څومــره د مینې او صفــا دونیا ده
بې سالوسۍ چــې د هرچا دونیا ده
تل به اخلاص او محبت کــې  پایې
په هغه زړه کې چې رښتیا دونیا ده
چې بل تــه شر ځانلـه ارام لټوي
د داسې خلکو نــا روا  دونیا ده
په ځان مغروره  بې خبر دي له دې
چې دا  نیمګړې بې  بقا دونیا ده
دلته فــرصت لا د ښېګڼو کــم دی
نه د کینې، بخل او جفــا دونیا ده
   یو خوږ خبر به چیرته  کله واورې
هلته ته چې حرص او د دونیا دونیا ده
ژوند د اخلاص اوورور ګلوي ښکلی دی
د کوم ماحول چې بې ریا دونیا ده
چې انسانیت پــه نوم رسیږي بل ته
دا حقیقي  د رب   رضــا دونیا ده
——————————–
سمیع الدین افغاني
۸ -۱۰ – ۲۰۱۵
م ۰ کال