نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

دکابل پوهنتون نوم کرزي د ځان له پاره پټ کړی

نظرمحمد مطمئن
د کابل حربي پوهنتون د مارشال قسیم فهیم په نوم ونومول شو،  له دي مخکې د کابل تعلیم او تربیې پوهنتون د استاد رباني په نوم سره نومول شوی وو. کرزي صاحب ممکن د کابل تاریخي پوهنتون نوم خپل ځانته ساتلی وي، چي که دی مړ شي د کابل پوهنتون دي دده په نوم ونومول شي.
د طالبانو او اسلامي حزب وار لا پاتي دی، اوسنی دولت کوشش کوي چي د هغوی تر راتګ پوري د علمي او تاریخي ځایونو نومونه ژر ژر تبدیل کړي،  تر څو د ملا دادالله ، ملا عبیدالله او ملا بورجان دا ډول د ښاغلي حکمتیار،  استاد فرید او نورو له پاره ځایونه پاتي نه شي.
د افغانستان د خلک دموکراتیک گوند د وخت هم ډیر کسان مړه او ځيني یې مرګ ته انتظار دي،  هغوی به هم د ببرک کارمل ، ډاکټر نجیب الله او نورمحمد ترکي په نومونو پوهنتونونه وغواړي،  دا ډول د سلیمان لایق،  شهنواز تڼي او رشید دوستم له پاره هم سر له اوسه باید حکومت او دهغوی خواخوږي فکر وکړي، چي علمي ځایونه ورڅخه خلاص نه شي،  داسي نه چي د دوی له پاره بیا تاریخي ځایونه پاتي نه وي تر څو د دوی په نومونو ونومول شي.

حضرت صبغت الله مجددي هم د مرګ په بستر پروت دی، ارګ ته يې ځای ناستي آمين جان آغا په یخ ژمي کې د اسلام آباد څخه کابل ته راغلی دی، پیرسید احمد ګيلاني، استاد سياف او د کابل حزب غړي هم تر اوسه ژوندي دي، دوی به هم يوه نه يوه ورځ مړه کيږي، ددوی له پاره هم د علمي او تاريخې ځاينو لټه په کار ده، تر څو ددوی تر مرګ وروسته يې په رسمي ډول په نومونو ونومول شي.
د افغانستان د خلکو دموکراتیک گوند حکومت ، د مجاهدینو د حکومت په  لومړۍ دوره او دا ډول طالبانو د تاریخي او علمي ځایونو احترام وکی هر څه یې په خپلو نومونو او حالت پریښودل.

ښاغلي کرزي د نورو تاریخي ویاړونو لکه لویه جرګه، قومي اربکيان او  قومي مشرانو تر سپکاوي وروسته دعلمي ځایونو سپکاوي ته هم ملا تړلي ده.
څومره به ښه وای چي د مارشال زامنو او خواخوږو د قسیم فهیم له شتمني څخه د زړه او شکرې د ناروغیو د تداوي مجهز روغتون د هیواد مرکز کابل کي د مارشال په نوم جوړ کړی وای، چي دهغو ناروغانو درملنه به پکي کیدله د کومي ناروغي څخه چي د دوی پلار ومړ

د ډیر شرم خبره خو داده چې د ولسمشر میرمن د ماشوم د زيږيدو له پاره د ډاکټرانو په مشوره هند ته ليږل کيږي، او هلته د ولسمشر لور په هندې روغتون کې پيداکيږي، او د هندې روغتون سره يې د پيدایښت نيټه او ځای ثبت کيږي.

د هيواد نورې ميرمنې چې بهرنيو هيوادوو ته د تګ له پاره لګښت نه لري، ډیری يې د ماشومانو د زيږون په وخت کې مري، آیا شرم نه دی چې دهيواد لومړۍ میرمن دي په خپل هيواد کې د تداوي له پاره ډاکټر او روغتون ونه لري.

د علمي او تاریخي ځایونو د نومونو بدلون او دغه ډول د ځینو کسانو په نومونو يادول پرته له شکه په راتلونکي کي ستونزي پیداکوي.
افغان حکومت، افغان روڼ آندې او سیاسي ګوندونه باید چي په دغه ډول حساسو او نازکو مسایلو کې له ډیر احتیاط او غور څخه کار واخلي