حکومت هاي سر به خود

نويسنده: دکتور طاوس وردک لندن ۲۰ تم فيبر وري 

۲۰۱۸ ميلادي . 

په افغانستان کي دتاريخ په اوږدوکي په خپل سر حکمتونه را منځ ته شول ، او په خپل سر حکمتونه اکثرا د (( مشهورو غلو – نافرمانه قوماندانانو – دقومونو لويو خانانو او بايانو.))، له خوانه د بغاوت ، يا ياغيانو له خوانه  په متخلفو اشکالو رامنځ ته شوي چي پادشاهان ، اميران ، جمهور ريسان )، يي عزل کړي يا تيښتي ته برابر کړي يا يي وژلي دي )، چي لنډ مثالونه يي د (( حبيب الله کلکانی- جنرال دوستم – طالبانو – او ددکتور عبدالله عبدالله ))، له خوانه زموږ په ډالر شناسه خلکو د امريکا يا روسي د تاييدمهر ويا فرمايش په اساس عملي او رامنځ ته شوي دي ؟؟؟

(( انګيزه او علت يي د ضعيفالنفسه جمهورو ريسانو ، لافوکو او تقريرداره غير جدي او  په خپل وسله وال پوځ او  خلکو ايمان نه درلودونکي ريس  جمهورانو وو))،؟؟

نن د اشرف غني په رياست جمهوري کي يو ځلي بيا داسي حکومت د شوراي اتلاف شمال له خوانه د دوو ابر قدرتو په اشاره عملي کيږي ، خو زموږ چيز فهمه وطندارانو خلکو او خاصتا ريس جمهور ته ونه ويل چي که وطن درته ګران وي ، يا د وطن ملي مصالحو ته ژمن وي او په دي پوهيژي چي پشتانه د ملاتړي دي نو بيا دوه ګزيني يا انتخابه په مخ کي لري ؟؟؟

۱- بايد دملي مصلحت په خاطر چي وينه تويي نه شي او د ۱۷ کالو لاس ته راوړني تخريب او د خلکو سره يو ځاي د دشمنانو په تحريک له منځه لاړ نه شي نو بيا لطفا صادقانه استعفي ورکړه او وطن پريږده ورځه بيرته امريکا ته ، ځکه امريکا دغو حالت ته قصدي راوستلي او راورسولي  ؟؟؟؟

۲- که بيا د ۱۷ کلنو لاس ته راوړنو اهميت درته مهم وي او په دي هم پوهيژي چي خلک در سره دي او ( خلک د خداي  زور دي. )، متيقين يي او ملا د تړلي چي افغانستان او  خلکو ته يي رښتيني خدمت ګار ووسي  نو بيازما مشوره ومنه او زما مشوره داده. 

(((. افغانستان د امريکا. او ناتو د تخته خيز  ميدان دي. او غواړي زموږ له خاوري دروسي او چين. او مرکزي آسيا. د هيوادو. د تجزيي  او د کسپين دبحيري. تيلو ته ځان ورسوي ، او په ضمن کي  د افغانستان. د معادنو د چور او غلا  له پاره نوي انجينران. او متخصيصين. دسربازانو تر نامه لاندي را ولي  او د ليتيمو – کرومايتو -. يورانيمو – طلا – ياقوتو -  زمردو – بيروچو – لاجوردو – رخامو – او مخدره )))، توکو نه ځان پوره کړي  او جنګ او بم ګذاري ،  انتحاري ته په هيواد کي نور ۵۰ کاله دوام ورکړي نو دلته اوبه خړي. کوي. او بيا په شمال کي سر به خود حکومتونه د تا ( اشرف غني )،په ضد  تحريک اولمسوي  چي شروع يي د جنرال دوستم دبدناميدو او تبعيد ،  دشمال داتلاف جوړولو – د عطامحمد نور او د سمنګانو د واليانو د لري کولو ، دالکترونيکي تذکيرو نه ويش او، د ضيا مسعود دبرطرفي  نه شروع شوي ده ، نو د خوشحال  دشعر سره سم چي وايي (( يا به  وخوري ککري يا به کامران شي ))،  جدي تصميم ونيسه او فورا نن تذکيري بيله وير ي شروع کړه ، پريږده دشمنان وچغيژي لاس يي تر واشنګټنه خلاص ؟؟؟

او د امريکا د تحريکاتو په ضد (( جنرال دوستم راوغواړه او په خپله  څوکي  يي کينوه. او عطامحمد نور پريږده په ځاي يي ))، دغه دملي منافعو او د افغانستان دخلکو دملي وحدت په خاطر  ، نه د امريکايانو د خوشحا له کيدو په خاطر فورا عملي کړه ؟؟؟؟

دا به د دشمنانو زړونه وچووي ، اساس د فعالي او  منطقي ديپلوماسي ايجابوي ؟؟؟؟؟