افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

«
»

غزه، د سړې دنيا، تود زخم

محمدسليم سليمان

د فلسطين او اسرايلو ترمنځ شخړه تقريبا د پای ته رسېدو پر لور ده ، په مصر کې د ښکېلو غاړو لخوا د تړون لاسليک کېدل يو مثبت ګام دی خو دا تړون د هغه تريخ حقيقت مخه نه شي نيولی ، کوم چې  د تېرو دوو کلونو په موده کې د غزې په ميليونونو وګړي بې کوره، ښارونه وران، په لسګونه زره ووژل شول او  غزه په کنډواله بدله شوه  ،دې دوه کلنې جګړې په غزه کې له انساني او بشري اړخونو څخه په نړۍ کې تر ټولو ستر ناورين یې رامنځ ته کړی دی.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومه نېټه، چې د «حماس» ډلې د اسرائيلو پر پوله پرتو سيمو يو لړ بريدونه وکړل. په دغو بريدونو کې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او ۲۵۱ تنه د اسرائيلو او نورو هېوادونو اتباع وتښتول شول. په هغه وخت کې ډېرو خلکو د اسرائيلو د غزې په سيمه کې د پوځي عملياتو پرېکړه ملاتړ کړه.

نن د دغو عملياتو په پايله کې د اسرايلو لخوا غزه په کنډواله بدله شوې ده. د اسرايلو تر بمبارۍ لاندې د فلسطينيانو له ۹۰ سلنې څخه زيات کورونه او اپارتمانونه له منځه تللي، درې پر څلورمه روغتونونه، ښوونځي او نور ټولنيز بنسټونه ويجاړ شوي دي. د نړيوال سرې صليب د اټکل له مخې، په غزه کې له دوه ميليونو زيات خلک له سخت لوږې سره مخ دي. د وژل شوو له ډلې شاوخوا ۱۵ زره د حماس غړي او ۶۷ زره عام ملکي فلسطينيان دي. يعنې د حماس د هر يو غړي د له منځه وړلو په بدل کې د اسرائيلو پوځ څلور بې‌ګناه ملکيان وژلي دي.

اسرائيل د ځان‌دفاع د حق تر نامه لاندې دا هر څه توجيه کوي، خو له بشري حقونو سرغړونه او د اسرايلو وحشت له هر ډول منطق او عقل څخه اوښتي دی. د تلابيب کړنې نسل‌وژنه او د بشريت پر وړاندې جنايت بلل کېږي. د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، د غزې د بيا رغونې لپاره تر ۵۳ ميليارده ډالرو زياتو پيسو ته اړتيا ده، خو څوک نه دي تيار چې دا پيسې ورکړي. دا معنا لري چې ميليونه انسانان به د لوږې، يخنۍ او ډول ډول ناروغيو له امله ورو ورو په سړکونو مړه شي.

شخړه له ډېرې مودې راهيسې د غزې له پولو اوښتې ده. په تېرو دوو کلونو کې د اسرائيلو بريدونه لبنان، يمن، ايران، سوريه او حتی قطر ته رسېدلي دي. د تلفات او ويجاړۍ کچه دومره لوړه ده، چې نور د خاموشۍ امکان نه شته. د فلسطين او اسرائيل شخړې په لوېديځو هېوادونو کې رښتينی انشعاب رامنځته کړی او د اروپا او امريکا يووالی  یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

تر سپتمبر ۲۰۲۳ پورې د نړۍ شاوخوا ۱۴۰ هېوادونو د فلسطين خپلواکي منلې وه ، خو د دوو کلونو  په تېرېدلو سره په دې شمېر باندې ۲۰ هېوادونه نور هم ور زيات شول.

د همدې روان کال د سپتمبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطين د رسميت پېژندنې پرېکړه‌ليک تصويب کړ. يوازې لسو هېوادونو لکه: امريکا، اسرائيل، ارجنټاين او څو نورو یې پر وړاندې  مخالفت څرګند کړ.

دا هر څه څرګندوي چې په لوېديځو هېوادونو کې د نظر يووالی او ګډ دريځ له ډېرو وختونو راهيسې له منځه تللی دی. دا حالت د پخوانيو متحدينو ترمنځ د فکري او سياسي اختلافونو  ژورېدل ښکاره کوي ، ځکه ډېرو هېوادونه تر دې وړاندې په بشپړه توګه د تل ابيب، بنيامين نتنياهو او د اسرائيلو د دفاع وزير  يسرائيل كاتس ملاتړ کاوه.  دوی دواړه اوس د جنايي قضيو تورن کسان دي، او نړيوالې جنايي محکمې یې يو کال وړاندې د  بنيامين نتنياهو او د اسرايلو د دفاع وزير د نيولو حکم صادر کړی و، خو دې کار د جګړې په ډګر کې هېڅ بدلون رانه وست. اسرايلي چارواکي د لوېديځو هېوادونو او امريکا له ملاتړ سره عادت شوي، چې تل يې د هرې سرغړونې پر مهال له عواقبو ژغورلي دي. خو اوس د څرګندو جګړه‌ييزو مجرمانو دفاع کول خپله لوېديځ ته ګران تمامېږي. نو د اوس د اوربند او جګړې دردېدو خبره د غزې د اوسېدونکو له همدردۍ سره تړاو نه لري.

د اسرائيلو دوامداره ملاتړ د نړۍ تر ټولو اغېزمنو سياستوالو په ځانګړي ډول اروپايي مشرانو ته هم نوم بدي ور اړوي . له همدا لامل وو چې د فلسطين د رسمي پېژندنې لړۍ، په وروستيو مياشتو کې د اروپايي هېوادونو له‌خوا چټکه شوې ده.

په سپتمبر مياشت کې فرانسي د فلسطين خپلواکي وپېژندله، چې پراخه نړيواله بحثونه يې راوپارول. دا خبره پټه نه ده  فرانسه د عربي هېوادونو د کډوالو له سيل سره مخ ده. همداسې وضعيت په ډېرو اروپايي هېوادونو کې شته.

د کډوالو شمېر ډېر زيات شوی او هغوی اوس يوه محسوسه ټولنيزه ځواکمنه ډله ګرځېدلې چې پر سياست اغېز لرلی شي. پاریس او نور اروپايي پلازمېنې د پروفلسطيني خلکو له مظاهرو وېرېږي.

دا وېره دومره ډېره ده چې اروپايان آن د امريکا  له غوسې او د یووالي له ماتېدلو څخه هم نه وېرېږي، هغه امريکا چې لا هم د هر منطق او عقل پر ضد د اسرائيلو ملاتړ کوي. داسې ښکاري چې دا درز به د يو قطبي نړيوال نظام د ړنګېدو لامل شي، خو اوس څوک د دې په اړه فکر نه کوي، ځکه وضعيت د د اني پرېکړو په درشل کې دی.

د غزې له سيمې وروستۍ خبر دا ده چې د اوربند تړون او د اسرائيلي زندانونو څخه د دوه زره فلسطيني بنديانو، او د حماس له زندانونو د لسګونو اسرائيلي بنديانو د خوشې کولو موافقه شوې. دا تړون د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړيتوب ترسره شوی.

ظاهراً دا يوه مثبته خبر ده، او داسې ښکارېده چې د امريکا اداره خپل دريځ بدل کړی او اسرائيلو ته يې د اوربند غوښتنه کړې، خو دا  ډونالډ ټرمپ دا هر څه د نوبل د سولې جايزې له امله وکړل، چې د اکتوبر په لسمه د نوبل کميټې اعلانول. ټرمپ جدي هيله درلوده چې دا جايزه ترلاسه کړي، او له همدې امله يې د فلسطين ـ اسرائيل مسئلې ته دومره پام اړولی  و خو په پای کې د جايزې له ګټلو محروم شو.

د سياسي چارو دقيق شنونکي باور لري چې دا اوربند به اوږدمهاله سوله راونه وړي. د نوبل د جايزو وېش به پای ته ورسېږي او سيمه به يو ځل بيا په جګړه کې ښکېله شي. اسرائيلو دومره ډېره پانګه په دې بې‌رحمانه جګړو کې لګولې، چې نه شي کولای له هغې ناڅاپه لاس واخلي.

په هر صورت، د غزې ميليونونه اوسېدونکي د لوېديځ د سياسي اختلافونو قرباني شوي. نه د تل ابيب پوځي عمليات او نه هم د اوربند ژمنې د هغوی ژوند اسانه او خوندي کړی دی. د ټولو موافقو او ژمنو سربېره، سيمه ورځ تر بلې د بشري ناورين ژورې کندې ته لوېږي.