جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

ولي له ځوانانو غواړو؟

بسم الله الرحمن الرحیم

لیکنه : قاضی نجیب الله جامع

د هغه څښتن تعالی(ج) ستاینه کوم چي پرته له هغه نه هیڅ ریښتینی معبود نشته، او درود او سلام وایم زمونږ په رهبر جناب حضرت محمد(ص) امام د مصلحانواو سرور د مجاهدانو او پراهل، یارانو او دوستانو یې.

یو فکر هغه وخت بریالی کیدای شي، چی ایمان په هغه قوی وی، تر شا یې بې کچی اخلاص او حماسه موجوده وی، دا ډول دعمل په لار کښی یې د بې کچی سرښندنې او فداکاری هیله وی، هغه څلور ګونی ارکان یعنی ایمان، اخلاص، حماسه او عمل خو باید د ځوانانو له ځانګړتیاوو څخه وی، ځکه د ایمان او اخلاص بنسټ  سپیڅلی او پاک زړه د حماسه بنسټ ځواکمن احساس او په پای کښی د عمل بنسټ نه شلېدونکی اراده او عظم دی.

دا په هیڅ ځای مګر د ځوانانو په وجود کښی پیداکیږی، هغه چی نه یوازی له ډیر پخوا ځوانان د ملتونو او نهضتونو د قدرت راز او رمز پاتی شوی، بلکه هر وخت همدا ځوانان دی، چی د هر فکر د تاریخی رسالت او عزت بیرغ دوی رپانده ساتلی، الله (ج) پدی اړوند فرمایی : ( انهم فتیة امنوا بربهم وزدناهم هدی) کهف: ۱۳)

له همدی ځایه چی ستاسو مسولیتونه ډیر، دندی مو ستری او د ولس حقوق او فرایض په تاسی څو چنده دی، داسی چی باید وپوهیږئ داچه ستاسو په اوږو لوی او سخت امانت چی د یوه امت حق پر ځای کول دی ایښودل شوی دی، هغه چی تاسو یی پورته کړی، کار ورته وکړی او په هکله یی مسولانه ګامونه اوچت کړی.

تاسو باید ددی ملت د حقیقی، ریښتنی او سراسری ازادی په لار کښی له خپلی ځوانی ډیر څه چی د نفسی طبعیت او مادی غوښتنو له حاکمیت او اصولو څخه په ښکاره بغاوت شمیرل کیږی، اداه کړئ، او هغه بل څه نه مګر د داسی مسلمان فرد، کورنی، ټولنی او نظام په لار کښی د اصلاح او تغیر د اسټراټزی په لوری تګ دی، هغه چی تفکر،اعتقاد، اخلاق، عاطفه، کردار او رفتار یی د اسلام او مسلمانانو استازولی وکولای شی، هغه هیلې چی د یوه امت هرڅه شته د هغه د احیا په لار کښی که ولاړ شی هم بی باکی نه دی، او هغه د اسلام سیاسی نظام د اسلامی ویښتیا  له ایمانی کاروان سره یوځای کیدل دی.

کومه ګروهه چی کولای شی مونږ له روحی شکنجې د شریرانو له فتنو او فسادونو ازاد کړی، او په ټوله کښی لا لهاند انسانیت چی هیڅ د ښې هیلې او باثباته سبا تمه نه لری، بلکه هرڅه یی د اروپا د مادیت پالنی د تیارو او قمار په ګرداب کښی له لاسه ورکړی لاس نیوی یی وشی، د ادیانو له ظلم د اسلام عدالت ته هدایت کړای شی او په ټوله کښی د واکمنانو له عبودیت نه د الله ج عبادت ته .

اوس دلته تاسو رسالت لری، ځکه تاسو چی کوم نږدیوالی له الله(ج) سره لری یا هغه باور او اعتقاد چی مو په هغه پیداکړی، او هغه هدایت چی مو دهغه د قانون په وسیله حاصل کړی، ورته ګران یاست نو ځکه یی د خپل دین سرښندونکی ګرزولی یاست، په بدل کښی یی د اخروی اجر او ثواب ترڅنګ تاسو ته ددی دنیا وزارت، ولایت مقام او منزلت هم درکړی، هغه چی په مقابل کښی یی تاسو مکلف کړی یاست تر څو یی په وړاندی سرښندمې وکړئ.

اسلامی ویښتیا او د ایمانی تجدید هویت پاله خوځښتونه چی د یوه امت څخه په پالنې او حراست تاریخی دعوه لری په ځانګړی ډول د نن ځوانان باید پدې اړوند تحرک ولری او مونږ ځکه هم یوازی له ځوانانو غوښتنه لرو، ترڅو د یوه تاریخی  تحول د کاروان مخکښان او سرلاری شی، دا ځکه چی دوی د دې صلاحیت لری، چی په جدیت او کوښښ خپل دغه ناوړه حالت او تحمیلی برخلیک ته بدلون ورکړی.

او زه ځکه پدې اړوند دومره بی پرواه او په جراآت خبری کړم، داځکه چی ما دا درک کړی، تاریخ پری شاهد او همداوس نور ملتونه یی د خپلی ښې سبا په فاسد لابراتور کښی چی یوازی مادی خوښی دی، تجربه کوی، بنا داچی زمونږ د امت تر ټولو ستره برخه ځوانان جوړه وی، نو که له مانه څوک وپوښتی  چی ستاسې د ملت تر ټولو یوازنی ارزښتمنه پانګه څه شی دی؟ زه به هیڅکله هم د څو ژر پایته رسیدونکی معادینو، ګرځند ځایونو او د تیلو او ګازو د منابعو یادونه ورته ونه کړم، بلکه ورته وبه وایم چی زمونږ تر ټولو باارزښته اوستره پانګه یوازی زمونږ ځوانان دی  او بس.

دا ځکه کله چی هم تاسی د تاریخ څو پاڼی واړوئ نو زمونږ د عظمت، عزت او سرلوړتیا دوره هغه وله کله چی هم زمونږ ځوانانو ځانونه پیژندلی ولو، د بیلګه په ډول په تاریخی لحاظ د بوت اوشرک سره د مبارزې لومړی تبر ابراهیم(ع) وار کړی، کوم چی هغه مهال د هغه مبارک عمرتر ۱۶ کاله پورته نه وله او یو تنکی ځوان ولو، دا ډول اصحاب کهف ته وګوری، هغه ځوانان چی د وخت له ستونزو سره د مبارزې په مهال تر ۱۶ یا ۱۷ کلونو پورته نه ولو، ایا تاسو دهغه فدایی ځوانانو له سرښندنو خبر یاست چی د خپل ګران قاید یعنی جناب نبی کریم(ص)  څخه د دفاع په لار کښ څنګه یو په بل پسی یې د تور زنیو او ایمانی بیداری ریکارډ ټینګ کړل خصوصا یزید بن سکن(رض)، بل لورته بده به نه وی چی د نږدې معاصرې زمانې او د بعثت له زمانی را دیخوا ته هم د داسی ځوانانو د ژوند بیلګی بیان کړو هغوی چی نه یوازی د یو امت رسالت یې تر زرین مقامه رسولی بلکه توانیدلی په خپل لږ عمر کښی داسی شاهکاری او له اتلولی ډک مثالونه ټینګ کړی، کوم چی د هر سرتیری د اوښکو او وینو انګیزې ترسیموی.

له دی لړی څخه به بده نه وی چی، سلطان محمد فاتح ته اشاره وکړو، هغه چی و توانیدل، په ۲۳ کلنی کښی د مسحیت پلازمینه قسطنطنیه وروسته له زیاتو مقاومتونو او سرښندنو ونیسی، هغه د مسحیی تمدن پلازمینه چی مخکښی لدینه مسلمانانو د ۷ ځلي حملی په کولو ونه توانیدل د هغی په کلکو دیوالونو کښی یو وړوکی درز وکړی، ددې حکمت جدیت او کوښښ ولو.

بل لورته د حطین  او ټولو صلیبی جګړو فاتح صلاح الدین ایوبی خپه دی او ژاړی پوښتنه ترې کیږی چی ځوانه ولی خوښ نه ښکاری، ځوان فاتح د اسلام توری پوښتونکی ته وایی څنګه وخاندم په داسی حال کښی چی د (الاقصی مسجد) د اسلام د دښمنانانو یعنی  صلبیانو په ولکه کښی دی، امام حسن البنا، سید قطب، شیخ سباعی، دکتور الرتنسی، او په لسګونو دیته ورته مثالی بیلګه لرو، هغه تاریخ چی نن یی مونږ د شرف، غنی والی او ویاړ دعوه لرو په حقیقت کښی د ټولو ملتونو په ځانګړی ډول اسلامی امت چی اوس په ملتونو یادیږی د ځوانانو د بی احسانه او له اخلاصه ډکو ځان تیریدنو او تور زنیو محصول دی.

ځکه چی د ملتونو تاریخ د هغوی د ځوانانو د دروند احساس ویښ ذهنیت او لوړو افکارو په وسیله ارزیابی کیږی، پس تاسو ته د تغیر اسټراټیژی وړاندې کوم داچی تاسو د اسلامی ویښتیا د هیلو سترګی یاست، پس لطفًا هر ګام مو په مسولیت واخلی.

 

په درنښت