نه کلی لکه کلی او نه ښار د ښار په څیر دی
نه سیال د سیال په څیردی اونه یارد یارپه څیردی
له یوی مور او یو پلارنه پیدا شوی اولادونه
نه ورور د ورورپه څیردی اونه ځوی د پلارپه څیردی
عجیبه زمانه ده ، عجیب خلک دلته اوسي
نه موړ د موړ په څیردی او نه خوار د خوارپه څیردی
څوک ویاړته دلته عار وايي ، څوک عارته بیا ویاړ وايي
نه ویاړ د ویاړپه څیردی او نه عارد عارپه څیردی
یو”شھر بی پُرسان”دی ، پکی ښه او بد ګډوډ دي
نه لږ او ډیر معلوم دي او نه شمار د شمارپه څیردی
الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۱۹/۰۷/۲۰۱۴