ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

«
»

پاکستان ډنډوره شو؛ مليحې هم ځان وشرمولو هم پاکستان

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په ۷۲ يمه غونډه کې د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سوراج له احساساتو په ډکه ژبه پاکستان ته پېغور ورکړ چې ګواکې هند “عالمان، ساینسپوهان، انجنیران او ډاکټران” پیدا کړل خو پاکستان “ترهګر او جهادیان پیدا کړل؛ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفيرې مليحه لودهي د سوشما سوراج د ځواب لپاره تاريخي او له شرمه ډک دروغ وويل چې هم يې ځان او هم يې ټول پاکستان وشرمولو. مليحه لودهي په جمو او کشمير کې پر ظلمونو او ترهګرۍ د هند د تورنولو لپاره د يوې ټپي نجلۍ انځور د غونډې ګډونوالو ته وښود او ادعا يې وکړه چې دا د يوې کشميرۍ نجلۍ انځور دی چې په کشمير کې پرې هندي ځواکونو ظلم کړی او ټپي کړې يې ده.

خو بخت له مليحه لودهي سره ياري ونه کړه او دروغ يې ډير ژر څرګند شول. څو شيبې وروسته معلومه شوه چې د مليحې لخوا په ملګرو ملتونو غونډه کې د ټپي نجلۍ عکس چې د کشميرۍ نجلۍ په نوم ښوول شوی و؛ د پاکستانۍ نه بلکې د يوې فلسطيني نجلۍ دی چې د فلسطین غزې شفا روغتون کې د ۲۰۱۴ کال د جولای پر ۲۲ اخیستل شوی. انځور د راویه ابو جمعه په نامه د هغې نجلۍ دی چې د دوی پر کور د اسراییلو په غبرګو هوايي بریدونو کې ټپي شوې وه او هغه مهال ۱۷ کلنه وه. د ملګرو ملتونو په غونډې کې د راویه د عکس له څرګندېدو لږ وروسته د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو د عکس اصلي سرچینه او قرباني معرفي کړل. دغه انځور د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د عکسونو له یوه خپور شوي البومه یو عکس دی.

مليحه لودهي په خپلو دغو ښکرورغو درواغو سره هم خپله لمن په سر واړوله او هم په نړۍ کې د پاکستان نيم پاتې حيثيت له خاورو سره برابر کړ. اوس په خپله پاکستانيان د مليحې په درواغو ملنډې وهي. د پاکستان مشهور خبریال د ټويټر پر پاڼه ليکلي چې د پاکستان خارجه وزارت چې ملیحه لودهي ته کوم عکس ورکړې و ، هغوي ترینه پخپله هم ناخبره و چې نن سبا په ګوګل د عکس پیدا کول څومره اسانه ده.

يواځې مليحه نه ده چې پاکستان يې ډنډوره کړ، بلکې د پاکستان لومړي وزير خاقان عباسي خبرې هم ډيرې کمزورې او يواځې په پوچو تورونو ورټولې وې چې نوموړی هم د هندي چارواکو لخوا له غاښ ماتونکي ځواب او ډير سختو پېغورونو سره مخ شو. خاقان عباسي د کشمیر پر لانجمنې مسلې کې هند د “ترهګرۍ په صادرولو” تورن کړ او د مليحې لخوا ښودل شوي دروغين عکس ته په اشارې يې وويل “د ساچمو ډزو د ماشومانو په ګډون په زرګونو کشمیریان ړانده او کلک ټپیان کړي. دا هغه ظلمونه دي چې په ښکاره جنګي جرمونه دي.

عباسي هم بې ځوابه پاتې نه شو او په ملګرو ملتونو کې د هند لومړي سکرټر ینام ګمبیر لخوا ورته سخت ځواب ورکړل شو. ګمبير وویل “جالبه ده، هغه هېواد چې اسامه بن لادن یې وساته او ملا عمر ته یې پناه ورکړه دا ځیرکي لري چې وښيي د ترهګرۍ قرباني دی.” هند يواځې د ګمبير په ځواب بسنه ونه کړه او کله چې د سوشما سوراج د خبرو وار ورسيد په ډيرو احساساتي کلماتو يې پاکستان په خپلو کړو خبرو پښيمانه کړ.

سوراج د پاکستان لومړي وزير خاقان عباسي ته په اشارې وويل “موږ عالمان، ساینسپوهان، انجنیران او ډاکټران پیدا کړل، پاکستانیانو، تاسې څه پیدا کړل؟ تاسې ترهګر او جهادیان پیدا کړل… په دې پوهېږۍ چې ډاکتر د مړه کېدونکي انسان ژوند ژغوري خو جهادي ژوندي خلک وژني.” د هند د بهرنيو چارو وزيرې پاکستانيو چارواکو ته یې خطاب کې وویل: “هغه پیسې چې د ترهګرو پر مرستې یې لګوئ، که له هغه خپلو خلکو ته د ګټې رسولو لپاره وکاروئ او یا یې د خپل هېواد پر پرمختګ ولګوئ، یو خو به نړۍ د ترهګرۍ له شره خلاصه شه بل به مو خلکو ته خیر ورسي او هېواد به مو پرمختګ وکړي.”

په ټوله کې ويلای شو چې سږ کال په واشنګټن کې د ملګرو ملتونو ۷۲ يمه غونډه کې پاکستان تاريخي او له شرمه ډکه ماتې وخوړه. پاکستان چې د افغان ولسمشر غني د فعال بهرني سياست له امله په نړۍ کې له انزوا سره مخ شوی؛ د ملګرو ملتونو يادې غونډې ته يې پوره چمتووالی نيولی و څو په جعلي اسنادو ښوولو سره وکولی شي نړۍ ته په خپلې بربنډې شوې څېرې پرده وغوړوي او وښيې چې دوی د ترهګرۍ تمويلونکي نه بلکې پخپله د ترهګرۍ قرباني دي. خو له نيکه مرغه چې ښکرور دروغ يې ژر افشا شول او د پاکستان پاتې نيم حيثيت هم له ايرو سره برابر شو. اوس نړۍ لا ښه پوهه شوه چې پاکستان څومره مکار سياست لري او څومره هڅه کوي چې د نړيوالو په سترګو کې شګې واچوي.

لیکنه : خوشحال آصفي