بختیار علی محمد

استاد "بختیار علی محمد" (به کُردی: بەختیار عەلی موحه‌مه‌د)، شناخته…

آرمان ضداجتماعی-ضد ترقی در عرفان

دکتر بیژن باران آیا عارفان ضداجتماعی بودند؟ آیا رفتارشان با…

              پروژه تاپی (TAPI)

نوشته کریم پوپل مورخ۱۶.سپتمبر.۲۰۲۴ کالنگ دنمارک                                  انتقال لوله گاز از ترکمنستان به هند پس…

نشانه هایی از رستاخیز مردمی و نگرانی های رهبران طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید آنسوی افق های تاریک و طلوع خورشید آزادی…

صید گرفتار 

چو برگی در شکنج پنجه های باد پاییزم  به خواری و…

داستان «تو را دوست دارد!»

نویسنده «تولگا گوموشای» مترجم «پونه شاهی» نگهبان کلاس‌ام، بنابراین، در طول…

ترجمه داستان «علی بابا و چهل راهزن»

نویسنده «آنتوان گالاند»؛ مترجم «اسماعیل پورکاظم» در زمان‌های بسیار پیش از…

دولت از اسلام یا در اسلام؟

دولت از اسلام عبارت از حکومت قانون استکه: ارزش های…

دل صدپاره 

رسول پویان  اگر یک لحظه گـردد در تمام عمر همدردم  ز ژرفای…

نگاهی به برخی از لایه های اجتماعی

ترجمه. رحیم کاکایی یوری آنتونوف اساساً، هر فرد و هر گروه اجتماعی…

دیدی گذرا بر اندیشه های اصلاحی در اسلام و جایگاه…

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم بازتولید اسلام سیاسی و بی پایه بودن…

بزرگداشت ازدهمین سال درگذشت داکتراناهیتا راتبزاد  

به تاریخ هفت سپتامبر سالجاری ازسوی  شورای سراسری زنان افغانستان…

بازی با دم اژدها یا تعامل با حاکمان تروریست و…

نویسنده: مهرالدین مشید تبدیل شدن افغانستان به مفرزۀ تروریسم  و احتمال…

دلسوز صابر

بانو "دلسوز شیخ صابر"  (بە کُردی: دڵسۆز شێخ سابیر -…

عرفان در هنر

دکتر بیژن باران عرفان در هنر تجسمی با هنر کلامی…

زیبا پسند

غم خانه گشته است دل مستمند من هم شد خمیده قد…

احمد مسعود به دنبال چیست ؟

                              نوشته ی : اسماعیل فروغی      به…

اطاق فکر، د فکر خونه یا (Think Tank) یعنی چه؟

نور محمد غفوری در بین گروه های سیاسی، اجتماعی، علمی و…

دیدی گذرا بر اندیشه های اصلاحی در اسلام و جایگاه…

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم بازتولید اسلام سیاسی و بی پایه بودن…

فراز و فرود کاتوتسکی، از مارکسیست کبیر تا اپورتونیست "مرتد"

karl kautsky 1854-1937 آرام بختیاری کائوتسکی مرتد رنگات؛ تئوریسین سوسیال دمکراسی. کارل کائوتسکی…

«
»

هلمند د پاکستان پر پوله بل هلمند وپنځاؤ

لیکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن

د هلمند او وزیرستان جګړې هم مهاله پېل شوي، روژې ته لږ ورځي پاتي وي، د وزیرستان په کلیو او بانډو د پاکستاني پوځيانو له خوا هوايې بمباري پېل شوه. د وزیرستان خلکو ته د کورونو څخه د وتلو وخت ورنه کول شو.

په ګرمه هواء کې په لوږه او تنده، لوڅې پښې پښتنې میرمني او پښتون ماشوم د باروتو له دود څخه په تيښته ؤ، د سند او پنجاب لاري يې په مخ تړل شوي وي،  ځينې يې بنو ته ولاړل، ځينې يې د پېښور ګرمې ته او ځينې يې خوست ولایت ته ورسیدل.

رسنيو د ستونزو راپورونه او تصویر وړاندی کړی، نه غواړم چې په دي اړه جزياتو ته ولاړ شم، ولي دومره لیکل غواړم چې د روژي په مبارکه مياشت کې د وزیرستان او هلمند ښځې، نجوني، ماشومان، ځوانان او سپين ژیري  د جګړو له امله له سختو کړاونو سره مخ دي.

زما ورور نالوستی دی، د کرزي د حکومت دوېم کال ؤ، زموږ د کلي څلورو وروڼو د هلمند حاصل لرونکي ځمکه خرڅه کړه، هغوی د وزیرستان په سيمه کې ډیره زياته ځمکه واخستله، له هلمند څخه ځکه ګډه شول چې دلته امريکا او يرغلګر راغلي، هلمند به اور واخلي او موږ به هم پکې وسوځو. زما ورور ورته وویل چې دا جګړه هغې خواته هم در روانه ده، دا ځل داسي نه ده لکه د روسانو جګړه، وزیرستان او د ډیره اسماعیل خان نږدې سیمو ته هم در رسیږي، غلط شوئ چې خپله ځمکه مو په هلمند کې خرڅه کړه.

شمالي او جنوبي وزیرستانونه تاریخ لري، په دي سېمه کې انګریز کلکه ماتې خوړلي وه، هغوی ته د وزیرستان تاریخ پروت ؤ، زما يو دوست وایې چې کله امريکا په افغانستان حمله وکړه، بهرنیان د پکتيکاګومل ولسوالي ته راغلل، له هغوی سره نقشې وي، د افغان قومي مشرانو په مرسته په غرونو کې لیري پرتوسرحدي سيمو ته ولاړل، هلته يې نقطې واخستلي (غالبا په جي پي ایس)، نوي نقشې يې جوړې کړي، او بیرته راغلل.

د طالبانو له ماتې وروسته ډیری لوړ پوړي افغان چارواکې د کويټې او پېښور په ځای د وزیرستان سیمو ته ولاړل، واڼه او میرام شاه هغه سېمې وي چې ډیر و لوړ پوړو طالب  چارواکو ځان پکې خوندي احساساؤ، د طالبانو سره ډیری نور بهرني جنګيالي چې د امريکا او خپلو هیوادونو د نظامونو مخالف ؤ هغوی هم يادو سېمو ته ولاړل، د وزیرستانو خلکو يې په پوره میړانه ميمله پالنه وکړه، د انګلستان، امريکا، افغانستان او پاکستان ځانګړو ادارو د وزیرستان په خلکو کې بې حسابه پیسې وښیندلي، ایله بيله وتوانیدل چې په دغه غرنیو پښتنو کې ځينې پيسه خوښوونکې پيداکړي، او ددوی له پاره جاسوسي وکړي، د بې پېلوټه الوتکو په واسطه بمباردونه پېل شول، لیري ويښتونکې توغندي په یادو سيمو وتوغول شول.

طالب مشران له يادو سيمو نورو سيمو ته ولاړل، يواځي ځينې نظامي کسان يې پکې پاتي شول، دلته پاکستاني طالبان هم پيداشول چې د افغان طالبانو ښې لاس وبلل شول، ديو بل مرسته يې وکړه، پاکستان جدي عکس العمل ښکاره کړ، له هر ډول د زور او مصالحي له لاري يې کوشش وکړ چې پاکستاني طالبان وځپې او يا يې سولې ته اړ کړي. افغان حکومت په ياده لوبه کې کارنده رول ولوباؤ، د ځینو پاکستاني طالبانو سره يې په پټه اړيکه ټینګه کړه،  ویل کيږي چې ځینو ته يې د هند مالي مرسته هم ور رسیدله، تر ډیره د مولنا فضل الله نوم یاديږي  دابه څومره پرځای وي، ماته تر اوسه هم نه معلوميږي، ځکه پاکستانيان له هند سره ژوره کرکه لري، ممکن د افغان چارواکو په مټ غیرمستقیم معامله به شوی وي.

پاکستاني کارپوهان وایې چې د نواز شریف حکومت  ته پوځ په ښه سترګه نه  ګوري، نواز شریف د هند د نوی لومړي وزیر مودي د سوګند خوړولو مراسمو کې ګډون هم وکړ، چې ممکن د پوځ د خفګان سبب به شوی وي.

پاکستاني پوځ له يو لوري ویل کيږي چې د پنجاب په ایالت کې نفوذ لرونکی القادري له بهر څخه راوغوښت او بل لورته يې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات پېل کړل، تر څو د نواز شریف حکومت تر فشار لاندي راوستل شي.

نواز شریف شمالي وزیرستان ته د پوځیانو په بدرګه سفر وکړ، د شمالي وزیرستان قومي مشرانو د نواز شریف سره په پوځي قشله کې له لیدلو انکار وکړ، د انو د نواز شریف حکومت او پوځ ته د خطر  زنګ او سور څراخ  ؤ.

پوځ په خپل لاس ځان ته اور تازه کوي، ما د وزیرستان سېمې د مهاجرت په وخت کې چې کله په پاکستان کې د جنرال ضياء الحق حکومت ؤ لیدلي دي.  سرښاره، شوخ، زیږ ، په خبره ژر سر نه خلاصونکې، بې تعلیمه او ټوپک لرونکي سوچه پښتانه  دي، خبره يې  يوه ده، بدي او دښمنې ته په ډوهل او اتڼ سره ورځي، اوس چې د پاکستان پوځ له دغه غرني پښتون قوم سره دښمنې ته زړه ښه کړی، ماته يې پايلې د پاکستان د کورنۍ جګړې عملي پېل ښکاري. داسي ښکاري چې د افغانستان ناارامه ولایت هلمند د پاکستان  پر پوله پاکستاني پوځ ته په وزیرستان کې بل هلمند وپنځاؤ.

د  هلمند دسنګین جګړه چې وروسته يې لمن کجکي، نوزاد او موسی کلاولسوالیو  ته وغځيدله، په داسي وخت کې چې ددوېم پړاو ټاکنې ترسره شوې، وروستۍ پايلې لا نه دي معلومې شوي، ممکن چې طالبان به په ځینو برخو کې جنګې پرمختګ وکړي، دا ډول دغه جګړه لوګرته هم په غځیدو ده.

دوه خبري سياستوال کوي: لومړی: بهرنیان لا هم د خپل پلان عملي کولو ته سترګې په لار دی، چې طالبان باید په زور ځينې ولایتونه په جنوب کې تر خپل کنټرول لاندی راولي، تر څو د افغان حکومت او طالبانو جنګې بیلانس  نږدې مساوي شي، افغان حکومت او شمال ټلواله وبیرول شي چې د سولي په خبرو کې له چنو ، چل او فریب څخه لاس واخلي.

دوېم: کرزی لاهم غواړي اوبه خړي کړي او ماهیان پکې ونیسي، راتلونکی ولسمشر ضعیف معرفي کړي، تر هغه وخت پوري چې نوی ولسمشر لوړه کوي، ښنونکې په دي نظر دی چې کرزی به هڅه وکړي چې په غیر مستقیم ډول دده پلوي افغان امنيتي ځواکونه به طالبان د بېلابېلو لارو له امله مجبوره کړي چې خپلې حملې زیاتي کړي، تر څو په هیواد کې د تاوتریخوالي ګراف لوړ شي.

دا ډول کرزی هڅه کوی چې اشرف غنی او عبدالله دواړه تر فشار لاندی راوستل شي، که غنی واک ته رسيږی، کرزی به ورته وایې چې په درغلیو دی ارګ ته لاره پيداکړه، عبدالله نه منلي او زه  وم چې په هغه مې ومنلي، عبدالله ته به وايې چې غني په حکومت کې نه ورګډولي ، امتيازات يې نه درکول، زه وم چې غني مې مجبور کړ چې تاته هم په واک شریکولو کې برخه درکړي.

ډاکټر سپنتا چې د خپل ماموريت په يوه برخه کې يې هم کاميابه نتیجه نه درلودله، د بهرنيو چارو وزرات څخه د نااهلتوب له امله ولسي جرګې صلب صلاحیت کړ، د افغانستان او پاکستان د امنيتي تړون اړوند يې دومره ستونزي پيداکړي چې په اسانی سره به حل نه شي، اوس د کوم دلیل له مخې د کرزي له خوا د سولې او امنيت اړوند خبرو له پاره اسلام آباد ته استول کيږي؟ په داسي حال کې چې د سولې شورا رئیس صلاح الدین رباني او ددغې شورا غړی قاضي آمین وقاد هم په کابل کې دي.

سپنتاچې د اروپايې هیوادونو سره د ښاغلي کرزي رابط ګڼل کيږي، پاکستان  هم پوهیږي چې سپنتا له اروپايې هیوادونو سره ښې اړيکې لري،مګر همدا سپنتا دی چې په تیرو څو کلونو کې يې د پاکستان اړوند پرته له دي چې ډیپلوماټیک اړيکې په نظر کې ولري سختي څرګندوني او ناوړه ژبه کارولي ده، مګر بيا هم پاکستان هغه ته د اسلام آباد د ورتګ بلنه ورکوي. دا هرڅه له هغه وروسته چې محمود خان اڅګزی کابل ته راغی او له کرزی سره يې ولیدل.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز څو مياشتي مخکې ویلي ؤ چې د کرزي دوره په ختميدو ده، موږ نور له هغه سره د يو هیواد د ولسمشر په توګه کار نه شو کولای. د وزیرستان جګړه، د پوځ او نواز اختلافات، دافغانستان په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله پاتي راتلل او د هلمند جګړې هغه لاملونه دي چې ممکن د نواز او کرزي تر منځ د محمودخان اڅګزي او سپنتا په خوله ځينې اړین پټ پېغامونه تبادله  شوې وي.