حاکمیت طالبان و فروپاشی ارزش ها درحامعه افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان زخمی سرطانی بر پیکر افغانستان دردمند حاکمیت گروه…

مناسبات افغانستان با هند چرا رشک خشم آلود پاکستان را…

تاسیس یا انکشاف مناسبات میان دولت‌ها از صلاحیت‌های قبول شده…

د نوموتي تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ د اتم تلین…

. په کابل کې د روانې اونۍ د تیرې سه شنبې…

روزای خونین؛ میان نامه های زندان و تئوری انقلاب

Rosa Luemburg (1871- 1919) آرام بختیاری فدایی سوسیالیسم؛ 14 کتاب خانم روزا-…

بگذارید ادیان و فرهنگ ها بدور از سایه ی سیاست…

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ ادیان باطل و برتری جویی هر دینی…

سیاست خارجی بی‌طرف و اقتصاد محور

در طول سه و نیم سال جوابگوی عاجل موقف افغانستان…

واخان سر و گردن أفغانستان است !

میرعبدالواحد سادات واخان سر و گردن أفغانستان است ! همه ما ،…

لوږه او جګړه

ليکنه: حميدالله بسيا لوږه، فساد، جنگونه او په نړۍ کې اقليمي…

پیورزگرا

نوشته : دکتر حمیدالله مفید داستان کوتاه  ————— ———— احمد خان خراسانی به فرماندهی …

   خالق تروریست های اسلامی؛ الله یا امریکا؟

بخش دوم سلیمان کبیر نوری      پس از افشاگری ریچارد هیدن بلک، از…

هر تفنگدار طالب هم پولیس و هم سارنوالی و هم…

نویسنده: مهرالدین مشید حاکمیت اختاپوتی ملاهبت‌الله و آینده ی ناروشن افغانستان مردم…

عشق وطن 

از زنده‌گیم دلتنگ وز زمزمه بیزارم  نه حوصلهء حرفی نه ذوق…

واخان

طی هفته اخیر سال عیسوی توسط شبکه های خبر رسانی…

نانوشته

       پس از دیر باز ، شعرقشنگ و پراُبُهَتی از" حسیب…

ګوندي فعاليتونه او دموکراسي

نور محمد غفوری ټول پوهيږو چې د بريالۍ سياسي مبارزې له…

ساعت "کنزل" نمادی از نوستالوژی؛ اما به روایتی دیگر

نویسنده: مهرالدین مشید نه یک ساعت؛ بلکه حماسه ای در فضای…

ریبوار طاها

آقای "ریبوار طاها" (به کُردی: ڕێبوار تەها) با نام کامل…

نقارۀ جنگ 

رسول پویان  نـوای ســال نــویــن تـا نقـارۀ جـنگ است  به خون خلق…

عرفان و زبان

– دکتر بیژن باران من در جهان لغات دیگران می…

ای حزب قهرمان انیس  ستمکشان

      به افتخارسالگرد حزب پر   افتخاردموکراتیک خلق افغانستان ای حزب قهرمان انیس  ستمکشان یادت…

«
»

زوړ زمری

شاعر : سمیع الدین  افغاني

 

د نثر لیکونکی : خسرو یوسفزی

په ځنګل کې یو زمری وه ډېرزوړ شوی

داسې زوړ وه چې د پښو نه وه ولیدلی

 

نه د ښکار نه د روزګاروه بس حیران وه

سخت حالت د زندګي ته ډير پریشان وه

 

چم ګاونډ کې یې  ګیدړه وه مکاره

غلې راغله د زمري  څنګه ته نهاره

 

زمري غږ ورباندی وکړ چې په څه یې؟

ته هم ما غوندې د نس په اندیښنه یې؟

 

ویل: کیدړې چې پاچا! حال مې خراب دی

کلی سپیانو نه ډک شوی ښکار نایاب دی

 

چرګان نه شو ښکارولی سپو د ویرې

لاش هم نه دی میسر ځنګله کې چیرې

 

زمري وویل: چې راځه جوړ به پیمان کړو

یوه هوکړه او وعده به پدې شان کړو

 

زه هم زوړ یم ، هډو نه یم نور دښکار

نه د منډو ، نه هم تلای شم سم په لار

 

ته چالاکه یې اوس لاړه شه  ځنګل ته

حیوانات کړه ته بد راه غوږ شه دا چل ته

 

وای: پاچا د ځنګله عمر باندې زوړ دی

خپل ځای ناستی ټاکي  نورد واکه موړدی

 

په دې چم  حیوانان راوله تر غاره

زه به یې ښکار کړم بیا به وکړو خپله چاره

 

ما چې وخوړ پاتې ښکار نصیب د تا دی

بیا ګیدړې ویل : چې سم کار خو همدا دی

 

په دې هوډ ګیدړه لاړه ځنګله لور ته

چې به څوک کړي برابردزمري کورته

 

 په ځنګله کې په ګوره خره برابر شوه

ورته ودریده  شیبه ورته نظر شوه

 

ورته وویل :همدا ته ورته لایق یې

شې پاچا به د ځنګله چې ښه صادق یې

 

ګوره خر ویلې: ګیدړې دا څه وایې ؟

ته د کوم ځای  پاچاهۍ خبری ستایې

 

خره ته ویلې دې ګیدړې په دا شان

پاچا زوړ دی د ځنګله په دا زمان

 

په خپل ژوند  ښه ولیعهد ځان لره ګوري

شې باچا به د ځنګله حال به دې نور یي

خرخوشاله شو ګیدړې نه پرسان شو

حقیقت ددې مطلب نه په جویان شو

 

بیا ګیدړې ویل: د ستا په سر قسم دی

دا وړاندیز زما رښتیا دی بې له چم دی

 

دواړه لاړل د زمري په لور روان شول

د زمری غار ته نژدې هغه زمان شول

 

خر چې  څنګه زمري غار ته برابر شو

زمری خیز کړه حمله ور په ګوره خر شو

 

خر یې څملاو د خره غوږ یې په دندان کړ

خر قوی وه ترینه خلاص یې بیا خپل ځان کړ

 

خر بې غوږه په فغان ،نارو، سورو شو

لاړ په منډو په ترپکو ، تښتیدو شو

 

بیا ګیدړی ویل :زمری ته ای پاچا

چې پرې ایښی به دې خر وه خپل ترخوا

 

تا حمله ورباندی وکړه په دا شان

خر قوی وه ځان بچ کړه همزمان

 

بیا زمري ویلې: چې وږی ومه ډیر

په تادي کې رانه هر څه شولو هیر

 

لاړشه بل داسې حیوان راوله بیا

چې په غوښو یې ځان موړکړوما اوتا

 

بیا ګیدړه شوه روانه  ځنګله لور ته

بل حیوان په مکر بوځي زمري لورته

 

هلته ګوري چې هغه خر پروت په لاردی

دمه اخلي  غوږ له درده نا قرار دی

 

ور نژدې شو ویل: په منډوولې سر شوې؟

چا ښیرې وې درته کړي ته نظر شوې

 

خرغوسه شو ویل: تا مرګ ته برابر کړم

اوس به زه هم څو لغتې درته در کړم

 

غوږ مې ګوره ترینه وینې دي بهیږي

پدې حال دې په ما زړه هم نه خوږیږي

 

بیا ګیدړې ویل: نا پوهه یې ای خره

زمري غوږ کې درته ویلې دا خبره

 

خو ته یو دم په ترپکو تښتیدو شوې

پاچاهي وه بس د تا، ته په نخرو شوې

 

ځه چې لاړ شو زمری تاته انتظار دی

ستا راتلوته همدا اوس سترګې په لاردی

 

ګوره خر ویلې: ګیدړې رښتایا وايې؟

بیا ګیدړې ویل:په تا قسم پاچا یې

دواړه بیا لاړل  زمري د کور په لور

خر سوري کې شو داخل لکه خپل کور

 

زمري خیز کړه خر یې کلک ونیوه  ترغاړې

خر چپه شو زمري خښې کړې پرې داړې

 

خر یې مړ کړ زمری و کړه خپله چاره

لاش یې پرښوده ګیدړ ته سر له واره

 

زمری موړ شو وه عادت چې پس له ښکاره

لاړ بیده شو وه  راْضي له خپله کاره

 

بیا ګیدړ دخره کوپړي کړه نوش جان

په مغزو دخره یې موړکړلو خپل ځان

 

شیبه پس زمری د خوبه را بیدار شو

دخره سر او دا مغزو ته یې تلوار شو

 

ویل: ګیدړې ته لاش راوړه ددې خره

چې یې وخورم په مزه یې زه ماغزه

 

شوه ګیدړه وارخطا چې څه به کیږي؟

په مغزو د خره زمری پرې په قهاریږي

 

په دوهم ځل چې زمری شو ډير په قهر

ګیدړ وویل : مغز یې نه درلود سرکار

 

زمري وویل: ما ټول عمر چې ښکار کړی

د حیوان مغز مې بیا ورسته دی خوړلی

 

هر حیوان لري په سر کې خپل ماغزه

درواغ وایې  ای ګیدړې ته په څه؟

 

ویل : زمریه که دې خره ماغزه لرلاي

په دوهم ځل به ستا څنګ ته نه راتللی

 

—————————–

زمونږ هم دا ځینې رایه ورکړي غلو ته

بیا نو نه وي پاتې ځای  نورو ګیلوته

 

که دوه ځل له يو سوري چیچي څوک مار

مرګ حتمي  دی بله هیڅ  نلري لار

———————————

شاعر : سمیع الدین  افغاني

۱۴ – ۴ – ۲۰۱۹

م ۰ کال