د ژوند هدف !

مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغاني »
ژوند د څه د پاره دی ؟
که ژوند بی کاري وی، نو مرګ څه شی دی ؟
ژوند واسطه ده ، او که غایه او هدف ؟
ژوند ښه دی، او که مرګ ؟
زما په فکر ډیر ژوندی دي چی د نورو ژوندیو برخه خوری، بالعکس ډیر داسی خلک مړه شول چی د هغو د ژوند د ګټو او فائده و څخه تر اوسه خلک استفاده کوي .
حقیقتآ چی د ژوند په راز هر څوک نه شی پوهیدلی ! ژوند یوه لوبه ده ؛ په دی لوبی کښی سر بیره په منډو او ترړلو په سلهاو او زرهاو هلی او ځلی هم شته دی .
نو ژوند ته باید په عادی او سرسری نظر و نه کتل شي ، او نه دومره باید د غور وړشي چی د یو با افتخاره مرګ نه مهم وګڼل شي .
د ژوند هدف :
څیړنه ، تجربه او مشوره د ژوند مزیت زیاتوي ! جنبش او حرکت ، جدیت او فعالیت ، د ژوند معنی ده ! نو لازمه ده چه : ــ انسان په سالم منطق او طریقه ، د الهی نعماتو نه په ښه او په تعادل ټوګه خوند او لذت واخلي . ــ په عباد ، پرهیزګاري او نیکو اعمالو ، ځان د رستګاري خواته ورسوي . ــ د اجتماعي پرمختګ او د بشریت د خیر او سعادت په مقصد ، هلی او ځلی وکړي .
زما عقیده : د انسان د رسالت غوښتنه داده چی ، خلک د حق او حقانیت په رڼا کی ژوند وکړی او خپلی ویــناوی ، تعبیر ، لیکنی ، کــړه او وړه په همدغه اساس عیار کړی .
سعید افغاني
کابل ـ ۱۳۵۶ هجري شمسي