مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۳)

مبارزه علیه لاسالیسم و انواع اپورتونیسم آلمانی نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مبارزه علیه لاسالیسم…

چه بازی دردناک با سرنوشت انسان 

نویسنده: مهرالدین مشید  قدرت ابزاری برای رهایی انسان، نه ابزاری برای…

آیا هوش مصنوعی مسلمان است؟

عثمان نجیب من یادداشتی از یک پیش‌بینی هراس انداز در مورد…

خالق  “ قرارداد اجتماعی ” را گرامی میداریم 

میرعبدالواحد سادات  1 تتبع و نگارش از :  میر عبدالواحد سادات  دوم جولای مصادف به دوصدو چهل و هفتمین سال وفات یکی از تاثیر گزار ترین نمایندگان  عصرروشنگری اروپا و برجسته ترین نقاد آن عصر ژان ژاک روسو  است .  اندیشمندی که…

نه یک پیروزی دیپلوماتیک؛ بلکه یک اشتباه استراتژیک در هندسه‌…

نویسنده: مهرالدین مشید                              به رسمیت شناسی طالبان از سوی روسیه و…

اخراج بی رویه ی مهاجران افغان از ایران

  نوشته ی :اسماعیل فروغی       این روزها خبراخراج دسته جمعی و گسترده…

شناخت روسیه از طالبان

با خانه نشینی و بیکاری که چشم و گوش با…

داد خواهی بخاطر حق و حقوق افغانان مظلوم و داعیه…

بنام خداوند حق و عدالت مهاجرت افغانان که درطی نیم قرن…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۳)

مبارزه علیه لاسالیسم و انواع اپورتونیسم آلمانی نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مبارزه علیه لاسالیسم…

سیاست فاشیستی اخراج افغانها باید فورا متوقف شود!

هیچ انسانی غیر قانونی نیست! جمهوری اسلامی در پی شکست مفتضحانه…

اخراج ۴۳ هزار مهاجر افغان از ایران در یک روز!!

اخراج ۴۳ هزار مهاجر افغان از ایران در یک روز،…

حکومت آخوندی ایران جنایت کربلای قرن را رقم زد، یزیدان…

محمدعثمان نجیب ایران در گرمای سوزان، زمین را زیر پای هم‌وطنان…

حیات بشری را آتش فشان خاموشی به شدت تهدید میکند

نویسنده:مهرالدین مشید جهان در معرض توفانی فراتر از جنگ سوم  این پرسش…

دومین بار طی طریق در تعامل گذری انسان با هوش…

*محمدعثمان نجیب، بنیاد‌گذار مکتب دینی فلسفی من بیش‌از این نه…

درک لنینی از دموکراسی: نگاهی از سده 21

ترجمه. رحیم کاکایی یرومنکو ولادیمیر ایوانوویچ دکترعلوم فلسفه، مشاور رئیس مجلس قانونگذاری…

افغانستان در سایۀ رقابت‌های ژئوپولیتیکی جهانی ناشی از جنگ اسرائیل…

مقدمه تنش‌های دراز ‌مدت میان ایالات متحده آمریکا، اسرائیل و جمهوری…

فیلسوف آس و پاس،- مدافع مالکیت خصوصی!

max stirner (1806-1856) آرام بختیاری ماکس اشتیرنر، آغاز آنارشیسم فردگرایانه. ماکس اشتیرنر(1856-1806.م) آلمانی،…

افغانستان- آموزشگاهی خونین برای ایران و همسایگان 

سلیمان کبیر نوری در این مقاله می‌خوانید: چکیده نئولیبرالیسم و استعمار؛ تجربه‌ای عینی افغانستان؛…

جنگ های جیوپولیتیک جدید و افغانستان تحت حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید از بازگشت تروریسم تا تقابل قدرت های بزرگ در…

سید جمال الدین افغان

 فیلسوف ،دانشمند بنیانگذار نهضت فکری وجنبش آزادی  خواهی افغانستان ،اساسگذار  اتحاد اسلامی ومبارز…

«
»

لویدیځ، له پیغمبر سره دښمنې او د یوه امت د نجات ستراتیژی!

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع
د لویدیځ تاریخی مطالعه سړې دې پایلۍ ته رسوی چې د نړۍ د دې برخي وګړې له ټولو انساني تمدنونو، هویتونو، پرګنو، ادیانو، رنګونو او حتا خاورینۍ جغرافیي سره یو ډول لیونۍ دښمني، کېنه، کرکه او نه پخلاه کېدونکې تربګنۍ لری.

د بېلګې په توګه که تاسو نوی کشف شوی امریکا ته چې اروپایانو د بی خلګو جنت نوم ورته کارولی مطالعه کړۍ، او بیا هلته له سور پوټکو انسانانو سره د سپین پوټکي اروپایي انسان عقده، وحشت او له درندګۍ ډک نا انساني کردار او چلند وګورې نو دې پایلۍ ته به ورسیږی چې لویديځ مېشته انسان د ټولو زړه راښکونکو او ښکلیو انساني ایډیالونو، ارمانونو او ګډو بشری باورونو په خلاف د دې زغم، وړتیا او منلي سړېتوتب ته ژمنتیا او ريښتنولي نه لری، د کومو چې شعار ورکوی او نور ملتونه هغه ته رابولي.

د اروپا خپل منځه وحشتونه، د صلیبي جګړو په نوم د مذهبي جګړو څو پیړۍ بدرنګه اورونه، درې نړیوالۍ امریکایی ـ اروپایی جګړې او بیا را وروسته د لسګونو آزادو ملتونو پر آزادیو تیرې، غورځی، پرځی، د ملی او ولسي نظامونو نسکورول دا ټول په دې استدلال او دلالت کړې، چې  له انساني نړۍ سره د لویدیځ او اروپایي انسان دښمني د نه پخلاینۍ وړ او له تراژدیو ډکه کیسه ده.
د لا سپیناوی او وضاحت لپاره د مخکښو امریکایی تیوری کښونکو او پالیسي میکرانو هنری کسینجر، هانټینګټون او بریژنیسکی کتابونه او څرګندوني د یادونې وړ ده.

۱. فرانسه، د یرغل او نیواک بدنام تاریخ یې:

تازه فرانسوی واکمن ایمانویل ماکرون پدغه هېواد کې د یوه مسلمان ځوان د هغه غبرګون له امله چې د اسلام د ګرانقدر پیغمبر سپکوونکي کاریکاتور انځورونکي ښووونکي یې وژل وو، په نقد کې اسلام له ګواښ سره مخ دین یاد کړې، او په فرانسه کې مېشته لږکۍ مسلمانه ټولنه یې په سختدریځو ټولنیزو بندیزونو او عقیدوی سانسور ګواښلي.

هغه چې لدغه ګام سره فرانسوی پولیس د مسلمانانو کور او کار ځایونو ته ورځی، هغوی تنګوی، بی ځایه ټولنیز فشار سره یې مخ کوی او یو ډول ناوړه سیاسی ـ ټولنیز توپیر او کرکي سره یې مخ کړې.
بل لور ته اروپایي رهبرانو د مسلمانو ولسونو او حکومتونو د نیوکو او غبرګون په خلاف د فرانسي ترڅنګ درېدلی، د بیان د ازادۍ په عنوان یې د چارلی ابډو مجلې د پسخند او ریشخند څخه ډک او سپکوونکې کاریکاتورونه یې ستایلی، دا یې د بیان د ازادۍ په نوم ګډ اروپایې ارزښتونه بللی، او د اسلامی نړۍ د ملتونو له لورې یې د فرانسوی توکو د تحریم د کمپاین پر ضد یې د دغه هېواد د توکو د پیر ټټر وهلي.

د اروپا دې دریځ په ډاګه کړله چې اروپاه لا څومره صلیبي ده، اروپایان په اسلامی خاورو کې د سیکولاریزه کولو او الحادپالو هڅو او پروژو پر خلاف، پخپل منځ کې څومره تندلارې مذهبی باورونه، دریځونه او له اسلامی او انساني نړۍ سره یو ډول بی رحمانه دیني تعصب لری.

د بېلګي په توګه کله چې فرانسوی اشغالګرانو د الجزایر مسلمان هېواد په کال ۱۸۳۰ کې تر خپل اشغال او رسمي استعمار لاندی راوستل، او پدغه مسلمان ملت یې، د صلیبي ـ عیسوی فاشیزم او کرکې پر بنسټ ۱۳۲ کاله نیواکګرانه حکومت وچلاوه.
هغه چې پدغه اوږده له تورتم، ظلم او بربریت ډکه موده کې یې پراخې هڅې وکړې چې د دې ستر او با عزمته مسلمان ولس دین، ژبه، کلتور، لیک لوست او حتا اسلامی ـ عربی هویت ورڅخه واخلي او په بدل کې یې د هغوی په فرانسوی بڼه بدلولو هڅې یې وکړې، کوم چې د دې لپاره یې بی شمیرې کلیساه ګانې جوړې کړلي او یا یې جوماتونه په کلیساګانو بدل کړل، عربي ژبه او لیک یې له منځه یوړل او پر ځای یې فرانسوی لیک او ژبه دود کړله…

د یوه چینی ګرځندوی شینڅ تڅه په خبره، په الجزایر کې پدغه موده کې د دغه هېواد نیم وګړې یانې ۵/۵ میلیونه انسانان یوازی د دین او عربیت په ګناه د فرانسوی وحشتکارو او انسان خوړونکو اشغالګرانو له لوری چې نن ځان د انساني ارځښتونو، تمدن، کلتور او ګډو مدنی حقونو بانی بولي په زړه بوږنونکې او جنایتکارانه بڼه قتل عام کړل.

دوی یوازی پدغه زړه سختۍ او درندګۍ هم بسنه ونه کړه، بلکي د الجزایر د مخکښو دینی عالمانو، ولسي رهبرانو، ملي انقلابیونو او د الجزایر د عزت او آزادۍ د جګړې د زرګونو مخکښانو سرونه به یې د هغوی له تن او بدن څخه پرې کول او د ( انسان ) په نوم د پاریس ښار یوی موزی ته یې وړل او هلته به یې د ګډ اروپایی تمدن څخه د دفاع په ننګ پدغه صلیبي موزه کې یې د انسان د وژنې نمایش بل انسان ته کول.
د معتبرو نړېوالورسنیو د مستندو څېړنیزو رپوټونو په بنسټ، چې د فرانسي د انسان نومي صلیبي موزه کې یوازی د الجزایری ولس د ( ۱۸۰۰۰ ) انقلابی، ملي او دیني مخکښانو جمجې نمایش ته ښودل شوی وې.

د فرانسي اسلام دښمنه او نا انساني چلند یوازی تر الجزایر پورې محدود نه دی، بلکي تر هغه وړاندې چې په کال ۱۷۹۸ کې فرانسويان مصر ته د دغه هېواد د نیواک په موخه ننوتل، نو د دوی جنرالان خوراه استعماری غرور درلود، دوی پدغه موده کې د مصر خلکو او ارزښتونو ته يې له هېڅ راز سپکاوی، ویری اچولو او درندګۍ څخه مخ وانه ړاوه، بلکې ملنډې يې پرې وهلې، ازهر چې په اسلامي نړۍ کې ستر تاريخي ديني مرکز ده او د ځانګړې علمي ارزښت او درناوی څخه برخمن دی، دوی د خپل پوځ د اسونو د درېدو ځای ترې جوړ کړ.
فرانسي په افریقاه کې د جنایاتو او وحشتکاریو د بدنام تاریخ سربیره د ایران په خلاف د عراق په لمسولو کې هم پراخه ونډه لرله، صدام ته یې زهرجنی وسلی ورکړې، فرانسوی پیلوټان یې د روسی ـ عراقی جنګی الوتکو د الوځولو لپاره ورته راولیږل او حتا په ۲۰۱۱ کې په لیبیا د ناټو د ګډ غربی یرغل پرمهال پدغه اسلامی هېواد کې یې بی شمیره جنایتونه وکړل، بنسټیز تاسیسات یې بمبارد کړل او یو له هغو جهتونو څخه ده چې تراوسه د لیبیا د ځمکني وحدت او سیاسي ټیکاو په لاره کې د خپل ځانګړې اسلام ضد لیدلوری پر غرض نوی ستونزی او ټکرونه راپاروی.

۲. فرانسه او دوه ګونې معیارونه یې: 
په اسلامي خاورو باندې د فرانسي او لویدیځ د غصب، یرغل او قتل عام د یوه بدنام او تور پړاو تر تیرېدو وروسته، اوس غرب پدې هڅه او فکر کې دې چې د مخامخ اشغال ترڅنګ باید د فرهنګي یرغل او له اسلام څخه د ویری او کرکي نوی سیاست هم په لاره واچوی، ترڅو د اسلام د نرم ځواک، بدیل او انسانی ځانګړنو او په ځانګړې توګه د سولې او آمن د ځواکمن پیغام مخه ډب او پیکه کړې.
هغه چې پدی برخه کې د سویس، ډینمارک او فرانسي هیوادونه د اسلام او ګډو انسانی ارزښتونو د دښمنانو په یوه آمن او مصون چاپیریال بدل شوی.
د بېلګي په توګه دوی څو کاله وړاندې چارلی ابدو مجلې ته اجازه ورکړله چې د اسلام د ګرانقدر پیغمبر نبی اکرم ( صلي الله علیه وسلم ) ته د سپکاوی کاریکاتورونه وکاږی.

د فرانسي دغه ناوړه چارې په اسلامي نړۍ کې د پراخو ناخوښیو او ولسي غبرګونونو سبب شوې، مسلمانانو له فرانسوی واکمنو د سپیناوی او د نورو ادیانو او ولسونو ارزښتونو ته د یوه متمدنې ټولني په توګه د درناوی کولو تمه لرله، ولي فرانسوی واکمنو او اروپایی مشرانو د سپکاوی کوونکو ترڅنګ ودرېدل، د هغوی په ریشخند او توهین ولاړ کار یې د بیان آزادۍ په نوم وستایه، ملاتړ یې ترې وکړل او د اسلام سره د دښمنۍ، د اسلام د کم راوستلو او د مسلمانانو د منزوی کولو کمپاین یې په لاره واچاوو.
حال داچې د دی په مقابل کې که څوک په فرانسه یا هر بل اروپایی او غربی هېواد کې د هولوکاسټ اړوند علمي څېړنه کوی، دوی هغه غندی، د حقیقت څخه انکار یې ګڼی، د یوه ولس د سرښندنو سپکاوی یې ګڼی او دغه ډول څېړونکې محکمي ته راکشوی او د بی شمیره ټولنیزو بندیزونو سره یې مخ کوی.
دا دوه مخې، د مور ـ میری چلند او په ټوله کې فاشیستي توپیرونه او تناقضات د دې ښوودنه کوی چې، د دوی اصلي ستونزه له اسلام، د اسلام له مخ پر لوړ نرم ځواک او په ټوله کې د اسلام د عزت او عزمت له لارې د مسلمانانو له یوالی او بیا په پایله کې د غربی تپل کړې نظم او یواړخیزه نړېوال فرعونیت د راپرزېدو، ماتي او دړې وړې کېدو څخه ده.

ځکه که خبره د غربی ایډیالونو او ارزښتونو د دریځ شي، نو دا څنګه ممکن، معقول او منطقي ده چې په یوه هېواد کې دې د زرګونو میلیوني امت د ارزښتونو، مقدساتو او تر ټولو لوړو اعتقادې بنسټونو د سپکاوی حق خوندی وی، قانونی دې وی او د اروپا په نوم یوه پوره لویه وچه دې ورڅخه ملات وکړې، د جګړې تر بریده دې مخکې لاړ شي، ولی په یوه بله کاذبه کیسه یانې هولوکاسټ دې دومره ټینګ ودرېږی چې بیا نه د بیان آزادۍ ځای لری، نه د بشر آزادی مانا ولری او نه د مډرنیته سیکولاره موجونه دې کار وکړې.

۳. څه کول پکار دې:
د فرانسوی واکمن ایمانویل مکرون د اسلام دښمنو دریځونو خلاف د ګڼ شمیر مسلمانو ملتونو له لوری د فرانسوی توکو سره پریکون ـ نټه کول او د فرانسوی واکمن دیته اړوتل چې د یوې اونۍ دننه سپیناوی ته حاضرېدلو، دا وښوده چې که په اسلامي نړۍ واکمن رهبریتونه او حکومتونه لږ هم د خپلو ملتونو د ننګ او اوچتی فرهنګي ویښتابه سره مله شي نو د اسلامي امت روان بد حالت به ډېر ژر بدلون ومومي، د استعمار تورې لړې به ټولي شي او امت به یوځل بیا د خپل ارمانجن زرین پړاو د عزت او عزمت دریځ ته وګرزی.

ځکه هغه پریمانه اقتصادی شتمنۍ، جغرافیوی فرصتونه، انساني وړتیاوی، ارماني ځواک، ایډیالوژیک ملاتړ او پراخه نړېواله بشری اړتیا چې د لویدیځ د درواغجن تمدن، بدنام تهذیب، اشغالګریو، ظلم، بربریت او وحشتکاریو له امله د نړېوال نظم په دریځ تپل شوی دې، نړېوال انسان او بیلابیل تمدنی بشری استعدادونه یې له ګواښ، ناخوښۍ او د تباهۍ تر درشله له مرګ او محکومیت سره مخ کړې دې.

د دې ظرفیت د پاللو، پنځولو او بشپړتیا په لار کې تر ټولو مهم او عملي ګامونه د مسلمانو ملتونو ترمنځ د مذهبي توپیر پرځای دیني ورورولۍ ته کار کول، په خپل منځو دردونو غلبه کول، د اسلامي خاورو څخه د پردو جګړو او اورونو د بسترونو ټولول، د مسلمانو حکومتونو ترمنځ د مشترکاتو رغونه او پر ستراتیژیکو ټکرونو غلبه، د تکفیری ډلو منزوی کول او په ټوله کې د اروپایی ټولني، اروپایی ګډې جرګګۍ او د شمالی اتلانتیک یا ناټو او په اقتصادی ډګرونو کې د ګډو اقتصادی منظمو او اغېزمنو بدیلونو رامنځته کول دې.

اسلامي نړۍ کولای شي پدې برخه کې د چینې او نورو له لویدیځه په تنګ او جنګ ټولنو څخه هم د خپلې ښې سباه او نړېوالۍ عادلانه رهبرۍ او نظم په ټوکولو، جوړولو او رغولو په برخه کې مدبرانه ګټه واخلي.
ځکه ترڅو چې د نړېوال رهبریت اوچلېدونکې نظم هویت تعریف نه شي، کمزوری او دردېدلي ملتونه د دریځ څښتنان نه شي او نړۍ ته عادلانه رهبریت اعاده نه شي، تر هغه د لویدیځ سړېتوب ته د راګرزېدو او د اوسنې فرعونی چلند د سمون تمه لرل مهال ده.
مګر اسلامي نړۍ د دې هر څه د بدلون، تنظیم او رهبریت پراخ واک او ظرفیت لری.
درنښت