مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

«
»

د استاذ محق نوی کتاب مخکتنې غونډه ته یوه لنډه کتنه!

د نومیالی دینی عالم او پیاوړی لیکوال استاذ محق د نوي کتاب ٫٫والیل اذ عسعس … نوزایی، افراط گرایی و تنگناها٬٬ د مخکتنې غونډه چې د ښاغلی ډاکټر صیب محب الله زغم په مهربانه او متینه غږ کوربتوب کیده پکې د هیواد نامتو لیکوالانو، د پوهنتون استاذانو، زدکړیالانو، د حکومت لوړپوړو چارواکو، شاعرانو، ادیبانو، دقلم خاوندانو، ډاکټرصیبانو، او … حضور درلود.

غونډه چې د کمال سادات (د ځوانانو د چارو معین) په وینا پیل شوه، هغه لنډه وینا وکړه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دندو او مسولیتونو په اړه یې خبرې وکړي او دا یې د یاد وزارت دنده وباله چې د ریښتنو لیکوالانو د کتابونو د مخکتنې او کره کتنې د غونډو چارې سمبال کړي. هغه زیاته کړه: مونږه سره همکار شئ او مونږ ته خپلې ریښتنی څیرې چې د ټولنې په تنویر او روښنایي کې یې رغانده رول درلودلی دی وښئ تر څو د هغوي ولسي او ملي هڅې د قدر په سترګه وکتل شي.

د غونډې دویم ویناوال د معاصرې پښتو ادبی دورې یو ځلانده او نامتو لیکوال، نقاد او د جمهوری ریاست د کلتوری چارو سلاکار وزیر استاذ اسدالله غضنفر و. د استاذ خبرې لکه د تل په شان د ملغلرو ډکې وي او دده له خبرو تل د ژورې فلسفې بوی او خوند راځي، استاذ یو مخکښ افغان فیلسوف دی چې خبرې یې د یونان، اروپا او بیا تر اریانا او ننې افغانستان له تاریخی منظره پیلیږي او دهغو مخینو ته په کتنی سره مسایلو ته ژور نظر کوي او د ابهام غوټې یې پرانیزي. استاذ د بحث غوټه د یونان د فیلسوفانو او نامتو مشاهرو او د هغوي د فکري مبارزو پیل کړه او ویې ویل چې هغوي هر یو سقراط، ارسطو او … په خپل وخت د دودیزو او صلیقوي ذهنیتونو او حاکمو نامطلبو بهیرونو په مقابل کې فکري پاڅونونه پيل کړل او په نتیجه کې يې د ځینو ژوند ته د پای ټکی کیښودل شو او ځینو د هجرت لاره غوره کړه؛ خو له فکري مبارزې لاس په سر نه شول او لا یې ګړندۍ کړه. د یونان فلاسفو خپل ښونځي د راتلونکو نسلونو لپاره بنسټ ایښونه وکړه او د وخت او شرایطو مطابق ځواب یې د وخت موجوده ستونزو او پوښتونو ته ورکړ او د دوي انقلابی خوځښتیزو هڅو مثبتې او معقولې اغیزې درلودې. استاذ د هسپانیه اسلامی تمدن ته اشاره وکړه او ویې ویل: مونږ د هسپانی په اسلامی تمدن ویاړ کوو او اوس هم پري ویاړو؛ خو هغه تمدن د اخلاقی ماهیت له کبله هم خپلې ستونزې او تشې لرلی چې سترګې تر نه شو پټولی او اخلاقی انحطاط او زوال یې په تدریج تجربه کاوه. استاذ دا هم وویل چې: اسلامی تمدنونه د تاریخ په اوږدو کې اخلاقی او عقلانی زوال او انحطاط تجربه کړي او دا هغه عناصر دې چې اوس هم د نن ورځې د اسلامی نړۍ ولسونه یې د یو نامالوم او مبهم برخه لیک سره مخ کړي.

استاذ د اخلاقي زوال په اړه وړاندې وویل: اخلاقی زوال ښائي په فردی او یا هم په ټولنیز ډول ښکاری شي چې په هر حالت کې کواي شي د یو تمدن اخلاقی بنیاد جرړې وباسي.

استاذ په خپله وینا کې د لیکوال او د هغه د ارزښمنده اثر په اړه وویل: چې هر لیکوال یو کتاب لیکی او نور کتابونه او لیکنې یې هغه فکري خط تعقبوي؛ نو دې ټکی ته په کتنې سره  د ښاغلی استاذ محق دا کتاب د هغه یوه اصلي هسته ده چې د ده د فکري منظومو مسیر نور هم غښتلی کوي. استاذ د استاذ محق کتابونه ټول اصیل وبلل او استاذ محق یې یو اصیل لیکوال وباله او ويې ویل چې اصیل لیکوال ځکه ورته وایم چې لاندې ځانګړنې لري:

  1. اصیل مفکر د روجی او روسومي تفکر سره په ټکر کې وي. چې ښاغلی استاذ محق په اوسنی عصر کې د رایجه فکر سره همغږی نه ده، البته د بیلګې په توګه هغه مفکوره چې نن د انسان وژنې او هر راز غیر انساني کړنې او چلند ته دینی اړخ ورکول کیږي او پر دینی موازینو برابر ګڼل کیږي او داسی نور ….
  2. اصیل مفکر په لیکنه کې یو منظم فکری خط لری چې ورته فکری منظومه ویلی شو نو د ښاغلی استاذ محق په لیکنو او کتابونو کې یو منظم فکری سیستم شته چې پر ځانګړو ارونو او مسایلو څرخي.
  3. هر اصیل لیکوال او اصیل کتاب خپلې ټولنې ته یو څرګند پیغام لری. دا کتاب هم له ټولنې ګیله کوي، ټولنې ته وایې: چې مسولیت احساس کړي او نه باید د خپل بام واورې په بل چا پاکې نه کړي او وقایوي تدابیر چې په کتاب کې هم ذکر شوي باید پلی شي. دا کتاب هم یو خورا څرګند پیغام لری: د اوسنی وخت ستونزې په ګوته کوي، لاملونه یې برسیره کوي او د حل لارو په اړه رڼا اچوي. کتاب د اوسنی وخت فکري او سیاسي وضعیت ته په کتنی سره خپلې خبرې لری.
  4. اصیل مفکر د نور لیکوالانو د نظر او خبرو تر څنګ خپلې خبرې لری. دا کتاب هم تر ډيره بریده د استاذ محق له خپلو خبرو جوړ دی او استاذ خپلو اخیستنو، تجربو او عملی څړنو ته په کتنې سره خپل فکرې احساس بیانوي او د یو نوی فکري بهیر فلسفه او بنیاد کږدي چې په پلی کیدو او تعقبیدو یې ځوان کهول کواي شي له تتې تیاره ووځی او سپين صبا او روڼ سهار د واقعیت او حقیقت په سترګو وویني.

په پای کې استاذ غضنفر صیب خپلې خبرې داسی راونغښتي: ویل کیږي چې هر کتاب په لوستو ارزی. خو زه وایم چې هر کتاب نه بلکی ځینی کتابونه په بیا بیا لوستو ارزی او دا کتاب هم د هغو کتابونو له ډلې څخه دی چې په بیا بیا لوستو ارزی.

د غونډې دریم ویناوال عبدالکبیر صالحی و. ښاغلی صالحی د یو لوړ قضاوت او هسک فکري انداز خاوند و. صالحی صیب د اسلام ریښتنی او حقیقی فکري بهیر په وړاندې شته خنډونه په ګوته کړل او په اړه یې وویل:

  1. هر هغه څوک چې دلته یعنی افغانستان کې وغواړي د اسلام واقعی تصویر خلکو ته وړاندې کړی او د اسلام د سپیڅلی دین ریښتنی ماهیت او اصالت خلکو ته بیان شي نو په هغه د تکفیر ټاپه لګول کیږي او دا چې د تکفیر ټاپه ووهل شوه نور نو د مبارزې او د اسلامی فکر روڼتیا د مبارزې دروازه بندیږي.
  2. یوه بله شته ستونزه چې صالحی صیب ورته اشاره وکړه هغه د یو منظم او منسجم ډلیز اسلامی فکری بهیر شتون و چې له بده مرغه په ډلییزه توګه یې دومره ساری نشته که څه هم په انفرادی توګه یې بیلګې او عملی کارونه شته چې د خورا مدحې او ستاینې وړ دې لکه د استاذ محق فکری بهیر، لیکنې او فعالیتونه.

د غونډې وروستی ویناوال د کتاب لیکوال و چې لومړي یې د کتاب په ا ړه مختصرې خبرې وکړي او بیا یې د ګډونوالو پوښتونو ته ځوابونه ورکړل.

د کتاب په اړه:

استاذ محق کتاب په شکایت پیلوي، هغه له اسلامی ملتونو نه ګیله کوي او وایې دا برخه لیک چې اوسنۍ ملسمانې ټولنې یې تمرینوي یوازی په بهرنی عواملو نه څرخي بلکی تر هغو زیاتې دنني یا داخلی عوامل او عناصر لری چې خورا مضر او منفی واقع شوي دی، نامطلوب او نامالوم سرنوشت یې مونږ ته را په برخه کړي. استاذ په دې باور دې چې دومره کفار نه شي کولای اسلام ته په سل کلو کې هم ضرر ورسوي لکه څنګه چې یو ناخلافه او ناپوه مسلمان د اسلام په سپیڅلې او مقدسه لمن تور داغ کږدی او داسلام واقعی او حقیقی هویت ته زیان رسوي.  د سریزې په یوه څنډه کې استاذ محق د اسلامي هیوادونو یا په بل عبارات د اسلامي ټولنو حالت له شپې سره ورته ګني او وايې هرې خواته تته تیاره خپره ده او د مسلمانانو زړونه یې تور کړي دې. د دې تیارو څخه وتل خورا لوړه حوصله غواړی چې د مبارزې به بهیر کې باید رعایت شي او دا قافله تر منزله رسول یا هم د واقعی او ریښتنی اسلام واقعی تصویر خلکو ته ښودل او ریښتني ارشادات پلی کول تر ډیره بریده دا اغزنه لاره یو څه له ځنډ سره مخ کوي او په دې لار کې د چلنجونو په مقابل کې باید مقاومت وشي تر څو د ظلمت او ناپوهۍ دراوزه بنده شي. استاذ وایې: مونږ لا هم تر اوسه په شپه کې یو او دا شپه زمونږ د کړنو او پریکړو پایله ده. استاذ د اوس مهال اوږده چوپتیا او د تیارې نه ډک حالت د نورو عواملو تر څنګ د دوو عاملو حضور ته اشاره کوي چې یو یې د تاریخ په اوږدو کې کلتوری انسداد او بل یې د تاریخ په اوږدو کې سیاسي استبداد دی. کتاب په ټوله کې پر دې څرخې چې څنګه د نوی والی حرکت او بهیر منځ ته  راغی، کومه اخیستنه تر وشوه او کوم عوامل یې د جوړښت کیدو او بهیر کیدو سب شول، او بل د تندلاریتوب نه ډک برداشت له اسلام څخه دی چې دا د اسلامی نوی والی بهیر په وړاندې یې خنډونه پیدا کړل. هغه په خپله سریزه کې دا هم په ډاګه کړي چې: نه غواوړ د دا سې یوې ډلې اوسو چې په هیرو کې ګیر پاتې وي البته هغه هیرې چې خپل ماهیت او حرارت یې له لاسه ورکړي وي او مونږ پکې د داسې یو ګوهر او جوهر پلټنه کوو چې قطعا موندني یې کړونی نه وي او یا هم اصلا وي نه. او که چیری داسی یو څوک یا هم ډله پیدا شي چې مونږ دې واقعیت ته ځير کړي او یا هم زمونږ سترګې د یوه مسلم واقعیت په لوری پرانیزی نو مونږ طبعا چې پري ټاپه لګوو، یا هم له هغه کرکه کوو او یا هم د دښمنۍ ملا ورسره تړو. هغه په خپله سریزه کې دا هم ویلي چې باید دینی فکر و څیړل شی او پری پوره غور وشي تر څو هغه څه چې داسلام له دین سره قطعا ګډه وجه نه لری او مردود ګڼل کیږی د ځینو لخوا ورته اسلامی صبغه ورکول کیږي او هغه له اسلامی قلمرو بلل کیږي. هغه دا هم ویلی چې له پیغمبرانو نه راهیسی دا دنده د هوښیارو او بیدارو عالمانو ده چې دین له خرافاتو جلا کړي او ریښتنی دین د خدای تعالی مخلوق ته بیان او توضیح کړي.

لیکوال: خلیل الله توحیدیار ساپي