عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

«
»

دموکراسي؛ د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه اړتیا

نور محمد غفوري

دا لیکنه مې د ۲۰۱۶م کال د جون په ۲۱مه، د هغه وخت له سیاسي او ټولنیزو شرایطو سره سمه لیکلې او (دموکراسي اړینه ده) تر سرلیک لاندې خپره کړې وه. نن، لس کاله وروسته، که څه هم حالات په ډېرو برخو کې بدل شوي، خو د دې لیکنې اساسي مفاهیم او پوښتنې لا هم خپل اهمیت لري. له درنو لوستونکو او ځوانو سیاسي فعالینو څخه هیله لرم چې دا او زما نورې تیوریکي او عملي لارښوونکې لیکنې په دقت ولولي، ورباندې فکر وکړي او خپل علمي او رغنده نظرونه شریک کړي.

دا لیکنه د دموکراسۍ د ماهیت، ارزښت او اړتیا په اړه ده. دموکراسي هغه نظام او فرهنګ دی چې د حکومتونو په جوړولو او د ټولنې په اداره کې د خلکو ونډه اساسي او نه بدلېدونکی اصل ګڼي. دموکراسي یوازې ټاکنې، شعارونه او سیاسي ادعاوې نه دي؛ بلکې د فکر آزادي، د قانون حاکمیت، حساب ورکونه، د خلکو مشارکت، د بشري حقونو درناوی او د نظرونو زغم د هغې بنسټیز عناصر دي.

زموږ په ټولنه او ډېرو سیاسي او ټولنیزو سازمانونو کې لا هم د دموکراسۍ اصلي مفهوم په بشپړه توګه نه دی درک شوی. ډېر ځله د جمهوریت په چوکاټ کې د دموکراسۍ تر نامه لاندې داسې کړنې ترسره شوې چې له دموکراتیکو ارزښتونو سره په ټکر کې وي. د همدې ناسمو کړنو له امله د دموکراسۍ نوم او اعتبار زیانمن شوی او د خلکو باور پرې کمزوری شوی دی.

د هېواد د سیاسي ستونزو یو مهم لامل د غیر دموکراتیکو ذهنیتونو او جوړښتونو دوام دی؛ خو ستونزه یوازې دلته نه ده. هغه کسان او سازمانونه چې ځانونه د دموکراسۍ پلویان بولي، هم ډېر ځله په خپلو داخلي فعالیتونو کې د شفافیت، حساب ورکونې، مشارکت او داخلي دموکراسۍ اصول نه عملي کوي. په ډېرو سیاسي ګوندونو او سازمانونو کې د پرېکړو واک د محدودو اشخاصو او کوچنیو ډلو په لاس کې راټول شوی وي، د غړو نظرونو ته کافي اهمیت نه ورکول کېږي او د رهبرۍ دودونه له دموکراتیکو معیارونو سره واټن لري.

همدارنګه د اتحادونو، ائتلافونو او ګډو سیاسي نوښتونو پر مهال ډېر ځله د غړو او پلویانو اراده له پامه غورځول کېږي او مهمې پرېکړې د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي. د افغانستان او نړۍ تجربو ثابته کړې ده چې دا ډول معاملې نه شي کولای پراخ ولسي او سازماني ملاتړ رامنځته کړي. دوامدار باور هغه وخت رامنځته کېږي چې د سیاسي همغږۍ او یووالي ټول بهیرونه روښانه، حساب ورکوونکي او د خلکو پر وړاندې ترسره شي.

نوي شرایط نوې لارې چارې غواړي. د شلمې پېړۍ د مسلطو شرایطو د سیاسي مبارزو دودیزې طریقې نه شي کولای د یوویشتمې پېړۍ د ټولنو پیچلو ننګونو ته بشپړ ځواب ووایي. د تېرو لسیزو تجربو موږ ته وښوده چې پوهه، نوښت، ټکنالوژي، سازماني انعطاف، مدني مشارکت او د خلکو باور د هر بریالي سیاسي حرکت اساسي شرطونه دي.

نن تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده چې په ځوان نسل کې د آزاد، انتقادي او مسؤل تفکر روحیه پیاوړې شي. موږ باید داسې دموکراتان وروزو چې د خپلواک فکر خاوندان وي، د ټولنې د ستونزو د حل لپاره نوښت ولري او د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي. دموکراسي هغه وخت ژوندي پاتې کېږي چې خلک یوازې د سیاست نندارچیان نه، بلکې د بدلون فعاله برخه وال وي.

دموکرات ځواکونه باید خپل حضور د ټولنې په ټولو برخو کې پیاوړی کړي؛ په رسنیو، مدني بنسټونو، مسلکي اتحادیو، علمي او فرهنګي مرکزونو، ټولنیزو شبکو او د خلکو په ورځني ژوند کې. د بدلون اغېزمنه مبارزه یوازې د غونډو، اعلامیو او سیاسي بحثونو له لارې نه بریالۍ کېږي، بلکې هغه مهال اغېزمنه وي چې د خلکو له واقعي اړتیاوو، ستونزو او هیلو سره تړاو ولري.

افغانستان د داسې سیاسي او ټولنیز فرهنګ اړتیا لري چې د نظر د اختلاف زغم ولري، د تنوع درناوی وکړي، د ښځو او نارینه وو د برابر مشارکت زمینه برابره کړي، د ځوانانو استعدادونه وغوړوي او د هېواد ټول بشري ظرفیتونه د ملي پرمختګ لپاره راټول کړي.

دموکراسي یوازې د حکومت کولو یوه طریقه نه ده؛ بلکې د ګډ ژوند، متقابل درناوي او ګډ مسؤلیت فرهنګ دی. هر څومره چې د دموکراسۍ ارزښتونه زموږ په سیاسي چلند، سازماني فعالیتونو او ټولنیزو اړیکو کې ژورې ریښې وکړي، هماغومره به د یوه عادلانه، باثباته، متحد او پرمختللي افغانستان د جوړېدو امکانات زیات شي.

د افغانستان راتلونکی نه د زور، انحصار او حذف په سیاست کې، بلکې د مشارکت، عدالت، قانونمندۍ او د خلکو د آزادې ارادې په درناوي کې نغښتی دی. د همدې لپاره دموکراسي یوازې یو انتخاب نه، بلکې د هېواد د تلپاتې ثبات، ملي یووالي او پرمختګ یوه حیاتي اړتیا ده.

۲۱/ جون / ۲۰۲۶م