سخنی عشق!

               2025-09-02! امین الله مفکر امینی گرسخـــــن زعشق گویی زعصمتِ این گوهربــــدان کزعشق به…

سکوت خلیفه در برابر امیر شکست یا فرصتی برای انحام…

نویسنده: مهرالدین مشید عباس ستانکزی: ملایعقوب کل روند را از مسیر…

زمانیکه کیفرخواست دادستان وحکم دادگاه  منفعل گردد  

نکارشی از سخی صمیم  مسئول کیست و عدالت کجاست؟  ***  ایجازی ازین مختصر!    …

شکست و باخت قدرت

شکست و باخت قدرت نه تنها حس ملی و مردمی…

آیا سراسیمه گی طالبان ، سقوط شان را در پی…

      نوشته ی : اسماعیل فروغی       درخواست دادگاه بین…

هوش مصنوعی دیپسیک

دکتر بیژن باران پیشرفت چین در جهان چند قطبی…

غریزه در سلب عقل: دلیل نبود دولت مدرن در افغانستان...!

عقل نیروی تفکر و گوهر شناسایی حق در برابر باطل…

۲۱ و ۲۲ دلو فتح افشار

نه ماه از ورود گروه‌های جهادی در کابل می‌گذشت، از…

یادمان سیاوش کسرایی

نوزدهم بهمن ماه هر سال، روزی است که نام سیاوش…

لیبرال ها، میان ماکس وبر، و کارل مارکس

-- max weber 1864-1920 آرام بختیاری جامعه شناسی بورژوایی در مقابل جامعه…

گنج شایگان 

رسول پویان  همیـشـه ثـروت و کاخ طلا نمی ماند  شــکـوه و دبـدبـه…

همخوابگی های سیاسی نافرجام طالبان افغانستان و آخوند های ایران

نویسنده: مهرالدین مشید افتضاح دیپلوماسی هوتل محور ایران در افغانستان عباس عراقچی، روز…

عالم دگر

نوشته نذیر ظفردیــــــده از امیــــــال دنیا بسته امدر دلـــــــم…

بشدار سامی

آقای "بشدار سامی" (به کُردی: بەشدار سامی)، شاعر و فتوگرافیست…

کابل آبستن یک تحول در موجی از اختلاف های درونی…

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت ملاهبت الله در گرو عصیان همرزمان و…

هم پیوندی

جهان با حفظ،نا همگونی ها یک کل به هم پیوند…

آن لوله های آب پا های ما نه؛ بلکه آرزو…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از به زنجیر کشاندن آفتابه ناوقت های شب…

هنر عشق ورزیدن....! 

" زیبایی عشق در این است که نه به چیزی…

آب در هاون کوبیدن یا سراغاز یک بازی جدید

نویسنده: مهرالدین مشید حکم بازداشت ملاهبت الله یک بازی استخباراتی و…

فتوای خرد 

رسول پویان  برون کردم به قتوای خرد تا حلقه از گوشم  بـرای…

«
»

پښتانه به یو وخت د لایق، ارمان وکړي!

 

نن مې د ښاغلي محمدیار یار په قلم «د لایق شعر زمان خوځوي» په سرلیک، یوه لنډه خو په تول پوره او په پوهې او ادبي سینګار پسوللې لیکنه په تاند بریښناپاڼه کې تر سترګو شوه. خدای شته لیکنه ډېره خوږه، ژوره او منلې ده او هومره اغیز بخښي او د سترلایق د څو بعدیز شخصیت هغو خواو ته سړی بیايي چې د لایق صیب، د هغه د اند او ادبي پنځ په اړه د شته پېژند سره سره زما پشان د ډېرونورو په اروا کې هم نه ګرځي!

زه ښاغلی محمدیار یار له نږدې نه پېژنم خو د هغه څو لیکنې مې لوستې چې یوه يي تر بلې منلې او ښاغلې ده. یوازې دده څو لیکنو ته په کتو، محمدیار د نوي پښت یو تکړه مخکښ او یو وتلی سرلاری ښکاري. ښاغلی محمدیار خپلې دې نوې لیکنې ته یو پنځمن او په زړه پورې سرلیک« د لایق شعر زمان خوځوي» ټاکي، همدارنګه د لایق صیب په اړه خپل ټولیز پېژند ډېرنه ځنډوي، غواړي د هغه د پېژند تل ته ژر ورسي او په بېړه يی له نورو سره شریک کړي، په دې اړه وايی«رښتیا هم، سلیمان لایق لوی سړی دی، ستر مغز دی او د خپل ځانګړي سبک یو خورا بېساري او جذاب هنرمن دی او «لایق پېژندنه» زموږ او پر لاره نسلو علمي او فکري ضرورت دی، دا به فاجعه وي که زموږ کهول د دغې اړتیا د پوره کېدا لپاره خپل رسالت ادا نه کاندې او د خپل ژوند او چاپېرچل له واقعیتو سره منطقي برخورد ونکړي.»

سږکال کابل کې د سلیمان لایق د ۸۴ کلیزې په ویاړ د قلم ټولنې لخوا یوه درنه غونډه جوړه شوې وه، داسې تمه کیږی چې بل وخت ته به د همدې ټولنې لخوا د لایق صیب په ژوند او د هغه د پنځلي اثارو په لاپېژند او چاڼ لوی سیمینار جوړ شي.

د قلم ټولنې او د ځوان پښت د ځینو پوهنیزو او ادبي وتلو څېرو لکه عبدالغفور لېوال او محمدیار یار له روستیو هڅو داسې ښکاري چې ځوان پښت غواړي په نوې منطق، پوره ریښتینتوب او له سیاسي انګیرنو پرته زموږ د عصر د وتلی شاعر، ادیب، سیاسي او ټولیز شخصیت سلیمان لایق په اړه تازه څرګندونې وکړي او د هغه پنځونې په هغه بڼه لکه څنګه چې ښايي، افغاني ټولنې ته د پېژند لپاره وړاندې کړي.

د ښاغلي محمدیار له یادونو ښکاري چې هغه د لایق صیب ډېر شعري اثار لکه « چونغر، کیږدۍ، ساحل، یادونه او درمندونه، سپرغکۍ، شپېلۍ، سندرې په سویو واټونو کې» او نور لوستې او ددې لوست، پېژند او موندنو پر بنسټ غواړي « لایق پېژندنه» د یوه جلا سبک او مکتب پتوګه، نوي پښت ته توصیه کړي.

د ښاغلي محمدیار د څرګندونو په پلویتوب، لایق صیب پښتنو کې هغه ستره ادبي او علمي شتمني ده چې یوازې ځوان پښت کولای شي په ادب، شعراو د ټولنیز ژوند په نورو اړخونو کې د هغه نووښتونه او پنځونې راوسپړې او افغاني ټولنه له هغو برخمنه او پر هغو خړوبه کړي.

زه لوستونکو او دوستانو ته د ښاغلي محمدیار یار ددي لیکنې سپارښتنه کوم.

د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر ۲۵ مه

سرلوڅ مرادزی