سخنی عشق!

               2025-09-02! امین الله مفکر امینی گرسخـــــن زعشق گویی زعصمتِ این گوهربــــدان کزعشق به…

سکوت خلیفه در برابر امیر شکست یا فرصتی برای انحام…

نویسنده: مهرالدین مشید عباس ستانکزی: ملایعقوب کل روند را از مسیر…

زمانیکه کیفرخواست دادستان وحکم دادگاه  منفعل گردد  

نکارشی از سخی صمیم  مسئول کیست و عدالت کجاست؟  ***  ایجازی ازین مختصر!    …

شکست و باخت قدرت

شکست و باخت قدرت نه تنها حس ملی و مردمی…

آیا سراسیمه گی طالبان ، سقوط شان را در پی…

      نوشته ی : اسماعیل فروغی       درخواست دادگاه بین…

هوش مصنوعی دیپسیک

دکتر بیژن باران پیشرفت چین در جهان چند قطبی…

غریزه در سلب عقل: دلیل نبود دولت مدرن در افغانستان...!

عقل نیروی تفکر و گوهر شناسایی حق در برابر باطل…

۲۱ و ۲۲ دلو فتح افشار

نه ماه از ورود گروه‌های جهادی در کابل می‌گذشت، از…

یادمان سیاوش کسرایی

نوزدهم بهمن ماه هر سال، روزی است که نام سیاوش…

لیبرال ها، میان ماکس وبر، و کارل مارکس

-- max weber 1864-1920 آرام بختیاری جامعه شناسی بورژوایی در مقابل جامعه…

گنج شایگان 

رسول پویان  همیـشـه ثـروت و کاخ طلا نمی ماند  شــکـوه و دبـدبـه…

همخوابگی های سیاسی نافرجام طالبان افغانستان و آخوند های ایران

نویسنده: مهرالدین مشید افتضاح دیپلوماسی هوتل محور ایران در افغانستان عباس عراقچی، روز…

عالم دگر

نوشته نذیر ظفردیــــــده از امیــــــال دنیا بسته امدر دلـــــــم…

بشدار سامی

آقای "بشدار سامی" (به کُردی: بەشدار سامی)، شاعر و فتوگرافیست…

کابل آبستن یک تحول در موجی از اختلاف های درونی…

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت ملاهبت الله در گرو عصیان همرزمان و…

هم پیوندی

جهان با حفظ،نا همگونی ها یک کل به هم پیوند…

آن لوله های آب پا های ما نه؛ بلکه آرزو…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از به زنجیر کشاندن آفتابه ناوقت های شب…

هنر عشق ورزیدن....! 

" زیبایی عشق در این است که نه به چیزی…

آب در هاون کوبیدن یا سراغاز یک بازی جدید

نویسنده: مهرالدین مشید حکم بازداشت ملاهبت الله یک بازی استخباراتی و…

فتوای خرد 

رسول پویان  برون کردم به قتوای خرد تا حلقه از گوشم  بـرای…

«
»

د کابل، اسلام اباد او ډهلي د اړيکو مثلث

کابل د نيږدې دوښمن او ليرې دوست تر منځ

کابل ته د مودي وروستی سفر او ورپسې د راحيل شريف راتګ

د افغانستان ليرې دوست (هندوستان) د تاريخ په اوږدو کې ثابت، متوازن او دوستانه چلند کړی دی. له لسيزو په دېخوا يي له افغانستان سره په بيلابيلو برخو لکه ملکي، نظامي، اقتصادي او سپورتي برخو کې مرستې کړي دي چې وروستۍ هغه يي د سلما بند او د ملي شورا د ودانۍ رغول دي. په همدې لړ کې افغانستان تل په هندوستان او هندوستان تل په افغانستان باور کړی او تل يي متقابلې دوستانه اړيکې ساتلې دي. د دغو دواړو هيوادونو د تاريخي دوستانه اړيکو او متقابل باور ساتلو سبب هم دا دی چې هندوستان هيڅکله افغانتسان ته ترهګري نه ده استولې، هيڅکله يي د ترهګرو روزنه او ملاتړ نه دی کړی، په خپله خاوره کې د افغانستان لپاره د ترهګرو ځالې نه لري.

بل پلو په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان نيږدې ګاونډی دی او همداراز له افغانستان سره د مذهبي او کلتوري تړاو تر څنګ؛ ډيری وختونه د افغان دولت له لوري په يو طرفه امتياز هم نازول شوی؛ خو د کابل ــ اسلام اباد اړيکې هيڅکله متقابلې دوستانه، ريښتونې او د يو ګاونډي هيواد د اړيکو په توګه نه دي پاتې شوي. پاکستان غواړي چې په افغانستان کې له هندوستان سره د سیالۍ ډګر وګټي او د کابل ــ ډهلي اړيکو له وروستي نيږدې والي هم انديښمن دی. تيره ورځ د افغانستان د ملي شورا ودانۍ د پرانيست په غونډه کې چې د هند لومړي وزير نريندرا مودي کومه تاريخي او هر اړخيزه وينا وکړه او د افغان چارواکو له لوري چې مودي ته کوم هرکلی وشو نو د پاکستان په زړه کې يو ځل بيا د کينې او شيطانت اور ولګيد. په همدې لړ کې د پاکستان د پوځ مشر راحيل شريف کابل ته راغی.

له کابل سره د اسلام اباد بې ثباته او بې باوره سیاست د سیمې اقتصاد ته هم سرخوګی جوړ کړی دی. افغانستان تل له پاکستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت هڅه کړې، خو اسلام اباد د دغو اړیکو باور له منځه وړی دی. اوس افغان حکومت هم وایي،د پاکستان دوه مخي سیاست د افغانستان پر سولې او ثبات سربیره د ټولې سیمې اقتصاد او سوداګرۍ ته هم سخت زیان اړولی دی. ولسمشر غني په لومړیو کې پاکستان ته د نوي حکومت د ښه نیت او دوستۍ لاس اوږد کړ، خو اسلام اباد د تل په څیر د کابل سیاسي باور او د نږدې اړیکو هڅې وننګولې. د افغانستان او پاکستان عام خلک او په خاصه توګه د دواړو هیوادونو سوداګر په خپلو کې نسبتاً ښې او نږدې اړیکې لري، خو له بده مرغه د دواړو هیوادونو ترمنځ ترینګلې سیاسي اړیکې دا اجازه نه ورکوي چې دغه اړیکې لاپسې ښې شي او دا هم یو حقیقت دی چی افغانستان تل د اړیکو د ښه کیدو لپاره له خپل اړخه جدي کوښښ کړی خو پایله یې منفي ده.

په وروستيو کې اوس له پاکستان سره بیا اړیکې ګرمیږي، پاکستاني چارواکي دلته سفرونه کوي او افغان ولسمشر غني په پاکستان کې د اسيا زړه په کنفرانس کې هم ګډون وکړ خو ولس د اړيکو له دغې نيږدېوالي ناخوښ دی، افغانان وېره او انديښنه لري چې پاکستان به يو ځل بيا خپل دوه مخی سياست پر مخ بوځي او يو ځل بيا به افغان دولت په تشو ژمنو وغولوي. پاکستان همداسې ګرمې ژمنې پخوا هم کړې دي. ولسمشر غني چې کله په لومړي سفر پاکستان ته ولاړ، همداسې هیلې وې، د افغانستان له خوا پرله پسې د پاکستان پر ژمنو باور وشو، پاکستان ته امتیازات ورکړل شول، آن دا چې خبره تر امنیتي هوکړه لیک پورې ورسیده، خو پایله یې بیا هم د ولس او افغان دولت د هيلو خلاف وه.

افغانان نوره پر پاکستان باور نه لري چې تر دې وروسته دې له افغان حکومت سره د سولې ملاتړ او د تروریزم خلاف مبارزه کې مرسته وکړي. د افغانانو د وينو قاتلين او د افغانستان دښمنان په پاکستان کې په ازاد چاپریال کې دافغانستان د خلکو پر ضد پریکړې کوي او له هماغه ځایه یې ملاتړ کیږي. افغان دولت تل پر پاکستان د افغان سولې د ټینګښت په برخه کې باور کړی خو پاکستان افغان چارواکي تل د جګړې د اوږدیدو لپاره تېر باسي. دغه ککړ هيواد تل هڅه کړې او لا يي هم کوي چې په افغانستان کې د هوا په سړیدو سره د سولې په پلمه طالب جنګیالي په امن کې وساتي.

لیکنه :  خوشحال آصفي