وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

«
»

مشهور افغان ژورنالیست په کندهار کې تری تم شوی

م. ج

د کندها ولايت امنیتي ادارو د بېنوا ويبپاڼې چلوونکى خالد هادي حيدري نيولى دى.

ویل کیږي حیدري هغه وخت ونیول شو  چې غوښتل يې له کندهار څخه کابل ته سفر وکړي.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر غړي دواخان مينه پال  ومنله چې خالد هادي حيدري نيول شوى دى.

هغه ویلی حیدري د هغو لکینو په ارتباط  نيول شوى، چې د کندهار په والي ډاکټر توريالي ويسا، د هغه په مېرنې ډاکټر رنګينې ويسا او په ټوليزه توګه د دغه ولايت په چارواکو پسې يې کړې وې.

د نوموړي په وينا، په دې اړه چې کومې ليکنې په بېنوا ويبپاڼه کې خپرې شوې د ژورناليزم له ټولو اصولو څخه څرګنده سرغړونه او شخصيت وژنه ده، په همدې بنسټ خالدي حيدري بايد د خپرو شويو ليکنو په اړه سپيناوى وکړي.

مينه پال وايي، خالد هادي حيدري دا مهال د ملي امنيت له څارنوالۍ سره توقيف دى او ورڅخه پوښتنې پيل شوې دي.

نوموړي دا هم وويل، چې د موضوع په اړه نور جزئيات به د پوښتنو د پايلو تر معلومولو وروسته د رسنيو په واک کې ورکړل شي.

د بېنوا ويبپاڼې مسوول خالد هادي حيدري ، چې په اصل کې د کندهار ولايت اوسېدونکى دى، خو اوس  په امريکا کې اوسېده.

نوموړى څو ورځې مخکې کندهار ته د خپلو دوستانو د ليدو لپاره راغلى و، چې نن يې له کندهار څخه د بېرته سفر کولو مخه ونيول شوه او توقيف شو.

په بېنوا ويبپاڼه کې د کندهار په چارواکو پسې بېلابېلې ليکنې شوې وې، چې د هغوى غبرګونونه يې را پارولي او په وار وار يې د بېنوا ويبپاڼې له مسوولينو غوښتنه کړې وه، چې هر څه د اسنادو او شواهدو پر بنسټ خپاره کړي.

بلخوا د ژورنالېستانو د خونديتوب ټولنې د بينوا ويبپاڼې د مسوول پر نيول کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده او دده نيول  يې غير قانوني بللي دي.

د يادې ټولنې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د هادي نيونه د هېواد د نافذه قوانينو خلاف کار دى او د هغه د خوشې کولو غوښتنه يې کړې ده.