اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

محبتگاه عشق

رسول پویان زلف چین چین دام صید وتیغ ابرو قاتل است در…

افغانستان و «حاشیه نشینی ژئوپلیتیکی» در نظام بین الملل

نویسنده: مهرالدین مشید از اسیب پذیری ژئوپلیتیک تا نبود مشروعیت؛ «پاشنۀ…

در برابر جنایات ضد انسانی حلقه انسانیت ستیز طالبانیزم باید…

بصیر دهزاد  در هفته های اخیر افغانستان شاهد تشدید ارتکاب یک سلسله جرایم و…

از شمس النهار  و تجدد 

تا : نشريه «شريعت  » و تعصب کور ملا کراسی طالبانی  مصداق حال ما کلام شاعر…

 کاسیرر؛ فلسفه یعنی تئوری شناخت

آرام بختیاری تئوری شناخت جناب کاسیرر؛ متافیزیکی و لیبرالی است.   ارنست کاسیرر(1945-1874.م)،…

هجرت و تمدن؛ از زایش تمدن‌ها تا زایش بحران‌ ها

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دوگانه هجرت؛ دیروز امید، امروز اضطراب هجرت به‌عنوان…

طالبان؛ اسطوره شکست ناپذیر با پاشنه اشیل

نویسنده: مهرالدین مشید توهم اقتدار پایدار؛ از فروپاشی امپراتوری‌ها تا شکست طالبان ظهور…

قربانی یاری شو!

امین الله مفکر امینی    2026-02-05! قربانی یاری شو که قربانــــت شـــــــــود     بوقتی سختی…

سلطنت مطلقه ؛ آنارشی جنگل گرگ ها

Hobbes , Thomas (1588-1679) آرام بختیاری هابس؛ فیلسوف سیاسی سلطنت مطلقه.  توماس هابس(1679-1588.م)،…

پایان یا بازتولید قدرت؛ طالبان در آستانه یک چرخش سرنوشت‌…

نویسنده: مهرالدین مشید حاکمیت طالبان و سناریو های آینده؛ تغییر از…

تکنولوژی یا تخیل؟ هارپ در میان واقعیت و توطئه 

از یوتیوب تا توهم خدایی: کالبدشکافی یک روایت خطرناک سلیمان کبیر…

بگذریـــد!

امین الله مفکر امینی          2026-27-04! بـگذرید زحرف وسخن های ممــلو ا زریـــــــــا نـــــدارد…

شب سیاه

رسول پویان شب سیاهی گریخته ماهی، شکـسته چنگی گـرفته نایی سحـر نیامد…

همدیگر ناپذیری

نفاق ، همدیگر ناپذیری ، بلند پروازی ، امتیاز طلبی…

مدافعان خط دیورند؛ واقع گرایان ژیوپلیتیک یا متهمان به همسویی…

نویسنده: مهرالدین مشید موافقان دیورند؛ بازیگران واقع گرا در برابر ستون…

‬‬نه به جنگ و نابرابری، آری به همبسته‌گی جهانی کارگران‬‬‬‬

 ‬‬‬‬اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به‌مناسبت اول ماه می، روز…

توهم برتری و بازی قدرت

«جستاری در خودبزرگ‌ بینی و بازی‌های پنهان برتری» تهیه و تدوین…

بالیستیک چی‌ست؟

چرا این واژه‌ی صفت را به جای نام اصلی کار…

«
»

د تړون په وړاندې د کرزي نا اعلان شوی جهاد

    

امریکا او روسته له ناټو سره د امنیتي تړونو د لاسلیک په اړه د ولسمشر کرزي دریځ، په ننۍ نړۍ کې د هیوادو ترمنځ د دودیزه اړیکو، د هیوادومتقابلو ګټو او غوښتنو ته د پام او د سیاسي منل شویو ارونو پرځای یوه وچ، سرتمبه او ایډیولوژیک چلند ته پاتیږي چې اکثرا داسې دریځ د شاړو شډلو جګړه مارو، نه غوږ ایښودونکو سخت دریځو او متحجرو مذهبي توندلارو څخه تمه کېدای شي او د هغو له شان سره وړ او مناسب ښکاري، نه د ملت په رایو د ټاکل شوي او منتخب  ولسمشر څخه!

د امنیتي تړون په وړاندې کوم دریځ چې نن سبا ولسمشر کرزي نیولی، داسې چلند د یوه ساده ګړي او معمولي سیاستوال سره نه ښايي، څه رسیږي دې ته چې څوک دې د افغانستان پشان د یوه داسې هیواد ولسمشر وي چې ټوله نړۍ هلته فعال شتون لري او د نننۍ نړۍ د سترو سیاستونو او لوبو مرکز وي.

ولسمشر کرزی، حقیقت کې پخپل داسې سرتمبه دریځ سره ، ځان د یوه داسې ولسمشر پتوګه ښکاره کوي چې په اوسنۍ تاریخي شېبه کې د افغانانانو مهمو ملي ګټو، د ملت د اکثریت ارادې او غوښتنو ته شا اړوي او د ولسمشرۍ تر چپن لاندې ځان، افغان ملت او نړیوالو ته د جهادي مافیايي کړۍ مرکچي، د مذهبي سخت دریځو او ځانمرګي بریدګرو مدافع وکیل، راپيژني!

هغوی چې په یوه یا بله بڼه د پاکستان او ایران په مذهبي ایډیولوژیک ښوونځيو کې روزل شوي او یا د ای ایس ای د یوه وړوکي ساتنمن په دروازه کې په اونیو سرګردان او منتظر پاتې شوي او یا يي د سیاست په نوم یوڅه له دغو مرکزونو پيل کړي، ورته ګرانه ده، په وخت سره خپلې او د نورو متقابلې ګټې وپيژني، له نرمښت او سیاسي لارو چارو کارواخلي او د کړکیچ ، تن په تن جګړې او سرجنګۍ پرځای خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي. د دوی په اړه دا متل، که سل خویونه يي نور وي، یو به هم پکې د مور وي! ریښتیا ګڼل کیږي.

بيځایه نه ده چې کرزی وايی، که د امریکا او پاکستان جنګ شي، کرزی به د امریکا په وړاندې د پاکستان په اړخ کې ودریږي!

دا خبره چې کرزی کوي، د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي او امریکا باید دا ځالې په پاکستان کې په نښه کړي. نو که امریکا اوس ددې ځالو او یا په بل هر لامل، پر پاکستان حمله وکړي، نو کرزی به له ترهګرو سره یوځای د امریکا په وړاندې د پاکستان په څنګ کې دریږي، نو په داسې اوتو بوتو سره امریکا د کرزي په کومه خبره باور کولای شي او له کرزي سره باید کوم ډول چلند وشي!

د جګړي په کورني ډګر کې هم د ایساف او امریکایانو په وړاندې د طالب په نوم د ترهګرو په نا ویلي ملاتړ، کرزی خپل مخالفت له چا نه پټوي!

د کورونو او بانډو په نوم د ایساف او امریکایانو په تالاشۍ او یا هوايي او ځمکني برید کې، د ولسي وګړو هیڅ مرګ ژوبله د طالب او ځانمرګو له ټکولو پرته، نه ده ترسره شوې. که طالب او ځانمرګی د کرزی په غوښتنه د افغانستان په کلیو او بانډو کې ونه ټکول شی او امریکا هم د کرزی له دې ګواښ سره چې پر پاکستان د یرغل په مهال د پنجاب په ملاتړ دریږی، په هوايي بریدونو او یا نورو وسایلو سره هلته ترهګر ونه ځپي، نو ترهګر به څنګه له سیمې جارو شي!

تازه راپور کې هم چې د امنیتي تړون د لاسلیک په وړاندې يي ولسمشرکرزی د حضرت عثمان کمیس پتوګه کاروي ویل کیږي : د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په واغرز سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې چې افغان امنیتي ځواکونه هم ورسره وو، « ټولټال ۱۲ کسان وژل شوي چې نیمايي یې ولسي وګړي او نیمايي یې وسلوال طالبان دي. د وژل شويو په ډله کې د وسلوالو مخالفانو د درنو وسلو مسوول او د طالبانو د ولسوال مرستیال هم شامل وو. BBC »

د تیرې جمعې په ورځ د کابلښار په لبناني رسټورانټ کې د طالبانو په برید کې ۲۱ تنه ملکي وګړي ووژل شول چې طالبانو يي پړه پر غاړه واخیسته. ددې او د پروان ولایت د ۱۲ تنو د وژنې د پېښې په اړه په یوه راپور کې لولو« د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د ولسمشر کرزي په مشري د ملي امنیت په شورا کې د جمعې د ورځې برید او د پروان ولایت د ایتلافي ځواکونو برید چې په لړ کې یې ۱۲ کسه ملکي افغانان ووژل شول، وغندل شو. له ارګ څخه په خپرې شوې بیانیې کې دولسمشر کرزي څخه نقل قول شوی چې افغانان هره ورځ د ترهګرۍ پرضد د جګړې قربانیان دي او هم د ترهګرو د بریدونو قربانیان دي»

دلته د ولسمشر په دې څرګندونه کې چې وايي: افغانان هره ورځ د ترهګرۍ پرضد د جګړې قربانیان دي او هم د ترهګرو د بریدونو قربانیان دي، څه مفهوم افاده کوي؟

که د ترهګرو پر ضد د هیواد ولسمشر شکمن او څپڅپاند دریځ ولري او يايي مدافع وکیل وي، داسې دریځ ټولنه کومې لورې ته بیايي؟

د نورو لاملونو ترڅنګ ، تر ټولو لومړی د ولسمشر حامد کرزی، شکمن او څپڅپاند دریځ دی چې په تېرو ۱۲ کلونو کې افغانان د ترهګرو په ځپانده هڅو کې پاتې راغلي او هیواد د سولې او امنیت پرځای، بیا هم د جګړې او ناارامۍ په لور راهی دی!

دا د امنیتي تړون لاسلیک نه دی چې د کرزي په وینا هیواد ملک الطوایفۍ ته بیايي، بلکې د کرزي لخوا د تړون د لاسلیک ځند او یا نه لاسلیک دی چې افغانستان کورنۍ جګړې او د پاشلو ګړنګ ته ټېل وهي!

کرزی اوس امریکا سره د امنیتي تړون او لویدیځ سره په ټوله کې د اړیکو د رغولو او ټینګولو په اړه له همدغه دریځ څخه، ګټه اخلي. ددې تړون په اړه د افغان ولس پرځای چې رایه يي په مشورتي لویه جرګه کې څرګنده شوه او د تړون په ژر لاسلیک يي سلا وکړه، کرزي نن طالبان، اسلامي ګوند او په جمعیت او نظارشورا کې توندلارې او پردیپالې کړۍ د مشورو زیرمې ګڼي !

د افغانانو پرځای ولسمشر کرزی د ایران مشورو ته غوږ نیسي او ښايي له پنجابي سرخیلانو هم د سالمې مشورې تمه ولري.

که کرزی د ځان په اړه  د پردیو تېریستونکې اوغولونکې ګونګوسي، لکه د سپوږمۍ راډیو په وینا« د ملي مسايلو په تړاو د ولسمشر کرزي وروستيو دريځونو د عامو افغانانو ترمنځ د هغه محبوبيت  ډېر کړی او د پرېکړو ملاتړي يې په ډېرېدو دي. فارن پاليسي وايي چې ولسمشر کرزي په تلو تلو کې د افغانانو لپاره د امريکا په جورج واشنګټن او د هند پر مهاتما ګاندي د بدلېدو په حال کې دی.» اوري او باور پرې کوي، لیری نه ده چې په داسې تېریستونکو ډنډورو به ځان سره یوځای افغانان هم د ورکاوي په لویدال کې ورټېل وهي!

کرزی او مافیايي ټیم يي د امنیتي تړون د نه لاسلیک  او بلخوا د خپل ۱۲ کلن ناکام او بدنام سیاست  د پټولو او د ځانونو د تبريي لپاره، د امریکا د پخواني دفاع وزیر، ښاغلي رابرټ ګیتس د « دندې » په نوم خپورشوی کتاب هم لاس په لاس ګرځوي. دا کتاب چې پوره سیاسي بڼه لري او ددوه امریکايي ګوندونو، جمهوریت غوښتونکو او دیموکراتانو خپلمنځي شخړو ته بېل شوی، نن د دوی لپاره د یوه مبارک کتاب حیثیت خپلوي او غواړي د هغه په سیوري کې خپلې ټولې ناغیړۍ او بدۍ په لویدیځوالو ور وتپي او ځانونه، افغانانو او نړیوالو ته سپین چرګان وځلوي !

همداراز د فهیم ــ کرزي ټيم د ښاغلي ګیتس کتاب د یوه لاسوند په توګه، د ځان د سپیناوۍ او په راتلونکو ټاکنو کې د بري لپاره ښکته پورته کوي. خو افغانان باید نور ددغه ټیم په مکاریو تېرنه وځي.

کرزی او ټیم يي ښايي په دې هڅه کې هم وي چې که له واکه غورځيږي، د تېرې لسیزې لاسته راوړنې، یو په بل پسې په پاتې درې میاشتو کې له منځه یوسي!

ښايی یو شمېر افغانان په دې اند وي چې د امنیتي تړون په نه لاسلیک سره به کرزی یو مهم راز له ځانه سره ولري چې هغه دا مهم راز یا د امریکایانو له ډاره افغانانو ته نه شي ښکاره کولای او یايي د مشورتي لويي جرګې په ګډون اوس د ویلو وخت نه دی رسیدلی او افغانان به يي روسته په ګټه وپوهیږي.

 کارمل هم له واکمنۍ څخه د لیرې کېدو په مهال ویلي وو«  دیګ که به ما نه جوشد، در ان ګو بجوشد!»

د کرزي روستۍ کړچارې هم کارمل ته ورته پاتیږي!

امنیتي تړون سره په نیولي چلند، ولسمشر کرزی ځان د یوه سیاستوال پرځای، د یوه ایډیولوژیک او سخت دریځي شخصیت په توګه، افغانانو او نړیوالو ته راپيژني!

ولسمشر کرزی په ولسي جرګه کې د پروان د وکیل عبدالستار خواصي سره یوازې دومره توپير لري چې هغه د امریکایانو او لویدیځوالو په وړاندې ښکاره جهاد اعلانوي خو کرزی دا هر څه په پټه خوله او تر چپن لاندې، ترسره کوي!

د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۳ مه

سرلوڅ مرادزی