وقتی دین و فلسفه به ایدئولوژی بدل می‌شوند

 نویسنده: مهرالدین مشید ایدئولوژیک شدن دین و فلسفه؛ آغاز فاجعه دین و…

انتقاد،اعتراض، پاڅون او بغاوت

عبدالصمد ازهر                 …

دل « قلب » چیست؟ 

برهان الدین « سعیدی » دل نباشد غیر آن  دریای نور…

افغانستان؛ کشوری که توسعه در آن چند بار متوقف شد

نگاهی تاریخی و فرهنگی به «آغازهای ناتمام»، از دولت‌سازی تا…

نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

اسراف

"رها" دست مادرش را سفت گرفته بود، که در شلوغی…

از افغانستان تا هرمز؛ وقتی بحران‌های منطقه به یک زنجیره…

وحیدالله نورزی Wahidullah Noorzai Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist |…

عدالت در اسلام !

شیخ الاسلام امام ابن تیمیه می گوید . ان الله…

 افغانستان در بن‌بست پیچیده؛ روزنه‌های امید برای گشایش

 نویسنده: مهرالدین مشید قومی‌سازی جنگ؛ ترفند طالبان برای بقای انحصار قدرت  این…

مکثی بر طرح «ضرورت عقلانیت سیاسی، واقعبینی و گفتگوی سیاسی»

نوشته از بصیر دهزاد برای اولین بار است که ، بعد…

  نوستالژی انقلابی رمانتیسم فقرو بیچارگی

Victor Hugo (1802- 1885 ) آرام بختیاری آثار هوگو؛ مدرن، روشنگر، اخلاقی،…

فراتر از فروپاشی: چرا دولت‌ها پیش از سقوط، از درون…

تحلیلی نهادی از افغانستان و منطق سرایت بحران در منطقه وحیدالله…

من مسئول اعمال خودم هستم، نه مسئول اشتباه هم‌تبارانم

 نور محمد غفوری اگر سخنانی که از نام رحمت‌الله نبیل در…

جوردانو برونو ( بخش دوم ) 

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

افغانستان پس از پنج سال طالبان؛ ثبات واقعی یا آرامش…

وحیدالله نورزی افسر ارشد نظامی سابق، استراتژیست میدانی و تحلیل‌گر امنیتی…

افغانستان؛ تشنه رهبران آگاه و مدیران صادق، نه غارتگران قدرت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان به رهبران آگاه و مدیران صادق و…

از ضعف نهاد در افغانستان تا سرایت ناامنی در منطقه…

وحیدالله نورزی Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military & Security Analyst Strategic…

سیاسي ګوند، سازماني جوړښت او د دموکراتیکې رهبرۍ بنسټونه

نور محمد غفوری لنډیز سیاسي ګوندونه د معاصرو سیاسي نظامونو له مهمو سازماني…

وقتی ثبات به تله امنیتی تبدیل می‌شود: افغانستان، طالبان و…

نویسنده: وحیدالله نورزی افسر ارشد سابق پولیس ملی افغانستان | تحلیل‌گر…

«
»

جګړه د ډیپلوماسۍ پای

د نظامي تکنیک او وسیلو نه د ډیپلوماسۍ په وروستۍ مرحله یا پړاو کې او معمولا پس د ډيرو تکنیکونو د استعمال نه ګټه پورته کيږي. دا امکان هم شته چې یو دولت په عین وخت کې د خپلو ټولو امکاناتو او حربو نه لکه فرهنګي، تبلیغاتي، اقتصادي او نظامي نه ګټه پورته کړي. داسې هم انګیرل کیږي چې جګړه د ډيپلوماسۍ پای ده اما څرنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه دا ممکنه ده چې د جګړې پر مهال ډیپلوماسۍ ډيره فعاله شي او په عین وخت کې د تشویق او مجازاتو له سیاست نه ګټه پورته شي. هغه دولت چې د نظامي حربې نه په بهرني سیاست کې ګټه اخلي په دې هڅه کې وي چې مقابل لوری تر فشار لاندې راولي او دېته یې اړ کړي چې په خپل بهرني سیاست کې بدلون راولي او په خپلو ملي موخو او ګټو باندې بیا کتنه وکړي. دا دولت خپل دا سیاست تر هغه ځایه پلی کوي چې خپل امکانات او وړتیاوې ورته اجازت ورکوي.

د زور نه ګټه اخیستنه په بهرني سیاست کې په لاندې یاد شویو دلایلو او انګیزو نه سرچینه اخلي.

۱ــ د واک له ویش نه ناخوښي

۲ــ د بهرني ښکیلاک نه د خلاصون لپاره د ولس لیوالتیا، مليتوب او ځان غوښتنه

۳ــ د نویو نظامي او فرهنګي ایتلافونو رامنځته کیدل

۴ــ د کورني یووالي د ټینګښت لپاره په بهرنۍ جګړه کې برخه اخیستنه

۵ــ نسبي محرومیت او بایلل

۶ــ د ولس فشار

۷ــ تکنالوژۍ ته لاسرسی او د ستراتیژیکو نظامي تجهیزاتو درلودل

۸ــ د اختلافاتو حل او فصل؛ یعنې په مقابل لوري د یو لړ شرایطو د منلو په خاطر د زور له حربې ګټه اخیستنه

۹ــ ټولنیز داروینیزم یعنې باور درولودل پر دې باندې چې ټولنې هغه بیلابیل بیولوژیک عناصر دي چې د رقابت پر بنا او بنسټ باندې یوازې ددوي مناسب عناصر کولای شي چې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

نو په دې ترتیب باندې دولتونه د خپل بهرني سیاست په پلي کولو کې د ګټو په نظر کې نیولو، د لومړيتوب له مخې د موخو په نظر کې نیولو او د خپل وړتیاوو او واک په نظر کې نیولو سره د بیلابیلو حربو او وسیلو نه ګټه پورته کوي او دا لړۍ مشخصه او یو شان نه وي؛ کله ناکله داسې هم پیښیږي چې د څلورو واړو تکنیکونو نه ( ډيپلوماسي، اقتصادي فشار، فرهنګي او تبلیغاتي او نظامي) د خپل بهرني سیاست په پلي کولو کې ګټه پورته کوي. ددې په پيژندنه چې کومه حربه او یا د فشار وسیله او یا هم تکنیک مناسب دی مهم او اړین ټکی دی چې باید سیاست وال او د بهرني سیاست لوبغاړي دیته پوره پاملرنه وکړي.

اوس به راشو خپل هیواد افغانستان ته، افغانستان د یو ښه جیواکانومیک، جیوپولیټیک او جیوستراتیژیک موقعیت په درلودلو سره په نړیوال نظام کې په دې نه دی توانیدلی چې یو فعال، آزاد، اغیزمن بهرنی سیاست ولري او د واک له لوري په نړیوال نظام کې خپله خبره ولري. دا ځکه چې مونږ په خپل بهرنی سیاست کې یوه لیکل شوې ستراتیژي او روښانه تګلاره؛ نه د کرزي د واکمنۍ پر مهال او نه هم د ملي یووالي په نوم د ګډ شرکت په واکمنۍ کې شتون لري. نه هم تکړه او پوه ډیپلوماټان او د سیاست لوبغاړي لرو. په یادو څلورو تکتیکونو کې چې مخکې مو ترې یادونه وکړه افغانستان یو هم نلري او بهرنی سیاست یې په نورو پورې تړلی دی ځکه د اقتصاد له اړخه افغانستان په نورو پورې تړلی دی.

نه په ډيپلوماسۍ کې دا وړتیا او هوښیارتیا لرو چې خپلې غوښتنې په مقابل لوري باندې ومنو ځکه یو فعال او روښانه مخه نه لرو. کله د ختیځ او کله هم د لویدیځ په لمن کې ځان غورځوو، نه مو دوست معلوم کړ او نه هم دښمن. د اقتصاد له پلوه سره لدې چې افغانستان سرشاره او غني طبعي زیرمې او ذخایر لري اما متاسفانه تر اوسه مو لاس نورو ته اوږد نیولی دی او نشو کولای چې په درسته توګه له دې وسیلې په خپل بهرني سیاست کې ګټه واخلو. په فرهنګي او تبلیغاتي برخه کې سره له دې چې په لسګونو ټلویزیونونه، په سلګونو راډیوګانې او په زرګونو چاپي او برقي رسنۍ لرو خو له بده مرغه چې له دې اړخه هم نشو کولای چې په خپل بهرني سیاست کې دا وسیله او حربه وکاروو ځکه دوي ته مو یوه روښانه تګلاره نه ده ټاکلې.

او بلاخره به نظامي برخه کې خو  افغانستان اصلا دا وړتیا نلري چې حتا په ځینو حالاتو کې له خپل ځانه دفاع وکړي. د ډاکټر نجیب الله د حکومت له پرځیدو وروسته چې زمونږ ملي اردو له منځه ولاړه؛ تر ننه مونږ په نظامي برخه کې په خپلو پښو ولاړ نه یو او که چیرې د نړیوالې ټولنې مرسته نه وي نو حتا نشو کولای چې د خپل هیواد او هیوادوالو امنیت هم تامین کړو نو بیا څنګه کولای شو چې په بهرني سیاست کې د زور نه کار واخلو او نور لوبغاړي دیته اړ کړو چې زمونږ غوښتنې ومنې.

د یادو ستونزو حل که څه هم ډير وخت او لازمو امکاناتو ته اړتیا لري خو یو شی چې ډير مهم او اړین دی دا دی چې ښه او قوي اراده، په واک او قدرت کې یو نظر او پياوړی مدیریت او رهبریت یادو ستونزو ته د پای ټکې ایښودلی شي.