محمد بشیر دودیال

د ښاغلي پروفیسور استاد محمد بشیر دودیال د یو خوندور…

کتابی در خدمت ایمان یا ابزاری برای تحکیم قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید  از ادعای حقیقت دینی تا بهره‌برداری سیاسی و…

ادبیات مدرن، شعار " هنر برای هنر " نیست

Modernism . آرام بختیاری ادبیات مدرن؛ پیش از انقلاب و قبل از…

 اندیشهٔ روشن، قلم آگاه و رسالت روشنگری

داکتر سید احمد جهش؛ داکتر سید احمد جهش از نویسندگان و…

غوث الدین بهروز؛ شاعر خوش‌قریحه 

سخنی به قاضی غوث الدین بهروز ! صدای بیداری در…

عنایت پژوهان گردانی

 سمنگان گنجینه‌ای از انسان‌های فرهیخته دارد. عنایت پژوهان گردانی شاعر برخاسته…

د سیستمونو ډولونه (دوهمه برخه): اصلي او فرعي سیستمونه او…

نور محمد غفوری سریزه سیستمونه د جوړښت، فعالیت، موخې او له چاپېریال…

هرات؛ جغرافیایی که تاریخ را به راهبرد پیوند می‌دهد

Wahidullah Noorzai از میراث تمدنی خراسان تا ساختار اجتماعی، قدرت منطقه‌ای…

 ابتکار ملی؛ یگانه راه گذار به صلح پایدار و حاکمیت…

 نویسنده: مهرالدین مشید رهایی افغانستان در کرو ساز و کار ملی،…

سیاسي ګوند او داخليدموکراسي

لیکوال: نور محمد غفوری پیلامه: دا مقاله چې د ۲۰۱۶م کال د…

دومقاله

نویسنده: جمشید کو‌هستانی فرستنده: محمدعثمان نجسب Iwnd Maban Mbik ################### اول ساختار و مدلهای سیاست جنایی ! مقدمه…

ادب چیست؟

برهان الدین « سعیدی » از خدا جوییم  توفیق  ادب  ـــ …

وقتی اختلال به قدرت تبدیل می‌شود: چه کسی پس از…

Wahidullah Noorzai Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) مقدمه: هرمز؛ میدان سنجش قدرت،…

آلزایمر

آلزایمرم که بیدار می‌شود نمی‌دانم امروز، دیروز است! یا که دیروزم، فردا!!! به…

دوران خونین حفیظ‌الله امین و سرکوب رهبران حزب دموکراتیک خلق…

https://www.youtube.com/watch?v=pxhsNfqSXRE افغانستان پس از قیام ثور؛ دوران خونین حفیظ‌الله امین و…

افغانستان و بحران سیاست‌زدگی؛ جامعه‌ای گرفتار منازعه و محرومیت

 نویسنده: مهرالدین مشید سیاست‌زدگی در افغانستان؛ ریشه‌های ساختاری و پیامدهای انسانی سیاست…

نصیب الله سیماب

*** له پښتو ژبې او پښتني فرهنګ تکړه شاعر، ادبپوه، څېړونکی،…

دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

«
»

محمد بشیر دودیال

د ښاغلي پروفیسور استاد محمد بشیر دودیال د یو خوندور او تاریخي ناول، په تړاو یو څو لنډې خبرې:

***

پوهاند استاد محمد بشیر دودیال د پښتو ژبې او ادب په روڼ او شین اسمان کې هغه پوهیال، ادبپال، فرهنګپال، با احساسه، خواخوږی، د ژور فکر او عقایدو ځواکمن لیکوال، هڅاند متفکر، پیاوړی کیسه او داستان لیکونکی، تکړه څېړونکی او ژباړونکی دی، چې خپل علمي، څېړنیز، تحقیقاتي او ادبي لیکنې، ګټور، اغېزناک او ارزښتمن نښیرونه(آثار) یې داسې انځور کړې دي، چې د هر لوستونکي او اورېدونکي  په ذهن او زړه کې ښکلا او مینه راپاروي او ترینه خوند او پند اخلي. د پوهاند دودیال صاحب نښیرونه(آثار) معاصرو او راتلونکو نسلونو ته د یوې  علمي، ملي، ادبي او فرهنګي زېرمې او معنوي پانګې په توګه لویه او بډایه شتمني ده. ښاغلی پوهاند دودیال صاحب زړه سواندی انسان، دروند شخصیت او د لویې حوصلې خاوند دی. له خپلو ملګرو، یارانو، دوستانو او مینه والو، له هیواد او هیوادوالو سره سپیڅلې او ژوره مینه لري.

پوهاند دودیال صاحب څو ورځې مخکې د ټېلیفون په کرښو کې ماته وویل، زما یو تاریخي ناول نوی چاپ شوی دی. ما د دې ناول مبارکي ورته وړاندې کړه او ترینه مې پته واخیسته تر څو دا کتاب ژر ترلاسه کړم. د ښاغلي پوهاند دودیال صاحب دا خوندور او تاریخي ناول، چې په ډېر ښکلي ډیزاین او صحافت سره چاپ شوی دی او د (ګوندې بیا به ښې ورځې راشي) نومېږي، د (امازون) له لارې په پوست کې ماته راورسېدو.

کله چې ما دا کتاب ترلاسه کړ، د دې ګټور، ارزښتمن او تاریخي نښیر(اثر) منځپانګه او محتویات (46) برخې او (۴۳۱) مخونه لري. د کتاب په پای کې په دې تاریخي ناول کې د راغلیو ځایونو  او نامتو څېرو معرفي او د لیکوال ژوند لیک هم راغلی دی. دا ناول څو انځورونه هم لري. د دغې تاریخي ناول هره برخه یې خپلې ادبي او هنري ځانګړتیاوې لري. ما دا ټولې برخې په ډېر غور سره ولیدلې او ګڼ شمېر برخې مې په مینه او پاملرنې سره ولوستلې. نو همدا وجه وه، چې ماته هم دا احساس پیدا شو چې زه د علم، ادب، رومانونو، ناولونو، داستانونو او کیسو د مینه وال په توګه باید یو څو ټکي پرې ولیکم.

ادبیات د یوه ملت د فکري، فرهنګي، تاریخي او ټولنیز هویت ژوندۍ هینداره ده. داستاني ادب د دې هیندارې هغه مهم اړخ دی چې د انسان د ژوند پېچلتیاوې، رواني حالتونه، ټولنیز مناسبات او فکري بدلونونه د تخیل او هنري بیان له لارې انځوروي. ناول د داستاني ادب هغه بنسټیز ځېل او ژانر دی، چې د خپل ځانګړي جوړښت، تخنیک او هنري ځانګړنو له مخې د ادبي پنځونې په ډګر کې ځانګړی مقام لري.

 ناول د نثري ادب یوه پراخه او ژوره بڼه ده، چې د اندو فکر د روزنې، د ټولنیز شعور د پیاوړتیا، د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې او د انساني آزماېښتونو او تجربو د لېږد مهمه لاره ده. د ناول په پنځونه کې د لیکوال رول مهم او بنسټیز اهمیت لري.

پوهاند استاد دودیال صاحب هغه پیاوړی مسلکي او ژمن لیکوال دی، چې د انساني ژوند له بېلابېلو اړخونو او د ټولنې له عیني او رښتیني  واقعیتونو سره بلد دی، د انساني طبیعت او رواني جوړښت ژوره پېژندنه او د ژبې هنري وړتیا او د تخلیقي تفکر ځواک لري. همدا وجه ده چې لوستونکي د ده له نښیرونو(آثارو) سره ژوره فکري او عاطفي مینه لري او په ډېره لېوالتیا سره یې لولي. 

د پوهاند دودیال صاحب په دې تاریخي او ښکلي ناول کې څرګندېږي، چې ده انساني، ټولنیز، ملي او وطني اندو فکر، د مینې، وطن‌پالنې، ټولنیز عدالت، محرومیت، جګړې، کډوالۍ او د انساني کرامت موضوعات، د مهمو پېښو او حوادثو ځانګړي تصویرونه، د لوټمارو، تالنګرو، ظالمانو او زور واکو ناولې، تورې او کرغیړنې څیرې، د رنځیدلو او ځوریدلو هیوادوالو فریاد، اوښکې، ویرونه، سلګۍ او زګیروي ، اتلولي او میړانه او همداسې د افغانانو په منځ  کې د یو شمیر نورو  زړه بوږنوونکو پیښو تصویرونه، د انساني ژوند ټولنیز واقعیتونه او تاریخي بدلونونه، ټولنیز تضادونه، کليوالي واکمن دودونه، پښتني ارزښتونه او پیغامونه، رښتیني او سپېڅلي انساني جذبات، احساسات او عواطف، سیاسي، انتقادي او اصلاحي تصویرونه، له جګړه ځپلي، کړیدلي او ځوریدلي هېواد او هېوادوالو سره سپېڅلې او ژوره مینه په ډېره خوږه، سلیسه ساده او روانه ژبه په ډېر ښکلي رنګ، خوند او هنري ښکلا کې انځور کړې دي. لنډه دا، چې د استاد دودویال صاحب په دې خوندور او تاریخي ناول کې د پښتني –افغاني ژوندو ژواک له بېلابېلو ستونزو، جګړو، ټولنیزو کړاوونو او ناخوالو، تضادونو او بدلونونو سره د پیاوړې مبارزې، د سوکاله ژوند د سمون او جوړولو هیله بخښونکې او اغېزناکې لارې چارې، د ملي وحدت اوچت او سپېڅلي ارمانونه او د انساني ژوند د یوې روښانه او ځلانده راتلونکې لپاره د هلو ځلو کیسې بیانوي. د کتاب  له سرلیک څخه (ګوندې بیا به ښې ورځې راشي) څرګندېږي، چې په ټولنه کې د مثبت بدلون، د سوکاله ژوند او د سولې د راتلو هیلې ژوندۍ ساتي.

 زه خپل ګران او منلي دوست ښاغلي پوهاند استاد دودیال صاحب ته د دې اغېزناک، ګټور او ارزښتناک چاپ شوي ناول په تړاو مبارکي وړاندې کوم. 

د پوهاند استاد دودیال صاحب قلم تل روان، ځواکمن او اوچت، اندو فکر یې تل روښانه، خیال یې تل زرغون او نوم یې د ادب او فرهنګ په غوړېدلي اسمان کې تل ځلانده غواړم او د ده د لا نورو پنځونو او هستونو په هیله یم. ده ته د اوږد، سوکاله او له روغتیا، خوښیو او بریاوو ډک ژوند غواړم.

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود