افغانستان؛ تشنه رهبران آگاه و مدیران صادق، نه غارتگران قدرت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان به رهبران آگاه و مدیران صادق و…

از ضعف نهاد در افغانستان تا سرایت ناامنی در منطقه…

وحیدالله نورزی Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military & Security Analyst Strategic…

سیاسي ګوند، سازماني جوړښت او د دموکراتیکې رهبرۍ بنسټونه

نور محمد غفوری لنډیز سیاسي ګوندونه د معاصرو سیاسي نظامونو له مهمو سازماني…

وقتی ثبات به تله امنیتی تبدیل می‌شود: افغانستان، طالبان و…

نویسنده: وحیدالله نورزی افسر ارشد سابق پولیس ملی افغانستان | تحلیل‌گر…

عقاب ها پرپر می شوند؛ اما پرواز شان ادامه دارد

 نویسنده: مهرالدین مشید پرپر شدن عقاب‌ها؛ خاموشی پرواز نیست عقاب‌ های آزادی…

طلسم زمان

رسول پویان دل از طلـسـم زمان عـاشـقانـه بیرون شد قفس شکست و…

جنایات حفیظ الله امین

روایت دردی از هزاران درد بی‌درمان هم‌وطنان ما محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان مکتب…

شارل دو مونتسکیو

هغه د روښانتیا په زمانه کې یو فرانسوي فیلسوف،…

جوردانو برونو (بخش نخست)

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

حضرت دوست

نوشته نذیر ظفر  شدم خراب إزا و خوب‌تر نمیگردم نهال خشک   شدم با…

 پس از پنج سال؛ آغاز شمارش معکوس برای پایان یک…

نویسنده: مهرالدین مشید پنج سال پس از بازگشت طالبان به قدرت،…

جوهر عشق

رسول پویان دلی از جـوهـر عشق آفریدند سری در پیکـر عشق آفریدند سفر…

۱۵ اگستروزی که نه‌تنها جمهوریت؛ بلکه رویاهای یک ملت فرو…

نویسنده: مهرالدین مشید ۱۵ اگست ۲۰۲۱ را نباید صرف به‌عنوان روز…

آیازبان پارسی گویشی مردم کابل و تهران  ویا گویش هزارگی …

نوشته: دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها برخی ماجراجویان…

آسیب شناسی  استقلال افغانستان آن در بعد های سیاسی، اقتصادی،…

نوشته از بصیر دهزاد   روابط بین المللی و تکنالوژی معاصر…

کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

«
»

غني ته د ايران او پاکستان خبرداری؛ په يوه ورځ څلور خونړي بريدونه

وروسته له هغې چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د پخواني صدراعظم شهید محمد موسي شفیق په اړه جوړ شوي سمينار کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وينا وکړه؛ وسله والو ترهګرو د افغانستان په دريو ولايتونو کابل، هلمند او کندهار کې ترهګريز بريدونه ترسره کړل چې په نتيجه کې يې شاوخوا (۱۵۰) کسانو ته اوښتې مرګ ژوبله واوښته. په ورته مهال بيا په هرات ولايت کې افغان امنيتي ځواکونو له وسله والو ترهګرو سره د اړيکو او ترهګريزو بريدونو په تور درې ايراني اتباع نيولي دي.

لمړی برید دهلمند ولایت په لښکر ګاه ښار کې وشو او شاوخوا (۱۰) کسان یې ووژل او په همدې شمېر نور یې ټپیان کړل. په ورته مهال رسنۍ لا د همدې خبر په خپرولو بوختې وې چې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه دوو ځانمرګو بريدونو په لسګونو نورې کورنۍ د غم په ټغر کېنولې. د پارلمان ودانۍ ته نيږدې دوو ځانمرګو بريدګرو لږ تر لږه ۵۰ تنه شهيدان او ۷۰ تنه نور ټپيان کړل. د کابل امنيتي چارواکو لا د دغې بريد د تلفاتو کره شمېر نه و برابر کړی چې رسنيو د کندهار ولایت د والي په دفتر کې د درنو چاودنو خبر ورکړ. په دغو چاودنو  کې د والي او د متحده عربي اماراتو د سفیر په ګډون په لسګونو کسان ټپیان شوي او یو شمېر وژل شوي دي. د کندهار سیمه ییزې رسنۍ وايي چې په دې پېښه کې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

هاخوا بيا په ورته مهال د رسنيو د ريپوټونو پر بنسټ د هيواد په لويديځ ولايت هرات کې د ترهګريزو بريدونو په تور درې تنه ايرانيان نيول شوي دي. د هرات د امنيه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې مدير فضل الرحمن خادم په ويناچې ايران په دغه ولايت کې له وسله والو ترهګرو د ملاتړ او ترهګريزو بريدونو په برخه کې لاس لري. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د ايران سفير هم له وسله والو طالبانو سره د ايران د اړيکو په درلودلو اقرار وکړ.

پوښتنه دا پيدا کيږي چې په يوه ورځ څنګه د هيواد د پلازمينې په ګډون هم مهال په څلورو ولايتونو کې ځانمرګي او ترهګريز بريدونه ترسره کيږي؟ په هلمند، کندهار او کابل کې خونړي بريدونه او په هرات ولايت کې د ترهګريزو بريدونو د ترسره کولو په تور درې تنه ايرانياني اتباع نيول؛ په کابل کې د د افغانستان د پخواني صدراعظم شهید محمد موسي شفیق په اړه جوړ شوي سمينار سره کومه اړيکه لري؟

ځواب ډير روښانه دی. په يوه ورځ د هيواد په څلورو ولايتونو کې خونړي بريدونه؛ او په کابل کې د محمد موسی شفيق اړوند جوړ شوي سمينار ته د ولسمشر غني هر اړخيزه وينا؛ مستقيماً يو له بل سره اړيکې لري. دا په اصل کې ولسمشر غني ته د افغانستان د اوبو د تږو هيوادونو (ايران او پاکستان) غير مستقيم خبرداری دی چې که بيا په افغانستان کې د اوبو د کنټرول خبره وکړي نو حالات به له دې هم بدتر کړي.

خبره به لږه نوره هم روښانه کړم، داسې چې افغان ولسمشر غني په کابل کې د شهید محمد موسي شفیق په اړه جوړ شوي سمينار کې هغه وينا وکړه چې د هر افغان غوښتنه ده. ولسمشر وويل چې مونږ ته د شهيد محمد موسی شفيق مهم پيغام د ناتمامه څپرکي بشپړول دي چې د غازي امان الله خان له وخته پیل شول او شفيق هغه ته دوام ورکړ. ولسمشر زياته کړه له ايران سره د هلمند د اوبو پر سر تړون د افغانانو لپاره خورا ارزښتناک دی. د ولسمشر اشاره د هلمند اوبو ته وه چې ايران يې له افغانستان سره په هوکړه شوي قرارداد کې له ټاکلې شوې اندازې زياتې تماموي.

افغانستان او ايران د هلمند سيند د اوبو د ستونزې د حل په موخه په ۱۳۵۱ لمريز کال کې د اوبو د ويش تړون لاسليک کړ. دا تړون يوه  ۱۲ مادې لري چې دوه ماده يې په ډاګه کوي چې ایران د يوه كال په اوږدو كې د كال د فصلونو په نظر كې نيولو سره كولاى شي په هره ثانيه كې ۲۶ مترمكعبه اوبه وكاروي. د ياد تړون د پنځمې مادې له مخې ايران، د هلمند د سيند پر اوبو له هغې كچې پورته چې په تړون كې تثبيت شوې ده، د هېڅ ډول ادعا حق نه لري. خو له بده مرغه ایران نه يوازې خپل حق ( يعنې په ثانيه كې ۲۶ مترمكعبه اوبه) په بشپړ ډول اخلي، بلكې د شوي تړون خلاف چې په كې درې سيمې د اوبو د اخستلو لپاره ټاكل شوي، له ۳۰ تر۴۰ سيمو څخه اوبه اخلي.

همداراز پاکستان هم په ځلونو هڅه کړې او لا هم په هڅه کې دی چې افغان حکومت پرينږدي چې د کونړ پر سيند د بريښنا بند جوړ او پاکستان ته د افغانستان روانو اوبو مخنيوی وکړي.

ايران له افغانستان سره د اوبو پر سر جنجالونه آن د نولسمې پيړۍ له نيمايي پيل کړي دي. په تيرو وختونو کې يې هم د هلمند اوبو د خپلولو لپاره هم بیلابیل بریدونه کړي دي. اوس يو ځل بيا يې د هلمند د اوبو د کنټرول په غبرګون کې چې ولسمشر يې په ياد سمينار کې يادونه وکړه؛ په يوه ورځ کې په سلګونو افغانان د غم په ټغر کېنول. که څه هم تر اوسه لا نه ده روښانه چې ياد بريدونه د ايران او پاکستان په اشاره ترسره شوي او که د بل چا؛ خو د دې له امله چې ايران او پاکستان تل د هلمند د اوبو د کنټرول په اړه خپل غبرګون ښودلی دی؛ د تيرې ورځې بريدونه هم همدا په ډاګه کوي چې دا په حقيقت کې د تهران او اسلام آباد غير مستقيم خبرداری دی چې افغان حکومت ته يې د اوبو د کنټرول په اړه ورکوي. حکومت بايد ژر تر ژره د وضاحت لپاره په کابل کې د ايران او پاکستان سفيران احضار کړي او ورته دې خپل شديد اعتراض څرکند کړي. همدا ډول دې هر څومره ژر چې کيدای شي د هيواد د اوبو د مديريت لپاره سالمه ستراتيژي جوړه او اوبه کنټرول کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي