جناب ریس جمهور ته پیشنهاد
لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د مارچ لومړۍ نیټه ۲۰۱۵ کال
محترم ریس صاحب جمهور محمد اشرف غني او ریس صاحب اجرایه عبدالله
عبدالله سلام او عرض ادب دارم ، خبر شوم چې عنقریب د امریکا متحده ایالتو
ته دیوه رسمی سفر په لور روانیږۍ ، هیله ده سفر مو په خیر وي او بیرته
هیواد ته د ډیرو لاس ته راوړنو سره را ستانه شۍ ، تر څو زموږ بیچاره او
بیکاره هیواد والو ته د ژوندي پاتیکیدو یوه لاره او کار او بار زمینه
مساعده شي ، له همدی خاطره ما هم خپل نظرسات د تاسې سره شریک کړل تر څو
هغه شیان چې زما عقل ور رسیژي او کیدای شي د تاسې دیره توجه نورو
موضوعاتو ته اوښتې وي خو زما له نظره دغه موضوعات که ورته یاد کړۍ شاید د
نقدی مرستو اندازه چې مستقیما د وزارت مالېې له لوری مصرف شي د تاسې په
اختیار کی در کړي دا به یو ښه اقدام وي .
۱ – په لومړي سر کې د اقلا د دریو ملیاردو نقده ډالرو وړیا مرسته چې ور
باندې روسي ډول ډول هلیکوپترونه ، جت طیاری ، توپچي نل داره وسلی او مدرن
ټانکونه ور باندې واخلۍ در کا .
۲ – یوه ډیره مهمه مرسته باید امریکایان زموږ د کابل همشهریانو سره وکړي
او اقلا نقده دوه ملیارده ډالره وړیا مرسته وزارت مالیی ته د کابل شهر
کانالیزاسیون له پاره در کا .
۳ – امریکا د افغانستان د خلکو د هوساینې او د ښه ژوند په خاطر د کوکچي د
برق بند – د کمالخان دبرق بند او د هرات د شبش کلی د تیلو ایستل په غاړه
واخلی او دغه مصارف دوی په خپله عملی کا .
۴ – د افغانستان د ترقۍ ، نوسازۍ ، او باز سازۍ یو پلان د مارشال عملی کا
لکه چې د جرمنی سره ېې د دوهم نړیوال جنګ وروسته عملی کړو ، زموږ خلک به
د امریکا د حکومت او خلکو نه د پورتنیو مرستو په ورکولو سره ډیره خوشحاله
او تل منندوی وې او زه فکر کوم چې که امریکا افغانستان په پښو ودروی په
اینده کې دیوه متحد لکه د ترکیی هیواد غونته به په منطقه کې ورسره تل
همکاره وي .
دغه زما له نظره ډیرې مهمې او زموږ د خلکو په ژوندانه کې د اهمیت وړ
مرستي دی چې زموږ هیواد په پښو دروي او امریکا ددغو مرستو دورکولو
امکانات لري ، د یادولو وړ ده چې زما دغه لیک شخصا اقای اوباما ته وښیاست
چې زموږ خلک داسې غوشتنی لری او په امریکایانو ېې حسابوی ، هیله مند یم د
سپینو چکو سره بیرته روغ رمت راستانه شۍ ، په درناوي ،دکتور طاوس وردک
لندن .