نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

ټولټاکني که داستعماري اشغال پنځم پړاو

انجنير سيد عبدالقادر                                                                 ۲۹ ــ ۴ ــ ۲۰۱۴                                                                        ــــ لومړي برخه : دټولټاکنو لوبو ته يوه لنډه کتنه:

ــــ د وهمه برخه  : د امنيتي تړون دلاس ليک  په اړوند دنوماندو بي له شرطه  وعدي :                                    ـــ دريمه برخه : داشغالي ځواکونو احتمالي ستنيدل :

دغربي استعمار او جهادي غلو دجناياتويوه بيلګه   ـــ دامريکايي  استعمار اړتيا او ټو لټاکني  يي ـــ  په امريکايي اشغال کي هيروئينو اخته افغان ماشومان ــ                                                                                                                                                                                                                                           لومړي برخه :  هغه لوبه  چی  دامريکا اوغربي نړي د اړتيا  له مخي دټولټاکنو تر نامه لاندي دڅو مياشتوراهيسي  شروع سوي وه ، دوري پر ۱۶ نیټه  په داسي حال کي يی  لومړي پړاوپاي ته ورسيدي، چی  دتبليغاتي کمپاين له پاره سلګونه ميليونه ډالره ولګيدل ۰ چی اصلي مخه يي زموږ دهيواد  دواقعيتونو څخه  دافغان اونړي دولسونو ليري ساتل وه ۰ نو ددې  لوبي له پاره نه يوازي  غربي رسنيو بلکه  کورنيو  رسنيو هم دملي ګټو سره په تقابل کي  زموږ دولس څخه نه يوازي  اصلي لاره بلکه  د ټولټاکنو دورځي دپيښودڅرګندونو ډيره فيصدي هم  پټه وساتله ۰ غربي او کورنيو  رسنيو  ددې لوبي په هکله داسي څه لیکل او تبليغول ،  چی ګواګي دا هيواد آزاد ، مستقل ، با امنه ،  ولس واک ،  او ريښتينه ډموکراسي پکښي  شتون لري ، او دالوبه يي دډموکراسي يوه ښه بيلګه بلله ۰ متاسفانه داشغال په  اوسني حالت کي افغان  جمعي تبليغاتي رسنۍ  ، ځيني په پټه او ځيني بيا په يوه او بله بهانه دبهرنيو استخباراتو له خوا څخه  تمويليږي ۰ ځکه نو افغاني رسني دغربي نړي درسنيو د هغه تبليغاتي فرهنګ څخه کار اخلي ، کوم چی دولسونو پر ضد  داستعماري او نامشروع حاکميتونو د ګټو منعکس کوونکي دي ۰ دبيلګي په ډول دټولټاکنو په دې لوبه کي  افغاني رسنيو داستعماري واکمنانوهغه څرګندوني ،  چی  دټولټاکنود لوبي  په هکله يي کولي ، کټ مټ دوي په خپلو  رسنيو کي هم انعکاس ورکاوه ۰ او دارنګه ځينو دحاکميت سره هم ګټو  افغانانود سياسي شنونکو تر نامه لاندي پر تلويزوني  صفحو باندي هم داسی  دحيرانتيا څخه ډکي څرګندوني کولي ،او ويل به يي :  چی افغان ولس ته يو تاريخي فرصت په لاس ورغلي ،  چی هغه پس له ۱۲ کلونو څخه په مسالمت آميزه توګه ديوه شخص څخه بل شخص ته دسياسي قدرت ليږدونه ده ، چی په دې کي افغان ولس بايد  خپل رول په پوره توګه ولوبوي ۰دوي دادشرمه ډکي څرګندوني  په داسي حال کي کولي  چی زموږ هيواد د۱۳ کلونو راهيسي دامريکا تر استعماري ولکي لاندي راغلي دي  ۰ او په ښکاره ډول دوي پر دي واقعيت باندي دخپلو شخصي ګټو له پاره  سترګي پټولي ۰ بايد وويل سي چی په لاس پوڅي رژيمونو کي ، دپاچاهي پرتخت باندي  دهر نوي حا کم کښينول ،  دولس د اړتيا له مخي نه ،  بلکه داشغالګرو داړتيا له مخي  تر سره کيږي ۰  ځکه نو په داسي رژيمونو کي لاس پوڅي نه سي کولاي چی دخپلي هيلي سره  په خپل زوردحاکميت پر چوکي باندي پاته سي  ۰                                                                                                او هم دارنګه تر ټولټاکنو تر مخه هم داسي وړاند ويني  کيد لي ،  چی رژيم  به د خپلي بقا او غربي نړي دګټو له پاره دخلګو  اراده تحريفوي ، او په رسنيو کي به دخلګو دګډون کچه  لوړه ښکاره کوي ۰ که په رشتيا سره نيژي اوه ميليونو افغانانو خپله رايه کارولي وي ،  نو بياولي په ولايتونو کي په دغه ورځ خلګو خپل نورمال  کارونه نسواي تر سره کولاي ۰ او حاکميت هم په خپلو تصويري رسنيو کي په ښارونو کي  دخلګو نورمال ژوند ونه کړايسواي چی ښکاره يي  کړي ۰  يوازي يي د ټولټاکنو دهغو مرکزونو انعکاس خپراوه ،  کوم چی تر امنيت لاندي دخلګو درايي اچوني ليکي ښکاره کيدلي ۰  دبيلګي په توګه  دکندهارپه ښارکي په عادي ورځو کي   خلګ دشمير دډيروالي له کبله پر لارو باندي په مشکله باندي تګ اوراتګ کوي ، دټولټاکنو په ورځ دبي بي سي دخبريال له قوله دکندهار پرقيرسړکونو باندي ماشومانو فوټبال کاوه ۰ دانو دکوم حقيقت ښکارندويي کوي ۰ دبي امنيوتر څنګ چی وسله وال مقاومت دملي دفاع دوزارت دڅرګندونو له مخي ( ۶۹۰ ) حملي په دغه ورځ ترسره کړي دي ۰ او په لس ګونو امنيتي او ملکي کسانو خپل  خوږ ژوند له لاسه ورکړ ۰  ښکاره خبره دا ده، چی  ولس په دې ورځ خپل انتخاب هم  نه درلودي ۰ داشغال تر څنګ  دنوماندو ګروپونه داسي جوړ سوي وه ، چی يانوماند لوي بشري او اقتصا دي جنايتکار وو ، او يايي معاونين  ، اویاهم نوماند اومعاونین يي دواړه بشري او اقتصادي جنايتکاران وه ۰ چی ولس يي په تيرو دولسو کلونو کي دنړيوالو څخه دمحکمي غوښتنه کړي وه ۰  ځکه نو ولس ددوي په وړاندي ښه قضاوت وکړ ،  او دايي دځان له پاره ښه و بلل ،  چی په خپلو کورونو کي کښيني ۰ ولس  تر ټاکنو مخکي  هم داسي  ويل ،  چی  داشغالګرو  او لاس پوڅي حاکميت کومي ښي ګڼي موږ و مخ ته کښيږدو  ، چی دهغو  په ليدو او احساس سره بيا دټولټاکنودمرکزونو پرلار ورروان سو ۰ځکه نو دامنيتي کسانو په شمول  دادزرګونو کسانو ليکي نه سي کيدلاي چی دميليونونو افغانانواستازيتوب وکړي ۰ولس په دي نظر دي چی ددې ټولټاکنو دلوبي په پايله کي چی امريکا هر څوک ټاکي ، ددې وڅنګ ته چی  په وطن کي به جګړه زوراخلي ، دملي شتمنيو د چور لړي  به بيا هم دبهرنيو او کورنيو جهادي او تيکنوکراتي غلو له خوا په ډيره بيړه مخ ته ځی ، د بي  ګناه ولس پرکورونو او پټيو باندي به اشغالګر ځواکونه  دترويزم دمنځه تلو تر نامه لاندي به  خپل بمباردونو ته ادامه ورکوي ، ماشومان ، ښځي ، زاړه او ځوانان به په شهادت رسوي ، يو شمير ځوانان به خپلو شخصي بند يخانو کي دنامعلوم وخت له پاره تر شکنجو لاندی ساتي  ، او هم دارنګه دتيرو دولسو کلونو په څيرپه ځينو محلاتو کي   دکورونو دتلاښيو پروخت  دجنسي تيريو تر څنګ يو شمير ښځي به  دځانه سره هم وړي ، دولت اورسني به خپله چپتيا اختياروي ۰   ځکه نو  داسي  ټولټاکني افغان ولس ته کومه صلح نه سي راوستلاي ، يوازني لاره هغه  سياسي حل دي ، چی دجګړی د دواړو  اړخونو په  ګډون دملګرو ملتونو تر مشري لاندي داسي  يو نړيوال کنفرانس جوړ سي ، چی  په ولس کي قبول سوي شخصيتونه او يو شمير په وطن او بهر کي دولس دګټو سره شريک مستقل سياسي کارپوهان هم ګډون پکښي وکړي ۰ چی دکنفرانس په پايله کي ،  دافغان ملي ګټو په نظر کي نيولو سره  يوه لنډ مهاله اداره رامنځ ته سي ۰ د کنفرانس د ميکانيزم او لنډ مهالي اداري دعمومی دندو  په هکله ما خپل نظر  په تيرو ځينو ليکنو کي  په لنډه  توګه ليکلي او نشر کړي دي ۰                                                                                                                                                            تمت باالخير