فطرتی انسانی

امرالدین نیکپی در اوایل دانشگاه ، داستان‌های مذهبی بسیاری دربارهٔ طرد…

جهان صلح وصفا!

امین الله مفکر امینی                   2025-19-06 جهانـی صلح وصفـــای بشربماتم کشیـــــده جـاهــــلانیکی برسیاستهای…

سرنوشت انسان امروز در چنگال مومیایی فروشان دیروز

نویسنده: مهرالدین مشید زنده گی مدرن در آینۀ زوال تاریخی در جهان…

سیمون دوبوار،- رفاقت و عشق اگزستنسیالیستی

Beauvoir, Simone de (1908- 1986). آرام بختیاری سیمونه و سارتر،- ازدواج سفید…

کتاب زبدۀ تاریخ

رسول پویان فسانه خوان وفسون سرگذشت موسارا مگـر خـرد بکــنــد حـل ایـن…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟ پروفیسور دکتر شمس سینا بخش…

حقیقت فرا ذهنی: بنیاد برترین واقعیت

ذهنیت به مفهوم تفکر٬ و تعقل از جوهر حقیقت٬ بنیاد…

ژرفنای فاجعه در افغانستان و سناریو های فراراه ی طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید ستم طالبان و ایستادگی ملت؛ اراده مردم افغانستان…

پایداری

ثبا ت و پا یداری را نمانده  قدر و مقدارش چنان…

مهر پدر

دستت پدر ببوسم و سر هم به پای تومیخواهم آنچه…

نمونه هایی از کهنترین اشعار فارسی

تا بدانجا رسیده دانش من که بدانم همی که نادانم ( ابو…

ترامپ و بازتعریف روابط بین‌المللی؛ از تنش‌های ژئوپلیتیک تا دیپلماسی…

نویسنده: مهرالدین مشید ترامپ از دور زدن تنش های دیپلوماتیک تا…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش دوم درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

پرتو عقل و خرد 

رسول پویان  جهان که در دل دانش می‏کند تابـش  به جهل تیره…

نامه‌ی سرگشاده‌ی محمدعثمان نجیب، بنیادگذار مکتب دینی-فلسفی من بیش از…

آقای ترامپ! تو نه در قامت یک سیاست‌مدار آمدی، نه به…

افغانستان، میان دو لبه تیغ؛ تحول نرم یا سقوط ساختاری

نویسنده: مهرالدین مشید نجات افغانستان در گرو راهی؛ میان تحول نرم…

دولت: کاملِ ناتمام...!

دولت یا خدمات عامه و زمانیکه توسط میثاق مردمی همانا…

فرق بین شادی و لذت

 محمدنعیم «کاکر خیلی ها فکر می‌کنند که شادی و لذت یکی…

شلینگ و هگل،- دعوای 2 فیلسوف دولتی

Schellig, F.W (1775- 1854 آرام بختیاری فلسفه شلینگ،- مفاهیم ناروشن، تعاریف ناتمام. شلینگ…

عید قربان

ای وطندار عید قربان شد قربانت شوم صدقه‌ی حال خراب و…

«
»

جنجوعه او عمران خان ته؛ ببولالې مه واياست، زمونږ تاريخ مطالعه کړئ

لکه څنګه چې پاکستاني چارواکو تل خپل د بام واورې په افغانستان اچولې دي؛ دا ځل يې دوه ښاغلو د ملي امنيت سلاکار او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان نوې ببولالې زمزمه کړې دي. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه ويلي، په پاکستان کې افراطیت او سختدریځي د افغانستان د جګړې محصول دی. جنجوعه په ډيرې سپين سترګۍ په خپل منافقانه سياست پرده واچوله او دا يې رد کړه چې پاکستان په افغانستان کې دوه مخیزه پالیسي پر مخ بیايي؛ یعني له یوې خوا د طالبانو ملاتړ کوي او له بلې خوا وايي چې له امریکا سره متحد دی. جنجوعه د خپلې خبرې د ثبوت لپاره وویل، که پاکستان د طالبانو ملاتړ کاوه، طالبانو به د پاکستان پر ضد جنګ نه کاوه.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار همداراز ادعا وکړه چې که په اتیایمه لسیزه کې پاکستان د شوروي اتحاد په وړاندې له افغانستان سره مرسته نه وای کړې، اوس به افغانستان د نړۍ په نقشه کې نه وای. ده د خپلو ادعاوو په دوام کې وویل چې امریکا هم د پاکستان له برکته د نړۍ په یوازیني زبرځواک بدله شوه. له دې يوه ورځ وړاندې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم په اتایمیه میلادي لسیزه کې د افغان مجاهدینو ملاتړ وغانده اوویې ویل چې د پاکستان دا تېروتنه د دې سبب شوه چې په پاکستان کې سختدریځي خپره شي.

لومړی راځم د جنجوعه د هغې خبرې ځواب ته چې وايې که په اتیایمه لسیزه کې پاکستان د شوروي اتحاد په وړاندې له افغانستان سره مرسته نه وای کړې، اوس به افغانستان د نړۍ په نقشه کې نه وای.
زه په دې باوري يم چې اول خو به ناصر جنجوعه دا خبرې د نشې په حالت کې کړې وي او که د نشې په حالت کې نه وي نو بيا به يې د افغانستان تاريخ له ياده وتلی وي. ځکه په نشه کې د انسان عقل له منځه ځي او بيا لوی لوی خيالونه ويني او داسې خبرې يې له خولې وځي چې له حقيقته ډيرې لويې وي. که ناصر جنجوعه ته تاريخ د افغانستان تاريخ معلوم وای نو پرته له شکه چې په خپله کوچنۍ خوله يې دومره لويه خبره نشوه کولی. زه جنجوعه ته توصيه کوم چې لومړی بايد د افغانستان تاريخ مطالعه کړي او بيا دې په اوداسه کې د افغانستان نوم واخلي. افغانستان خو ۵۰۰۰ کلن خپل آزاد او خپلواک تاريخ لري. په دغو کلونو کې تل خپلواک اوسيدلی دی او که په ناپوهۍ کې پرې چا يرغل کړی نو داسې غاښ ماتوونکی ځواب يې ليدلی چې تر ننه يې نسلونه نسلونه ياد ساتي.

او پاکستان خو اصلاً تاریخ نه لري. دا خو له دويمې نړيوالې جګړې وروسته کله چې هندوستان له بريتانيا خپلواکي واخيسته؛ نو د انګليس شياطينو په غوښتنه او په سيمه کې د انګريز د يو ښه غلام او لاسپوڅي په توګه د افغانستان او هندوستان له خاورې جلا شو. تاسې خو په خپل ۶۶ کلنه موده کې چې تاريخ ورته نشو ويلی؛ د انګريز غلامي کړي او د بل چا په موګي دې حالت ته رسيدلي ياست. که تاسې جنجوعه او عمران خان ته د افغانستان تاريخ مطالعه سخته وي نو بيا مو خپله ۶۶  کلنه موده وګورئ چې په تيرو لسيزو کې له يواځې له هندوستانه څو ځلي شرميدلې ماته خوړلې؟ آيا هغه ورځ مو په ياد ده چې په يوه ورځ مو ۹۰۰۰ پوځيان هندوانو ته سره د وسلو او تجهيزاتو تسليم شول؟ يو هيواد چې اصلاً خپل تاريخ ونه لري؛ څنګه د يو ۵۰۰۰ کلن تاريخ لرونکي هيواد ته د نړۍ له نقشې د ايستلو خبره کوي؟

دويم راځم د ناصر جنجوعه هغې خبرې ته چې په خپلو منافقانه سياستونو يې د پردې اچولو هڅه کړې او ويلي دي چې که پاکستان د طالبانو ملاتړ کاوه، طالبانو به د پاکستان پر ضد جنګ نه کاوه.
په دې خبرې سره مو موافق يو چې په سيمه کې ترهګري د اتيايمو لسيزو پر مهال په افغانستان کې د پاکستان لخوا د جهاديانو د ملاتړ له برکته ده. خو آيا په دې مو کله فکر کړی چې ساتل شوی مار يوه ورځ خپل څښتن ته هم ټک ورکوي؟
تاسې جنجوعه خېل خپل ساتلي مار خوړلي ياست. همدا تاسو وئ چې د افغانستان د بربادۍ لپاره مو د سپيڅلي جهاد له نومه ګټه پورته کړه او د څو تنو منحوسو څېرو په لاس مو ټول افغانستان کنډو کپر کړ. هغه  تاسې وئ چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو د پښتنو د ځپلو لپاره مو د طالب په نوم ناسور رامنځته کړ. او هغه هم تاسې وئ چې د ډاکټر نجيب الله له واکنمۍ وروسته مو خپل په لاس جوړ کړي طالبان په رسميت وپيژندل. که تاسې هغه مهال د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې نه وې لټولی او طالب ته مو له خپلې کمبلې لاندې ځای نه وی ورکړي نو نن به ستاسې ساتل شوي مار تاسې ته ټک نه درکولو.

همدا اوس هم ستاسې د آی ايس آی جاسوس ملايان لکه ملا فضلو  او مولانا سميع الحق طالب ترهګر خپل بچيان او اولادونه بولي. همدا ستاسې د استخباراتو پخواني مشر حميدګل ملا عمر خپل ښې مټ بللو. او همدا ستاسي ديکتاتور کودتايې ولسمشر پرويز مشرف مو د افغانستان او ستاسې د پاکستان د بدبختۍ د لامل په روزلو اعتراف کوي او پرې وياړي. تاسې عمران خان او ناصر جنجوعه چې نن د افغانستان د جهاد ملاتړ د ترهګرۍ زيږندنه بولئ؛ له خوبه رابيدار شئ او لږ له ځان سره په ګريوان کې فکر وکړئ چې آیا ساتل شوی مار خپل خاوند ته ټک نه ورکوي؟

لیکنه : خوشحال آصفي