از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

«
»

خبرتیا! د ازادو رسنیو د اتحاديې د ادارې له خوا!

د امريکايې يوځيانو، ناټو، آیساف، افغان حکومت او طالبانو د پام وړ!

که بیا ځل په پنجوايې کې امريکايانو کوچني کندهاري ماشومان شهيدان کړل، که بیا ځل په هسکه مېنه کې پر ورا امريکايانو بمبارد وکړ، که بيل ځل امريکا په لوګر کې پر ملي اردو عسکرو بمبارد وکړ او ويې وژل، که بيا ځل امريکايې يوځيانو په تګاب کې پر ملکې کسانو د ټوپکو شپيلۍ ورکږې کړي او ملکې خلک يې په عام ډول شهيدان کړل، که بيا ځل امریکايانو په شنډنډ کې کلی له خاورو سره هوار کړ او تر سل زيات بې ګناه ماشومان، نجونې، ښځې، ځوانان او سپين ژیرې يې شهيدان کړل، که بيا ځل ناټو پوځيانو په کندز کې پر ملکې خلکو بمبارد وکړ او شهيدان يې کړل، که بيا ځل په سیاګرد کې بهرنيو پوځيانو بمبارد وکړ او ماشومان يې شهيدان کړل، که بيا ځل امريکایانو په عامه ځايونو کې چاودنې وکړي، که بيا ځل امريکايانو او آیساف د ارزګان خبريال احمد اميد وواژه، که بيا ځل زموږ مقدساتو ته په ځانګړې ډول قران کریم ته د آیساف عسکرو سپکاوی وکړ، که بيا ځل آیساف پر مسجد بمبارد وکړ، او بې ګناه لمونځ کونکې يې شهيدان کړل، که بيا ځل چا شهيد روحاني وواژه، که بيا ځل په زندانو او د امن خونو کې پر میرمنو جنسي تیری ؤشو، که بيا ځل بې ګناه ميرمنې او ماشومان د نورو سره د اړیکو او خپلوې په تور زندانونو ته واستول شوې، که بيا ځل وکیل صاحب او وکېلې صاحبې خبريال وډباوو، که بيا ځل خبریالان د پولیسو له خوا وترټل شول، که بيا ځل د ماشومانو په لوبغالو کې چاودنه وشوه، که بيا ځل د مکتب شاګردان د مشرانو د هرکلې په وخت کې د چاودنې له امله شهيدان شول، که بيا ځل په سرپل کې نجونې او هلوکان شهيدان شول او که بيا ځل په رڼا ورځ په وزیر اکبر خان کې سويډنی خبريال نلس هارنر ووژل شو.

امريکا، ناټو، آیساف، افغان حکومت او طالبان دي خبر وي، د نی د خبریالانو ازاده اداره، ډا ډول په کوردننه کورنۍ او هغه بهرنۍ رسنۍ چې په افغانستان کې دي په يوه خوله پريکړه وکړه چې د يوې مياشتې له پاره به پر ماشومانو، نجونو، میرمنو او بې ګناه خلکو د برید کوونکې لوري خبرونه نه خپروي. که هر لوري سرغړونه وکړه بیا به د شکایت حق نه لري.

د افغانستان د ازادو رسنیو د اتحاديې  د ادراې له خوا

يادونه! پرته له ثبوته که بيا ځل هم په سرينا او يا کوم بل هوټل کې ماشومان شهيدان شول، موږ به له څيړنو او تحقيقاتو پرته يو لوری پړ وګڼو، او خپل بای کاټ به ورسره اعلان کړو، په دغسې او ورته مسايلو کې موږ اړ يو چې احساساتي او يو طرفه پريکړې وکړو، هیله ده چې زموږ مجبوریتونه ټولې خواوې په نظر کې ونيسي.

طنزیه لیکنه! نظرمحمد مطمئن