سرنوشت انسان امروز در چنگال مومیایی فروشان دیروز

نویسنده: مهرالدین مشید زنده گی مدرن در آینۀ زوال تاریخی در جهان…

سیمون دوبوار،- رفاقت و عشق اگزستنسیالیستی

Beauvoir, Simone de (1908- 1986). آرام بختیاری سیمونه و سارتر،- ازدواج سفید…

کتاب زبدۀ تاریخ

رسول پویان فسانه خوان وفسون سرگذشت موسارا مگـر خـرد بکــنــد حـل ایـن…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟ پروفیسور دکتر شمس سینا بخش…

حقیقت فرا ذهنی: بنیاد برترین واقعیت

ذهنیت به مفهوم تفکر٬ و تعقل از جوهر حقیقت٬ بنیاد…

ژرفنای فاجعه در افغانستان و سناریو های فراراه ی طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید ستم طالبان و ایستادگی ملت؛ اراده مردم افغانستان…

پایداری

ثبا ت و پا یداری را نمانده  قدر و مقدارش چنان…

مهر پدر

دستت پدر ببوسم و سر هم به پای تومیخواهم آنچه…

نمونه هایی از کهنترین اشعار فارسی

تا بدانجا رسیده دانش من که بدانم همی که نادانم ( ابو…

ترامپ و بازتعریف روابط بین‌المللی؛ از تنش‌های ژئوپلیتیک تا دیپلماسی…

نویسنده: مهرالدین مشید ترامپ از دور زدن تنش های دیپلوماتیک تا…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش دوم درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

پرتو عقل و خرد 

رسول پویان  جهان که در دل دانش می‏کند تابـش  به جهل تیره…

نامه‌ی سرگشاده‌ی محمدعثمان نجیب، بنیادگذار مکتب دینی-فلسفی من بیش از…

آقای ترامپ! تو نه در قامت یک سیاست‌مدار آمدی، نه به…

افغانستان، میان دو لبه تیغ؛ تحول نرم یا سقوط ساختاری

نویسنده: مهرالدین مشید نجات افغانستان در گرو راهی؛ میان تحول نرم…

دولت: کاملِ ناتمام...!

دولت یا خدمات عامه و زمانیکه توسط میثاق مردمی همانا…

فرق بین شادی و لذت

 محمدنعیم «کاکر خیلی ها فکر می‌کنند که شادی و لذت یکی…

شلینگ و هگل،- دعوای 2 فیلسوف دولتی

Schellig, F.W (1775- 1854 آرام بختیاری فلسفه شلینگ،- مفاهیم ناروشن، تعاریف ناتمام. شلینگ…

عید قربان

ای وطندار عید قربان شد قربانت شوم صدقه‌ی حال خراب و…

حامییان حق!

امین الله مفکر امینی !    2025-03-06   نترسم زدشمن تکیه برحـــق کــــــــــرده ام باتکیه…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش نخست درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

«
»

حکومت او خصوصي سکتور ولس هیر کړی

د نړۍ د هیوادونو ولس او خلک ورځ تر بلې هوسا ژوند ترلاسه کوي، ورځ تر بلې پرمختګ کوي، ورځ تر بلې ورته د حکومت له لوري اسانتیاوې برابريږي او ورځ تر بلې له بیلابیلو امتیازاتو برخمن کیږي؛ خو دلته په افغانستان کې بیا زمونږ د ولس حالات وګورۍ، دلته ورځ تر بلې خلک بدبخته کیږي، ورځ تر بلې شاتګ کوي، دلته نه یوازې دا چې حکومت او دولت ولس ته د ژوند لازمې اسانتیاوې نشي برابرولی بلکه ورځ تر بلې د ولس د ژوند پر وړاندې خنډونه جوړوي؛ ښه بیلګې يې د ولس په اوسنۍ بیکارۍ او مخ په ځوړ اقتصادي حالت کې د حکومت له لوري د ټلیفون پر کرډیټ کارتونو د مالیې وضع کول او د بریښنا شرکت لخوا د بریښنا په مصرف کې د هر کیلو واټ پر سر د پنځه پوله اضافي قیمت اخیستل دي. دلته له یوې خوا مو په اقتصادي لحاظ د هیواد اقتصاد په بهرنیو مرستو متکي دی؛ او له بلې خوا تېرو حکومتونو هم په داسې زیربنايي پروژو پانګونه ونه کړه چې د ولس د بیکارۍ کچه یې راټیټه او اقتصادي حالت یې له رکود ژغورلی وای؛ نو اوس مو هیواد د عوایدو د ترلاسه کولو لپاره دوه لارې لري یو یې بهرنۍ مرستې (خېراتونه) او بل د ګمرکونو مالیات دي چې دواړه په هوايې شکل راځي او په هوایې شکل هضمیږي، ولس مو یوازې د میډیاوو له لارې ددې تش خبرونه اوري او بس.

دا سمه ده چې د هیواد په ابادۍ او پرمختګ کې هر وګړی مسول دی خو دا پرمختګ باید داسې وي چې که ولس قرباني ورکوي باید حکومت یې هڅې په اوبو لاهو نه کړي او کوم قیمت چې دوی د هیواد پرمختګ لپاره پرې کوي نو باید بیرته د ولس په درد دوا شي، ولس ته باید پرې کاري زمینه برابره شي، ولس ته باید په ډاګه شي چې ددوی قرباني بیځایه نه ځي او بیرته ددوی په درد لګیږي. نه دا چې «تورې دې لالا وهي او مړۍ دې عبدالله وهي« د متل په مصداق د ولس د قربانۍ ثمره څو تنه د ولس ټیکه داران او حکومتي فاسد چارواکي ووهي. په حکومت کې د فاسدو افرادو شتون اوس خلک ذهناً په حکومت بې باوره کړي دي؛ ولس د حکومت پر شفافیت شک لري، دوی نه په پوهیږي چې د مالیې له لارې ټولې شوې پیسې به شخصي جېبونو ته ځي او که د د دولت خزانې ته. ولس غواړي د ټلیفون کریډيټ کارتونو د مالیې ګټې عملا په خپلو سترګو وویني. دلته  باید حکومت تر مالیه وضع کولو وړاندې باید خلکو ته ذهنیت ورکړای وای؛ دلته باید داسې فضا رامنځته شوې وای چې خلکو ځان د حکومت او حکومت د ځان ګڼلای.

بله موضوع د بریښنا د مصرف په قیمت کې د بریښنا شرکت لخوا د پنځه پوله بيې لوړل دي. په اوس وخت کې افغانستان تر ډیره بریښنا له مرکزي اسیا هیوادونو او ایران واردوي. په داسې حال کې چې ولس مو تر ډیره بیکاره دی، اقتصادي وضعیت مو له رکود سره مخامخ دی او په کابل او ولایتونو کې د برښنا پر کیفیت او د لینونو د غځولو پر غیرمعیاري توب تل نيوکې کیږي ؛ د بریښنا شرکت مسولینو د بریښنا په قیمت کې پنځه پوله لوړوالی راوستی دی. د یاد شرکت مسولین وایې د وارداتي بریښنا قرارداد؛ درې کاله وړاندې چې د یو ډالر قیمت پنځوس افغانۍ و؛ لاسلیک شوی دی او اوس د ډالر په مقابل کې د افغانۍ د ارزښت په لویدو سره دوی پریکړه کړې چې د بریښنا قیمت لوړ کړي. دوی وایې زمونږ د بریښنا اخیستل په ډالرو دي په تیر کې د ډالرو ارزښت ۴۷ یا ۴۸ افغانۍ او یا نهایت ۵۰ افغانۍ و خو اوس د افغانۍ په مقابل کې د ډالر قیمت تر ۶۴ رسیدلی دی چې د بریښنا شرکت ددې قیمت د پوره کولو توان نلري، بالاخره پریکړه وشوه چې په هر کیلو واټ بریښنا پنځه پوله قیمت لوړ شي، یعنې اوس چې یو کیلو واټ په دوه افغانۍ دی او په راتلونکي کې به دوه افغانۍ او پنځه پوله شي.

د بریښنا شرکت په یاد اقدام سره د هر زر کیلو واټه بریښنا په قیمت کې ۵۰ افغانۍ لوړوالی راغی په دې معنا چې پخوا د یو کیلو واټ بریښنا قیمت دوه زره افغانۍ و او اوس به دوه زره او شل افغانۍ شې. دلته حکومت او خصوصي سکتور فقط د خپلو شخصي ګټو او د عوایدو په راټولو کې دی او بس؛ خو د ولس غم څوک نه خوري، د ولس د بیکارۍ غم څوک نه خوري، د ولس د امنیت غم څوک نه خوري، د ولس د سر د ساتنې په کیسه کې څوک نه دی، دلته حکومت او خصوصي سکتور د خدماتو د کیفیت د ښه کولو او د ولس د اقتصادي حالت د ښه کولو په غم کې نه دي بلکه فقط د خپلو شخصي جیبونو د ډکولو غم کوي او بس.

که چیري تیر حکومت د وارداتي بریښنا پر ځای په خپله افغانستان کې دبریښنا په بندونو پانګونه کړی وای نو اوس به مو نه د سوال په وارداتي بریښنا دومره لوړ قیمت ورکولو او نه به مو اقتصادي حالت داسې له رکود سره مخامخ کیده ځکه د یو هیواد په اقتصادي پرمختګ کې بریښنا بشپړ رول لري.

لیکنه: خوشحال آصفي