چه بازی دردناک با سرنوشت انسان 

نویسنده: مهرالدین مشید  قدرت ابزاری برای رهایی انسان، نه ابزاری برای…

آیا هوش مصنوعی مسلمان است؟

عثمان نجیب من یادداشتی از یک پیش‌بینی هراس انداز در مورد…

خالق  “ قرارداد اجتماعی ” را گرامی میداریم 

میرعبدالواحد سادات  1 تتبع و نگارش از :  میر عبدالواحد سادات  دوم جولای مصادف به دوصدو چهل و هفتمین سال وفات یکی از تاثیر گزار ترین نمایندگان  عصرروشنگری اروپا و برجسته ترین نقاد آن عصر ژان ژاک روسو  است .  اندیشمندی که…

نه یک پیروزی دیپلوماتیک؛ بلکه یک اشتباه استراتژیک در هندسه‌…

نویسنده: مهرالدین مشید                              به رسمیت شناسی طالبان از سوی روسیه و…

اخراج بی رویه ی مهاجران افغان از ایران

  نوشته ی :اسماعیل فروغی       این روزها خبراخراج دسته جمعی و گسترده…

شناخت روسیه از طالبان

با خانه نشینی و بیکاری که چشم و گوش با…

داد خواهی بخاطر حق و حقوق افغانان مظلوم و داعیه…

بنام خداوند حق و عدالت مهاجرت افغانان که درطی نیم قرن…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۳)

مبارزه علیه لاسالیسم و انواع اپورتونیسم آلمانی نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مبارزه علیه لاسالیسم…

سیاست فاشیستی اخراج افغانها باید فورا متوقف شود!

هیچ انسانی غیر قانونی نیست! جمهوری اسلامی در پی شکست مفتضحانه…

اخراج ۴۳ هزار مهاجر افغان از ایران در یک روز!!

اخراج ۴۳ هزار مهاجر افغان از ایران در یک روز،…

حکومت آخوندی ایران جنایت کربلای قرن را رقم زد، یزیدان…

محمدعثمان نجیب ایران در گرمای سوزان، زمین را زیر پای هم‌وطنان…

حیات بشری را آتش فشان خاموشی به شدت تهدید میکند

نویسنده:مهرالدین مشید جهان در معرض توفانی فراتر از جنگ سوم  این پرسش…

دومین بار طی طریق در تعامل گذری انسان با هوش…

*محمدعثمان نجیب، بنیاد‌گذار مکتب دینی فلسفی من بیش‌از این نه…

درک لنینی از دموکراسی: نگاهی از سده 21

ترجمه. رحیم کاکایی یرومنکو ولادیمیر ایوانوویچ دکترعلوم فلسفه، مشاور رئیس مجلس قانونگذاری…

افغانستان در سایۀ رقابت‌های ژئوپولیتیکی جهانی ناشی از جنگ اسرائیل…

مقدمه تنش‌های دراز ‌مدت میان ایالات متحده آمریکا، اسرائیل و جمهوری…

فیلسوف آس و پاس،- مدافع مالکیت خصوصی!

max stirner (1806-1856) آرام بختیاری ماکس اشتیرنر، آغاز آنارشیسم فردگرایانه. ماکس اشتیرنر(1856-1806.م) آلمانی،…

افغانستان- آموزشگاهی خونین برای ایران و همسایگان 

سلیمان کبیر نوری در این مقاله می‌خوانید: چکیده نئولیبرالیسم و استعمار؛ تجربه‌ای عینی افغانستان؛…

جنگ های جیوپولیتیک جدید و افغانستان تحت حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید از بازگشت تروریسم تا تقابل قدرت های بزرگ در…

سید جمال الدین افغان

 فیلسوف ،دانشمند بنیانگذار نهضت فکری وجنبش آزادی  خواهی افغانستان ،اساسگذار  اتحاد اسلامی ومبارز…

  به آرمان وطن

بیا برویم کشور تا بان را بسا زیم  خا نه ی…

«
»

د متفکرانو متفکر

نظرمحمد مطمئن: ليکوال او شنونکی

د خلکو سره داسي فکر وو چې د غرب څخه راغلي سياست کوونکې او روڼ آندي چې د پوهنتونو استادان تير شوې، داسي معلوميږي چې دوی د خپل لياقت ازموينه په لويديځ کې ورکړي ده، او له يوې ځانګړي مرحلې وروسته دي حد ته رسيدلي چې دوی متفکر او پوهان ونومول شي.

په تیر ځل ټاکنو  (۲۰۰۹) کې د  نړې دوېيم درجه متفکر ډاکټر اشرف غني او پروفیسور هدايت آمین ارسلا تر ټولو زيات د افغانستان د لومړي درجه متفکر ښاغلي کرزي له خوا څخه خطا ايستل شول.

د ۲۰۱۴ ز کال د ولسمشريزو ټاکنو له پاره تر ټولو لومړی د استاد سياف نوم اخستل کيدی، ویل کيدل چې ښاغلی کرزی يې ملاتړی دی، ځينو کورنيو او نړيوالو رسنيو هم دغه خبرونه خپاره کړل، دا هر څه يوازي اوازې نه وي، ښاغلي کرزي په ځينو ناستو کې اشارې کړي وي، چې تر ټولو ښه کانديد زما په نظر استاد سياف کيدلای شي، هغه قاطع دی، مجاهد دی، رهبر دی، د شمال مقاومت برحال غړی پاتي شوی، په نړيوال ډول د اسلامي هيوادونو سره اړيکې لري، او دا ډول په هيواد کې د ننه پلويان لري.

کله چې د ټاکنو وخت راورسيد، استاد سياف ځان کانديد کړ، ښاغلي کرزي له دي سره سره ډاکټر اشرف غني احمدزي ته هم پېغام واستاوو، چې په تيرو ۲۰۰۹ ټاکنو کې تاسي د پام وړ رايې خپلې کړي، دا ځل به زه هم ستاسي ملاتړی یم، داسي ویل کيږی چې حاجي صاحب دين محمد د ښاغلي کرزي پېغام ډاکټر صاحب اشرف غني ته رسولي وو.

ډاکټر اشرف غني چې په تيرو ټاکنو کې د ولسمشر کرزي سره سيالۍ ته ولاړ وو، ددوی تر منځ بې باوري او بې اعتمادي په هغه وخت کې يو پر بل زياته شوې وه.

ډاکټر اشرف غني ته خپلو نږدي ملګرو او سلاکارانو مشوره ورکړي وه چې له ښاغلي کرزي سره اړيکې ښې او نورمال کړي، که څه هم ډاکټر صاحب خپله غوسه نه شي قابو کولای خو د کرزي په مقابل کې بايد له ډیرې حوصلي او زغم څخه کار واخلي، تر څو د کرزي صاحب د اعتماد وړ وګرځي، او د راتلونکو انتخاباتو له پاره تر پروړه (بوسو)  لاندي او به تيري کړي.

همداسي وشول، ډاکټر اشرف غني له ښاغلي کرزي سره اړيکې ښې کړي، د ښاغلي کرزي په دوېیمه دوره کې بهرنيانو غوښتل چې ډاکټر اشرف غني ته زیات واک او صلاحيت ورکول شي، په هغه وختونو کې يې ښاغلي کرزي مخالفت وکی، بالاخره د بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د واک د سپارلو مشر وټاکل شو.

ډاکټر اشرف غني احمدزي په خوله هیڅ نه ویل چې راتلونکو ټاکنو ته به کانديد وي، ځکه هغه د ښاغلي حنيف اتمر او جبار ثابت برخليکونه په خپلو سترګو ليدلي وو، له دي امله يې په احتياط سره کار کاوو، ولايتونو ته يې د بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د واک د انتقال پر وخت خپله سفرونه کول، او په ولايتونو کې يې له قومي، سياسي او مذهبي مشرانو سره ليدنې کتنې کول، د راتلونکې وخت له پاره يې د ځان له پاره وړکسان به پټه خوله په نښه کول.

کله چې د ټاکنو وخت رانږدې شو، او د ښاغلي کرزي پېغام هم ورته ورسیدی، ډاکټر اشرف غني احمدزي فکر وکړ چې په رښتيا هم ښاغلی کرزی به په راتلونکو ټاکنو کې يواځي له ده څخه ملاتړ وکړي.

دا ډول قطب الدين هلال صاحب ته، ویل کيږی چې د ښاغلي کرزي پېغام د کورنيو چارو وزیر ښاغلي داؤدزي له خوا رسيدلی وو، چې کرزي صاحب به يې ننګه او ملاتړ کوي، ځان دي کاندي کړي.

ډاکټر زلمي رسول بيا هغه څوک وو، چې د ځينو بهرنيو سفرونو او مجلسونو پر مهال ښاغلي کرزي خلکو ته ویل چې راتلونکی ولسمشر به ډاکټر زلمي رسول وي، هغه څوک چې زما سره په سفر کې دی، او له موږ او تاسي سره په مجلس کې شرکت لري.

په ښکاره خو ښاغلی کرزی د خپل مشر ورور قيوم کرزي مخالفت کوي، په ځينو ناستو کې وايې چې زما خوښه نه ده چې هغه ځان کانديد کړی، او زما له مشورې پرته يې داکار کړی، زه دهغه څخه ملاتړ او ننګه نه کوم، ولي داسي نښې نښانې دي چې په پټه يې ښاغلی کرزي په بشپړه ډول سره ننګه او ملاتړ کوي.

ډاکټر اشرف غني اوسمهال کله نا کله خپلو ملګرو او سیاسي څيرو ته وایې چې: ولسمشر کرزی ډیر پوخ سياست مدار دی، او بيا يو ډول تبسم هم وکړي، هغه پوهيږي چې د نړۍ په سطحه دوېیم متفکر يې هم غولولی دی.

استاد سياف هم په ځينو ځانګړو مجلسونو کې ويلې چې ولسمشر کرزي ورسره دوکه وکړه، او دهغه پر خپره نور اعتبار کول په کار نه دی.

معلوميږي چې هغه استاد سياف چې له دي مخکې د جهاد او کورنۍ جګړې پر مهال هیچا هم په خپله ګټه نه وو استعمال کړی او نه يې غولولی وو، خو کرزی صاحب وتوانيد چې هغه هم په ناسم ډول خپلو اهدافو ته د رسيدو له پاره وکاروي.

ډاکټر زلمي رسول ته د جمعي ورځ ۲۱ فبروری ۲۰۱۴ ز کال کې د ۱۷۰ کسانو د جرګې  په خوله ځواب ورکول شو، چې باید ښاغلي قيوم کرزي ته له خپلې نوماندي څخه تیر شي.

ډیری کسان پر دي نظر وو چې ښاغلي کرزي له زلمي رسول څخه ملاتړ کوي، او خپله کرزی صاحب هم وایې چې له خپل ورور قيوم کرزي څخه ملاتړ نه کوي، اوهغه باید د زلمي رسول يا کوم بل کاندي په ګټه له خپلې نوماندي څخه تیر شي.

دا امکان لري چې زلمی رسول به د قيوم کرزي په ګټه  مجبورا له خپلې نوماندې څخه تیر شي، خو دا ليري بريښې چې قيوم کرزی به د زلمي رسول په ګټه اوسمهال کي له خپلې نوماندې څخه تیر شي.

يو کمزوری دلیل خلک داهم وړاندي کوي چې ممکن ښاغلی کرزی به د خپل وررو ننګه له دي امله نه کوي چې دا ځل به زلمی رسول او يا ډاکټر اشرف غني واک ته ورسيږي، چې د کرزي خوښه به پکې وي، بل ځل به د ۲۰۱۹ ټاکنو ته بيا خپله حامد کرزي ودريږي، خو که ورور يې واک ته ورسيږي بيا به دده چانس ډیر کم وي، مګر زه د خلکو له دې خبره سره موافق نه يم، ځکه که چيرته ډاکټر اشرف غني احمدزی او يا عبدالله عبدالله واک ته ورسيدل، بیا به ستونزمنه وي چې د کرزي صاحب کورنۍ به بيا واک په اسانۍ سره په راتلونکي کې ترلاسه کړي.

د ښاغلي کرزي صاحب ډله او ملګري د ښاغلي ولسمشر په اشاره او خوښه په ځينو مجلسونو کې داسي هم وايې چې استاد سياف نړيواله ټولنه نه مني، هغوی ورسره اختلافات او ستونزه لري، ډاکټر اشرف غني احمدزی ډیر تیز (غوسه ناک او هیجاني کیدونکی) شخص دی، له نړيوالو سره به پر لاره ولاړ نه شي او ممکن چې خبره ورڅخه خرابه شي، ډاکټر زلمی رسول بيا ډیر پس (بې خولې او بې واکه) سړی دی، کار نه شي کولای، داسي چاته اړتيا ده چې نه ډیر تیز او نه ډیر پس وي، هغه يواځي ښاغلي قيوم کرزی کيدلای شي.

د ښاغلي کرزي له پاره لوی سرخوږي ډاکټر عبدالله عبدالله دی، عبدالله عبدالله سر له اوسه وایې چې راتلونکی ولسمشر زه یم، خلک لرم رايې هم ګټم، که زه ولسمشر نه شم (دده په وينا درغلي ؤشي) ټاکنې نه منم.

بل خوا بيا ویل کيږی چې دوستم هم له دي امله د ډاکټر اشرف غني احمدزي سره ودريدی چي هغه فکر  کاوو چې کرزی صاحب د احمدزي ملاتړ کوي، داسي نښې هم ښکاري چې ممکن دوستم بيا کوم ليونتوب وکړي، دغه د نړۍ دوېيم درجه مفتکر غني او د افغانستان لومړۍ درجه قاتل دوستم تر ډیره وخت پوري پر يوه لاره تګ ونه کولای شي.

زما په آند سره له دي چې نړيوال ټولنه به د ښاغلي کرزي د ورور قيوم کرزي د ولسمشر کيدو سره ستونزه ولري، خو ښاغلي کرزي به تر خپله وسه پوري کوشش وکړي چې ورور يې واک ته ورسيږي. که هغه نه وي دوېيم انتخاب به يې زلمی رسول او درېيم انتخاب يې اشرف غني احمدزی کيدای شي.

انتخابات به ممکن چې په يومخيز ډول که ولسمشر کرزی وتوانيږي وځنډول شي، ویل کيږي چې نړيوالو ته يې ويلې که دوه يا درې کلونه نور هم وخت ورکړي نو په دومره وخت کي به په هيواد کې سوله راولي، هغه څه چې په تیرو دولس کلونو کې يې ونه شوای کولای.

که انتخابات په خپل وخت او يا لږ وروسته ؤشي، ممکن چې ډاکټر اشرف غني احمدز، ډاکټر عبدالله عبدالله او قيوم کرزی د ډیرو رايو وړونکي اعلان شي، خو يو به هم د ټولو کارول شويو رايو تر ۵۰ زياته سلنه خپله نه کړي، او تر پنځوس سلنه به يې رايې کمي وي.

انتخابات به دوېیم پړاو ته ځي، سر له اوسه د دوېيم پړاو له پاره د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ښاغلي قيوم کرزي ترمنځ پر معامله خبرې رواني دي.

زما په اند، په لومړي دوره کې به ډاکټر اشرف غنی احمدزی او قيوم کرزی ډیر کوشش وکړي چې هر يو دبل څخه ډیرې رايې خپلې کړي تر څو په دوېيم پړاو کې معامله دهغه په ګټه تمامه شي، پر دي معنی که په لوی توپیر سره په دوی دواړو کې هر يوه ډيرې رايې خپلې کړي، ممکن د کمو رايو وړونکی يې په ګټه تير شي او په دوېیم پړاو کې به يو له دي دواړو څخه د ډاکټر عبدالله عبدالله مقابله کوي.

زه په هیڅ صورت د هيواد اوسنيو شرایطو ته په کتلو سره پر انتخاباتو عقيده نه لرم، او نه يې هم دافغانستان د ستونزي حل لاره ګڼم، يواځي ددی له پاره مې دغه څو کرښې وليکلي چې د متفکرانو  د متفکر ابتکار او سياسي ځیرکتیا، او پر اوسنیو واک غوښتونکو يې بريا او دهغوی څخه وخت  په وخت   د ګټې پورته کولو ، او د ځان په ګټه کارولو باندي رڼا ولويږي.