قهرمانی تیم فوتسال؛ نمادی از وحدت ملی و امیدی برای…

نویسنده: مهرالدین مشید شگفتن گل های لیخنند در سرزمین به تاراج…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش چهارم و آخری)  ۷. ویژگی‌های فرهنگ سیاسی مطلوب برای…

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش سوم) ۶. چالش‌ها و راهکارهای تحول فرهنگ سیاسی در…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش دوم)  ۴. وضعیت کنونی کلتور سیاسی در افغانستان در پرتو…

بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

توماس مور؛ را هم اعدام کردند؛ بی وجدانا!

Thomas More ( 1477-1536 ) آرام بختیاری نخستین تئوریسین سوسیالیسم تخیلی در…

پاییز 

باد خزان وزید چمن بی نقاب شد  از برگ زرد صحن…

توافق طالبان و پاکستان

محمد عثمان نجیب پیش‌نوشت: با توجه به اهمیت این یادداشت که چند…

بازی های تروریستی پاکستان و ادامه جنایات آن در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ طالبان و پاکستان سناریوی استخباراتی با راستی…

«
»

د پاکستان پر ضد د سيمه ايز ايتلاف د جوړېدو اړتيا

هر افغان، په افغانستان کې هر شنونکي او چارواکي او ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغانانو د وژنې، د افغانستان د بربادۍ او په افغانستان کې د عامه تاسیساتو د ویجاړولو له پاره ترهګر روزي. دغه هېواد له کلونو راهیسې ترهګري او ترهګریز فکر روزي او پالي او د همدغه ناولي فکر له لارې ځان خپلو شومو موخو ته رسوي. په پاکستان کې شته ډیری تش په نامه ديني مدرسې د بم جوړولو، تروريست روزلو او انسان وژلو فابريکې دي. د غه هېواد په قبايلي سيمو كې ديني مدرسې د افراطیت او ترهګرۍ اصلي مرکزونه دي چې په کې د کوچنيانو او تنکي ځوانانو له سرونو ماغزه ويستل کيږي او په کې وحشت او افراطيت پيچکاري کيږي. له دغو ترهګرو څخه بيا په افغانستان، هندوستان او ايران کې د پاکستان په ګټه په جګړه کې کار اخيستل کيږي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت په ځلونو ويلي چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي، هلته روزل کيږي او خوندي پناه ځايونه لري او له هماغه ځايه په افغانستان کې ورانکارې کړنې ترسره کوي؛ پخپله د پاکستان مهمو لويو چارواکو هم اعتراف کړی چې د وسله والو طالبانو مشران په پاکستان کې اوسي، دوی پرې نفوذ لري او آن دا چې د پاکستان کودتايې ولسمشر پرويز مشرف خو د طالبانو په ايجادولو هم اعتراف کړی دی.

د ۲۰۱۱ کال د می په دويمه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې، په یوه پوځي سیمه ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن وژل کيدل، د ۲۰۱۳ کال په اپريل مياشت کې د پاکستان په کراچۍ کې په يو روغتون کې د ملا درملنه او مړينه، څه موده وړاندې د کراچۍ په يو روغتون کې د کوټې شورا یا د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي ملا حسن رحماني مړينه او د پاکستان په بلوچستان کې د وسله والو طالبانو مشر ملا منصور وژل کېدل؛ هغه څه دي چې ټولې نړۍ  ته د پاکستان اصلي ترهګريزه او ترهګر پالونکې څېره ښه تعريفوي.

د غه فتنه هېواد پر ضد بايد سيمه ايزه او نړيواله مبارزه وشي، د پاکستان پر ضد بايد د افغانستان او هندوستان په شمول د سيمي او نړۍ د تروريزم قرباني شوي او يا قرباني کيدونکي هېوادونه د جګړې اعلان وکړي. ځکه دغه هغه فتنه هېواد دی چې لويو ترهګرو ته د پناه ورکولو او ملاتړ په وسيله د سيمي د ټولو هېوادونو لپاره په راتلونکې کې لوی سرخوږی جوړيدای شي.  پاکستان د ترهګرو سره توپيري چلند کوي، په انسانيت وژونکو او بشريت وژونکو کې هم توپير کوي، دوی وسله وال ترهګر په دوه ګروپونو ويشي، يو هغه ترهګر دي چې همدوی روزلي، پناه يې ورکړې او د دوی زيږنده ده خو بيرته د همدوی په مقابل کې جنګيږي، پاکستان دغو طالبانو ته بيا ترهګر وايې او پر ضد يې اقدام کوي. او دويم ګروپ هغه ترهګر دي چې همدوی روزلي، په خپله خاوره کې يې ورته خوندي پناه ځايونه او روزنځايونه ورکړي خو د دوی د ګټو د خونديتوب لپاره په افغانستان، هندوستان او ايران کې جنګيږي. پاکستان بيا دغو طالبانو ته ترهګر نه وايې او نه يې هم پر ضد اقدام کوي؛ بلکې له نړيوالو د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم پيسې هم شکوي.

نو لازمه ده چې د دغه ترهګر هېواد په مقابل کې د افغانستان، هندوستان، ايران، چين، امریکا او د سيمي او نړۍ د نورو هېوادونو ګډ ايتلاف جوړ شي او له دغه هېواد سره اقتصادي، سياسي او پوځي مبارزه وکړي. افغانستان بايد په دغه هېواد خپلې ټولې اوبه بندې کړي، د دغه هېواد څخه وارديدونکي توکي ټول تحريم کړي او د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د کره اسنادو په وړندې کولو سره شکايت وکړي. ايران او هندوستان هم بايد ورسره خپلې ډيپلوماټيکې اړيکې او اقتصادي راکړه ورکړه بنده کړي. چين او امريکا ته په کار ده چې له دغه هېواد سره خپلې ټولې مرستې بندې کړي، امريکا بايد هغه پيسې چې هر کال يې د ترهګرو سره د مبارزې په موخه پاکستان ته ورکوي؛ نورې بندې او په تېر کې د ورکړل شويو هغو حساب ترې وغواړي. ځکه دغه مکار هېواد تل له نړيوالو په ځانګړي تو ګه له امريکا څخه د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم په ميلياردونو ډالرو پيسې شکولي دي خو له ترهګرو سره د مبارزې پر ځای يې د ترهګرو د تقويت او پراختيا لپاره کارولې دي.

له دې وروسته په کار ده چې افغانستان، هندوستان، ايران او د سيمي نور هېوادونه يو وبل ته لاس ورکړي او په ګډه د ترهګرو د دغه روزنکي او ساتونکي هېواد (پاکستان) په مقابل کې قوي ايتلاف جوړ کړي. همداشان د نړۍ نور هېوادونه په ځانګړي توګه امريکا چې د پاکستان اصلي مالي ملاتړی هېواد بلل کيږي؛ بايد چې نور په پاکستان مرستې بندې کړي څو دغه هېواد  اړ شي چې د ترهګرۍ او افراطيت له ترويج او پراختيا څخه لاس واخلي.

لیکنه : خوشحال آصفي