی کړی
 کیدی شی چه تاسو ونه وایی بل څوک به راته ووایی:

ته ساده یی! ددی خبریو زمانه تیره ده

زه به ورته ووایم، دتاریخ دټولومرحلو په نسبت ،همدا اوس ددغو خبرو ضرورت زیات دی

ځکه چه اوس دتشدد وسایل ترهربل وخت هم زیات شوی ، هم عام شوی،هم خطرناک شوی دی. نو همدا نن یی باید مخنیو وشی .

همدا نن اوترسبا پوری نورهم ناوخته کیږی
زه یی هم نن ډیر ضرور بولم مهربانی وکړی اوسبا ته یی مه پریږدی!
 که څه هم زه دعلامه اقبال خبره  :
غمه ام از زخمه بی پرواستم
من نوای شاعر فرداستم
اود سید حسن خان حسن شپون په وینا:
زه دنن ورځی شاعر نه یم پوهیږم
زما نه رسوی غږ ترغوږه پوری
و ما توفیقی الاباالله علیه تو کلت والیه انیب

والعل الله یحدث بعد ذالک امرآ

والسلام علی من اتبع الهدی

ستاسو خدمټګار

پروفیسر عبدالله بختانی