جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

«
»

د افغانستان خلک عملا ګروګان نیول شوي دی

لیکونکۍ : پوهندوی دکتور طاوس وردک لندن د جون پنځمه ۲۰۱۴ کال

قدرمنو هیواد والو ۲۱ کاله کیژی چې د افغانستان خلک ګروګان نیول شوي دی
او دغه ګروګان ګیري ّهغه وخت شدت وموند کله چې طالبان د امریکا په (ب۵۲
او اف ۱۶ او اف ۳۵ ) طیارو په ذریعه د پنجشیر د رهبرانو یعنی د جمیعت د
حزب په مرسته په ډله ایزه توګه ماسیکر شول او بیا سیاسی قدرت په عوض ددې
چې بیطرف یا ملایمو او پاکو خلکو ته په لاس کې ورکړل شوۍ وۍ بیرته ېې د
بن په کنفرانس کې داسې شوکمارانو – داړه مارانو – قاتلینو – غاصبینو –
غلو او نفاق اچونکو خاصتا د (پاکستان او ایران ) افغانی ګوډاګیانو ته ور
تسلیم کړو او تر نن ورځي پورې چې ( انتحاری- بم ګذاری – د افسرانو ،
سربازانو جمعی وژنه – د تجارو د مالونو نه ساتنه – قیمتی – علنی وسله وال
تجاوز په هلمند او کنړ کې او په ارغندې کې د ۶۰۰ تانکرو سوزیدل – د خلکو
بیکاری – لوږه – د پاکستان له خوانه په افغانی میوو لوړه ګمرکی مالیه – د
ځوان نسل بې سرنوشتی – د ښځو سره د خشونت زیاتوالۍ – درشوت عامول – ددولت
دمامورینو ښکیل کیدل په اداری فساد کې – او ډیرې نورې ناخوالې او اجتماعی
مرضونه چې زموږ په خلکو تحمیل کیژی او زموږ عام خلک ېې عملا ګروګان نیولي
دی ، مستقیما په دغو لاندې ګرو ګان ګیریو کې لاندې داخلي ، او خارجي کړۍ
– اشخاص او جهادی قوماندانان شریک دی ::

۱ – حامد کرزۍ د ګروګانانو مشر ::

یو بیکاره ، بې ارادې ، فاسد، خود خواه ، مصلحت پسنده ، بیدون له تریخي
او بې دسیپلینه ریس جمهور پورې مستقیما ارتباط لري ، کرزۍ به وايي زه بې
صلاحیته وم ، ټول واک د امریکا یانو سره وو ، دده په خوله قبول ، خو یوشۍ
خو تا کولای شول او ما په وار وار په مضامینو او مقالو کې درته لیکلې وو
چې ویدیو يی کامره واخله او ښځې ته ېې د ووایه چې ستا خبری دیوه سره ثبت
کړی او د افغانستان خلک ورباندې خبر کړه او بیا خپله استعفی اعلان کړه (
ووایه چې مارشال فهیم وهلم – خلیلی وهلم او شکنځل ېې په وار وار راته کړي
وو ) او د مجبوریته او چاپلوسي په خاطر می مارشالی ورکړه او امریکا هر څه
را باندې ډیکته کول ، خو تا یو کار هم ونه کړو ، بیسیواده ، غیر مسلکی –
قاتلین –رشوت خواره ، چپاولګران – تفرقه اچونکي – د پاکستان او ایران
هیوادو نوکر او مزدور ( وزیران – معینان – ریسان – والیان او ولسوالان او
په وزارت دفاع – داخله او امنیت ملي کې د داسې قوماندانان او جنرالان
مقررکړل چې تر اوسه د (پاکستان – ایران – طالبانو – حکمتیار او حقانی سره
اړیکې لري ) او علت د ورځنیو تلفاتو هم په امنیت ملی او داخله او دفاع
وزارتو کې د وطن پرستو کدرو نشته والۍ دی ، زه په زرهاوو پیژنم چې د تا د
حمایته یا د تنظیمو درهبرانو له حمایته برخوردار دی او تا مقرر کړي دی ،
دهر یوه په سرمایه دارکیدو او رشوت او غلا وو خبر وې دهر یوه په بیکفایتۍ
پوهیدی نو ولې د یو هم محاکمه نه کړو ، دلیل ېې دا وو چې ته ېې سر غنه او
مشر وې .

۲ – په جمیعت اسلامی ګوند پورې مربوط (( د پنجشیر مافیایی کسان ( مارشال
فهیم – یونس قانونی – عبدالله عبدالله – بسم الله محمدی – د ربانی زوی –
ریګستانی ) او ډیر نور )) دغو ډلې د اوله تر ننه پورې په افغان اولس خپله
ناولې اراده تحمیل کړې ده ، او نن هم په زور غواړې د ګروګان افغانانو په
بدل کې ( د ریاست جمهوری مقام یا په ملیونو ډالرې تر لاسه کړي او تاسې هر
یو په جریان کې یاست ) .

۳ – د تنظیمو د رهبرانو حرص – خود خواهي – ددوی نوکریدل (پاکستان او
ایران ) ته او په وسله وال پوځ کې ددوی نفوذ د خلکو د ګروګان کیدو لامل
شوۍ دۍ ، تاسې د محقق – خان محمد – عطامحمد نور – فضل الرحمان اوریا –
ریګستانی – اخطارونه واورۍ چې ددې اخطارو په بدل کې چې خلک ېې ګروګان
نیولي څه خواهشات لري ، ایا ددوی سابقه – ددوی تاریخ – ددوی کړه وړه –
ددوی تحصیلات – ددوی پاکې په دې ارزي چې خلک ګروګان ونیسي ؟؟؟

۴ –  حکمتیار – طالبان – حقانی ( ددوی یو تعداد کسان د کرزي په حکومت کې
وزیران – والیان – معینان – ریسان او لوی جنرالان دی چې همیشه ددغو
حلقاتو سره تلفونی – بیسیمی – انتر نیتی یا اطلاعاتی اړیکی لری او یوه
اساسی برخه د وسله وال پوځ د تلفاتو هم ددوی ارتباطات زموږ له تاریخی
دشمنانو سره ددوی له خوانه عملی کیژي جناب فروفیسور اشرف غنی باید یوه
عمیقه تصفیه په وسله وال پوځ کېمخصوصا په امنیت ملي او سرحدی قوماندانانو
کې  را منځ ته کړي تر څو امنیتی وضعه ښه شي  .

۵ – دغه حلقات چې تر څلورمی مادې پورې تاسې ولوستل او بیا د افغانستان
عام خلک د غربی هیوادو په راس کې د امریکایانو ګروګان دی ، ځکه امریکا
اول د لوی ملی وسله وال پوځ وسله او محاربوی تخنیک له منځه یوړو ، چې
بیرته ېې امریکا ورته ورکا شرایط ېې معلوم نه دي چې په نقدو دی که په قرض
او که مفت دی نو د مفت په ځای دوی کوم شیان مفت زموږ نه غلاکوی او وړي
ېې،بیاېې زموږ ملی کدرونه د کمونستانو تر نامه لاندې (ډی ډی آر ) کړل ،
دا د پاکستان او ایران یو تاریخی ارمان وو ، مخصوصا په امنیت ملي کې چې د
مارشال فهیم نه بیا تر امرالله صالح او بیا تر نبیل او اسدالله خالده دوی
زموږ وطن پرست داستخباراتو تحصیل یافته کدرونه په کورو کینول او نن چې هر
څه په خلکو کیژېي علت ېې د ( پاکستان او ایران ) مزدور افغان استخبارت دی
چې په امنیت ملي کې شتون لری ، که زموږ افغانان د امریکا او غرب له خوانه
ګروګان نه وۍ نو ولې نن دوی د انتخاباتو په پروسه کې تحریکاتو او خیانتو
ته ملا تړلې ده او غواړې بیا زموږ د ګروګانو خلکو په بدل کې چې فروفیسور
اشرف غنی ته ېې رایی ورکړي او اکثریت راېې  هم اشرف غنی ګټلې دی او تاسې
په اول کی واوریدل چې غرب خاصتا اورپايی اتحادېې اعلان وکړو چې د
افغانستان ددوهم دور انتخابات ډیر صحیح او بې تقلبه وو ، او نن بیا غواړې
د اشرف غنی د پلویانو په بدل کې چې دوی ګروګان نیولي دی ، ډبل عبدالله ته
څه امتیازات غواړې ، زه فکر کوم چې فروفیسور اشرف غنی په دغو مضمون کې
شکیل کړیو او کسانو ته نوره اجازه ور نه کړي چې د ده نه د ګروګانو
افغانانو په بدل کی امتیازات ورکړي او ددوی غوشتنو ته تسلیم شي موږ باید
دیوه مستقل هیواد په حیث چې دوه مستقل کمیسیونونه د انتخاباتو لرو نور
هغو ته چې زموږ خلک ېې ګروګان نیولي یوه لحظه سازش ونه کړو او هیڅ امتیاز
هم ور نه کړو ،او په ۱۶ مه د سرطان لومړني نتایج اعلان کړي، امید واره یم
محترم فروفیسور اشرف غنی د پورتنیو نواقصو او کدرونو په انتخاب او خاصتا
د وسله وال پوځ مخصوصا ( امنیت ملی او سرحدی قوماندانانو ته ) خاصه
پاملرنه وکړي .