افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

جنگ های جدید و متغیر های تازه و استفادۀ ی…

نویسنده: مهرالدین مشید تعامل سیاسی با طالبان یا بازی با دم…

                    زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

«
»

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                      

د تروو ليموګانو په لړۍ کې:          

دا ځلي د اقتصاد د پياوړتيا پر سترې سرچينې، ګرځندنې/ گرځندوی (توريزم) تم کېږو او امکانات يې په هيواد کې راسپړو.

زمونږ د ګران او ښکلی ټاټوبی په جغرافيه کې، د تاريخي، فرهنګي، اتنيکي او طبيعی ځانګړتياو او تنوع  د يو ځای اخشل کېدو نه يو په زړه پورې هيواد جوړښت موندلی دی چې که سم مديريت شي، په مليونونو ګرځندويان راکښلی شي.

د دې خاورې طبيعت، د بې ساري دنګو دنګو وچو او زرغونو غرونو، غړمبېدونکو سيندونو، ښايسته درو، هوارو خاورينو مځکو او شګلنو دښتو نه جوړ د طبيعت د ښکلا د تنوع بېلګه ده. دغه توپير په اقليمي ډګر کې هم شته چې له ډېرو تودو سيمو نه تر ډېرو سړو سيموپورې يې لرو. داسې هم شته چې ډېرې تودې سيمې  په لنډ واټن سره د سړو سيمو په ګاونډ کې پرتې دي. له سمندرونو نه ليرېتوب او په وچې ايسارتيا يې هوا وچه او تودوخه يې هم د تحمل وړ ګرځولې ده. له شمال ختيز نه تر سهېل ختيزه  درې، غرونه او پېچومي يو ډول، بيا له کابل او شمالی نه ورپورته تر بابا غره پورې بل ډول،  له منځنی يا مرکزي افغانستان نه تر بادغيس او هراته يو خېل، له ميدانه تر لوګر او غزني بل خېل، له زابله تر قندهار، هلمند، فراه او نيمروز يو رنګ، او له بلخ نه تر غوراتو بل رنګ، هره سيمه خپله ځانګړې ښکلا لري. 

زما په ياد دي کله چې مې د کابل په هوايي ډګر کې دنده درلوده، يو ځلي چې آريانا افغان هوايي شرکت د ګرځندويانو يوه ډله ماهيپر ته بيوله، زه هم ورسره مل وم. ګرځندوي ډلې ته هسک ته ختلي غرونه هومره په زړه پورې ول چې د حيرانتيا او تحسين زوږ او د دې عظمت له ليدو نه د خوښۍ انګازو زه اريان کړی وم. ما ويل خدايه مونږ له دومره غرونو او کاڼو نه په تنګ يو او دوی يې په لټه کې دي. کلونه تېر شول، مهاجر شوم او وروسته له اوږدې مودې پردېسۍ نه کله چې بيا وطن ته او په همدې لارې لغمان او جلال آباد ته ولاړم، دا ځل د همدغو غرونو عظمت او ښکلا تر هغو ياد شويو ګرځندويانو لا زيات وروکښلم او د  ښکلا او وياړ په غبرګ احساس کې يې ډوب کړم. بله نه هېرېدونکې خاطره مې د کنړ د مست او څپاند سيند په غاړه د تازه کبانو د خوند او د سيند د انقلابي خوځښت او غورځنګ ليدا وه. په پردېسي ژوند کې مې هم غرونه او سيندونه ډېر ليدلي، خو نه مې عظمت په کې موندلی او نه مستي.

له تاريخي لحاظه، زمونږ د هيواد هره برخه د لرغونو مدنيتونو زانګو وه چې بې ساري ارزښتناکه آثار ترې پاتې دي. په دې آثارو ډېرې شتمنې سيمې په شمال کې بلخ، تخار، سمنګان او بغلان، په مرکزي افغانستان کې باميان، په شمال لوېديز کې هرات او غور، په لوېديز کې فراه، نيمر وز او هلمند، په سهېل لوېدیز او سهيل کې کندهار او غزنی، په ختيز او سهېل ختيز کې ننګرهار، لغمان او پکتيا او له هندوکش نه رالاندې کاپيسا، پروان کابل او لوګر دي. د ر يګويدا له سرودونو او د ميترايي او اوستايي باورونو نه  تر بودايي او اسلامي پورې، په تاريخي لحاظ يو موزاييک عقيدتي فرهنګ لرو. مونږ د یونان باختري د اوږدې دورې مدنيت لرو، د هلمند-سيستان په حوزه کې منديګ او د ګندهارا په حوزه کې د لوګر د عينک پنځه زره کلن مدنيتونه او د هډې او باميان تر دوو زرو پخوا بودايي آثار لرو. د ګردېز د ميرزکې خزانې د نړۍ د لرغونپوهانو ژور پام وراړولی دی. ما يو څو حوزه اي نومونه ياد کړل، هرې يوې ته بېل بېل تفصيلي شرح په کار ده چې د لرغون او تاريخ پوهانو کار دی نه زما، چې په زده کوونکو کې هم نه شمېرل کېدای شم. مونږ له اتنيکي پلوه هم د زيات شمېر قامونو او ژبو نه ګډ جوړ تاريخي ملت او فرهنګ لرو چې په ټوله کې لکه مخکې چې ياده شوه، د جغرافيايي جوړښت، تاريخي، فرهنګي، اتنيکي او طبيعی ځانګړتياو سره يې يو په زړه پورې موزاییک او د رنګ رنګ ښکلو ګلانو يو ښايسته ستر بڼ رغولی دی.

د ګرځندو کسانو او ډلو له پاره به په  لاندنيو برخو کې يو يا څو ډګرونه د کتو او يا څېړنو په موخې لا په زړه پورې وي:

  • يا به له طبيعي ښکلا سره مينه لري چې مونږ يې لکه چې وويل شول په ډېر ښايست او تنوع سره لرو؛
  • يا به له لرغونو آثارو سره مينه لري، چې زيات شمېر لوڅ او راکښل شوي بېساري آثار لرو او زيات نور يې لا کيندلو او لوڅولو ته اړه لري؛
  • يا به د سپورټ او لوبو مينان وي، چې ځيني ارزښتناک يې لرو او ځينو ته ښې زمينې شته؛ 
  • او يا به له لرغونو زيارتځايونو ته لېواله وي، چې له نېکه مرغه زمونږ ديني، مذهبي لرغوني آثار، د بېلابېلو مذهب باورو له پاره په زړه پورې او په اوچته بڼه زيارت ځايونه دي‎ چې د سم مديريت په صورت کې هر يو يې مکې ته ورته زيارت کونکي او سيلانيان راکښلی شي:

ـ  د بلخ ولايت په مزار کې د علي کرم الله وجهه زيارت چې له زياتو وختونو راهيسې د سني او شيعه مسلمانانو له پاره مقد س دی او هر کال د نوروز په ورځ د جنډې پورته کولو مراسمو ته زرګونه کسان ځانونه وررسوي. که له نوروز سره بې ځايه دښمني او تعصب ليرې او هغسې چې په واقعيت کې ده،  د کال د لومړۍ ورځې عنعنوي مېله وګڼل شي، نو د يوې فرهنګي – اقتصادي سمې ستراتژۍ او کره مديريت پر بنسټ کېدای شي چې د حج د کلني مراسمو په دود، د سيمې او ان د نړۍ د مسلمانو هيوادونو زيارتځی وګرځول شي. په ځانګړي توګه به د شيعه مسلمانانو له پاره د نجف اشرف په شان يوه کعبه وګرځي چې برسېره پر نوروز به د کال په اوږدو کې هم ورته راځي. بلخ د مولانا جلال الدين بلخي، ابن سينا بلخي او نورو عرفاني، ادبي او علمي مشاهيرو د زېږد او ژوند زانګو هم وه.

–  غزنی چې، د زيات شمېر اسلامي او دنيايي عالمانو، عارفانو او اديبانو هديرو او زيارتونو سره وَړه مکه هم بلل شوی او  د اسلامي نړۍد   فرهنګي مرکز د نومول کېدو وياړ هم لري، بالا حصار او منارونه يې تاريخي ارزښت لري. د سلطان محمود غزنوي دربار د اديبانو او پوهانو د ملاتړ او هڅونې ستر مرکز و او په غېږ کې يې ابو ريحان البيروني، فردوسي طوسي،.عنصری بلخی، فرخی سیستانی، عسجدی مروزی، او لسګوني نور علمي او ادبی وتلې څېرې روزل شوي، هڅول شوي او ملاتړ شوي دي. غزنی د  سنایی ټاټوبی هم دی. په دې توګه غزنی د ګرڅنده و له پاره هم زيارتځی دی او هم فرهنګي ستر مرکز.

–  د عرفان، ادب، هنر او ظريفه صنايعو له پلوه هرات وتلې بېلګه ده. د ګازرګاه د پير شېخ عبدالله انصار، ستر فيلسوف، حکيم، منجم او شاعر امام فخر رازی، د هرات جامع جومات او نور زيارتونه؛ د واعظ کاشفي په شان پوهان، د کمال الدين بنا په شان معماران، د کمال الدین بهزاد به شان انځورګران او د امير علي شېر نوايي په شان پوهان، اديبان او شاعران يې لرلي دي.

په کندهار کې خرقه مبارکه، د ستر احمد شاه بابا، بابا ولی او نور زيارتونه شهرت لري او سيلانيانو ته په زړه پورې کېدای شي.. بايد وويل شي چې د مزاراتو لړۍ د افغانستان تر ګوټ ګوټه رسېږي.

د پوهانو او څېړونکو، په تېره بيا آرکيولوژيستانو، انتروپولوجيستانو او فيلالوژيستانو له پاره زمونږ بډای تاريخ، اتنيکي او ژبنی تنوع، د څېړنو پراخه زمينه لري.

همدا رنګه د طبيعي او اقتصاد بنسټو څېړنوله پلوه دا هيواد د جيولوژيستانو، کان پېژندونکو او پانګې اچونې لېوالانو ته ډېر په زړه پورې دی. مونږ ډېر ارزښتناکه ډبرين، اوبلن او ګازي کانونه لرو، د لوړې بيې نفيسه او کريمه ډبرې لرو چې ښکلې ګاڼې ترې جوړېږي، مونږ کم موندل کېدونکې (کميابې) خاورې لرو، مونږ ليتيوم او يورانيوم په شان ارزښتناکه کانونه لرو. 

په لنډ ډول ويل غواړم چې زمونږ هيواد د ديني – مذهبي باورونو له مخې د سنيانو، شيعيانو او بودايانو له پاره ډېر مناسب زيارتځايونه لري چې د زايرانو مکه ګوټي (مکه های کوچک) جوړولی شي. دطبيعت د شکلا مکه ګۍ، د څېړنو مکه ګۍ او د اقتصادي ګټو د امکاناتو مکه ګۍ هم ګرځېداي شي. 

يو بل ډېر با اهميته ډګر، چې کارنده پاملرنه ورته ضروري ده، سپورټ دی چې ځيني يې د ګرځندويانو په راکښلو کې لوړه ونډه لرلی شي. هر يو د سپورټونو ځانته اهميت لري خو زه غواړم دلته يو څو ځانګړو ډولونو ته پام واړوم: 

 مونږ وزلوبه لرو او زما له نظره د ملاتړ له څنګه که د ريښتيني سخوندر يا وزې په ځای له رغول شوي (مصنوعي) نه ګټه واخيستل شي، د نړۍ د ژويو ملاتړو (حاميان حيوانات) نيوکې به هم پيکه شي.

زمونږ په کرکټ کې ښه خوځښت روان دی او په منظمې پاملرنې سره به د لا غوړېدا چانس لرلای شي.

 زمونږ د هرې سيمې خلک توپ ډنډه کوي او ويلی شو چې دا هم د وزلوبې په شان زمونږ عنعنوي ملي لوبه ده. دا لوبه له بېسبال او کرکټ سره ورته والی لري. له بده مرغه نه واکمنانو، نه د بدني تربيت او المپيک ادارو، نه نورو بنسټونو يا شتمنو کسانو ورته کومه پاملرنه کړې ده. زما په اند، دا لوبه په خپلځاني قواعدو کې پاتې ده او ضروري ده هغسې چې يو وخت وزلوبې ته قواعد جوړ شول، دې ته هم جوړ شي. لکه د ډنډې څرنګوالی، د توپ ځانګړتياوې د منډو، جر کولو، ويشتلو او داسې نور.

سکې زمونږ هيواد ته نوی  پېژندل شوی سپورټ دی. دغه سپورټ هم د انسان فزيکي او هم اروايي غوړېدا ته مرسته کوی. په داسې حال کې چې مونږ د واورينو غرونو د لرلو له پلوه بډايه يو او په ډېرو سيمو کې  داسي غرونه او غونډۍ شته چي د سکي لوبې له پاره د ځانګړي کولو او تيارولو وړتيا لري، خو له بده مرغه واکمنو هيڅکله دې ډګر ته  پاملرنه نه ده کړې. د تېر جمهوريت د دوران په وروستيو کلونو کې کله کله په باميان او د کابل په ارغندې کې ځينو ځوانانو يې د زده کړې هڅې پيل کړې وې، چې لا بيخي اومې وې. سکي نن په نړۍ کې د ګرځندوي د راکښلو (جذبولو) ډېره ستره وسيله ده او ډېر سيمه ييز خلک هم له همدې لارې ډوډۍ او عايد تر لاسه کوي. په اروپا کې دا سپورټ ډېر عام او د خلکو د خوښې دی. سويس، ايتاليه، فرانسه او المان، په ځانګړې توګه د آلپ غرونو په ډډو کې، د ښو لوبځايونو په لرلو سره شهرت لري او زيات مينه وال ورماتوي. 

زه وړانديزکوم چې د ولايتونو، ولسواليو او ان د کليو په کچه دې د سکي له پاره د مساعدو ځايونو پلټنه پيل او پايلې يې په تفصيلي رپوټونو کې له ځايي امکاناتو او وړانديزونوسره حکومت ته وسپارل شي. حکومت بايد هم د سکي ځايونوپه ټاکنو او هم په دې سپورټ کې روزنې ته سمدلاسه مخه وکړي. دې لوبې ته د نړۍ د لېوالانو را ماتولو په موخه لازمه ده چې په لومړي پړاو کې دوه يا درې مساعد ځايونه په نړيواله کچه داسې سمبال شي چې د هوټلونو او خوراک څښاک کمی په کې نه وي او هر ډول خدماتي تابيا ورته نيول شوې وي. وروسته بيا د همدې مرکزونو د تجربو پر بنا دې وار په وار نور سکي ځايونه ورغول او سمبال شي. 

هيله من يم د دې غوره ډګر په هکله مې له سمندر نه يو څاڅکی بيان کړی وي. د دې عرصې پوهان او مجرب کسان کولی شي زيات څه په کې ووايي او زياتې لارښوونې وکړي.

تر بيا او بل وړانديزه، ښې چارې!

۲۹ / ۱۲ / ۱۴۰۲

۱۹ / ۰۳ / ۲۰۲۴