ویروس خزنده ی ویرانگر و خطرناکتر از بم اتوم

سلیمان کبیر نوری پیش تبصره: چه جالب شهره ی جهان شده است…

افغانستان در منطقه و جهان

در این مقطع زمانی تاریخ که جنگ ناتو به سرکردگی…

کی فراموش شود!

امین الله مفکر امینی       2024-20-02! کی فرامــــوش شود روزهای داغ نبـــــــرد درسنــگر که…

دلبرین عبدالفتاح علی

بانو "دلبرین عبدالفتاح علی" (به کُردی: دڵبرین عەبدولفەتاح عەلی بۆتانی)…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید سخنی از تبعید و تبعیدگاه و تبعیدیان تاریخ قسمت…

دیالوگ

https://www.youtube.com/watch?v=j-Nr0pI5vJ4&ab_channel=dparsa

خلوت دل

رسول پویان نمـی پـرســد ز احـوال دل تـنـهـایی تـنهایم نمی داند کسی…

تا کی ز دستِ!

امین الله  مفکر امینی       2024-20-02! تا کــی ز دسـتِ  مـــلا و محتــسب کشیم عـــذاب شرم…

بازی های جدید استخبارات پاکستان و اختلاف فریبنده ی اسلام…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روز ها گزارش هایی به نشر…

اجلاس دوحه هیاهویی پوچ

سیامک بهاری اجلاس دو روزه دوحه درباره بحران افغانستان به سرپرستی…

جمهوری متحد ضداستعماری عرب

دانیل (دَنی) شاو ــ پیش از سوم ژانویهٔ ۲۰۲۰ایرانی، ایرانی بود    …

زرع گندم در افغانستان

انواع گندم  در مناطق مختلف افغانستان پیشگفتار این کتاب برای چند منظور…

اسلام گرایان از نفی سیطره ی غرب تا نفی فرهنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید نفی سیطره ی غرب را نباید با نفی…

انبیق یادها

رسول پویان صـدای بلـبـل آبـی و شـالـیــزارانم دوباره زنـده کند خاطـرات دورانم ز…

هیچ انسانی غیر مجاز نیست!

سیامک بهاری «اتباع غیر مجاز حق اجاره کردن خانه و ملک…

نزدیک به ۶۰ اجماع سازمان برای افغانستان – نشست دوحه…

که ۶۰ هزار اجماع هم برگزار شود – تا عنصر…

واهمه

از شكستن غرور واژه‌های تو  عطر باغچه هم شكست و قنارهای سركش…

نشست های جهانی و نبود اجماع سیاسی و بی پایانی…

نویسنده: مهرالدین مشید اجماع سیاسی در سطح ملی و بین المللی…

از بلند پروازی تا سقوط

عبدالصمد ازهر                 …

وحدت ضامن پیروزی وحافظ بقای ماست

پيشگفتار: مردم آزاده افغانستان در درازنای تاریخ هر زمانیکه خاک آبایی…

«
»

افغا نستان ته تللی وم

په افغانستان کی دیوی نیمی میا شتی په تیریدو  سره می   هرهغه څه دنژدی
ولیدل چی (دخلګو اومیډیا څخه می اوریدل).
په ۱۹۹۹م کال کی دافغانستان څخه را وتی ووم . کله چی  می تصمیم ونیوی کا
بل ته ولاړم  او ټکیټ واخلم . راته وویل سول چی  دافغانستان  دخاریجه
چارو وزیر وخپلو سفارت خانو ته مکتوب لیږلی  دی  هغه افغانان چی په خاریج
کی  استوګن دی که وغواړی وافغا نستان  راسی  مکلف دی چی  دافغانی
سفارتونو یا نما ینده ګیوڅخه  ویزه واخلی .داسی حکم نو دافغا نستان
دخاریجه وزارت د احماقت نښه بولم.مجبورسوم  ددوی دغه احمقانه غوښتنه پوره
کړم  اوخپل هیواد(کور)  دتللو ویزه  (اجازه ) له غلو څخه پلاس راوړم.
د۲۰۱۴ م کال دمی دمیا شتی پر (۸) تاریخ باندی  دماپښین نږدی (۳) بجی وی
څو د الوتکی  دیوه  کار مند لخوا اعلان وسوو” دکابل بین المللی هوایی
ډګرته په خیر را ورسیدو”.البته داخبره هم دیا دولو وړبولم چی  د”صافی
ایر لاین” په الوتکه کی خبر تیا وی په انګلیسی ژبه او فارسی ژبه  سره وی.
په طیاره ښځینه  او نارینه  کارکونکی په پښتو ژبه  نه پوهیدل  اویاورته
هدایت داسی ؤ چي  په پښتو ژبه خبری ونه کړي .
د الوتکی  دکړکۍ څخه می  وکتل چی کابل  په یوه ژړ بخون  خیرن ګرز کی
پوښلی دی  لمر هم ژړغوندی  اوخفه معلومیدی  دهغه هوا اوفضأ څخه  انسا ن
درک کولای سوای  چی هلته به څه تیریږی.
بل خوا می ولیدل چی دکا بل په بین المللی ډګرکی  دپخوا په تناسب  زیا تی
خونی جوړی سوی وی په هوایی ډګر کی زړی اودکاره لویدلی الوتکی ښکار یدی .
په ترمینل کی د زیاتو ځای پرځای کړل  سوو ملکی کار کوونکواو نظامی پرسونل
دکړنو څخه  ښکاره وه  چی هیڅ یو مامور اوآمنیتی  کس  به یی هم په خپل  طا
قت  اولیا قت پر مناسب ځای نه وه پر کار ګمارل سوی.  واکمنی اداری  داسی
یو فاسد جلا خفورکړی ؤ چی  دزیا تو مفسد ینو په منځ کی  لږ صادیق  اووطن
پرست انسان هم  کم رنګه معلومیده  . داسا سی قانون پنځوسمه  ماده  په
ښکاره  په نظر کی نه وه نیول سوی ځکه  دا ماده  وایی ” دافغانستان اتباع
داهلیت له مخی اوله هرډول توپیر څخه پرته دقانون له حکمونو سره سم ددولت
خدمت ته منل کیږی” په خفګان  داسی نه وه .ولی چی دمسافرو سرپه بی پروایی
او غرور چلند  یی دا ثا بتول چی هریوه یی یوچا ته منصب وو نه  دوظیفی پا
بند  او اداری ته مسؤل.
کوم ډول چی په اسلام  اواسلامی نظا م کي  نظافت ته زیا ت  ارزښت ورکول
سوی  دی بد بختا نه د افغا نستان دحکومت نوم  هم اسلامی جمهوریت ؤ.دافغا
نستان اساسی قانون  هم په خپله دوپنځوسمه ماده  داسی وایی” دولت
دافغانستان  دټولواتباعولپاره  دناروغیو دمخننیوی او دوړیا علاج وسیاسی
او روغتیا یی اسانتیاوی  دقانون له حکمونو سره سم تامینوی”.په خفګا ن سره
چي  داسی نده . دمثال په  توګه : دټول کُفری نړی څخه یی دهوایی ډګرتشنا
بونه  زیات چټل ، دتشناب  پر مځکه  چټلی اوبه ډنډ ولاړی،په تشنا ب کی
دمسافرودلاس وچولو اومخ وچولودپاره هیڅ ډول سهولت  او اسا نتیا وی نه وی.
بد بختا نه  په تر مینل کي دننه  اودباندی  دآمنیتی  کسانو لخوا  دتلاښی
پروخت  دمسافرو سره داسی  چلند کیدی  لکه  په زندانو نوکی  چی  دبندیانو
سره  دتلاښی پر وخت معمول دی . کله چی مسافردترمینل له دننه امنیتی تلا
ښیوڅخه په روغه تڼی راتیرسی نودعامو خلګو دموټروتر تم ځایه پوری تلل زیا
ت  تر دوه کیلو متره فا صیله به د داسی سیمیټي  موانعو اود امنیتی  کلاه
بند یو سره مخا مخ سی چي دهری یوی په لیدوسره  دانسان  په مغزوکی دوحشت
اوبربریت  احسا س  زیا ته وی .  شمیرنه ددی کلاه بندیوڅه آسا نه کار نه
دی  ترڅودخپلو هغو دوستانو چي ستا دراتلواوهرکلی په انظار یی دوه  دری
حتا زیا ت ساعتو په ګرزنه ،خیرنه هوآ ولمرته بیله سر پنا تیرکړی وی ور
رسیږی
بیا به نومخامخ دارګ پرلورپر تللی سړک یا دخیرخانی پرلورمخ پر قبله دخپل
کوریا دوستانو کورته ځی. دلوی سړک په منځ کی  داسی سیمیټی دیوالونه،موانع
اولا ربندی  تلاښی ګوری چی هیڅ تصور یی سړی کولای نسی.یوه دوحشته ډکه فضأ
حاکمه ده. هرځای هرلوری ته  تر حساب زیات غټ غټ عکسونه  دمعلومو
قاتلینو،دکابل دښار او افغا نستان  دنړونکوو ګوری  چی ځوړند  دی.انسا ن
فکرکوی چی  موزیم ته  ننوتم  ،دملایانو می اوریدلی وه چی  په موزیم کی
لمونځ  نه کیږی  مګرما ولیدل چی  کیدی .
بل ترحد زیات هرما ډل دهر مملکت  نوی اوتاریخ تیرموټرونه  دراسته لاس
اوچپه لاس شترینګ  لرونکی دقا تلونو غلو،جنا یتکارانو په عکسونوسمبا ل
،دمسلاح  سړو څخه ډک بیله ترافیکی مقرراتو په نظر کی نیولوڅخه هرلوری ته
چی یی زړوی  تګ او راتګ کاوه  اوچا یی مخه نیولای نسوای هره لحظ جنګ
اوټکرونه لیدل کیدل.آفرین دکابل پرشریفو خلګو،ښځو اوماشومانو چی داټول
مشکلات یی زعمل.
روغه لاره اوسړک  په کابل کی نسته دښار په ټولو سر سبزه ځایونوکي  خپل
سرو زورور ما فیا یی  کړیو  غیری معیاری بیله  دی چی د چټلو اوبو داستلو
لاری ،دموټرونو ټم ځای دی ولری  دهر تعمیر لاندی  او یا څنګ ته  دچټلی
کوهی  کیندل سویدی  چي دلږوخت په تیرو به تعمیرونه کښیني ا وبل داچی  دښا
ر په کورونوکی د څښلو اوبو څا ګا ن  یی متأثر کړیدی .دا ټول تعمیرونه
دخرڅلا دپاره جوړسویدی هیڅ راتلونکی ضمانت پکښی نسته .
شاعرانوته دی خدای (ج) خیرورپه نصیب کړی چی وایی”کابل پردی دونیا جنت یا
دیږی”  بلی هو جنت ؤ ،مګر پر کابل اوټول افغا نستان  داسی  ډلی اوټپلی
حاکمی  دی  چی د افغا نستان  څخه یی  دوزخ جوړ کړی دی ،په خاصه  دښا یسته
کا بل څخه .
دافغانانو بیکاری ، په خاصه دتحصیل کړوځوانانو بیکاری،په دولتی اوغیری
دولتی اداروکی دروشوت ،فساد،واسط هغه څه ؤ چي ټولی کورنۍ یی سختی زورولی،
زیا ت وختونه ما دکابل په ښارکی دټکسی موټرونوڅخه آستفاده کول،زیا ت ټکسی
چلونکی ځوانان  تحصیل لرونکی اویا نیمګړی  زده کړی لرونکی وه ،یوټکسی
چلونکی اویا کوم بل مسافر ما ونه لیدی چی  ددی وضعی دی خوښ وي .ما کله نا
کله  قصداً په خبروکی  دحکومت طرف نیوی،خو دخلګولخوابه دسخت عکس العمل
سره مخامخ کیدم حتا غیری مستقیم  دښکنځلواوبد ویلوسره هم مخامخ کیدم.

نوربیا – دوام لری
دوهمه برخه:
افغانستان ته تللی وم
هرچیری هرځای هر ما ښا م لمر پر خپل مخه پرده  غوړوی  اوبیا سهار دخپله
مخه پرده لیر کوی روڼ او روښانه  مخ خلګوته ښی ، بد بختانه د کا بل د
لمرمخ به هم په خیرو اوګرخو نو کی پټ وو.  هر سهار به  افغا نا ن دڅو نو
غمجنو پیښو د خبرتیا  شا هدا ن وه. په افغا نستا ن کی  نژدی ټولی وژنی،
غلاوی ،سړی تښتونی ،قا چا ق، غصب، دنشیی توکو کاروبا ر،بد لمنی هرڅه نور
زوراو زیا تی چي کیدی تر ډ یره حده  به په مختلیفو پلمو اوبها نو په دولت
کی د شاملو زورو اشخاصو لاسونه  د خیل  وو. پخوابه خلګو ویل چی پلانی سړی
که د عالمه نه شرمیږی نو دخدایه  دی وبیریږی . پر قدرت سپاره سپین سترګی
سوی وه.
وایی :څه ژرنده پڅه وه اوڅه غنم لانده،مفسد ین  متحد او پرواک وه ،
ولسونه بی اتفا ق نوځکه بی واک وه .که انسان یو ه طرفته دافغا نستان
دعام اولس خفګان  اوبی وسۍ  ته وګوری ، نو بل اړخ ته  هغو ته چی   داُمید
سترګی ور اوښتی هغه(سیاسی  شخصیتونه اوسیا سي  احزاب) وه  .متاسفا نه  د
یوشمیر سیا سی  شخصیتونوپه مغزوکی لا اوس هم  هغه دځوانی  او بی تجربه ګی
دعمرخیا لات  پا ته وه. د دوی د ځا ن غوښتنو په وجهه ” نه ورسره وچه
خوړل کیدل نه لنده “. دهری ډلی اوحزب په مشر تا به کي لا تراوسه  وه
یوشمیر هغه سړی چی  په  زړو تیلو چلید ل .
اګرصد بود سا ل اګرصد هزار
ګذشت آ ن  سخن کا مد اند رشما ر
کسی کو خریدار نیکی شود
نګو ید بدی تا بدی نشود
همد ا  د دی  با عث سوی وو چی بیله هیڅ اساسی ،معقول  دلیل اومشکل  څخه
یی ځوا نا ن  ددښمن په ګټه  سره  تیت اوپاشلی ، یود بل په مقابل  کی د
رولی وه .چی دغه یو د بل په وړاندی د رید ل یی د ګډ سیا سی ټولنیزی فعا
لیت  اوګډی مبارزی مخه نیولی وه.
چی دا هم د موجود درغلګرحکومت دزیا تو نورو جفګانو دجملی څخه یوه جفأ
ؤ،چی دملت په وړاندی یی کړی وه. یوه  ستر جفأ  د برحا ل  درغلګرحکومت دا
هم وه چی  د سیاسی احزابو قانون یی  نیمګړی  تصویب کړی  اوپه  هغه نا قص
قانون باندی نه خپله عمل کوی اونه یی یاران . حتا  اساسی قانون هم د وی
تر پښولاندی  کړی ؤ ،د د وی سره په ګټو اوخیا نتونو کی شریک  هم  اسا سی
قا نون  پرځا نو نو  نه تطبیق کا وه. د مثال په ډول : د افغانستان  اساسی
قانون د سیا سی احزابو د جوړښت په با ب  داسی حکم هم لری.  دپنځه دیرشمی
مادی  څلرم بند داسی حکم لری ” له بهرنیوسیاسی  ګوندونو یا نورو بهرنیو
منابعو سره تړلی نه وی ، دقوم ،سیمی ،ژبی ،او فقهی مذهب پر بنسټ د ګوند
جوړول اوفعا لیت کول جواز نه لری”.
نوکه رښتیا سره ووایو په ټول هیواد کی  به پر هغو شرایطو برابر لږ سیا سی
احزاب ولرو  چی  په قانون کی یی ذ کر سوی دی .لږو سیا سی  احزابو به هغه
معیارونه  کوم چی  په قا نون کی  لیکل سوېدی پوره کړی وی. اکثریت حزبونه
په خاریج کی د پرد و  په خو ښه  دپرو دیو  دګټو دخوندی  توب  په  نیت
جوړسوېدی اودخاریجانو په مادی لګښت جوړسویدی. ا وس  اوس په هیواد  کی
سته  حزبونه چی نظامی  قواوی  هم لری،یا په یوقوم،یوی منطقی  اویوی ژبی
پوری  تړلی ډلی اوټپلی  دی، زه به یو دوه مثاله  دنمونی په شکل ولیکم:
اول:  د ډاکتر انورالحق احدی  حزب  یا” دافغان ملت ګوند”  کم  افغا ن ملت
؟خاریجی اړیکی یی پر ځای پریږده ،ایا نوموړی حزب په یوی ژبی ،یوه قوم
اویوی منطقی پوری تړلی حزب نه دی؟ کوم ازبک،ترکمن ،هزاره ،بلوڅ ،هندواو
تاجک یی په رهبری کی څه  په صفوفو کی سته؟ که وی څوک؟ په صورت دالویه تشه
لری.
دوهم :  د حاجی محمد محقیق  حزب یا “حزب وحدت ” د چا سره وحدت ؟. څوک
ښوولای سی  چی په وحدت حزب دی یونفر پښتون ،تاجک،ازبک ،ترکمن  پشیی ،بلوڅ
،هندو اویا بل  . آیا کرزی اودهغه  دار اودست دغه ډلګیانی نه پیژنی ،آیا
سترمحکمه  اوپه هغه کی په کار ګمارل سوی چی دالله پاک پرکتا ب قرآن (م)
لاس ایښود اواقراریی کاوه  او وویل یی چی په دغه کتاب (قرآن) م  قسم یا د
وم چی اساسی قانون به تطبیق کوم. رښتیا  ووایا ست  چی  څونه  درست عملی
یی کړیدی؟څنګه یی دغو ډ لو ته  داساسی قانو په خلاف  جوازنامه او د سیا
سی فعا لیت حق ورکاوه ؟ ایا مسلح ډلی نه لری اوکه په یو قوم اومنطقه پوری
وا بسته ندی؟.
بل غټ مشکل داو  چي دزیاتو حزبونوپه جوړښت او مشرتابه  کی ولاړ زاړه
شخصیتو نه چی داوسنی  پر مختللی نړیوال سیاست ،ساینس اوعصری تخنیک سره
یی ځانونه نسوای  برابر ولای  او خپله کمزوری  یی هم نسوای زغملای په هیڅ
صورت دی قربا نی ته آما ده نه وه چی  دیوه  قوی  ملی نهضت  دجوړیدو
اوټولنی په خیر خپل ځای  بل  چا ته  خوشی کړی. دنهضتونو دپر مختګ په لاره
کی  علاوه پرنوروخنډونودا یوبل  اساسی  خنډ ؤ.
هریوله دغومشرانو څخه تر دا اوسه   دونه کمزوری و چی حتا پدی نه وو
توانیدلی خپله ښځه ،خپل زوی  اوخپله لوردی ته اماده کی چی دده تر مشرتوب
لاندی حزب ته شا مل سی.
دښځودحقوقومسله چی نن ورځ په  نړی واله سطحه دملی او بین المللی نهضتونو
زیا ته توجو ځا نته جلب کړیده  او کوښښ روان چی په مد نی حرکتونو، سیا سی
فعا لیتونو ،سیا سی  احزابو، تشکلاتو او دولتونو کی ورته  توجو وسی.په
خفګان سره  زموږ دټولنی سیاسیون له دغه بهیر څخه شا ته پا ته وه . دوی
ټول  لا تر اوسه  پوری په خپلو کورونو کی دموکرات  سوی  نه وه ، اما بیله
خپلوښځو اولوڼو څخه دپردو دښځو اولوڼو ګډون  یی په سیاسی حرکتو کی  غوښتی
هغه هم  دځان تر مشر تابه لاندی.
دسیاسی  احزابو دغړو اورهبری په منځ کي  دځوانانو  او دښځو نه ونډه
اویا کمه ونډه  په بین المللی جامعه کی ددوی داعتبار اوپر مختګ ساحه تنګه
کړی وه . په زیا ت  تا سُف سره ترکمه ځا یه چی ما ولیدل موږ سیا سیون
په خپلو حزبونو کی دغه دښځو اوځوانانو لږ شتون یا نشتون جدی پرابلم نه
ګڼي .  دوی هم لکه په اوسنی درغلګر حکومت کی چی  دهرلوپوړی داخوښه وو دبل
ښځه اولور دده سکرټره وی خوخپلی ښځی اولورته یی بیا چا دری خوښول.
تر کمه ځا یه چی ما ولیدل ځوان نسل  په دغه نقیصه  ښه پوهیدل دخپلوسا
زما نو او حزبونو دمشرانو په کمزوری  زوریدل  مګرپه وړاندی یی سرونه
نسوای را وچت کولای داهغه مشکل ؤ چی  ځوان روڼ اندی ورسره لاس اوګریوان
وه.
سره لدی چی  وکابل ته  زما دورتګ ورځی دریاست جمهوری چوکی ته  ددوسیا لو
اومیدان ته را وتلو کا ندیدانو تر منځ د انتیخا با تی کامپاین  ورځی وی.
بیا  وتوانیدلم  چی دزیا تو سیاسی شخصیتونو، داحزابو دمشرانو  درهبری
دغړو،ځوانانو ،قومی شوراګانو دهغوی دمشرانو،مد نی ټولنودفعالینو سره
مخامخ یوځا ی او په ځانګړی توګه مجلسونه وکړم  اودخپل مسؤلیت  له مخی می
هریوه ته ددوی دجلا والی خطرونه  ،دهغه څخه را پیداضررونه او ددوی
مسؤلیتونه ورپه ګوته  کړل. ښه  خبر دا وه چی دافغا نستان دهر ولایت څخه
قومی مشران ،سیاسی مشران  کابل ته  تلل اورا تلل  زما باڼدارونه ګرم وه.
دهغه شمیرسیا سیونوسره چی  ځانونه یی په معینو ګروپی حلقو کی  دیوه وپاته
سوی شخصیت یا ژوند شخص په خاطربند کړی وه هم دنژدی  ولیدل . ما بیله
پردی هغوی ته  دا وویل  چی ژوندی باید  دمړوسره توپیرولری مړی پرخپل ځای
آرام پریږدی راځی دژوند یو فعاله انسانوپه شا ن  ځانونو اوجامعه ددی نا
خوالو څخه وژغورو.  په  یقین سره  ویلای سم  چی  مخامخ زما دخبروپه
وړاندی  منفی عکس العمل نه وو. اوکه چیری بیا هم  پټ څوک وی نو دهغوڅخه
څه نه جوړیږی  داوس دپار دهغوی پرځای پریښول پکاردی .دوی دپخوا پشان بیله
خپل ځان  بل څوک نه خوښوی دحال اوزمانی دغوښتنوسره دتللو توانی  به پکښي
نه وی دهغوی چرګ به  نو یوه پښه لرل.
دزیاتو نوظهر دیوناما پر لاس  را خوټید لو زود رسوو مدنی ټولنو
،سازمانونو،اتحا دیو،جبهو،قومی  شورا ګانو، دینی اوعلمی شخصینوسره  می هم
دنژدی ولیدل هرچا په ښکاره دحکومت  دکړنو څخه  شکا یت لاره .حتا حکومتی
لوړپوړو به هم  سرونه ټکول ما یوشخص دوضعی څخه راضی پیدا نه کړی.
دا ټول هغه څه وو چي د۲۰۰۱ م کال  دجرمنی هیواد په(بن)  ښارکی
پردوهیوادونو یو  شمیر  دخپلی  خوښی په دوی پوری تړلی  هیواد وال سره را
غونډ کړل  او دافغا نستا ن مظلوم اولس یی  هغو غلو،فاسدو ،قاتلو او ما
فیایی کړیوته  لاس ټړلی پلاس ورکړل . خلګو اوس هم دغه حکومت  اووکدار
پردی ګڼل.  اوپه ښکاره توګه یی  ددوی  غندنه کول.یوه خبرچي باید ولیکم
هغه داچی   وریا ست  جمهوری  ته د دوکا ند یدا تورانو  تر منځ د انتخا با
تی  سیا لۍ  په دا منځ کي  داسي وضعه   په وجود راغله چی دپخوا نیو (راست
او چپ) اوسنیو سیا سیونو تر منځ پولی  یی  ونړولی . بلی دا به موقطی وی
خو  یوګټورکار ؤ.هغه دشرم پرده چی کلونه یی یو بل سره  په متهم کول  لکه
( کمونیست اواشرار) یا (خلقی اومجاهد) دا خبرو نور  چسپ نه لاره  ټولو دا
منل چی  دغه (۳۵) کلن جنګ  یو پردی جنګ ؤ.مشترک فعالیتونه ،غونډی  اویوه
ته رایه  دخبرو اصلی محور ؤ. پا ی

عبدالقیوم