نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

دامریکا سره دامنیتی تړون دشخړی په اړه څو لڼد ټکی :

نصیراحمد- مهمند د۲۰۱۴م کال دجنوری نهمه

افغانستان دنړیوال کورنی دغړی په ټوګه اودهیوادونواوملتونو په کتارکی یولرغونی ځپلواک هیواددی او میشته ولس یی پخپل نفس کی ځانته خانګری ښه انسانی خصوصیات لری چه دافغان کلتوری مرغلری په نامه یادیږی اوپری ویاړی۰
یو دهغه افغان کلتوری مرغلروله جملی څخه دادی چی افغانانو دپاره دپردی په وسیله ځان ،هیواداوملی نوامیس ساتل ،لاسوهنه اودوی ته په بدنیت ګټل هیڅکله دزغملو وړ ندی ، ځکه چی ددینی عقایداوتاریخی ډوډأودستورسره نه یوازی هیڅکله سابقه او تطابق نلری ، بلکی یولوی بی غیرتی اوشرموونکی خبره اوعمل ګڼل کیږی۰
سره له دی تراوسه پوری دامریکا اوافغان دامنیت ټړون په هلکه ددواړوطرفه دمخالفینو اوموافقینودحلقو لخوا ډیری خبری ، لیکنی او تبصری شویدی اواصلی مسایلو نه لری په ظاهرکښی پرښاغلی حامدکرزی باندی ډول ډول فشارونه دمسخری ، اهانت او تهدید ترپوله پوری راوړل کیږی ، اوښاغلی کرزی هم په خوله او په ظاهرکښی ملی اوافغانی معقوله دریځ غوره کړی ،خوراځی چی پرته له خوش بینی او بد بینی او فردی اوګروپی ګټونه دتیر وڅه دپاڅه دولس کلن کړو وړواواړیکو په هینداره یولڼدګټلو په ترڅ کی دامریکا زور اوتهدید سره مل غوښتنی اودښاغلی حامد کرزی دنه سر نه ایښودلواوشرطونو وړاندی کول موضوع ته په تمرکزسره وڅیړو:
لومړی : دامریکا په اړه:افغانان وایی :
نیک معامله راباز معامله وبدمعامله را بس معامله
یواساسی ټکی دا دی له کومه مهال نه چی امریکا اواندیوالان یی دبی بڼسته ادعا او پرته له اسناد اوشواهدنه لوی اشتها اوسټرادعا سره نړیوالوته بیا دعراق په څیر وغوړول اومونږ هیوادکی راغلی دی ،څه دپاڅه تیردولس کال په زرهاوسندونو،فکتونواوژوندی شاهدانوله موجودیت له مخی دناوړوعملونو اوغټ غټ ااشتباهګانو،دوه مخیزی تیاره سیاستونو په وجه باندی دصواب پرځا دغذابونو اومصیبتونولامل ګرځیدلی چه خان هم خراب کړاوکوی ،اومونړته هم لا بربادیوسره مخامخ کړیدی اوکوی .افغانان زیاته قربانی ورکړی دی.
داسامه دراماتیکی موندل اوقتل یی په پاکستان کښی اومړیی دسیندو په اوبوکی اچول نه یوازی افغانانودپاره یوانکارنه منونکی بیلګه ده چی دعراق په څیرپدی دولس کال پرته له اسناداو ثبوت اومنطق نه پرافغانستان باندی دامریکا ،ناتواونوروحملی اولښکرکښی اوورسره جوخټ دبن دغیرعادلانه اوبی محاسبه ډرامی پربڼسټ دګاوندی دولتونه په ملګرتیا نه یوازی په افغان مسلمان باټورولس باندی صریح ظلم شوی ،بلکی دټولنیزجوړښت اوتوازن ګډودیدل اودملی مقدراتودټاکلو پروسه شنډه شوی دی.
امریکا په علنی ټوګه افغان ورور یوموټی قومونه یو په بل واچول ،طالبان وځپل اووشړل ،اودافغان ملت منفوراومردود تښتیدلی ډلی تپلی دطالبانودظهور لاملونه اوسیال بیرته وګرځاوه اوله ټول دملی جرمونواو جنایتونو سره سره حاکم کړ،کینه اوعداوت را وپارول ،دملی رغاونی اوسمونی مخه یی ډب کړل، زمونږهیواد په نوی استعماری بڼه اشغا ل اودیوه ملی مستقل هیواد په حیث هستی اوموجودیت یی له جدی ګواښ سره مخامخ کړیدی ، اوافغان هیوادته ددغونړیوالوښکیلاکی لوبواو سیالیوپه وجهی ستیج ګرخول شویدی .دبیارغونی اوسمونی پرځای زمونږ ولس اوهیواد په دا تیرلسیزه کښی لا بی ثباته اوله تباهیواوورانیوسره مخامخ اوزمونږ فرهنګ اوکلتور زیانمن کړیدی ، زمونږاسلامی او افغانی « هویت »ته زیان رسولی دی، اومونږتردی حده رسولی یو چی لاس ترځنی باید کینواودخپل مادی اومعنوی شتمنیو،فرهنګی ارزښتونو، اوملی معیارونوتباهی اوبربادی اوهمداسی دیوفاسد ،منفوراوپرته د صلاحیته کسان د نظام ترچترلاندی ترنوم رډ رډ وګورو ؟
پرځای اودذکروړبولم چی باید هیرو نشی اوپه یاد ولروچی افغانانواوافغانستان باندی دهیڅ زورځواک سلطه تینګ شوی ندی اوټینګولای نشی ،ځکه تاریخ شاهد دی چی «افغانستان داتلانو کور،او دیرغلګرو کوردی» ۰ مونږ عینی او ژوندی شاهدان یوچی دشورویانوپه ملاتړاوملګرتیا دوارسا پکت څه ناځه ځلویښت سوسیالستی اوکمونستی هیوادونوسره له ټول امکاناتو راغلی واوملګرتیایی کوله،خو پایلی دا شوچی دافغانانو دوینی اودهیواد دبربادیو اوویجاړولو په بیه شوروی سره سوسیالستی پکت دخپل منحط نړیخور ایدیالوژی نظام سر دتاریخ ګنډی ته وغورځید اوغربیان ، منقی اوناسپاس ګاوندویوته بیا دسا ایستل موقع برابرشو ل ،مګرپه خواشینی سره چی مونږ خپله لانارامیوته مخ شول ولی امر یکا پند وانه خیست اوانسانی ترحم اوبیغرضه تعاون ونکړ ۰
برعکس یی کله چی امریکا دیوازنی بی رقیبه ځواک په ټوګه را ووتل اودنړی دباداری په خیال کی شول په بدل یی افغانستان ته ناځوان مردانه اودشرم اوانصاف نه پرته داسی انعام اونوازش ورکړ چی دخپل اشتها اوبی انصافی په وجه باندی خپل ځان هم اندیوالان او ناتو پکت ته داسی رسوایی او ماټی سره مخ کړیده چی اوس لارورنه ورک شوی اوپخپل عمل باندی نه پوهیږی چه څه کوی،دخپل خلکواوپارلمان دکرکی ،خشم او له افغانستان دنظامی قوتونو دوتلو دغوښتنی سره مخامخ دی ، دولتی دفترونه یی دبودجی دنلرلوپه وجه تلل شوی ۰داسی انارشی او بی نظمی سره دچاراوپخپل حال کی غرق دی، او س دتیښتی لارلټولوکی دی ۰داناروهرابکرپه لمن کی لاس اچولی چه اوضاع بیاخل پل شی چی دتیښته اونجات لارورنه پبداشی ۰ پر دی بناءداغیرمنتظره خبره نده چه هرسناتوراوځواکمن امریکایی پاسی اوشمال تل وال غوندی هرڅه چه وغواړی ،ووایی او وکړی ، څوک اومرجعی هم نشته چی مخ یی ډپ کړی اوونیسی او پر ځای یی کینولی ،ځکه چه دموکراسی اوآزادی دی. خوپداسی حالت او نظامونو یوازی ولسونه دی چی باج او تاوان ورکوی او مصیبوتونواوبدمرغیو وزغمی .
لهذا امریکا اوملګرویی دافغان ملت سره نه یوازی ښه سلوک اوبی غرضه مرسته کړی ندی ، بلکه افغان ولس سره لوی جفا ترخیانت اوجنایت سرحده پوری چی تفصیل یی ددی بحث له حوصلی نه بهردی ،په بربند اوښکاره ټوګه داړه مارانو اوبدنامومعامله ګرانو سره دخپل پټواومرموزوموخود پلی کولو په خاطر مرسته او ملا تړکړیدی، زمونږ پیسی، مادی اومعنوی شتمنی برباد اوهیواد له پخوانه لاهم بی ثبات کړیدی ۰ نو پردی اساس افغان ولس نور باوراواعتبارکولای نشی چی پخپله دامنیتی ټړون په واسطه خپل لاسونه اوخولی وتلی اودنړیوال ټولنی خوله بنده اوقضاوت ته هم ځای نه پریږدی ۰
ددی لنډذکرشوی وضعیت په نظرلرلوسره راځواصل مطلب ته چی آمریکااواندیوالان یی نه یوازی دحسن نیت تفاهم ، صلح اوتعاون له لاری نه ندی راغلی ،خپل صداقت او دوستی ته هم په اثبات ندی رسولی، بلکی دپلمه اوتذویر له لاری زمونږ پرجنګ ځپلی خلک اوویجاړ هیواد دزور اوتیری په وسیله راغلل ، وروسته له تیری او تجاوزنه دخپل پیسی ، زور او نفوذ په واسطه ملګری ملتونو سازمان او نورونه ځان ملګری کړل او دابزار په حیث ترینه سوء استفاده وکړاو دچور،قتل ،انتقام اونوروجنایایتونو شپلی وغږاوه چی ټول مصروف شی ۰
نوپر دی بناءدڅه دپاڅه دتېرودولس کلن موده کی دناجایزواوبی ځایه امتیازاتوورکول په کتوسره چه هرچاته هرډول نامشروع امتیازورکول له دې ملت سره دخیانت له پاسه بل سترخیانت ګڼل ګیږی ،هرجنګسالار،دملت مردود اومنفوراونامعقول شخص چې هرډول امتیازاخیستی،نه یوازې داچې یوی هم دغه امتیازدسړیتوب اومشروع استحقاق له لاری نه دی راوستی، بلکې داړه ماران یې لا له نورو ډول ډول نامشروعوامتیازاتو سره روږدي کړي دي•

دوهم :دافغان هیواد دکورنی حالت( دملی اردو،ولس مشریزی ټاکنی اودننی قدرت دحلقی مطرح واکدارانو )په هکله لڼد خبری :
الف – دموجوده اردو – پولیس اوامنیت اداره په باره کشی:
لومړی افغان ولس دغه پوښتننی ته ځواب غواړی چی که رښتیا اردو ملی ده اوپه ملیونهادالرپه تیرو دولس کاله ورباندی مصرف شویدی دجنرال سټرجنرالان ترمارشال پوری چه ټترونه یی له نښانونو او مدالونونه دومره ډک دی چی سرپورته کړای نشی اوکوڅواوپس کوڅو ورنه ډک دی دانتقال پروسی هم انجام سویدی داپه دی معنی دی چی ګویا اردومحاربوی اودفاعی توانایی اومورال اوچټ شوی،پدی صورت مونږ نوی تخنیک اوسلاحګانی آشایی لپاره یوازی په روزنیزو مرکزونوکی دضرورت او جلا تړون پربڼست اړتیا لرو چی پدی صورت دمنتی ټړون امضا اوبهرنی نظامی ځواک حضوراو شتون منتفی کیږی اوبرخلاف با یدپرسیاسی ، اقتصادی اړخونوپام اوهڅی وګرځول شی۰
نوپرواقعیت ولاړفکتونو پر بناء په زغرده ویلای شوکوم چی دننی اردو،پولیسواوملی امنیت په نامه کوم تشکیلات چه مینځ ته راغلی ،یوی هم ملی ندی اودی ملت اوهیوادسره مینه اووفاداری نلری اونه پردغه احساس اومورال روزل شوی ، نه هم دولس ، خاوره اوملی نوامیس ددفاع په نیت ملاټړلی ،مونږ ولیدواووینوچی پنجابیان راځی اودانګریزی ظالمانه تش په نوم لعنتی دیورنددمنحوس کرښه دیخواهره ورځ په سل ها بم وراکت اچوی بیګناه واړه اوخاله افغانان وژنی اونورخاوره هم غصبوی زمونږلاربندوی ، همداسی ایرانی محیل آخوندان
زمونږځمکه غلا کوی أبوپه غلا وړی اولسګونه نوری تیری اوتجاوزکړی اوکوی ،مګراردو چپ اوپته خوله ناست دی ددالرراټولول اونورامتیازات اختیستلوپه هڅه کی دی چی دګروهی اوتنظیمی قدرت ساتلو کښی ځان پیاوړی کړی، دا ځکه چی دوی اکثریت دهغه ګروهی او تنظیمی ډلوتپلوڅخه دی اودهغه وګړو په دفاع اوامرکی ناست دی چی پدی څه دپاڅه ډیرش کال دپردیوپه امراوچوپړکی قرارلری ولس او هیواد زیادتره ددوی په وسیله تباه شوی دی۰کله چی امریکاییان یرغل وکړو،دوی دپیاده نظام په ټوګه بیرته له تښتونه مخ وګرځاوه کابل ښارته ننوته، دولتی ټول ځأیونه او لوړ څوکیوغصب کړل اوپخپل مینځ کی غنیمت غونډی وویشل، ډیریی داهماغه ملیشی دی چی داردو، پولیس اوملی امنیت (پخوانی خاد)ترنوم راټول شویدی ، خپله ځاله چپاول کړی وسلی ورکړیدی اوبیرته له دی لاری نه نوی پرمخټللی سلاح اومعاشونه اونورامتیازات هم اخلی ۰

لهذادبهرنی قوتونودوتلو په هکله چی کوم دندوری اوکمپاین په لیاراچول شویدی اوعامه خلکو ته ویره اوغصه زیږوی پرته له انتظارندی ۰داپه دی معنی چه که خارجی زبرنظامی قوتونه ووځی يوازی زورواکان خپله څوکی ،لوړپوری عمارات، زورآبادقصرونه اوغصب کړی ځمکی اوامتیازونه په خطرکی وینی چی له لاسه ورنکړی۰

داچی دجګړی خبری کیږی لومړی خودجنګ اصلی اړخ معلوم ندی چه چا او څوک بیا افغانانوباندی تیری او تجاوزکوی ؟ که مقصد اوخطرله بهرنیانو څخه وی پداسی حال چی شورویان له خپل کمونستی پکت وارسا سره په دی خاوره کی غاښ ماتونکی ترنابودی پولی ماټ خوړلی چه دوهملیون افغان شهیدان وینی اودکوندواویتمانو اوښکی وچی شوی ندی ،همداسی سټر بی رقیبه نړیوال ځواک امریکا له اته څلویښت انډیوالان اوناتوځواکونوسره دشرموونکی ماټی سره مخ شوی اودپرچمیانو په اصطلاح د(ګریزشرافتمندانه )په حال کښی دی ،نو په دی صورت په بشپړه یقین سره ویلای شو چی له بهریا ګاندویانونه هیچ څوک له خواهیڅ ډول تجاوزاوجګړی خطرمتحمل په نظر نرسیږی ،ځکه ددوی واکمنان دغه افغان موجوده ځواکونوغونډی ندی، هغوی خپل خلکواوهیوادسره مینه اوژمنه لری ، هره هڅی چی کوی دخلکواوهیواد دهوساینی او ودانولو لپاره کوی دوی په دی ښه پوه دی چی افغانانوته ممکن په لومړی ګام دوکه ورکولای شی له پاک احساساتونه یی په استفادی سره دلڼد مودی لپاره یوڅه نفوذوکړی اوترتاثیرلاندی راوړی ،لکه چه روسانود شهید سردارمحمد داودخان له نوم اواعتبارنه اوهمداډول ا مریکایانو د ارواښاد اعلیحضرت محمد ظاهرشاه دطالبانواوحامدجان کرزی په واک رسولوکی ددوی دنوم اواعتبار نه دوه ځلی دناوړی استفادی څخه دی خاوری اوملت سره لوی جفااوخیانت وکړمګر هیچ ځواک په زور اوچل وتهدید سره دی ولس اوخاوره باندی سلطه ټینګ کړای ندی اونشی کولای ۰
بله دا چی دوی پرافغانستان باندی ددوه وینه څکونکی نړیوال زبر استعماری ځواکونونه ( شورویان – امریکاییان) پند اخیستی اوهرو مرو دا محاسبه کولای شی چی په جګړه ا وزورکی څه شی لاس ته ړاولای شی او څه شی له لا سه ورکوی ؟ ځکه چی حکومتونه ځی او راځی ، مګر ملتونه ژوندی تل پاټی دی او خپل تکاملی طبعی بهیرتعقیبوی ،افغانانواوافغانستان ته څه شی پاټی ندی دارواشاد مولوی محمد نبی په قول چه ایران ته خطاب کړی وو ،له څلوردیوال نه دری نړول اوویجاړشوی دی یوی هم نیمګړی پاټی دی نو له دی حال سره هره څوک چه حاضر دی چه خپله ولس اوخاوری لکه شورویان او امریکاییانو غوندی بربا داوتباه کړی داګزاودامیدان ، یوازی افغان میړنی شهیدپالو نکی ولس حاضر دی چه لکه تیرغوڼډی دخپل ځان خا وری، دینی اوملی نوامیسو څخه دفاع وکړی۰خدای تعالی قدرت لری چه دفرعون په کور موسی و روزی ۰ترڅو چی یو افغان وی، انشاءالله تل به افغانستان وی ۰
افغانان بشپړ باورلری چی ګاوندیانو ته خوبیخی په مستقیم ټوګه نه داسی جراات اوشهامت شته اونه ددوی کتی ددغسی یوغیرعاقلانه عمل لاس پوری کول غواړی چی‏خان تباه کړی۰ فقط کوم شی چه دوی کولای شی دخپل داخلی عمالوپه وسیله باندی مونږ ځورولای وناآرامه کولای شی ،ځکه زمونږولسونه ډیر اشتراکات اوګډی پوله لری۰که دشوروی اوامریکا اوناتو بیرحمانه یرغلونه نوای ګاوندایانوهیڅکه داسی توانایی او جرات نه درلود چه مونږ وځوروی ، پدی وروستیو کلونوکی کاوندیان زمونږ له شرایطونه په ځانګړی ټوګه دجهاداوهجرت په دوران کی ناوړی کټی پورته کړه ۰
راغلو په دی چی چا اوکوم کسان داغوغا اوپروپاګنده کمپیاین په لاراچولی دی ،چی دولس کلنه لاسته راوړنه له لاسه ورکوی ؟۰پدی کی شک نشته چی نه یوازی افغانان بلکی ګرده نړی پوهیږی چی افغان ولس کومه لاسته راوړنه نلری دولس کاله وخت هم بایللی دی ۰مګرهغه کسان چی دروسانوپه مقابل دجهاد په دوران کی باد راوړونکی پیسی اووروسته دپردیو په لمسون دتنظیمی جنګونو په مهال اوبیاکله چی دامریکا اوملګروسره یی دپیاده نظام په ټوګه په رکاب کی قرارونیول په ملیاردو دالرغلا او اختلاس کړیدی ۰
اوس چی خارجیان (ددوی ولی نعمت باداران) له دی هیوادنه وځی ، دوی نه یوازی خپل دولتی قدرت اوڅوکی له لاسه ورکوی ،بلکی ټول چورچپاول شوی پیسی او‎زور آبادقصرونه اوغضب کړی ځمکی په داخل اوخارج کی له لاسه ورکوی اوبغیرله دی ډلی نه هرراتلونکی حکومت مجبوراومکف دی چی دوی ته دملی محاسبی اوتصفیی اوانتقالی عدالت تامینولو لپاره دمحکمی میزترشا راکش کړی اوکینوی که داسی ونکړی دهغه حکومت سرنوشت دوی سره تړل کیږی ۰
نوپردی بناء هماغسی چی دوی ټول رسمی او شخصی قدرت دتیرو دولس کال په درشل کی دیته صرف اومتمرکزکړ چی یوملی سچه نظام اواداره رامینځ ته نشی ،هیواد کی امن اوصلح وثبات تامین نشی ۰ له دی خاطره هنګامی اوغوغا برپاکړیدی ،غواړی دپردیوپه مټ خپل بقااو قدرت وساتی ۰بهرنیان هم غواړی له دی وګړواوګروپونوملا وتړی ترڅوچی همدی حالت وساتل شی اوادامه ولری چی دوی کبان واخلی ۰په ځانګړی ټوګه ګاوندی کرګسان اولاش خوران له هرچانه له دی حالته ګټه پورته کولای شی ۰
نودپورتنی ذکرشویو مطالبو اوسل هاونوردلایل اوفکتونوپربڼسټ ننی دریواله قوا هیڅکله ملی صبغه نلری اونشوویلای ۰لذاپردوی باندی هرډول پانګه اچونی دافغان ملت په تاوان دی۰راځی لږشاته نظروکړواودافغانستان دپخوانی پاچا چه افغانستان داردوپه تاریخچه پوازنی منظم اومنظبظ مدرن اردو بلل کیده په هکله په لنډ کتنه ځان باخبرکړوچی دغه اردو ولی اوڅنګه مخ په خرابیدواوذوال لاړ ؟
که دهیوادتیروپخوانی لری نظامی تشکیلاتوته ځیرشو ، بغیردیوشمیرمحدودکسانو چه دامپراتوری،شاهی یاتربل نوم واکمن مشر دساتلولپاره چی دپلتن په نامه یاددیده موجودوو، نورد تاریخ په اږدو کی مونږ هیڅکله داسی کوم یومنظم دایمی روزل شوی مسلح لښکریااردو،اونه یی کوم پیسی اوبودجی دی کارته درلودله، که دخود بینی شخصی اوګروهی ډلو دګټی له تنګ چوکات نه لری ،دیوسچه، مخلص اومینه وال افغان په ټوګه دخپل هیواد دتاریخ دمیړانی اوویاړونوډکی زرین کرښی اوپانوته رجوع اووګټل شی سره له دی چی افغانان دیرغلګروپه پرتله دجنګی وسلو،مهمات اوامکاناتو ځخه ډیربی وس او ناتوان وو،همیشه دتش لاسونه ،مګردقوی ایمان ، ټینګ ارادی اوتصمیم ، د میشته ولس دوروری کلک يوالی اوهمغږی کی دعامه خلکودخودجوش حرکتونوپه وسیله اجنبی سټروغاصب یرغلګروانوته نه یوازی په ګونډوکړیدی ، بلکی دنابودی کنډی ته غورځولی ،او خپل ولس اوهیواد ته بریالیتوبونه او سرلوړلی ګټلی دی ،او نوروآسیایی اواروپایی ملکونوته هم دالهام او داستعمار دمنګلونه دنجات اوخپلواکی ته رسیدو وسیله ګرخیدلی دی ۰
له کومی وخت راهسی چی داردو او دفاعی لشکرنظم رواج وموند اومینځ ته راغی هغه هم که سپینه ووایو دپردی په پیسی باندی اکمال او تجهیزکیدله یعنی دانګلیسانواوروسانولخوا تمویل کیدله ۰څرګند دی چی دوی نه حاتمان اودکرم خا وندان اونه دومره احمقان ووچه په وړیا اوبی غرضه ټوګه خرچه اومصارف ورکړی واضحا دخپل ګوډاګیانو ددفاع اوساتنی دپاره ورکړی اوورکوی چی په منطقه کښی ددوی دسیاسی ڼظامی اواقتصادی رقابتونو دګټی مرچلونه وساتی۰
مونږاوتاسودتاریخ ژوندی شاهدان یوچی دشاهی اردو چی کله دشاهی اوکله دملی دفاع په نوم یاددیدله سره له دی چی دخپل مخکنی اووروستی اردوګانو په پرتله دیرمحاسن لکه نظم اودسپلین ،تعلیم اوتربیی ،مورال اودملی احساس له کبله ډیرتوپیردرلود، مګردعمل په ډګرکښی مونږ ولیدو چی دملت نه خو څه کوی، دسلطنت اورژیم نه هم دیو څواوباش او لشمک مستعجل بی علم اوتجربی او کوچنی ظابطانوپه مقابل کښی دریدلای اودفاع کولای نشول ،حال دا چی دومره په أخ وډپ جګپولی پوخ تجربه لرونکو اودلوړو تحصیلاتوترارکانحربی درجی هم شخصیتونه منصبداران پکښی دومره ډیر وچی په یادلرم چی یوه ورځ یوبادرده او بااحساسه وطن پال پخوانی متقاعد منصبدارزمونږ یو نږدی خپلوان ته چه هغه هم داردوبرحال جنرال اودلوړوتحصیلاتوارکانحربی درلوداودشاهی ، جمهوری اووروسته دشوروی په ګوداګی ‎رژیم کی هم دریوالوته قدرتمند اووفاداروو،دیوکورنی ناستی دخبرواتروپه ترڅ کښی دی ته په خطاب کی وویل چی:
(تاسی خودمسلک له لحاظه پوهیږی هرڅومره چی يو بناء یايو نظام له بیخ او تاداو نه پوخ او قوی اودنظامی قواعد اوقوانین ‏،تعلیم اوتربیی، او هرڅه نه مخکی بیطرفی ،دوطن پالنی ، دهیواد اوملت نه ددفاع اوساتنی په روحیه سمبال او وفاداری له وجه په پښو ولاړ وی هماغسی دحوادثو اوآسیبونو په مقابل کی په امن وی ، داردوپښو ډیر نری او سریی ډیر غټ دی،دعوامو په قول ( له پلتن نه باجه خانی یی ډیردی، عاقبت یی ښه نه ښکاری)۰ چی نوموړی جنرال داسی یو مسولانه اودقناعت وړځواب ورکړای نشول ، داهم راپه یاددی چی هماغه نوموړی دکمونستی روس پلوه ګوداګی رژیم په لومړی پړاو دجهنمی خاد په اداره کښی جذب اوایجنت شول اودخاد ،یوتیوتاتکسی موترچلوله اومزدور رژیم ته جاسوسی خدمت کوله ،څومودی وروسته له همدی لیارنه ډیرغټی او لوړی څوکی اودملعون کارمل دانقلابی شورا غړیتوب ترلاسه کړ)۰
بدمرغی او تاثرپه دی کی ووچی د اردو،پولیس ،ضبط احوالاتو ، قضاءآو بهرنی چارو وزارت کي چه بایدمطلق دبیطرفی اوښایسته سالاری په صفات متصف وی ، برخلاف یوشمیرجکپولی چارواکی اوکارکونکوپه شمول دمشرتابه یی بهرنی ملکونونه دغلامیواوایدیالوژیګانوحلقی په غوږونو اوغاړوکی اچولی وو، په عیش اوعشرت اوخپل ولی نعمت په چوپړاوغوړه مالی کی بوخټ وو۰دبیطرفی اوملی ګټی اومصلحتونو، ولس اوهیواد ته هماغسی چه لوړله کیدله دصداقت اووفاداری روحیه او احساس مسوولیت په دوی کښی کمزوره اوحتی په ځینو کی لکه اوس بی ارزښت اوبیګانه ښکاریده ،اوپه وروستیوکی هغه مهال هم دموکراسی غونډی هرشی نمایشی بڼه درلودله، اولامل يی دا وو چه له هماغه وخت نه دافغانی او اسلامی فرهنګی اوکلتوری اوټولنیز جوړښت له نظر نیولواورعایت کولو نه پرته هرناښایست تقلیدی اوکورکورانه ګامونه دپرمخټک اوانکشاف ترعنوان لاند ی شروع شول چه نتیجه یی اوس دی حد ته رسیدلی چی هڅی روانی دی چی دافغانی سپیڅلی او دویاړ نه دکه هویت نوم اوتاریخ په بشپړه مغشوش اوورک کړی، چی نوی تازه غوره مثال یی داففان او دین کلموله هویت پانه ایستل دی ۰
مګرلکه چی مخکی هم ذکرشول ،داپه دی معنی نه ده چی صالح اوملی پرخلکواوهیواد مین وګړی پکښی موجود نه وو، بلکی په رښتیا هم چی په شاهی اردوکی ډیر باایمان ،ولس اوهیوادته مخلص اووفادار پوخ مسلکی افسران اوجنرالان موجود وچی دیریی ځانونه، اولادونه او مالونه دملی نوامیسودساتلی اودفاع په لارقربان کړیدی په ځانګړی ټوګه دشورویانودتجاوز اوسلطی په دورانکی ،چه افغان ملت او تاریخ هیځکله هغوی هیرونکړی ۰
همداسی څرنګه چی لیدل کیږی کوم تشکیلات چی داردو ، پلیس أواستخباراتوپه نامه راټول کړای شویدی۰ مطلقا یوتنظمی او ملیشه یی نامتجانس وګړی چی داردو په نوم دګروهونو اوتنظیمونو له خوا اوبهرنی موخواوګټی دساتلواوپلی کولو په مرچلونوکی دیره اوځای پرځای شوی دی ، نه ملی اوناپیهلی اردو په حیث ۰ همدا ډول په پارلمان کی دفدرالي نظام یوشمېرپلویان دې چی په څرګندډول فعالیت لري،ددې ټولوهدف په وروستۍپړاوکې دافغانستان ټوټې کول دی۰
(ادامه لری)