گنجینۀ الهام

رسول پویان 2/5/2023 روزباخورشیدوشب سیل شباهنگم خوش است زیــر نـور خلـوت مهـتـاب آهنگـم…

در ارتباط به جفنگ گویی ها ی " نیاز نیاز"

حبیب میهنیار دوستان گرامی شما بهتر میدانید که یکی از ویژه…

ادبیات مبتذل،- سرگرم کننده و کم ارزش؟

Trivialliteratur:   آرام بختیاری نیاز انسان از خود بیگانه به ادبیات سرگرم کننده.  ادبیات…

پیام شادباش به مناسبت روز جهانی کارگر

ا. م. شیری روز اتحاد و همبستگی انترناسیونالیستی کارگران و زحمکشان…

دستار پوشان اسلام ستیز و پاچه بلند های حرمت شکن

نویسنده: مهرالدین مشید گروه ی طالبان از نظر حسن عباس نویسنده…

برگردان شعرهایی از سبزه برزنجی

خانم "سبزه برزنجی" (به کُردی: سۆزە بەرزنجی) شاعر کُرد زبان،…

به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

«
»

د تړون منل یې مجبوریت، ماتېدل یې زړه غواړي

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

خلیلزاد وایې چې مذاکرات معامله ده، یو څه سړی ترلاسه کوي او څه له لاسه ورکوي. د امریکا – طالبانو مذاکراتو کې لاندي راکړې ورکړې وشوې:

الف: امریکا له طالبانو غوښتل چې القاعده او نورې اسلامپاله جنګیالۍ ډلې وغندي، مګر جوړ جاړی پر دي شو چې طالبان له القاعدې سره پریکون اعلان کړي.

ب: طالبانو غوښتل چې بهرني پوځیان په ۳، ۶ او یا ۹ میاشتو کې ووځي، پریکړه پر ۱۴ میاشتو وشوه.

ج: امریکا له طالبانو نږدې یو کال په اوربند چنې ووهلي، بالاخره د جګړې په کمښت جوړجاړی وشو.

د: طالبانو ویل تر څو له امریکا سره د مذاکراتو پایله معلومه نه شي، بین الافغاني مذاکرات نه کوي، مګر په ماسکو او دوحه کې یې مقدماتې بین الافغاني ناستې بالاخره ومنلي.

هـ : امریکا له طالبانو غوښتل چې د تړون تر لاسلیک وروسته، له افغان امنیتي ځواکونو سره دفاعي حالت ومني، مګر طالبانو د ولایتونو پر مرکزونو او لویو ښارونو، د لويو بریدو، نه کول ومنل.

ز: طالبانو نه غوښتل چې د ۵زره بندیانو د خلاصون اړوند له افغان چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي، بالاخره یې کابل ته پلاوی راولیږي، او دلته په یاده موضوع کې لېدنې وشوې.

ح: طالبانو غوښتل چې د امریکا-طالبانو د تړون د عملې کيدو تضمین چین او روسیه وکړي، مګر جوړجاړی پر دي شو چې پرته له تضمین څخه تړون لاسلیک شي.

ط: طالبانو غوښتل چې له تړون وروسته، په بشپړ ډول د امریکا هوایې بریدونه ودرول شي، مګر جوړجاړی پر دي شو، چې امریکا د افغان امنیتې پوځیانو څخه د دفاع لپاره هوایې حملې کولای شي.

امریکایان د تړونو ماتولو مخېنه لري، دوی له روسیې، چین، جاپان، جرمنې، فرانسې، ترکیې او ایران سره رسمي تړونونه مات کړي، د نړیوال خوندي اقلیم تړون یې نه دی منلی، د ملګرو ملتونو له ډیرو تړونو په شا شوې، او تر ټولو ډیر د ملګرو ملتونو تړونونه د امریکا لخوا ویټو شوې. اوس چې ملګري ملتونه غواړي په ټوله نړۍ کې د کورونا میکروب له کبله اوربند اعلان شي، امریکا یې نه مني.

له طالبانو سره د امریکا تړون، هم یې منل د امریکا مجبوریت دی، او هم یې ماتېدل زړه غواړي. امریکایان فکر کوي چې بالاخره به له طالبانو یو څه ترلاسه کړي، چې په راتلونکې کې هم د دوی لاسونه له افغانستان څخه وتلي نه وي.

د امریکا لپاره بله ستونزه دا شوه، له طالبانو سره د تړون له امله، د دوی او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ هم بې باوري منځته راغلي، او کیدای شي په راتلونکي کې د افغان امنیتې ځواکونو لخوا هم ننګونې ورته زیاتي شي.

امریکایانو او افغان حکومت فکر کاوه چې د امریکا- طالبانو له تړون وروسته به د طالبانو جنګیالي له نورو وسلوالو ډلو سره یو ځای شي، او د طالبانو ضد جګړې به زور ومومي، مګر ولېدل شول چې له تړون وروسته د طالبانو وحدت لا زیات قوي او جګړو ته یې زور ورکړ، بلخوا هره ورځ افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره یو ځای کیږي.

چین، روسیه او ایران هم ديته منتظر دي چې امریکا په افغانستان کې له لا زیاتو ستونزو سره مخ شي.

اروپایې ټولنه، کیدای شي د امریکا په خوښه به اوبه خړوي چې ماهیان په کې ونیسي، تر ډیره د افغانستان په قضيه کې یو طرفه عمل کوي، پداسي حال کې چې افغانان غواړي په راتلونکې کې له اروپایې هیوادو سره ښې اړیکې ولري. مګر د اروپایې ټولني اوسنی استازی رونالډ کوبیا له افغان ولس سره د ښو اړیکو جوړولو وړتیا ونه ښودله، ډیر ځله داسي څرګندونې کوي چې د افغانستان د ولس په ګټه نه وي.

 که د امریکا خوښه نه وای، ډاکټر عبدالله د موازي حکومت جوړېدل نه شوای کولای، او که د خلیلزاد خوښه وای، ډاکټر غني ولسمشر نه شوای اعلانېدای.

د امریکا سیاسي اداره”ولسمشر ټرمپ او مایک پمپیو” په افغانستان کې جګړه پای ته رسول، او پنټاګون + سي آی اې دا جګړه جارې ساتل غواړي. کټ مټ د روسانو د یرغل د تجربې تکرار دی، روسي جنرالانو په افغانستان کې پره جګړه ټینګار درلود، او د روسیې د هغه وخت ولسمشر ګورباچوپ او بهرنیو چارو وزیر شوردنازي جګړه پای ته رسېدل غوښتل.

د ډاکټر نجیب الله وخت کې روسانو ډیره هڅه وکړه چې په هیواد کې عملاً دوه مرکزیته”کابل او مزار شریف” وي. د ډاکټر نجیب او ببرک کارمل په مشرې پرچم ډلو منلي وه، مګر خلقي مشرانو سید محمد ګلابزوی او شاه نواز تڼې يې مخالفت وکړ.

د خلیلزاد له وروستې مرکې ښکاري چې هیواد کې ۳ مرکزیته”شمال، جنوب او مرکزي افعانستان” وي. مګر دا کار ناشونی دی.

د ببرک کارمل او ډاکتر نجیب وخت کې دفاع وزارت او ملي امنیت له پرچم ډلې، کورنیو چارو وزارت چې هغه وخت یې له دفاع وزارت څخه امکانات زیات و، خلقیانو ته ورکړل شوی و. د نجیب په لومړي وخت کې یاد دواړه وزارتونه له خلقیانو سره وو.

د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله په نوي معامله کې ویل کیږي چې دفاع وزارت به له ډاکټر غني او کورنیو چارو وزارت به له ډاکټر عبدالله، ملي امنیت کې ګمارې به په مساوې ډول دواړه کوي.

روسانو له افغانستان څخه تر وتلو مخکې د ۵ الی ۷ کلونو لپاره د هغه وخت افغان حکومت سره هر ډول نظامي، مالي، لوژیستکې او انسانې مرستې وکړي، تر څو کورنۍ جګړه دلته جارې وساتل شي.

امریکا/ناټو + اروپایې ټولنه هم غواړي، که بین الافغاني خبرې پایله نه ورکوي، نو دلته باید کورنۍ جګړه جارې وساتل شي.

زما په آند چې امریکایان له افغانستان څخه ووځي، که چیرته بین الافغاني مذاکرات پېل نه شي، نو بیا به ځینې بهرنۍ کړي، ځینې ګاونډې هیوادونه او ځینې کورنۍ کړۍ د افغانستان د ناارامه کېدو، سولې ته نه رسیدو او بالاخره د هیواد د ټوټه کېدو هڅې کوي.

په کار ده چې په هیواد کې تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره ښکېل اړخونه انعطاف وکړي، او هغوی چې یو باثباته او پر خپل ځان بسیا افغانستان ته ژمن وي، یو له بل سره لاسونه ورکړي، او په ښکېلو اړخونو فشار راوړي چې بین الافغاني مذاکرات پېل او پر همه شموله افغان نظام باندي توافق ته ورسیږي.