از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

توماس مور؛ را هم اعدام کردند؛ بی وجدانا!

Thomas More ( 1477-1536 ) آرام بختیاری نخستین تئوریسین سوسیالیسم تخیلی در…

پاییز 

باد خزان وزید چمن بی نقاب شد  از برگ زرد صحن…

توافق طالبان و پاکستان

محمد عثمان نجیب پیش‌نوشت: با توجه به اهمیت این یادداشت که چند…

بازی های تروریستی پاکستان و ادامه جنایات آن در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ طالبان و پاکستان سناریوی استخباراتی با راستی…

سقراط

نوموړی د لرغوني یونان ستر فیلسوف او عالم او…

   جنگ پاکستان با طالبان

       نوشته ی : اسماعیل فروغی        جنگ کنونی میان گروه طالبان وپاکستان…

 با درد بساز که خون بهای تو منم

شوخی و مزاح جزء جدایی‌ناپذیر از زندگی اجتماعی انسان‌ها هستند…

ترامپ چرابگرام رامی خواهد؟

بخش دوم طوریکه می دانیم در15 آگست سال 2021امریکائی هاظاهراًازروی اجباردربرابرمقاومت…

پاکستان حق نه لري چې د افغانستان په خاوره تعرض…

نور محمد غفوری  د نړيوالو اړيکو او دولتونو ترمنځ د متقابل…

آنانیکه طور مستقیم یا تلویحی در دفاع از پاکستان قرار…

۱-- انهدام حکومت‌ها ؛ -- پیش انداختن شهزاده آمین جان در…

درگیری نظامی میان طالبان-پاکستان

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و…

قراردادهای اجتماعی: پیمانی برای زندگی مشترک !

قرارداد اجتماعی یک مفهوم فلسفی است که تلاش می‌کند توضیح…

جنگ پاکستان و طالب، بازی‌ اوپراتیفی است، حتا اگر ارگ…

محمدعثمان نجیب یکی از مزیت‌!؟ های پیدایش و‌ ابداع شبکه‌های بی‌شمار…

بازگشت افغانستان به بازی‌های جدید ژیوپولیتیک و ناکارآمدی طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان لقمه خونینی؛ بزرگتر از دهن طالبان بازگشت طالبان…

محکومیت گستاخی و تجاوز نظامی پاکستان بر افغانستان

اعلامیه انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان، بر مبنای…

«
»

  قانون  څه ته وایی

                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                 انجنیر سید عبد القادر                                                                                                         ۳۱- ۳  – ۲۰۱۵                                                                                                                                                                                                                                                                                                                          ویل کیږی چه په لومړیو وختونو کی انسا نانو نسوای کولای  چه  په ټو لنه کی خپل ژوند په جلا جلا توګه مخ ته بو زی۰نو دیوځای کیدو په صورت کی بیا  دوی ته لازمه اوضروری وه ، چه خپل ترمنځ دښه نظم اواړیکو له پا ره  ځینو پریکړو ته  ځا نونه  تسلیم کړی ،او دا پریکړو ته بیا  دوی دقا نون په توګه و کتل ۰نوویلای سو ،چه ټوله هغه قاعدی اومقررات چه په یوه ټو لنه کی دانسا نانو تر منځ اړیکی تنظیموی، دقانون په نا مه یا دیږی ۰او اسا سی قانو ن دیوی ټولنی هغه سترحقو قی سند ته ویل کیږی ،چه دهغه په چوکاټ اولار ښونی سره دټولنی نور قوا نین تنظیمیږی ۰ اوهیڅ  بل قانون نسی کیدلای چه داساسی قانون  سره په تقابل کی قرار ولری ۰  یو شمیر کار پوهان قانون دلاتینی کلمی  (کانون یعنی مقیا س   ) څخه مشتق کوی،ځنی بیا دد ی کلمی اخیستنه دعربی کلیمی (قن  یعنی کوښښ)   څخه  بولی ۰ دلته زما مقصد یوازی دقا نون دریښتینی  اوعملی تعریف  څخه نه دی ،بلکه غواړم ووایم چه دقا نون څخه ارتجاعی وا کمنا ن  په  څونه مها رت اوبیله فریکی زور څخه، خپله ناروا ګټه پو رته کوی ، اوولس څنګه  په ډیر ه اسانۍ سره تر پښو لاندی کوی ۰دبیلګی په توګه: په ۱۹سمه پیړی کی دا لمان وتلی اقتصاد پوه په خپله یوه لیکنه کی داسی لیکی :   د۱۷۶۸  څخه بیا تر ۱۸۶۸  کال پوری په انګلیستا ن اودارپا په نوره وچه کی سرما یه دا رانو دقوا نینو په زور پرکا رګرانو با ندی دورځنی کار ساعتونه داسی ډیرکړل ،چه د ډیر کا ر په نتیجه کی کارګرانو ته دجسمی وضعی دخرا بی تر څنګ یی دمعنوی تکا مل  فرصت هم دلاسه ورکړ » ۰ استعماری نړی ترخپل لاس لاندی هیوادونوکی  هر وخت دخپل لاسپو څی رژیم په وصیله غواړی دنوو قوا نینو د جوړولو اوتصویب تر څنګ داسی فیصلی هم وکړی چه خپل اشغال ته قا نونی بڼه ورکړی ، څو وکړایسی چه په ډیره اسا نی باندی هر څه دهغه هیوا د څخه وبا سی ۰چه ښه اونژدی مثال یی اوسنی افغا نستان دی۰  با ید ووایو چه په عمل کی دقانون  تعریف بیا  دځینو کار پوهانو په نظر په داسی تو ګه دی:  قانون دیوی ټولنی دقواوو دتعا دل مستقیم انعکاس دی ۰ دغه تعریف دنړی دهیوادونو په هر ګوټ کی په عملی بڼه لیدل کیږی ۰زه به دلته د دې قواوو اودهغوی  دګټو په  ا ړوند   یوه لنډه بیلګه دخپل هیواد اوبهرنیوهیوادو نو رانقل کړم: زموږ دوطن د اوسنی  اسا سی قا نون دوړاند یز اوتصویب قواوی عبارت دبهرنی ځواک غیری مستقیم استازی( واردسوی غربی تکنوکراتان ) اوکورنی جهادی جنایت کاران وه  ،چه دااوسنۍ اساسی قانون دپورتنیو  قواوو د  ارادو اوغوښتنو  مستقیم انعکاس دی۰ چه خپلوځانونو ته یی  داساسی قا نون دیو شمیر نورو موادو تر څنګ په (۱۰ ) او (۱۱ ) ماده کی دخصوصی سکتور د ودی ،پراختیا  ،ازاد بازار ۰او وارداتو  ترنا مه لاندی دچور اوچپا ول  لاره داسی  خلاصه کړیده، چه په تیرو نیژدی ۱۳ کلنو کی دولتی اوجهادی جنایت کارو ډلو دبهرنیو شرکتونو سره یوځای داففان ولس دشتمنۍ ډیره برخه دځان کړی ،اوپه دی ناروا لاره کی مخته ځی ۰ باید ووایو چه  د شهید داکتر نجیب الله  دحا کمیت د(  ۱۳۶۶) کال داساسی قانون دوړانیز اوتصویب قواوی بیا دحاکمیت ترڅنګ ،دولس د اکثریت استازوطاقت اوقوه وه ، چه په حقیقت اوعمل کی حاکمیت هم داکثریت ولس استازی توب کاو ه ۰ځکه نو د اساسی قانون ټوله محتواداسلام دسپیڅیلی دین پر اساس  اوافغان ملی ګټوپه نظر کی نیولو سره داسی جوړه سوی وه ،چه ا شخاصو او  ګوند ونو نسوای کولای چه دولس دغوښتنو څخه لیری دهغه څخه نا وړه ګټه پورته کړی ۰ځکه نو په جرآت ویلای سو چه  دافغانستا ن په تا ریخ کی تر اوسه پوری دپورتنی  اساسی قانون  په څیربل داسی قا نون میدان ته نه دی راوتلی ۰داوسنی اساسی قانون دپورتنۍ ذکرسوی لسمی اویو لسمی  مادو  ترڅنګ په ډیروبرخو کی دافغان ملی ګټو ضد ډیر داسی څه سته، چه هغه یی دغربی استعما ری نړۍ داساسی قوا نینوڅخه کافی کړی او اخستی  دی ۰حتا داسی څه هم پکښی ځا ی سوی دی ، چه په هیڅ بشری ټولنه کی  مشروعیت نسی پیدا کولای  ۰دبیلګی په توګه ، داساسی قانون  په (۶۱  ) ماد ه کی  لیکل سوی د ی : ولس مشر درایه ورکونکو دازادو ،عمومی ، پټو ،اومستقیمو رایو له لاری په سلو کی تر پنځو سو ډیرو رایو تر لا سه کولو  با ند ی ټا کل  کیږی ۰ ددې معنا داده،که دمستحقو رایه ور کونودجملی څخه یوا زی( ۲۰٪) هم په ټولټا کنو کی ګډون وکړی ، دوی یی مشروع بولی،اودهم دی لږ شمیر خلګو دجملی څخه (  ۵۱٪  ) وړونکی نوماند ، دوی مشروع ګټونکی بولی۰ چه دا په امریکا اونوری غربی نړي کی هم پر ولس با ندی یوټپل سوی قانون ګرځېدلی دی ۰داځکه چه ولسونه دخپلووا کمنانو دکړونو څخه ما یوسه سوی دی ،نورنه غواړی چه ددوی  دټولټا کنود تبلیغا تو تر تآ ثیر لا ندی ځانونه راولی ،نوځنی وختونه تر۵۰٪ لږ شمیرخلګ دټولټاکنو صندقونو ته ځی اورایه ورکوی۰ ځکه نواشغال ګرو دخپل وطن دتجریبی له مخی زموږ دوطن په اساسی قانون کی هم ۶۱تمه ماده دا خله کړیده۰ متآسفانه   په ۱۳۸۲ کال کی زموږ په وطن کی  یو شمیردولس ضد جهادی جنایتکارو او یوشمیر نادا نو کسانو د ملت دنما ینده ګانو ترنامه لاندی په لویه جرګه کی درایو په اکثریت اسا سی قا نون  د افغانی ملی ګټو څخه په لیری فا صله کی  تصویب کړ،اوولس یی دفقر اوبې امنیو ولمنی ته ورپو ری واهه ۰ دلیکنی په ورستنۍ بر خه کی باید ووایو چه دافغا نستان په اوسنیو تر اشغا ل لا ندی  شرا یطوکی دافغان ملی ګټو ضد هر قانون او هره کړنه دافغان ولس له لوری غیری مشروع بلل کیږی   ۰       تمت باالخیر              ۰