فلسفه هایدگر میان تبلیغ فاشیسم و آنتی کمونیسم

Martin Heidegger(1889-1976)  آرام بختیاری کج فهمی فیلسوفان مذهبی دانشگاهی وطن از هایدگر. چرا…

سفر ملاهبت الله به کابل ؛ نشانه های زوال یا…

نویسنده: مهرالدین مشید نبض زمان و رقم خوردن شمارش معکوس در…

جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

«
»

د کندهار مخور عزيزالله واصفي له نړۍ سترګي پټي کړې

پښتو کوڅه پر کوڅه ګرځي پښتانه لټوي

پښتون پر مخ منډي وهي چي ما دی نه لټوي

{عزيزالله واصفي}

 

عزيز الله واصفي د حاجي عبدالرشيد خان الکوزي زوی د ارغسان بلا ژړي د ټېسن کلي، په خټه الکوزی، د کندهار ولايت له مخورو او پېژندل سويو څېرو څخه دى، چه په ١٣٠٧ هجري شمسي كال دكندهار په دوهمه ناحيه كي زېږېدلئ ؤ او نن د زړه د ناروغۍ له امله ئې د ۸۸ کلنۍ په عمر د ژوند پور پرې کړ ،مرحوم د ظاهرشاه په وخت كي د كندهار د ښاروالي مرستيال وروسته د ارغنداب د خلكو لخوا د ولسي جرګې د استازي په توګه ټاكل سوی ؤ. د داودخان له کودتا ( ۱۷ جون ۱۹۷۳ع) وروسته د ننګرهار والي وه ټاکل سو، په ۱۹۷۵ع كال د سردار داود خان لخوا د كرهڼي د وزير په توګه مقرر سو. په ۱۹۷۷ع د سردار داود خان په كابينه كي د لو جرګې د ريس په توګه وټاكل سو، چي پدې ټاكلو سره يې اداري قانونيت او ټاكنو ته غوره قوت وروه بخښه. په وروستيو كي په روم كي د ظاهر شاه له سلاكارانو څخه وو، مرحوم د هیواد یو داسی شخصیت وو چي د هیواد په معاصر تاریخ او په ځانګړې توګه د شلمي پیړۍ په بشپړه نیمایي ( ۵۰ کاله ) کي د بېلا بېلو سیاسي او ټولنیزو پیښو اغېزمن کس وو.

ده د سياست تر څنګ له ادب سره هم راسه-درسه درلوده، چي په دې لړ کي ئې د پښتو د نامتو شاعر شمش الدين کاکړ دېوان چاپ کړئ، ده يوه خاطره پوهاند رسول باوري صاحب څو کاله د مخه دده له خولې کښلې وه چي :

“…داود خان ته په زرګونه جریبه مځکه د خپل اکا هاشم خان څخه په میراث پاته وه، او دا مځکه ئې د لومړي جمهوري نظام په دوهم کال په دوو برخو وه وېشله، لومړی برخه چي زیاته وه د ملي دفاع وزارت ته د ټولو اداري او قانوني مراحلو تر وهلو وروسته د هر ډول مادي او یا معنوي امتیاز پرته تسلیم کړه ، دوهمه برخه ئې هغو بزګرانو ( کښته ګر ) ته ورکړل چي د ډېرو کلو راهیسي ئې پر هغه مځکه کار او کښت کاوه.

د مرحوم واصفی په وینا چي هغه مهال نوموړی د کرهڼي چارو د وزارت دنده درلودل. د دې ملکیت وېش او ورکړه د دوو اړخونو ستونزه درلودل، لومړی دا چي د داود خان د کورنۍ یو شمېر دوستانو به ویل چي په دې مځکو کي د داود خان د اولادونو حق سته، دا باید د داود خان د اولادونو تر منځ وه وېشل سی، نه دا چي وزارت دفاع او یا بزګرانو ته وه وېشل سی. دوهمه ستونزه د ملکیت اداری مراحل وه . دولتي ادارو ته د مځکي ورکړه د مالک او یا مالکانو تر شرعي توافق ورسته د اجرا وړ ګرځی.

د دې دواړو ستونزو د حل په نیت مي په پیل کي د شخصي اړیکو پر بنسټ هڅه وکړه چي داودخان دې ته وهڅوم چي د خپلي کورنۍ سره په هیواد کي د روان دود پر بنسټ د وېش چاری تر سره کړي ، خو داودخان دا ونه منل او پر خپله وینا ودرېدئ چي زما دمځکي شل جریبه هغو بزګرانو ته ورکړئ چي همدا اوس کار پکښی کوي او تر شلو جریبو زیاته مځکه دي د دفاع وزارت په واک کي ورکړل سي . تر هغه وروسته می شهید داودخان ته د هیواد د دولتی مشر په توګه دا ستونزه په رسمی توګه وړاندی کړه.

شهیدداودخان د مسلې د حل په نیت د خپلی کورنۍ ټول غړي او نږدې دوستان را وغوښتل او څو ورځی ئې په پرلپسې توګه موضوع د کورنۍ د غړو سره مطرح کړه او هغوی یې دې ته اړ کړه چي د مځکو ورکړي ته حاضر سي. د داود خان تر ټولو تکراري دلیل دا وو چي زما د نیکه څخه را پاته مځکه ټوله اته جریبه مځکه ده ، په همدغه اته جریبه مځکه زما کورنۍ حق لري ، خو هغه میراث مځکه چي ماته پاته سوېده ، هغه باید و وېشل سي.

داودخان به د خپلي کورنۍ غړو ته همدا ویل چي تاسو باید خپل ځانونه په داسي مسلکي چارو بوخت کړئ چي هر مهال ستاسو د ژوند تضمین وکړای سي، بیله دې چي تاسو د پلار او یا نیکه په ګټلې ژوند وکړي . هغه به خپلو اولادونو ته ویل چي که تاسي د یوه کار وړتیا ولری ، په دولت او حکومت کي تاسو ته د کار زمینه پیدا کیږي، په هغه صورت کي تاسو اړ نه یاست چي د پلار ګټلي ته د طمعي سترګي ونیسئ . په دولت او حکومت کي ستاسو کار هم ویاړ دئ او هم ستاسو د سالم ژوندانه تضمین دئ.

په پای کي د کرهڼي وزارت په وړاندیز د جمهور ریس حکم په دې ډول ولیکل سو چی { د کرهڼي وزارت ته حکم کېږي چي دمحمدداود ولد محمد عزیز خان مرحوم په نوم ثبت سوې ،ټوله مځکه دي لومړی هغو بزګرانو ته شل – شل جریبه وه وېشل سي چي هغو تر اوسه کار پر کاوه او پاته نوره ټوله سي }..”

د واصفي صاحب کورنۍ په لوی کندهار کي پراخ نوم لري چي نور وروڼه ئې عبدالقدوس خان واصفي، عبدالفريد رشيد(د باندنيو چارو وزارت د فرهنګ پخواني ريس ) جګړن عبدالحکيم رشيد ( د حربي پوهنتون پخواني استاد ) عبدالنعيم رشيد ( په المان کي ډاکټر ) او څلور زامن ئې عزت الله واصفي د فراه پخوانی والي (۲۰۰۹ع) بشيراحمد واصفي، نعمت الله واصفي، وحيدالله واصفي نومېږي .خدای دي اغابادار (واصفي صاحب) وبخښي، او كورنۍ ته دي ئې خدای صبر جميل ور په برخه كړي

آمين يا رب العالمين!

سردارولي پښتون زوی،پښين

۲۰۱۵-۵-۰۲