آموریم خود کفایی !

امین الله مفکر امینی                    2026-16-02! هـــر که آمد در این خطه ی…

آگاهی، عدالت و دموکراسی؛ سه رکن تحول پایدار

نور محمد غفوری تحول سیاسی و اجتماعیِ پایدار، نه با شعار…

بحران روایت ملی در افغانستان؛ غلبه گفتمان‌های قومی و ایدئولوژیک

نویسنده: مهرالدین مشید  بحران داعیهٔ ملی و جست‌وجوی رهبری راستین در…

نمونه های اشعار کهن فارسی، بخش دوم با اضافهء اشعار…

******** در ادامه مطالب فبلا ارايه و نشر شده در سایتهای…

پارادوکس انرژی در افغانستان: زغال‌سنگ یا آب؟

​تحلیلی بر گذار از سوخت‌های فسیلی به توسعه پایدار ​ ​افغانستان در…

افتضاح اپستین و فروپاشی وجدان بشریت در سرمایه‌داری پسین

نویسنده: مهرالدین مشید در دهه‌های اخیر، مطالعات انتقادی قدرت و جرم…

«او با تلخی، بیهوده‌گویی و خودپسندی را تمسخر می‌کرد…»

 به مناسبت دویستمین سالگرد تولد م. ای. سالتیکوف- شچدرین برگردان: رحیم…

مرگ ارزش و اخلاق

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

از دوری ی میهن سوزم!

امین الله مفکر امینی     2026-01-02! چنان از دوری ی میهن سوزم بجان…

        یک نـامـه به تاریخ؛ و یک نـخوانـدنی ترین!

با هدیه سلام ها و احترامات قلبی و وجدانی؛ این…

افغانستان؛ از کانون تروریسم فراملی تا عرصه‌ی مانورهای ژئوپلیتیک قدرت‌های…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دو دهه‌ی اخیر به یکی از…

گلهای خشم کلان شهرهای بورژوایی

Baudelaire, Charles (1821-1867) آرام بختیاری شعر نو بودلر میان: نیما، هدایت، و…

                                            واقعیت چیست

واقعیت با نظریات مختلف و دید گاه ها ی متنوع…

هزیان تب آلود!

شدت تب تروریسم که بیش از نیم قرن استبلشمنت پاکستان…

 افغانستان قربانی سیاست‌های امنیتی منطقه‌ای است، نه متهم دائمی

نور محمد غفوری در سوسیال میدیا خواندم که وزارت دفاع طالبان…

وحدت نیروهای ملی دموکراتیک ومترقی

وحدت بمثابه واقعیت انکار ناپذیری ضرورت تاریخی در برابر استعمار…

عدالت اجتماعی

نوشتهء نذیر ظفر‎عدالت روزی پیـــــدا میشه آخر‎سفاکان ترد و رســـوا…

خودتحقیری و خودتخریبی؛ تبیین فلسفی مفهومی

۱. خودتحقیری (Self-Denigration) در معنای فلسفی، خودتحقیری حالتی است که در…

سرمایه‌داری لیبرال و واکنش سوسیال‌دموکراسی

نور محمد غفوری تقابل، اصلاح یا همزیستی انتقادی؟ مقدمه سرمایه‌داری لیبرال به‌عنوان نظام…

             تشدید تنش تهران و واشنگتن؛ پس‌لرزه‌های منطقه‌ای آن

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت دیکتاتوری‌های دینی؛ آزمون بقا برای اخوندیسم و…

«
»

نظارشورا او د میراثي واکمنۍ خوبونه

              

د اسلامي جمعیت د سرخېل برهان الدین رباني له مرګه روسته چې د ۲۰۱۱ کال د سیپټمبر په ۱۸ مه د کابل په وزیر اکبرخان کې ووژل شو، سملاسي د حکومت پرځای اسلامي جمعیت پخپلو کې جرګه شول او د سولې د عالي شورا مشرتوب ته يي چې مخکې رباني ډک کړی و، د هغه زوی صلاح الدین رباني وروپيژنده. په دې اړه د اسلامي جمعیت جګپوړی چارواکی او د بلخ والي عطامحمد نور وايي« رهبر ما شهید شد. همه جمع شدیم فرزند ارشدش را تعیین کردیم و توانستیم ازاین بحران برآییم. بدون شک این با دقت و مشورت صورت گرفت. صدای امریکا »

د عطانور په پورته بې سرو پښو جملو کې، د سولې د عالي شورا پر مشرتوب له بحرانه وتل بیخي عجیب په نظر راځي! ته به وايي له بحران څخه يي د هیواد په وتون کې کوم نوښت او قهرمانې وکړه!

دوی په حقیقت کې هیواد په یو بل دایمي بحران ورګډ کړ، هغه هم په «  دقت او مشورت ! »

خو عطامحمد نور او اسلامي جمعیت له ځانه دا پوښتنه نه کوي چې د سولې د عالي شورا په مشرتوب کې، د برهان الدین رباني د زوی صلاح الدین رباني په ټاکنه، لکه د هغه د پلار د ریاست په مهال، ایا کومه لاسته راوړنه او بریا ترلاسه شوه؟ ایا ددې شورا د مشرتوب پر څوکۍ د پلار رباني او روسته د زوی رباني ټاکنه خطا او تېروتنه  نه وه؟ طالبانو سره چې ځان د افغان شخړې او جګړې بل لوری بولي، دداسې ناندریځو کسانو ټاکنه، ایا د جګړې دوام ته لمنه وهل نه وو؟ او ایا دداسې ناندریځو کسانو په شتون کې افغانانو د سولې په اړه ډېر فرصتونه او شونتیاوې له لاسه ورنکړې او په دې برخه کې د بیت المال ډېرې مالې زیرې د څو تنو د چړچو خوراک نه شوې؟

په دې توګه  د سولې په عالي شورا کې، طالبانو سره د روغې جوړې د یوې ریښتینې عملي تګلار او دې برخه کې د کومې لاسته راوړنې نشتون، تر ټولو لومړی په اسلامي جمعیت او نظارشورا پورې اړه لري چې اوس ټوله پړه د ځان پرځای، د حکومت په هغه برخه وراچوي چې ددوی له واکمنۍ  څخه په امن او څنګ ته پاتې شوی!

خو نن بیا د پخوا پشان، د قسیم فهیم په ډېرخورۍ له طبیعي مرګ روسته چې د روان کال د مارچ په ۱۱ مه پېښ شو، د اسلامي جمعیت په استازیتوب د بلخ والی عطامحمدنور وايي « کوشش می کنیم که این مشکل را هم و تاثیر منفی اش را به حد نهایی با ظرفیت های ممکنه کمتر بسازیم. همغه سرچینه»

دا چې د فهیم د ځایناستي د ډکولو لپاره د دولتمشر کرزی پرځای، عطا محمدنور ډېر تود او ورګډی ښکاري او د سولې د عالۍ شورا د مشرتوب پر څوکۍ د صلاح الدین رباني د کښينولو پشان غواړي د بدماش فهیم پرځای د نظارشورا کوم بل لڼده غر د دولتمشر د لومړي مرستیال پرڅوکۍ کښینوي، ترڅو« این مشکل را هم و تاثیر منفی اش را به حد نهایی با ظرفیت های ممکنه کمتر بسازند» ، یو وار بیا سړی د نظارشورا د چلوټو بیخ او سټې ته ورننباسي!

ټولو ته څرګنده ده چې فهیم  په تېرو ټولټاکنو کې، د دولتمشر حامدکرزي د مصلحت او بیځایه سازش په پایله کې د دولتمشر لومړی مرستیال شو. د نظارشورا او جمعیت  ډېر ناڅيز شمېر کسانو ښايی په یادو ټاکنو کې فهیم ته د دولتمشر حامد کرزي په کمپاین کې ووټ ورکړی وي. ډیری او په سلو کي له ۹۵ زیاتو جمعیتیانو او نظارشوراخېلو ډبل عبدالله ته ووټ ورکړی وو او نوموړي د همدغو جمعیتیانو په ووټ په ټاکنو کې د دولتمشر حامد کرزي روسته، دوهم ځای ترلاسه کړ.

خو اوس نظارشورا په ډېره سپينسترګۍ او بیشرمۍ ( د جمعیت او د پنجشیر درې له ووټونو پرته، چې ټول عبدالله ته اچول شوي وو) د نورو افغانانو په ووټ قسیم فهیم ته ګټل شوی ځای او د دولتمشرد لومړي مرستیالۍ څوکۍ، د ځان میراث بولي او د هغې د نیولو لپاره له چنو او ناندریو سره ډګر ته راوتلي دي!

د ځینو په وینا د قسیم فهیم د ځایناستې لپاره د یونس قانوني، بسم الله محمدي، فضل احمد معنوي او د صلاح الدین رباني خبرې د جمعیت لخوا رسنیو ته ورڅڅیږي. د اسلامي جمعیت یو غړی عبدالحفیظ منصور وايي « مارشال فهیم از اعضای برجسته جمعیت اسلامي افغانستان بود و اکنون هم تلاش میشود تا جانشین وی از همین جمعیت برګزیده شود وهر کسی که رای بیشتر را در جمعیت داشت به این کرسي معرفي خواهد شد»

خو د تاند بریښناپاڼې په وینا « د مارشال محمد قسم فهیم له مړینې وروسته د پخوانۍ نظار شورا د فشارونو او پر ولسمشر حامد کرزي د دې ډلې د اغېر په نتیجه کې ټاکل شوې ده چې د دفاع اوسنی وزیر ژر تر ژره د ولسمشر لومړی مرستیال ونومول شي.»

ډیری افغانان په دې اند دي چې پر کرزي د نظارشورا د اغیز خبره اوس ډېره روغه او پرځای نه ښکاري، ځکه نن کرزی په واک کې د پاتې کېدو لپاره له نظارشورا او د مجاهد په نوم له څو کرکجنو څېرو پرته، نورڅوک نه لري! د نظارشورا او د حامدکرزی اړیکې نن سبا لکه نوک او ورۍ سره تړل شوي او زښت یوبل ته اړتیا لري.

کرزی چې غواړي واک کې پاتې شي، د زلمي رسول په نوم يي یو بېړا او ګونګی رامخته کړی چې هغه نه په یمین خبر دی او نه په یسار، نه په کور دننه څه ځایښت او وړتیا لري او نه په بهر څه خبرتیا او کمال!

په ټاکنو کې د زلمي رسول د بریا لپاره، کرزی خامخا د نظارشورا په ډلې ډډه لګوي او په دې تړاوو يي د نظار شورا یو بل بیکاره سړی، ضیا مسعود د زلمي رسول سره په یوه جغ او وندر تړلی چې که وشي د زلمي رسول له پریمانه تشو خواوو څخه یوه ورډکه کړي. بلخوا د ضیا مسعود او ډبل عبدالله ترمنځ د چین کوم دیوال نشته، دوی ځان په دستوري توګه په مختلفو ټاکنیزو ټیمونو ویشلی او لکه څنګه چې مخکې مو د عطامحمد نوراو حفیظ منصور په څرګندونو کې وکتل، دوی شاته په یو لړ مهمو چارو کې سره ګډ دي. په دې توګه که عبدالله ته د کرزي لخوا شین څراغ وځلید د غوړې ونډې او څوکۍ لپاره او په تېره بیا  د اشرف غني د ټیم پر وړاندې، پر دریځ هرې ټوکې او لوبې ته تیار دی!

ښايی د ټاکنو په اړه، د پېښو پراختیا ډېر ژر وښۍ چې د اشرف غني د تحول او تداوم ټیم پر وړاندې حامد کرزی، زلمی رسول او ډبل عبدالله سره یوځای شي.

د قسیم فهیم د ځایناستی د ژر ډکېدا خبره هم له دې ورخه اوبه خوري چې کرزی او نظارشورا دواړه لکه فهیم ته په ورته څېرې، پر داسې یو کس جوړ راشي چې په ټاکنو کې د دواړو ټیمونو ګډو موخو ته په رسیدو کې مرستندوی پریوځي.

نظارشورا د دریځ پر سر لویدیځ ته د دیموکراسۍ ، مجاهدینو ته د انتي سیکولریزم، ایران ته د پاړسو د شریکې تمدني حوزې، پنجاب ته د ډیورنډ د تپلې کرښې د منلو او افغانانو ته د پارلماني نظام په نوم د هیواد د ویشلو په لوبو او چلوټو نه شرمیږي!

خو تر ټولو تازه او بده دا چې په ورته وخت کې د میراثي واکمنۍ پېښې هم کوي!

د ۲۰۱۴ کال د مارچ ۱۵ مه

سرلوڅ مرادزی