زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

د ارګ لیونۍ مینه او سوله

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

حفیظ الله آمین له ټولې هوښیاري سره سره د ارګ نشې دومره لیونی کړ چې د خپل استاد ترکي پر خوله یې په همهغه ارګ کې بالښت ورکيښود. خو ډیر ژر د خلقیانو او روسانو په ګډو عملیاتو کې آمین هم قتل شو.

ببرک  کارمل له واکه تر لیرې کیدو یوه میاشت مخکې، ګورباچوف ماسکو ته وغوښت، د کي جي بي مشر ویکټور میخیلوویچ شیبرکوف ورته وویل چې تاسي ښاغلی ولسمشر استعفی وکړئ، ببرک کارمل ورته وویل چې کله کابل ته ولاړم دا کار به وکړم.

کابل ته د کارمل له راګرځيدو سره سم، پېغلو او ځوانانو لاریونونه پېل کړل، چې شورویان د افغانستان کورنیو چارو کې مداخله کوي.

مګر دا اوه کلونه چې ببرک کارمل د شورویانو په زور په ارګ کې ناست و، کله هم پرچم ډلې پر ځان بده نه وه منلي چې سرولښکرو زموږ ګران هیواد اشغال کړی.

ببرک کارمل نه غوښتل چې استعفی وکړي، بالاخره د شورویانو په مشوره د هغه وخت د امنیتي سکټور مشران “د مرکزي کمیټې منشي صالح محمد زیری، د امنیت وزیر یعقوبي، د دفاع وزیر نظرمحمد او د کورنیو چار وزیر ګلابزوی”  ارګ ته ورغلل، له کارمل څخه یې د استعفی غوښتنه وکړه، یوه ورځ وروسته مجبوراً کارمل  استعفی وکړه، او د سیاسي بیرو غونډه  کې په همهغه ورځ ډاکټر نجیب عمومي منشي او د حکومت رئیس وټاکل شو.

ډاکټر نجیب الله چې کله پوه شو چې روسان له افغانستان څخه ووځي او له جمعیت اسلامي سره یې پټه معامله روانه کړي، هغه هم په روسانو پسې رد بد پېل کړل. له وخت مخکې یې استعفی ورکړه، چې د خپل نږدې او باوري پوځې مشر عبدالرشید دوستم په جال کې ولوید، او بالاخره د پرچم او جمعیت ډلې ګډ دریځ، د طالبانو لخوا د کابل نیول، د هغه په مرګ پای ته ورسید.

صبغت الله مجددې ددې لپاره دوستم ته د خالد بن ولید لقب ورکړ چې په ارګ کې پاتې شي، مګر د کابل هوایې ډګر کې د هغه د الوتکې ویشتلو وویراوه، واک یې په ناخوښې استاد رباني ته تسلیم کړ.

استاد رباني خپل د څلور میاشتو واک دوه کاله ته وغځواوه، بیا یې هم ارګ پريښودل ونه منل او واک یې څلور کالو ته ورسيد، تر څو له کابله په تيښته ووت.

دوېم ځل؛ پر افغانستان د امریکا له برید وروسته، بیاځل استاد رباني ارګ ته ننوت، هغه هیڅ دا نه منله چې په ژوند به ارګ خوشی کوي، بوش څلور ځله ټلیفون ورته وکړ، ورڅخه ویې غوښتل چې له واک څخه تیر شي، لنډمهاله حکومت ته یې تسلیم کړي، ویې نه منله، ایران هم ورڅخه وغوښتل، بالاخره د روسيې ولسمشر پوټین په تاجکستان کې د لیدو غوښتنه ورڅخه وکړه، دواړو مشرانو په دوشنبې کې ولېدل، پوټین هغه ته وویل چې په بشپړ احترام تمه لرم چې واک پریږدئ، د نړیوالو همدا پریکړه ده.

د کرزي څلور دورې (لنډمهاله، انتقالي، لومړۍ او دوېمه انتخابې دوره) حکومت و، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴، مګر کله چې يې په فبروري ۲۰۱۳ کې له اوباما سره لېدنه وه، د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول او د امنیت شورا مشر رنګین دادفر سپنتا هم ورسره ملګري وو، ښاغلي کرزي له اوباما وغوښتل چې د درېم ځل انتخاباتو لپاره به هم د افغانستان په اساسي قانون کې تر بدلون وروسته برخه واخلي، چمتو دی چې بیاځل ولسمشر شي، اوباما یې غوښتنه رد کړه. کرزی بیاځل وړاندیز وکړ چې ورور یې عبدالقیوم کرزی ارګ ته ننوځي، اوباما ډیر ښکاره ورته وویل چې ستاسي له کورنۍ به واک بل چاته انتقال کیږي.

له مجلس وروسته، د سپینې ماڼې په سالون کې کرزي اوباما ته په ښکنځلو پېل وکړ، چې بیا د کرزي مخالفت له اوباما سره له هیچا پټ پاتې نه شو.

کرزي هوډ درلود چې ډاکټر عبدالله به ارګ ته ورڅخه ننوځي نه، د ۲۰۱۴ ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یې د زلمي رسول او ډاکټر غني ټیمونه جوړ، او له خلکو یې وغوښتل چې د ډاکټر غني له ډلې سره ملګري شي.

کله چې د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د ټاکنو پر پایلو ستونزې پيدا شوې، ویل کیږي چې حامد کرزي غوښتل لنډ مهاله حکومت اعلان او د حکومت رئیس پاتې شي، مګر د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منډه کابل ته ځان را وساوه او دواړه ډاکټران یې د واک پر ویش راضي او د ملي یووالي حکومت یې اعلان کړ.

کله چې ډاکټر غني ارګ ته ننوت، ډیر ژر یې له حامد کرزي سره اړیکې ترینګلي شوې، کرزي هڅه وکړه چې استاد سیاف ملګری کړي، ویې نه شوای کولا، باالعکس استاد سیاف د حراثت او ثبات شورا جوړه او له ډاکټر غني سره یې خپلې اړیکې ټینګې کړي.

حامد کرزي وغوښتل چې د شمال ټلوالې د ځینو پخوانیو غړو په ملګرتیا له طالبانو سره نږدې او پر ډاکټر غني سیاسي فشار راوړي، مګر طالبانو ته هم سخته وه چې پر کرزي باور وکړي.

حامد کرزي له استاد سیاف سره په ګډه وکولای شول چې د ۲۰۱۹ ولسمشرۍ ټاکنو پر سر د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ جنجال حل کړي، یادو ۴ واړو مشرانو تمه درلودله چې د طالبانو مقابل کې په کور دننه قوي سیاسي اجماع رامنځته کړي، مګر د جولای پر ۲۹مه ۲۰۲۰ چې “ډاکټر غنی، ډاکټر عبدالله، حامد کرزي او نورو” له ډاکټر خلیلزاد او جنرال میلر سره په ارګ کې ناسته درلودله، ویل کیږي چې د طالب بندیانو د خوشي کيدو پر مسئله د حامد کرزي او ډاکټر غني ترمنځ سخته لفظي شخړه پېښه شوې.

په ارګ کې ناست ډاکټر غني په ډیره ښکاره ویلي چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ بندیان نه خوشي کوم، او له طالبانو سره جګړې ته چمتو یم. کوم بندیان چې خوشي شوې، پر هغوی هم بیاځل چاپې اچوم او نیسم یې.

د اختر په لومړۍ ورځ ډاکټر غني اعلان وکړ چې د ۴۰۰ طالب زندانیانو لپاره مشورتي لویه جرګه را غواړم، داسي ښکاري چې د ټولو یادو پخوانیو ارګ مشرانو په پل ډاکټر غني هم قدم ږدي، زړه یې نه کیږي چې واک بل چاته پریږدي.

پوښتنه داده چې د ډاکټر غني حکومت د “ببرک کارمل، ډاکټر نجیب، استاد رباني او حامد کرزي ” له حکومتو څخه قوي دی؟ آیا ډاکټر غني په ولس کې تر یادو ټولو ارګ مشرانو قوې ريښې لري؟ یا داچې له ډاکټر غني سره لا هم سي آی اې او پنټاګون ملګري دي.

زما (لیکوال) په آند چې لا هم له ډاکټر غني سره سي آی اې او پنټاګون ملګري دي، او یادې امریکایې شبکې غواړي چې افغانستان کورنۍ جګړې ته بوځي او له افغان ولس څخه د خپلې ماتې غچ واخلي، کټ مټ لکه کې جي بې او د پخوانۍ شوروي اتحاد نظامیانو چې همداسي وکړل.

موږ تمه لرو چې افغان سیاستوال په یو ږغ، پر ښکېلو اړخونو فشار راوړي چې د بندیانو موضوع حل او بین الافغاني خبرې ژر پېل شي، او تر ټولو لوی مسؤلیت دادی چې څه ډول وکولای شو چې له کورنۍ جګړې څخه مخنیوی وشي.

که د امریکا متحده آیالاتو – طالبانو ترمنځ د تړون مطابق، امریکا/ناټو پوځیان په ۱۴ میاشتو کې په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووځي، چې نیمایې یې د تړون مطابق دا مهال وتلي، او تر هغه وخت پوري بین الافغاني مذاکرات نتیجه ورنه کړي، پرته له شکه موږ کورنۍ جګړې ته ننوځو.

دارنګه زما (لیکوال) په آند چې ګاونډي هیوادونه، سېمه او نړۍ نور په افغانستان کې له جګړې او پر سېمه او نړۍ یې ناوړه اغیز څخه تنګ راغلي، ټول هڅه کوي چې په افغانستان کې سوله راشي، اوس نو دا په افغانانو پوري اړه لري چې څه ډول له دي فرصت څخه سمه ګټه پورته کړي.

ډاکټر غني پر دي ښه پوهیږي چې بالاخره لکه دا نور مشران چې له ارګ څخه په پوره ناخوښې ووتل، یوه ورځ به پر ده هم کړۍ را تنګه او کیدای شي د فشار په نتیجه کې واک بل چاته وسپاري، خو ښه به وي چې د افغان ولس تمې په اوبو لاهو نه کړي، د بین الافغاني خبرو د پېل لپاره بهاني جوړې نه، بلکې له طالبانو سره مخامخ خبرې پېل او په هیواد کې تلپاتې سولې ته هوډ ښکاره کړي.