افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

«
»

ابوعلي سینا بلخي

هغه د اسلام د زرین پېر یو ستر  طبیب، ریاضي پوه، ستورپوه، فزیک او کیمیا  پوه، جغرافیا پوه، موسیقي پوه، شاعر، منطق پوه، متفکر، حکیم او  لیکوال وو.  ابو علي سینا د  اسلامي پېر تر ټولو اغېزناک فیلسوف بلل کیږي. نوموړی د نړۍ یو له نوموتو فیلسوفانو او ساینس پوهانو څخه دی چې د فلسفې او طب په برخو کې د خپلو نښیرونو(اثارو ) له امله په ځانګړې توګه د پام وړ دی. هغه د څلورم هجري قمري کال په نیمایي کې پر (۳۷۰) هجري قمري یا (۹۸۰) میلادي کال کې په «آفشنه» کې زېږېدلی، پلار یې عبدالله د بلخ وو. ابن سینا په خپل لاس لیکلي ژوند لیک کې کښلي: « پلار مې عبدالله د بلخ و او په دیواني دنده پسې بخارا ته راغی او دلته یې زما له مور ستارې سره واده وکړ.»  ابن سینا هغه مسلمان فیلسوف دی، چې د ارسطو له فلسفې څخه اغیزمن شوی وو. نوموړي په بېلابېلو برخو کې کابو (۴۵۰)کتابونه ليکلي، چې ډېری يې د طب او فلسفې په اړه دي. ابوعلي سينا په ټولو علومو او په ځانګړې توګه طب کې د پام وړ مهارت درلود، له همدې امله هغه د طبي علومو پلار بلل کېده. د هغه تر ټولو له نامتو او  مهمو نښیرونو (اثارو)څخه په طب کې د «قانون کتاب» او د شفا(درملنې) کتاب دی، چې د منځنیو پېړیو په پوهنتونونو کې یو معیاري طبي متن شو او د (1650)ز کال تر وروستیو پورې کارول کیدل. د ابن سینا په نښیرونو(اثارو) کې د فلسفې او طب سربیره، د ستورپوهنې، کیمیا، جغرافیه او جیولوژي، ارواپوهنې، اسلامي الهیات، منطق، ریاضي، فزیک او شاعرۍ په تړاو هم ډېرې مهمې لیکنې او ګټور موضوعات او مفاهیم هم شتون لري. په اسلامي فلسفه يې ژور اغېز پرېښی دی.

«ابو علي سینا» پر (۴۲۸)هجري قمري یا (۱۰۳۷)میلادي کال کې مړ شو او د «همدان» په ښار (اوسني ایران) کې خاورو ته وسپارل شو.

دا هم د ابو علي سینا بلخي ګټورې، اغېزناکې او مهمې ویناوې او خبرې:

– څوک چې د بدل اخیستو په اندو فکر کې وي، تل یې زخم تازه وي. 

– هغه دښمن چې په رښتیا سره کینه کوي، تر هغه دوست ښه دی چې په ریا سره مینه کوي. 

– که د یوې تېروتنې  لپاره زر دلیله ووایې، په واقعیت کې دې زر تېروتنې کړې دي. 

– بخښنه د ځواک په اکر او حالت کې د زړه ورتیا نښه ده. 

– هر څه چې لږ وي، درمل او دوا وي، چې برابر وي، خواړه وي او چې ډېر شي، زهر شي، حتی مینه!                     

– د ښه ملګري نښه دا ده چې پر نیمګړتیاوو پرده وغوړوي تاته نصیحت وکړي او راز دې وساتي. 

– د تجربې او آزماېښت ارزښت له پوهې لوړ دی. 

– که پوهېدلی وای چې د مرګ په سزا یو محکوم کس، د مجازاتو پر وخت کې څومره ژوند ته د بیا راستنیدو هیله لري، نو بیا به تاسو د هغو ورځو په قدر او ارزښت پوهېدلی وای چې په غم او خواشینۍ یې تېروئ.                          

– چې سپورت کوي درمل ته اړتیا نه لري. 

– د انسان روغتیا، ته بل هېڅه دومره تاوان نه پېښوي، لکه په ګېډه کې سرپرسر شوي خواړه. 

– په پوهه او فلسفه کې تعصب لکه د بل هر تعصب غوندې د خاموالي نښه ده چې تل د رښتيا په زیان تمامېږي.                       

–  د خپل نفس ښوونکی او استاد او د خپل وجدان زده کوونکی او شاګرد اوسه. 

– یو شی چې په زیاته کچه وموندل شي، بیه یې کمېږي. خو علم چې زیات شي، بیه یې هم زیاتېږي.                  

– په علم او پوهه کې کینه د بلې هرې کینې په ډول د خامۍ نښه ده، چې تل د حقیقت په زیان تمامېږي.            

– ډېرې هیلې او آرزوګانې د انسان ذهن نا آراموي. 

– وروسته له ډېرې مودې وپوهېدم، چې په هر څه پوهېدل لازم نه دي! 

– بې آزماېښت او بې تجربې ډاکټر د مرګ مرستیال دی! 

– آزماېښت او تجربه تر علم لوړه ده. 

– تر ټولو نېکمرغه هغه څوک دی چې په عمل کې سخاوت ولري او په خبرو کې رښتینی وي. 

– هغه څه چې پوهه څرګندوي هغه حقیقت دی. 

– له ټولنې سره یو رنګ کېدل څومره سخت وي، کله چې ټولنه په خپله زر رنګه وي! 

– له داسې ټبر سره مو کار دی،  چې اندو فکر کوي خدای تعالی له دوی پرته بل هېچا ته لارښوونه نده کړئ.                              

*** 

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود