انارستان دل 

رسول پویان  دل ز درد و داغ هجران بی‏نوا افتاده است  برگ…

فیلسوف شدن دانشمند اتمی، بعد از یکسال زندان

Weizsäcker, k.F.(1912-2007) آرام بختیاری فیزیک دان اتمی، میان فلسفه و رسالت صلح. کارل…

کلبه ی تارم!

امین الله مفکر امینی       2025-11-02! دربســاطی بیکسی ام ، دلبری آمـد با…

خاطره ها بیانگر واقعی ترین حقایق تاریخی 

نویسنده: مهرالدین مشید خاطره ها تصویری از "تاریخ در بستر جغرافیا" بازهم…

ګوندي فعاليتونه او دموکراسي

نور محمد غفوری یادونه: دا مقاله مې په ۲۰۱۸ کال لیکلې ده…

سکوت در برابر گستاخی های پاکستان بار بار مسئولیت افغانستان…

حکومت‌های افغانستان زمانی می‌توانند در تامین امنیت و ثبات موفق…

سخنی عشق!

               2025-09-02! امین الله مفکر امینی گرسخـــــن زعشق گویی زعصمتِ این گوهربــــدان کزعشق به…

سکوت خلیفه در برابر امیر شکست یا فرصتی برای انحام…

نویسنده: مهرالدین مشید عباس ستانکزی: ملایعقوب کل روند را از مسیر…

زمانیکه کیفرخواست دادستان وحکم دادگاه  منفعل گردد  

نکارشی از سخی صمیم  مسئول کیست و عدالت کجاست؟  ***  ایجازی ازین مختصر!    …

شکست و باخت قدرت

شکست و باخت قدرت نه تنها حس ملی و مردمی…

آیا سراسیمه گی طالبان ، سقوط شان را در پی…

      نوشته ی : اسماعیل فروغی       درخواست دادگاه بین…

هوش مصنوعی دیپسیک

دکتر بیژن باران پیشرفت چین در جهان چند قطبی…

غریزه در سلب عقل: دلیل نبود دولت مدرن در افغانستان...!

عقل نیروی تفکر و گوهر شناسایی حق در برابر باطل…

۲۱ و ۲۲ دلو فتح افشار

نه ماه از ورود گروه‌های جهادی در کابل می‌گذشت، از…

یادمان سیاوش کسرایی

نوزدهم بهمن ماه هر سال، روزی است که نام سیاوش…

لیبرال ها، میان ماکس وبر، و کارل مارکس

-- max weber 1864-1920 آرام بختیاری جامعه شناسی بورژوایی در مقابل جامعه…

گنج شایگان 

رسول پویان  همیـشـه ثـروت و کاخ طلا نمی ماند  شــکـوه و دبـدبـه…

همخوابگی های سیاسی نافرجام طالبان افغانستان و آخوند های ایران

نویسنده: مهرالدین مشید افتضاح دیپلوماسی هوتل محور ایران در افغانستان عباس عراقچی، روز…

عالم دگر

نوشته نذیر ظفردیــــــده از امیــــــال دنیا بسته امدر دلـــــــم…

بشدار سامی

آقای "بشدار سامی" (به کُردی: بەشدار سامی)، شاعر و فتوگرافیست…

«
»

د ژوندیو هدیره  

                       لیکوال : خوشحال آصفی                                              

په داسې حال کې چې لا هم په هیواد کې دننه د ځوانانو،‌ ماشومانو او ښځو په منځ کې اعتیاد مخ پر ډیریدو دی او حکومت د هغې د مخنیوي له پاره کومه ځانګړې حل لاره نه لري؛ د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان، برما او مکسیکو په شمول د نړۍ ۲۲ هیوادونه د مخدرو موادو د تولید او ترانزیت ستر مرکزونه وبلل. اوباما وویل چې افغانستان له تېرو ۱۶ یا ۱۵ کلونو راهیسي د نړۍ د کوکنارو تر ټولو ستر تولیدوونکی هیواد دی. دا په داسې حال کې ده چې یوازې ځوانان د نشو قربانیان نه دي، بلکې په وروستیو کلونو کې د میندو او ماشومانو په منځ کې هم دغه شمیره لوړه شوې ده. په یو شمیر ولایتونو کې هغه میرمنې چې په کرکیله کې په کار بوختې وي خپلوماشومانو ته تریاک ورکوي او دغه څه د عمر په زیاتیدو سره د ماشومانو په نشو د روږدي کیدو سبب ګرځي.

په ښکاره د نشه يي توکو خرڅلاو، د ځوانانو بیکاري، خراب امنیتي وضعیت، بهرنیو هیوادونو ته کډوالي، کورنی تاوتریخوالی، له روږدو کسانو سره ناسته پاسته او مخدره موادو ته اسانه لاسرسی؛ هغه اساسي عوامل دي چې په نشه یي توکو د خلکو روږدیدا کې مرسته کوي. د نشه یې توکو پرضد د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې د معتادینو او هغو کسانو شمېر چې په بدن کې یې د مخدره توکو استعمال مثبت ارزول شوی درې نیم میلیونو ته رسیږي. ددغه روږدو کسانو ډيره برخه يي له ایران او نورو بهرنیو هیوادونو را ستانه شوي افغان کډوال، په کور کې ناستې ميرمنې، کلیوال ځوانان او بې سرپرسته ماشومان دي.

همدا اوس د کابل په پل سوخته، کوټه سنګي، کارته مامورین، کارته سې، ده بوري او د دریمې، پنځمې او شپږمې ناحیې ډیری سیمې د ژونیو انسانانو په هدیره بدلې شوي دي، دلته داسې خلک تر سترګو کیږی چې ویښته یې ببر دي، بدن یې مردار دی او یوازې هډوکي ور پاتي دی. دوی ټول د پوډرو په اعتیاد اخته دي. د اعتیاد شومې پدیدې نه یوازې ځوان قشر تر خپل اغیز لاندې راوستی دی بلکې یو شمیر میرمنې او ماشومان هم پر دغه شومه پدیده اخته شوي دي . خو پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې اوسني او تیرو حکومتونو او نړیوالې ټولنې په دې برخه کې څه کړي دي؟ په خپله د افغانستان حکومت د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې وزارت کومې لاسته رواړنې لري؟ او له ۲۰۰۱ کال افغانستان ته د امریکا او نړیوالې ټولنې له راتګ وروسته نشه یې توکو څومره پراختیا کړې ده؟

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له ړنګیدو او د امریکا له راتګ وروسته دلته د نشه یې توکو پر ضد مبارزه کې کوم ځانګړی پرمختګ نه دی شوی. دلته د نشه یی توکو پروړاندې د مبارزې په نامه چې څه ترسره کېږي؛ بنسټیز نه دي ځکه دا مبارزه پرله پسې مبارزه نه ده، د افغانستان د نشته یې توکو پر ضد د مبارزې وزارت؛ فقط د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ لمانځي او همداشان نړیواله ټولنه هم فقط خپلې کلنۍ سروې او ريپوټونه وړاندې کوي او بس. هغه شان چې په ۲۰۰۸ کال د نړیوال سازمان په غونډه کې پرې پرېکړه وشوه او په ۲۰۰۹ کال کې هم تایید شوه؛ هیڅ کار نه دی شوی.

حل لار

لکه څرنګه چې دا موضوع یوازې افغانستان پورې اړه نه لري او یوه نړیواله ستونزه ده . د نشه یی توکو پروړاندې د مبارزې نړیوال سازمان ډېر مسوولیتونه لري. په دې معنا چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې باید د یو منظم پلان له مخې کار وشي. هغه شان چې په ۲۰۰۸ کال د نړیوال سازمان په غونډه کې پرې پرېکړه وشوه او په ۲۰۰۹ کال کې هم تایید شوه . اساسي موضوع د نشه یی توکو د تولید د مرکزونو له منځه وړل دي، د کرلو بدیل رامنځته کول دي، او بزګرانو ته د بدیل کښت د کرنې پراختیا لپاره زمینه برابرول دي. بیکاري له منځه وړل دي، د هیواد امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه اړینه ده، په بازانو کې په خلاص مټ د خرڅلاو مخنیوی اړین دی، د عامې روغتیا وزارت له لوري په مرکز او نورو ولایاتو کې د روږدو کسانو د درملنې د مرکزونو زیاتول اړین دي، په پارکونو او نورو ځایونو څخه چې پوډریان په کې پوډر څکوي؛ جمع کول او په جدي توګه ددوی درملنه په کار ده.