تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

پر له خەمم!

[خه‌م] پر له خەمم! پر لە خەم... خەم له سینگمە، پر لە بەخەڵم‌و پر لە…

یاداشت انتقادی بر یک مصاحبه تلویزیونی

نور محمد غفوری ژورنالیسم، رسالتش پرسیدن است، نه دفاع کردن؛ روشن…

بنیادگرایی دینی و لیبرال‌دموکراسی؛ از سوخت‌رسانی تا امتم دهی به…

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه متقابل افراط‌گرایی دینی، بحران‌های نظم لیبرال و…

راز ارقام در هستی

رسول پویان جهان با رمز و رازش در دل ارقام پنهان…

بنیامین؛ چپ مستقل،یا لیبرال ضد بورژوا

Benjamin, walter (1892- 1940) آرام بختیاری تخریب ریوانجیستی روشنگران توسط ژورنالیسم زرد. والتر…

کله چې جګړه کاروبار شي

محمد سليم سليمان جګړه د انسانانو لپاره د مرګ، بې‌ځایه کېدو،…

 افغانستان؛ در بن‌بست اعتماد و آینده ناپیدا

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ میان بی‌اعتمادی و بن‌بست سیاسی افغانستان در یکی…

شایسته‌سالاری؛ بنیان عدالت اجتماعی و پیش‌شرط حکمرانی کارآمد

 نور محمد غفوری عدالت اجتماعی، به‌عنوان یکی از بنیادی‌ترین ارزش‌های دولت…

رسول حمزتف شاعر شوروی و مردم داغستان

مترجم:  رسول حمزتف از مهم‌ترین شاعران داغستان و یکی از چهره‌های…

                                      نسل فراسو

 نویسنده: مهرالدین مشید نسلی که پیوندهای انسانی را بر مرزبندی‌های قومی…

سیاست ماجراجویانه و هزینه‌ای که ملت‌ها می‌پردازند

 نور محمد غفوری  تاریخ بشر بارها ثابت کرده است که ملت‌ها…

آمانج جبار

آقای "آمانج جبار" (به کردی: ئامانج جەبار) شاعر معاصر کرد،…

افغانستان؛ بن‌بست مشروعیت و بازی قدرت‌ها

 نویسنده: مهرالدین مشید           فغانستان؛ از انزوای سیاسی تا بحران اجتماعی و…

«
»

د ښځو نړیواله ورځ

نور محمد غفوری

نن د عیسوي ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتې اتمه نېټه ده چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د کب د میاشتې له اتلسمې نيټې سره سمون خوري. د مارچ اتمه نېټه د نړیوالو لخوا د ښځو د نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې ده. ددې ورځې د تاریخي پیدایښت او ودې په اړه ما څو کاله مخکې د مینه والو له پاره مفصلې مقالې لیکلې چې په انټرنيټي پاڼو او هم زما په فیسبوک پاڼه کې موندل کیدای او لوستل کیدای شي. (ددې لیکنې په لمن کې دوه لینکونه زما د پخوانیو دوو لیکنودي).

داسې رواج رامنځته شوی چې هر کال د مارچ اتمه نېټه یو خاص شعار  لري. په 2022 میلادي کال کې ملګرو ملتونو د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو له پاره د “تعصب مات کړئ” شعار ټاکلی دی. ښکاره خبره ده چې د نړۍ په ډیرو هیوادو او ان په پرمختللو اروپایی هیوادو او امریکا کې هم لا تر اوسه د ښځو او نجونو په وړاندې تعصب، ټولنیزې نابرابرۍ او د ژوند د عملي چانسونو فرق شتون لري چې د هغو اندازه په مختلفو هیوادونو کې یو له بله متفاوته ده. په پرمختللو صنعتي هېوادو کې د نارینه او ښځو تر منځ دا تفاوتونه کم او په وروسته ساتل شوو هېوادونو کې زیات دی. ملګري ملتونه سږ کال د ښځو د اوسنۍ نړیوالې ورځې د نمانځلو په پار ټول نړیوال د جندر د تساوي او ښځو ته د نارینه و سره د برابرو ټولنیزو فرصتونو او حقوقي مساواتو د رامنځته کولو لپاره مبارزې ته رابولي. دا شعار ددې له پاره وضع شوی چې د هیوادونو او بشري ټولنې په عملی او نظري ژوندانه کې ښځې هم د نارینه و سره برابر حقوق، عملی چانسونه او د مساوي کار د اجرأ په وړاندې د برابر معاش د اخیستلو چانسونه ولري، تر څو چې په ټولنه کې د دوهمې درجې انسانانو په حیث ژوند کولو ته مجبورې نه شي.

د 1911 راهیسې د “ښځو نړیواله ورځ” په یوه او یا بل شکل نمانځل کیږي. سره له دې چې دا ورځ په مختلفو هېوادو کې په مختلفو ډولونو نمانځل کیږي، خو ددې ورځې د نمانځلو اساسي مقصد دادی چې په ټوله نړۍ کې د ښځو حقونو او د جنډر مساواتو ته پام ور واړول شي. د دې ورځې د نمانځلو غوره موخه دا ده چې د ښځو د حقونو د غورځنګ تاریخي لاسته راوړنې ولمانځل شي او په عین حال کې په ټولنو کې موجوده تبعیض او نابرابرۍ له منځه وړلو ته توجه راجلب کړيد جنډر د مساواتو مسئله د معاصرې نړۍ له غوره ستونځو څخه شمیرل کیږي او ددې سترې بشري ستونځې په حل ټول فکر کويتقریبا د نړۍ ټول هیوادونه ددې مشکل د مثبت حل پلویان دی او ځکه یې سږ کال د ملګرو ملتو د معتبر ارګان لخوا د ښځو د نړیوالې ورځو نمانځلو ته د (تعصب مات کړئ!) شعار ورکړی دی.

د جنسیت مساوات په لازمي او مطلوبه توګه په هيڅ هېواد کې، په جرمني، انګلستان، امریکا، فرانسه، روسیه او نورو پرمختللو هېوادو کې هم نشته. د همدې خاطره د ښځو نړیوالې ورځې په دې هیوادو کې هم خپل اهمیت له لاسه نه دی ورکړی او هر کال نمانځل کیږي. د مارچ په اتمه، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ښځې او د ښځو د حقوقو پلویان نارینه د مټنګونو، جشنونو او لاریونونو سره د ښځو نړیواله روځ نمانځي. دا د نړۍ د ښځو له پار خورا مهمه نېټه ده چې په شاندارو مراسمو نمانځل کیږي او تقریبا په شلو هېوادو کې دا ورځ د ملی رخصتۍ ورځ ده او یا د ښځو له پاره ټوله ورځ او یا نیمه ورځ د دولت په پریکړه رخصتي ورکول کيږي.

د دې ورځې نړیوال اهمیت له دې حقیقت څخه څرګندیږي چې ملګرو ملتونو د ښځو نړیواله ورځ په رسمیت پیژندلې او د هغو نمانځل یې دود کړی دي. د ۱۹۷۵ کال د مارچ په اتمه، ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره د «ښځې د نړیوال کال» د یوې برخې په توګه لمانځنه وکړه. په 1977م کې، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له ټولو هیوادونو څخه یې وغوښتل چې په کال کې یوه ورځ د “ښځو د حقونو او نړیوالې سولې” په توګه اعلان کړي.

له هغه وخت راهیسې د ښځو د نړیوالې ورځې  د تجلیل له پاره د وخت د مهمو پیښو او د ښځو د غوره غوښتنو له په نظر کې نیولو سره په نړیواله کچه یو مهم شعار طرحه کیږي او هر ګال دا ورځ د یوه مشخص شعار تر سیوري لاندې تجلیلیږي. په نړۍ کې د ښځو ستونځې ډیرې دی، خو هر کال له هغو څخه مهمه موضوع ټاکل کیږي او د حل له پاره یې شعار جوړیږي. مثلا په تیرو وروستیو کالونو کې د ښځو د ورځې تمرکز د نجونو لپاره په زده کړو، په سیاسي چارو کې د پراخه ګډون او په کلیوالو سیمو کې د ښځو لپاره د ژوند د شرایطو په ښه والي باندې متمرکز و.

د یادونې وړ ده چې ښځو ځینې هغه حقونه چې اوس په ډیرو هیوادو او ان د نړۍ په وروسته پاته هېوادو کې عادي ښکاري، پخوا یې نه لرل او د هغو د ترلاسه کولو له پاره یې سرسخته مبارزه کړې او قربانۍ یې ورکړې دي. د بېلګې په توګه، سل کاله تر مخه ښځو په انتخاباتو کې د ګډون او د رایو د ورکولو حق نه لاره او د مبارزې تیره څوکه یې همدې ته متوجه وه. سل کاله د مخه ښځو په انتخاباتو کډون غوښت او دا چې ښځې د رایو ورکولو ته راووزي او په انتخاباتو کې د ګډون حق ولري، دا یې عمده غوښتنه وه.  خو دادي اوس تقریبا په ټولو هغو هېوادو کې چې ټاکنې کیږي، په یوه او یا بل شکل ښځې هم ورپکې ګډون کوي او د قانوني لحاظه ورته ممانعت نشته.

زه نن هم د نړۍ ټولو میرمنو او په ځانګړې توګه د افغانستان ټولو رنځپلو ښځو ته ددې ورځې مبارکی وایم او هیله من یم چې دوی به هم د نړۍ د نورو پرمختللو هېوادونو په څیر د ټولنیزو او حقوقي برابریو په لور زغرد ګامونه پورته کړي.

08.03.2022

نور محمد غفوری