زخم کهنۀ سال نوین

رسول پویان سال نو آمد ولی جنگ و جـدل افزون شدست کودک…

تحول ششم جدی، روزی که برایم زنگ زنده‌گی دوباره را به…

نوشته از بصیر دهزاد   قصه واقعی از صفحات زنده‌گی ام  این نوشته…

دوستدارم

نوشته نذیر ظفر ترا   از  هر کی بیشتر دوستدارم ترا  چون قیمت  سر دوستدارم سرم  را گر    برند…

مولود ابراهیم

آقای "مولود ابراهیم حسن" (به کُردی: مەولود ئیبراهیم حەسەن) شاعر…

پدیدار شناسی هوسرل؛ ایده آلیستی و بورژوایی؟

Edmund Hussrel(1859-1938)    آرام بختیاری جهان شناسی؛ فنومنولوگی و شناخت ظاهر پدیده ها…

ميسر نميشود

28/12/25 نوشته نذير ظفر پير م    وصال  يار   ميسر   نميشود وقت  خزان   بهار    ميسر  نميشود بيكار م اينكه شعر و…

مهاجران در تیررس تروریستان و بازتولید سلطه طالبان در تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید ترور جنرال سریع ، سرآغاز یک توطئه مضاعف،…

شماره ۳/۴ محبت 

شماره ۳/۴ م سال ۲۸م محبت از چاپ برآمدږ پیشکش…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۸)

نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مارکس و جنبش اعتصاب مارکس و انگلس حداکثر توجه خود…

مائوئیسم در افغانستان: از نظریه‌پردازی تا عمل‌گرایی بدون استراتژی

این مقاله به بررسی تاریخی و تحلیلی جنبش مائوئیستی در…

                        به بهانه ی آمستردام              

   نوشته ی : اسماعیل فروغی          من نمیخواهم درباره ی چند وچون…

فدرال خواهی و هویت خواهی

در کنار فدرال خواهی درین تازگی ها پسوند دیگری بنام…

 ضرورت و اهمیت ادغام سیاسی در افغانستان

رویکردی تحلیلی به مشارکت سیاسی و تعامل مدنی نور محمد غفوری عصاره دقیق…

افغانستان معاصر و بازتعریف هویت ملی پس از فروپاشی دولت

 نویسنده: مهرالدین مشید     افغانستان معاصر یگانه کشوری در جهان است که…

یار در پیری

نوشته نذیر ظفر12/30/25سفیدی  يى که  به زلفان  یار  میبینمشکوفه  هاى…

هستی، بود و است !

امین الله مفکر امینی                        1015-22-12! بهشتِ این دنیا را مفروش به نسیــــه…

از روایت سازی تا مهندسی نفوذ و تاثیر گذاری بر…

 نویسنده: مهرالدین مشید     سفید سازی، معامله و مهار؛ الگوهای نوین تعامل…

د ارواښاد سمیع الدین « افغاني » د پنځم تلین…

نن  د ارواښاد  سمیع الدین « افغاني »  چې  د…

از نیم قرن دست آلودگی بیگانگان

باید درس عبرت گرفت ! افغانستان در جغرافیای موجود جهان از…

به پیشواز شب یلدا

دوباره نوبت دیدار یلداست شب برف است و یخبندان و سرماست دگر…

«
»

ولي اشرف غني د صلحي ګدايي کوي ؟؟

 ساده ګانو ، صلحه د عربو ، امريکا ، جرمني ، روس او چين ، حتي د ازبکستان او اندونيزيا په هيوادو کي مه لټوي؟؟؟ 

۲۰ کلن مجاهدين او طالبان چي د دوو نيمو مليونو افغانانو ويني يي تويي کړي ، او په خاورو يي ومنډلي ، او ۵۰۰۰۰۰ يي معلول او معيوب او يومليون کونډي او ۲ مليونه ماشوم يي يتيمان پريښول ( مجاهدين او طالبان )، نن د پردو هيوادو په غولي ناستي تر سره کوي او د سولي ( صلحي )، ګدايي کوي ، په داسي حال کي چي که د ( ملا – طالب – مجاهدينو د رهبرانو او مشرانو په فکر او مغزو کي يوه زره عقل ، پوهه ، تلخه ، غرور او ميړانه وي چي نه وه او نشته او همدا علت دي چي موږ خارجيان ، بيګانه ګان او توطيه ګر او اسعمارګران، تروريست زبښاک ګران په خپلو خلکو باداران او فرمان روايان قبول او ټاکلي دي او قصدا مو د شمال ټلوالي په لاس اشغالګرانو ته د تجاوز او اشغال زمينه برابره کړه ، آيا افغانان (( نوشتګر – دانشمند – عالم – وطن دوسته، او سياست مدار او ديپلومات او اقتصاد دان متخصيصين نه لري )) لري يي او ډير دي  ؟؟؟؟؟؟موږ په زرهاوو. مخترعين – دانشمندان – عالم – متخصيصين ،. دکتوران او فرو فيسران لرو ، خو بد بختانه چي اخواني او طالباني بنيادګر او مرتجع او مزدورو دين فروشانو زموږ وطن پرستانو ته مقام او څوکي نه ور کوي چي د طالب او د هغو د بادارانو سره مخامخ ناندري ووهي او خپلمځي افغاني ناخوالي او جنجالونه يي مخامخ حل کړي او ضرورت يوه توطيه ګر او بيګانه هيواد اجنټ ته نه وه او نشته موږ بايد همديګر پذير شو ، ريو بل په غيږ کي ونيسو  ، که طالبان ، هغه  هستريک مريض جهادي خودخواه او مزدوران طالبان د خپل حرص او آز نه تير شي او يو بل په غيږ کي ونيسي او يو دبل سره ګډه ژبه پيدا کړي هغه وخت ضرورت ځنډمنو او غير علمي خبرو ته نشته ؟؟؟اشغالګران او مزدور پردي پرسته جهادي ډوزمار رهبران او طالبان مستقيما د ( آي اس آي او همدارنګه د ايران – روس – چين او ناتو په سر کي د آمريکا )، تر امر او فرمان لاندي نن دلته ، سبا هلته ، بله ورځ بل چيرته په ګردن پټي او سر خمي ځغلي او د صلحي ګدايي کوي ؟؟؟په داسي حال کي چي جنګ د دوو وروڼو – دوو افغانانو – دوو مسلمانو – تر منځ  د مقام او څوکي او قدرت په سر دي چي ( زموږ دشمنان ورته په کمين کي دي او د هر طرف بيګانه مشاورين او بيګانه آمرين او فرمانروايان دوي لمسوي او ددوي تر منځ جنګ ته لمن وهي ، “” جنګه جنګه سور شه تاته مي نيني کړي دي “”.  دشمنان تحريکات کوي او پيسي ويشي او ډالر چي حيثيت د يوه غوښن هډوکي لري ددوو وروڼو په منځ کي اچولي او ورباندي زور آزمايي کوي ؟؟؟
طالبانو ، جهادي رهبرانو او د رهبري غړو ، حامد کرزيه او اشرف غنيه راشي خپل وجدان او خپل ګريبان ته سر ټيټ کړي (( پيسي ، کورونه ، زرهي موټران ، قصرونه ، بلند منزله بلډنګونه ،. دري او څلور ښځي ، نلغه د ليسو او پوهنتونو نجوني ، شراب او هره مياشت دتفريح له پاره دوبي ، تاشکند او تاجکستان ، صوات او منګوري ته تګ راتګ لري ، هلکان رقصوي ، رشوتونه خوري ، قاچاقبري کوي ، خلک تهديدوي او وژني ، دوسلو انبارونه لري ، خداي او رسول ته اصلا احترام نه لري ، دوه او دري حجونه مو کړي خو د پورتنيو ناوړه اعمالو او حرص او از نه توبه نه کوي ، چسپک مو په څوکيو وهلي چي بل څوک يي درنه وا نه خلي ))،؟؟
صلحه ډيره آسانه ، ډيره ساده ، بيدون له مصارفو ، په خپل وطن کي ډيره زر ممکنه ده ( نه د خليل زاد سره – نه په دوبي کي – نه په روسيه – نه په چين کي – نه په عربستان کي – نه په اندونيزيا کي – نه په تاشکند کي – نه په پاکستان کي ممکنه ده ، بلکه ډيره ممکنه په کابل جان يا ننګرهار يا قندهار – يا هرات – يا مزار کي ډيره آسانه ، ډيره ارزانه ، ډير په امن کي ، را تللي شي خو شرط يي ( پاکه ، صافه ، ريښتيني ، نارينه ، صادقانه ، اسلامي او افغاني اراده او انګيزه ده)، طالبانو هر څوک چي مشران ، صلاحيت لرونکي ، وطن پرستان ، دين او خداي ته تابع کسان ، مستقل او ناپيلي ملان ، طالبان لري راشي کابل ته او دلته بايد دولت ډير لکس او پاک کورونه در کړي او ټول ورځني مصارف در کړي ، د کانټيننټال – سيرينا په هوټلو کي په طول د يوي مياشتي کي د ټولو موضوعاتو په هکله جروبحث وکړي او د خبرو د مخه سر تا سري اوربند اعلان کړي ، او د مياشتي په اخر کي يوه دمنلو وړ فيصله او تعهد نامه چي نارينه وو او خاصتا ښځينه وو ته د منلو وړ وي ديوه پروتوکول په چوکات کي بيدون له خارجيانو امضا  او صادره کړي ، که دا کار وکړي نو دواړه طرفونه وطن پرست افغانان ياست او که دغه کار و نه کړي په رشتيا چي دواړه خواوي وطن فروشان او د اشغالګرو ، پاکستان او ايران ، چين او روسيي تالي څټي ياست او هغه وخت بايد او ضرور د تاسي په وړاندي ملي قيام وکړي  ؟؟؟؟