طالبان، حقوق زنان و نشست دوحه

سیامک بهاری اواخر ماه ژوئن امسال، سومین نشست دوحه برای آنچه…

فلسفۀ امرور، سفسطۀ فردا و فلسفۀ پس فردا، سفسطۀ پس…

نویسنده: مهرالدین مشید مطلق انگاری و بسته شدن دریچه های انعطاف…

دو جهت شناخت- مکمل بودن و وابستگی آن‌ها به یکدیگر

یوری آنتونوف (Yuri Antonov)  ا. م. شیری فرآیند شناخت در دو جهت…

در بارۀ تغییر تقسیمات طبقاتی

یوری آنتونوف (Yuri Antonov) ا. م. شیری بسیاری از نویسندگان به تغییر…

تعامل سیاسی روپوشی برای توطیه های ژرف و مرموز بر…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان دارالقرای گروه های تروریستی تحت حاکمیت طالبان با…

    عید قربان

           در ماتم قربانی باز  کویند که  عید قربا نست لیک چشم سحر…

             بزرنفاق انگریزی

                                            درو آن با داس روسی  استعمارگران جهان بمنظور غصب سرزمینها ی…

دولت و خدمت!

دولت به انگلیسی State و به فرانسوی Etate  و یا…

عید در غربت

 عید طرب با لب خندان کجاست  میله به آن قرغه و…

چه قیامت برپا کرده طالب!

امین الله مفکر امینی      2024-04-06! چــه قیامت برپــا کرده اند طالــــب درمیــــهــنِ…

Afghanistan

Geopolitics of Afghanistan – Part I By: Saber Azam [*] Introduction: Afghanistan has…

بازگشت عنتر

شاعر: ا-ایران احمدی، بازامدی تا سلطه بر ایران کنی انچه‌باقی مانده را…

آسایشگاه

"آسایشگاه" نام جدیدترین اثر "سامان فلاحی" (سامو) دوست شاعر و…

صابر صدیق

استاد "صابر صدیق" (به کُردی: سابیر سدیق) شاعر کُرد عراقی‌ست. نمونه‌ی…

شعر فوق‌العاده زیبای «سیب» و نظر سه شاعر!

بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmaiul.com  وقت شعری و مطلبی و حرفی تازه و از…

رقابت کشور های منطقه و جهان و به حاشیه رفتن…

نویسنده: مهرالدین مشید قلاده داران تروریستان جهان؛ محور رقابت های کشور…

[کورد یەکیگە] 

کۆساڵان بەفر دەباڕیدو  ئەمن لە قۆچان ساردم دەبێ  ئەمن هاتنەگرین ئەبم  سیروان لەمالەم…

مضحکه ی تحت تعقیب بودن سراج الدین حقانی

             نوشته ی : اسماعیل فروغی   سفر پنجم…

جوانمرگی گرامشی؛ مبارز ایتالیایی، در زندان

Antonio Gramaschi (1891-1937) آرام بختیاری گرامشی؛ کمونیست ایتالیایی، خالق دفترهای زندان. آنتونیو-گرامشی (1937-1891م)…

جهان زیستی در بستر جهانی شدن جهان

جهان زیستی فرد٬ مجموعه خصایص و طرز فکری فردی وی…

«
»

سلیمان لایق او د لغمان زمری

ویاړم چې زموږدهیواد دیوه نامتو،پیاوړي ادبي اوفرهنګي شخصیت اوسیاسي سټې د۸۵ کالیزي په ویاړدلوی ننګرهاردا دننګونو،نهونهرونواونهودرونه جوړشوي همیشه بهاردنارنج دګلونوهارشاعرانو،ادیبانواوفرهنګپالو دادب اوفرهنګ په یوه درنه بانډارکې  سلیمان لایق دادنماځنې اوستاینې وړلایق ونازاوه .دشعراوادب دلرغوني اوویاړلي زانګوکې راټوکیدلي ځوان فرهنګي پښت ته دزړه له کومې مبارکي اوشا باسی وایم .اودپښتودادب اوشعر دسترباباپه کلام مودهریوه لاس په مینه څنډم چې وایې:

دخوشال قدرکه اوس په هیچا نشته        پس له مرګه به یې یاد کا ډیر عالم

په دې درنه لړکې یوهم سلیمان لایق دی چې خپل تیر شوی ژوند یې د ناپایه دردونو،جیلونواوبیلابیلوکړاوونوڅخه ډک دی خو خپله یاغي اومبارزه ککره یې هیڅ زورواک اوستمګر ته ټیټه نه شوه هغه دغه نه ماتیدونکي متره له خپل ولس څخه تر لاسه کړي اوخپله کرکه اوغوسه یې دشعرپه اورینولمبوکې په زغرده اونره څرګنده کړي ده.

لایق دنمانځني لایق دی هغه لایق یادوم چې خپل بوډاتوب پخپل خواږه هیواد کې له خپلوخلکواوګران افغان ولس سره تیروي ځکه هغه وایې چې بې له خپله ولسه زه هیڅ یم اودخپل باتور ملت له برکته زماشعري اوادبي کرونده خړوب اوښیرازه ده.

دویاړلي اودرنه لایق سره دژوند په بهیر کې خورازیاتې ګډې خاطرې لرم یوه ورځ یې دلرغوني اوغیرتي لغمان په اړه راته هیښوونکي پیښه اوکیسه  داسې واوروله.

دګونداودولت په نغوته اودستور دلوی ننګرهاردچارواودندو مسوولیت راوسپارل شواودهغه په ترځ کې دلغمان مرکزمهترلام کې په دنده بوخت وم اودولایت اړوند  دالیشنګ اوالینګار په دروکې داتل وسله وال پوځ له خواتصفیوي عملیات روان وواوسترې لاسته راوړنې یې درلودې اودهغه په ترځ کې یې دوسله والومخالفینویونامتوقوماندان ژوندی نیولی اوهغه یې دلغمان مرکزته راولیږه .مادخپل وسله وال پوځ له منسوبینووغوښتل چې یوځل نوموړی قوماندان زما دفترته راولي څوله هغه سره ځیني پوښتنې اوګرویژنې ترسره کړم وسله والو منسوبینو زماله لارښود سره سم نوموړی قوماندان زما کاري دفترته احظار کړله قوماندان سره مې روغبړوکړاومخامخ مې میزته کیناسېت.له لږې دمې وروسته مې ترې وپوښتل ته څوک یې که خپل ځان راوپیژنې؟

هغه بې له ویري اوترهې راته وویل پښتون یم،پښتون.

ترې ومې پوښتل ته څرنګه پښتون یې چې خپل پښتانه وژنې داخودافغان پښتون سره نه ښایې؟

هغه لکه دغره زمری وغړمبیده دغوسې غاښونه یې وچیچل اوزما په لوري  دحملې اوغوټې په تکل کې شووله ځایه پاڅیداوزمادمیز په لوریې راودانګل.

ورته مې وویل زما مسته لیونیه زویه! زه سپین ږیری بوډاستادغښتلواوځواکمنومټو توان نه لرم زما په سپینه ږیره اوسپینوویښتانودې رحم اوخواخوږي نه راځي دسپین ږیرواوعمرخوړلوبوډاګانوپه درنښت نه پوهیږې پخپل ځای کښینه چې دزړه خواله درسره لرم په دې خبرومې دهغې دغوسې په اوراوبه توی کړې پخپل ځای کیناست خوله له سترګویې اورونه بادیدل اودهغه برندوغوسه ناکوسترګو ته مې دکتلوتاب نه درلوداود ده غیرت،ننګ ،زړورتوب اومیړانې ته دحیرانتیا په ټال ځنګیدم اونا ببره مې ټول خیال اوتفکرد دغه افغان زمري ژغورنې اوچوپړته وقف کړاو ومې پتییله چې داډول باتوران باید تل ازاد اوخپلواک اوسي اودزندان تورې کرغیړنې میلې اوپنجرې هیڅکله ونه ګوري سملاسي مې دخپل میز دزنګ په تڼۍ ګوته کیکاږله اووسله وال افسردفتر ته راد ننه شوواوورته مې وویل چې دغه ځوان پریږدی چې په خپله مخه ولاړشي هغه زما په دستورازاد دی.لامې خبره خلاصه نه وه چې دځوان افسر دقهراوغوسې سره مخامخ اوزمادپریکړې په وړاندې یې خپل جدي مخالفت په ډاګه کړ.

ځوان افسرهم له غوسې سور،سورایشیده چې بیامجاهد قوماندان له ځایه پاڅیده دسترګو په رپ کې یې خپل ګریوان ترلمنې څیري کړاوپه زغرده یې ځوان افسر ته وویل دازماسینه دکلاشینکوف په مرمیوغلبیل، غلبیل کړه اوغیرتي زړه مې په کې ودروه.دخون ګرمه ځوان افسرله سترګواورونه بادیدل ورپاڅیدم هغه مې په غیرتي ټنده ښکل کړاوورته ومې ویل دننګرهارد لوی زون د دولتي اوګوندي چارواکي په توګه ایا دیوه بندي تن دازادیدوصلاحیت نه لرم که زما پریکړه تعمیل نه شي دټولوګوندي اودولتي دندوڅخه سرله ننه استعفاورکوم اوهمداشیبه دکابل په لور روانیږم ځوان افسرزماپریکړه جدي وګڼله خوپه زغرده یې راته وویل لایق صاحب! تاسو زما آمر یاست خوستاسوامرداتل وسله وال پوځ اووطن په وړاندې ناسم اومغایر بولم په همدي شیبه کې ځوان افسرله دفتره ووت اوبهریې زما په ادرس څوغوسه ناکې کنځاوي وکړې اوخپل زړه یې تش کړ.دخپلي پریکړې سره سم دمجاهد قوماندان سره دباندې ووتم اوهغه مې دخپل کورپه لور رخصت اوازادکړ..

ځوان افسراوملګري یې چې تازه دمه درزم اوپیکارله جبهې څخه راغلي ووسخت غوسه ووخوهغوی مې دمیني اوخواخوږی په بې الایشه احسا س ونازول اودګرمې مبارزې په ډګر کې دڅرګندوبریاووله کبله مې تقدیرکړل.

څوورځې اوشپې وروسته په داسې حال کې چې پخپل دفتر کې په کار بوخت وم یوه سرتیري خبر راووړ چې یوځوان ځلمی چې ستاسونوم لاهم نه پیژني ستاسوسره دلیدوهیله اوجدي غوښتنه لري . ورته مې وویل اجازه ورکړی چې دفتر ته راشي لږځنډ وروسته ځوان دفترته ران نووت هماغه مجاهدقوماندان وغیږه یې رانه چاپیره کړه هغه زما په اوږواوزه دهغه په اوږوګرمې،ګرمې اوښکي تویووژور اسویلی یې ویوست اوخپل کورته درسیدوپه زړه پوري کیسه یې وکړه ویې ویل دخپل اسارت اوبیاستا په دفترکې دشخ شولانګې په اړه مې خپل پلار،وروڼه اوعزیزان خبر کړل اودسترګو لیدلی حال مې ورته بیان کړټول هک پک حیران پاتې شول ستا بې ساري خواخوږی اومیني زماټول خیالونه بدل کړل اونور ماته خپل افغاني غیرت اواسلامي وجدان اجازه نه راکوي چې دخپل وطن اوخپلو هیوادوالوپرضد وجنګیږم زه به ستا دیوه بچي په توګه تل دخپلې خاورې په چوپړاوساتنه کې وم.

لایق صاحب هم دلغمان دغه غیرتي بچي ته دغرونو دزمري لقب ورکړی اوتراوسه یې دهغه دبې ساري میړانی په اړه څه دپاسه زربیته حماسي قصیده بوللي ده اولادغه منظومه قصیده پای ته نه ده رسیدلي اوخپل شعري اوادبي استعدادیې هغه ته ګومارلی دی دلایق صاحب په وینا دغه حماسي  منظومه دامریکا په متحده ایالاتو کې دیوي فلمي کمپنۍ له خوا په زرګونوډالره پیرل شوي اودغرونودزمري په نوم یوحماسي فلم ترې جوړشوی چې زموږدهیواد دسترشاعر،لیکوال اوادب پوه اکاډمیسین سلیمان لایق ادبي شهکارګڼل کیږي . زه په خوراژوره مینه  ګران اودرنه لایق صاحب ته د۸۵ویاړلي کالیزي په مناسبت مبارکي وایم اودلوی ننګرهاردازموږدشعرا وادب ځانګو دټولوشاعرانو،ادیبانواوفرهنګپالوڅخه یو ځل بیا منندوی یم چې دګران هیواد یو نامتولیکوال اوادیب یې دهغه په ژوند ونازاوه ورته دلاسترو بریوهیله کوم .

هو!هغه لایق چی دیوه پیاوړي لیکوال په توګه تراوسه څه دپاسه دیرش زره پاڼي ناچاپه سیاسي،تاریخي،ادبي اثار لري هغه په دې وروستیوشپواوورځوکې راته وویل: هسې لیکنې اوڅیړنې لرم چې زماله مرګه وروسته به دهر افغان دژبې په سر وي .لایق صاحب پخپله نه ستړي کیدونکي هاندوهڅوترنوي زره۹۰۰۰۰پښتولنډۍ راټولي کړي اوغورچاڼ کړي دي وروسته موسکی شو پخپلوګرانوزامنوغرزی لایق اوزمری لایق یې بې باوري وښودله چې هسې نه چې له مړیني وروسته مې اثارتالاترغه اوورک شي؟ .

لایق صاحب دادبي ژوندترڅنګه فعال اوهمیشنی سیاست هم کړی چې زه دهغه په لوړوژورونه غږیږم خو په هالینډکې د ده په ویاړ غونډه کې دښاغلي سرفرازمومند په ګوت څنډنه بسنه کوم چې لایق صاحب ته یې مخامخ په زغرده وویل چې ای کاش لایق صاحب دسیاست ډګر ته نه وای وردانګلي اوتل دشعراوادب په چوپړکې پاتې شوی وای.

لایق صاحب وایې انسان ملایکه اوپرښته نه ده دژوند په یون اوعمل کې خامخا له انسانه تیروتنې اوغیرعمدي خطاوې کیږي چې زه خپل ځان مبرا نه ګڼم.

دسیاست په ډګر کې دلوړوژورو،لویدلواوپاڅیدلو سربیره لایق صاحب یوسترد درنښت وړانسان اونړیوال شخصیت دی اوورته دلازیات عمراوبسیا ژوندهیله کوم اودادب مینه والوته دهغه یوشعردحسن ختام په بڼه وړاندې کوم .

په مینه اودرنښت

بسم الله اکبري

۱۲/۱۰/۲۰۱۵هالینډ

یه خلکوخلکو!

 

یه خلکوخلـکو،دوطـــــن خـــلـکــو

یــه وږیــــــــوتږیـــو،دغـــــرووګـــړو

آزادي څـــــه ده،خپـــــلواکي څـه ده

یه درنه جـــــارشـــــم لوڅـــــو لـــــغړو

که وطن لوڅ وي،که وطن وران وي

سمســـــوري څه ده،آبادي څـــــــه ده

که لوټــــــــــول وي،که ډوبـــــول وي

خپلـــــواکـــــي څه ده،آزادي څـــــه ده

بـــې روحـــــه خـــــاوره،ازاده نـــــه ده

بې پـــــوهـــي خلک واړه بندیان دي

داپښـــــې لـــوڅـــــي،دا په نس وږي

واړه مریان دي،ټول غلامـــــان دي

کـــــه آزادي ده،که خپـــــلواکـــي ده

دڅـــــوســـــړوده،دټـــــولـــــونـــــه ده

که واکداري ده،که کامــرانـــــي ده

دیوي ماڼۍ ده،دشـــــپولـــــونه ده

آزاد هغـــــه وي چـــــې په تن پټ وي

آزادهغه وي چـــــې په نس مـــــوړوي

آزادهغه وي چې واک یې خــپل وي

آزاد هغه وي چې په ځان جـــــــــوړوي

آزادهغه وي چې کـــــور یې خپل وي

په جهــان ښـــــوري لـــــو نـــــړې ویني

آزاد هغـــــه وي چـــــې په هرګام کـــــې

هم تلـــــک ویني هـــــم کـــــړۍ وینـــــي

یه وږیـــــو تـــــږیـــــو،یه غـــــلامـــــانو.

لیږرابیدارشـــــئ درنه قـــــربان شـــــم

یه در وارۍ شـــــم راګـــړنـــــدي شـــــئ

نه چې بوډاشم نه چې ستومان شـــــم

راځئ چې یوشو،راځئ چې یوشـــــو

په ګـــــډه مـــات کـــــړوداځنیـــــرونه

مـــــرغلـــــین پړي،تـــــورزندانـــــونه

له غـــــرورغـــــونو،لـــــه دریـــــابونو

له سپـــــیرو دښــتو،له توروخـــــونو

سره راټول شرئ،ســـــره قوت شـــــئ

یه سېلاوونـــــو،یه تـــــوپـــــانـــــونـــــو

اوس دبـــــادونـــــو مستو څپـــو کــــې

ماته رارسي ستـــــاسې غـــــږونه

دلمر په وړانګو جهان ته لـــــیږم

ستاسې له قهره ډک فـــــریادونه

یه لویه ولسه ته په ځان پوه یـــــې

ته ستر قوت یې،ته لوی ملت یې

هم آزادي یې،هم نیکمرغي یـــــې

هم عدالت یې،هم کـــــرامت یـــــې

دتاریـــــخ کرښـــــې،دزمان پـــــاڼې

په تـــــاډکـــــیږي،په تاغـــــږیـــــږي

داکـــــږې لارې،دالـــــویې کنـــــدې

په تاســـــیخیږي،په تـــــا سمیـــــږي

که څوک قــوي دی،خوتاقـــــوي کړ

که څوک کمزور دی،دتاکمزور دی

له تابل شـــــوي،له تاجـــــګ شـــــوي

که چیرې اوردی که چیرې شوردی

سلیمان لایق

دوږي دویمه

کابل ۱۳۴۲