افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

«
»

خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي

د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د ګردېز، غزني او کندهار تروریستي حملو ته اشاره وکړي د کابل د جمعې د ورځې حمله په کلکه غندلې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د کابل د دشت برچې له حملې لږ وروسته وویل چې هیواد یې د افغانستان له خلکو او حکومت سره خواخوږي څرګندوي او زياته يې کړه چې «تکفيري» تروریستانو، چې له دین او مذهب سره ارتباط نه لري، یو ځل بیا بېګناه افغانان ووژل. ایران د داعش تروریستي او سختدریځې ډلې ته تکفیري وايي. دا هیواد په خپلو رسنیو کې د طالبانو بریدونه تروریستي نه بولي.

پوښتنه دا ده چې افغانان خو ټول د يو هيواد اوسيدونکي دي او ټول يو رنګ وينه لري، خو ايران ولې د کندهار، پکتيا او غزني خونړي بريدونه پريږدي او د کابل دشت برچي امام زمان مسجد بريد او د غور په دولینه ولسوالۍ کې پر مسجد بريدونه غندي او له خلکو سره خواخوږي کوي؟

دوه دليلونه لري:

۱ــ لومړی دليل يې دا دی چې د پکتيا، کندهار ، فراه، ميدان وردګ او غزني خونړيو بريدونو او امام زمان او غور دولينه ولسوالۍ بريدونو ترسره کوونکي توپير لري. د پکتيا، کندهار ، فراه، ميدان وردګ او غزني بريدونو مسولیت طالب ترهګرو په غاړه اخيستی او د کابل او غور بريدونو څخه داسې ښکاري چې ممکن داعش ډلې ترسره کړي وي. داعش تر ډيره شيعه افغانان په نښه کوي او په مسجدونو کې بريدونه کوي خو طالب بيا ټول افغانان له تېغه تيروي. دا چې ایران له طالبانو سره موافقې ته رسېدلی چې په افغانستان کې به د دغه هیواد پر پلوي ډلو بریدونه نه کوي، او په مقابل کې به یې طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي؛ نو ځکه يې د طالب لخوا ترسره شوي بريدونه هير کړي او يواځې هغه بريدونه يې غندلي چې د ايران په باور ممکن داعش ترسره کړي وي.

ځکه پر ايران د امريکا له بنديزونو وروسته ايران ويلي چې د امريکا په پوځي اډو به بريدونه وکړي. د ايران له دې ګواښ وروسته باور دا دی چې ايران د طالبانو پراخ ملاتړ شروع کړی او د خپلو موخو لپاره ترې ګټه پورته کوي. پر ايران له وړاندې داسې تورونه شته چې د وسله والو طالبانو مالي او پوځي ملاتړ کوي او آن دغې ډلې ته يې په ايران کې کورنه ورکړي دي. داسې هم ويل کيږي چې په ايران کې د وسله والو طالبانو دفترونه شتون لري او مستقيما له هماغه ځايه د افغانستان جګړه رهبري کوي.

۲ــ دويم دليل يې دا دی چې ايران دلته له وړاندې فرهنګي او مذهبي يرغل کړی دی او اوس هم دې لړۍ ته دوام ورکوي. ايران دلته له يوې ځانګړې ډلې ملاتړ کوي او د يو ځانګړي مذهب په پراخولو پيسې لګوي. دلته يواې د يو چا درد احساسولی شي او يواځې د يوې خاصې کړۍ په تړاو غبرګون ښيې. ايران د همدغو ډلې پر مټ په هيواد کې د ميشو مذهبونو تر منځ نفاق ته لمن وهي. دا چې ايران شيعه مذهبه هيواد دی نو ډيره هڅه يې دا ده چې په خپلو ګاونډيو هيوادونو لکه افغانستان کې هم د همدې ډلې غږ پورته کړي.

له دې ورهاخوا ايران دلته په افغانستان کې د مدنې فعال، سياسي شنونکي، دپوهنتون استاد، د ګوند رهبر، ديني عالم او په بېلابېلو نومونو خپل ځري ګمارلي دي چې هر يو د ايران ګټې پالي. که په رسينو د شنونکي په نوم څه وايې، که په ښارونو کې د مدني فعال په نوم لاريون کوي او که په ممبر د ديني عالم په توګه وعظ کوي؛ يوازې دايران ګټې پالي او يواځې دايران په ګټه او د حکومت او ملي ګټو پر ضد تبليغ کوي. همداراز ايران دلته داسې ډلې روزلي دي چې آن د ايراني مشرانو د زوکړې او د ځينو د مرګ ورځې دلته په کابل کې لمانځي او ځانګړي مراسم ورته نيسي.

لیکنه : خوشحال آصفي