پدی دنیا ژوند غواړئ ، که محشر خوښوئ خلکو
په ویر او ماتم خوښ یی ، که اخترخوښوئ خلکو
چا کاڼي او سره زر ، درته په دوو لاسو نیولي
تور کاڼي موخوښیږي ، که سره زر خوښوئ خلکو
دلبر او رقیب دواړه ، درته څنګ په څنګ راغلي
رقیب خوښوئ خلکو ، که دلبر خوښوئ خلکو
رڼا او تیاره دواړه مو وخت ، مخی ته راوړي
په ژوند کی مو تیاره ، که رڼا لمرخوښوئ خلکو
قلم مو پخلاینی ، توپک بیا خفګان ته بیايي
ټول خلک مو آشتي ، که مرور خوښوئ خلکو
قلم مو تل د خیر ، توپک د شر په لاره بیايي
اوس خیر غواړئ وطن ته،که به شرخوښوئ خلکو
قلم مو په زخمونو پټۍ ږدي ، توپک مو وژني
قاتل اوس خوښوئ ، که درمانګر خوښوئ خلکو
قلم مو تل په وړاندی ، خوتوپک موشاته بیايي
په وړاندی تګ مو خوښ،که عقبګرخوښوئ خلکو
ھرڅوک قلم راواخلئ ، په قیام واړه راووځئ
دا وار به د دستار سزا وار سر خوښوئ خلکو
الحاج الھام الدین قیام