زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

د افغانستان په اړه د ټرمپ حېرانونکې او هيښونکې څرګندونې

ټرمپ چا او څه شي مجبور کړ چې روسیه، پاکستان او هندوستان په افغانسان کې جګړې ته راوبلي؟

په داسې حال کې چې د افغان سولې په اړ ه د امريکا متحده ايالاتو او افغان حکومت هڅې تر بل هر وخت ګړندۍ شوي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر افغانستان د شوروي اتحاد د تجاوز په اړه حيرانوونکي څرګندونې کړي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان د شوروي يرغل په حقه او د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره بللی دی. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل د شوروي پخواني اتحاد ځواکونه ځکه افغانستان ته ولاړل چې د ترهګرو مخه ونیسي. امریکايي ولسمشر دغه راز وویل چې دسیمې هیوادونه – هند، پاکستان او روسیه – باید په افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد وجنګیږي، نه امریکا.

ډونالډ ټرمپ نه يواځې په افغانستان د شوروي يرغل توجيه کړی بلکې په افغانستان کې يې د هندوستان په مرستو هم يو ډ‌ول ريشخند وهلی دی. ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې د هند پر صدراعظم نرېندرا مودي د هغه څه په خاطر چې وایي، په افغانستان کې یې یو کتابتون جوړ کړی هم انتقاد وکړ. ټرمپ ويلي، مودي تل را ته دا خبره کوي چې ده په افغانستان کې یو کتابتون جوړ کړی. پوهېږئ چې ارزښت‌یې څومره دی؟ ارزښت‌ یې زموږ د پنځو ساعتونو مصرف دی. دا په داسې حال کې ده چې هند په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د بیارغونې په برخه کې تر اوسه درې میلیارده ډالره لګولي دي.

خو اساسي پوښتنه اوس دا ده چې ټرمپ چا او څه شي مجبور کړ چې روسیه، پاکستان او هندوستان په افغانسان کې جګړې ته راوبلي؟

څو دليلونه شته چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يې اړ کړی څو د افغانستان په اړه يادې څرګندونې وکړي.

لومړی؛ د افغانستان جګړه امریکا ته په لوړ قيمته تمامېدل

دا چې ډونالډ ټرمپ يو سوداګر دی او هره مساله د سياسي پر ځای له تجاري اړخه څيړي نو له دې امله چې د افغانستان جګړه ورته په ډېر لوړ قيمت تمامه شوې ده؛ ډونالډ ټرمپ اړ شوی چې په يو ډ‌ول امريکا نور د افغانستان له جنګه وباسي او پر ځای يې پاکستان، هندوستان او روسيه د امريکا تشه ډکه کړي. که څه هم د امریکا حکومت له افغانستانه د امريکايې سرتېرو د وتلو راپورونه رد کړي دي؛ خو د ټرمپ له وروستيو څرګندونو ښکاري چې امریکا ښايې د افغانستان له جګړې ځان اوباسي او ځای يې نورو هيوادونو ته پريږدي.

دويم؛ د افغان جګړې د پای لپاره پاکستان ته امتياز ورکول

دا چې د افغانستان په جګړه کې امريکا د مالي زيان تر څنګ د سر زيان هم کړی دی او نور په امریکا کې دا ذهنيت خلکو ته پيدا شوی چې دافغانستان جګړه بايد پایته ورسوي نو اوس له پاکستان سره په چنو وهلو بوخته ده. امريکا له پاکستان غوښتي چې د افغانستان د جګړې د پای لپاره پر طالبانو فشار واچوي چې افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي خو پاکستان بيا د امریکا خوږه ګوته پيدا کړې او ترې د زيات امتياز غوښتنه کوي. پاکستان د افغان جګړې د پای په بدل کې له امريکا څخه هم نغدي امتياز غواړي او هم په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ د مخنيوي غوښتنه کوي.

له يوې خوا که هندوستان د چين په مقابل کې د امریکا يو ښه نيږدې اقتصادي دوست دی له بله پلوه امريکا پاکستان ته اړ ده چې د افغانستان د جګړې په پای کې ورسره مرسته وکړي. اوس د دې لپاره چې امريکا د افغانستان جګړه پایته ورسوي او له دغه هيواده په ښه نوم وځي؛ پاکستان ته امتياز ورکوي. دا چې ټرمپ په افغانستان کې د هندوستان لخوا د کتاب خانې په جوړولو ريشخند وهلی؛ همدا په ډاګه کوي چې امريکا پاکستان ته پر امتياز ورکولو قايله شوې او داسې ښکاري چې امریکا به پاکستان ته لومړيتوب ورکوي او د هندوستان دوستي به پريږدي.

درېیم؛ د خپل د کمپاين وعده پوره کول او راتلونکو ټاکنو کې د بيا بريا تمه

ډونالډ ټرمپ داسې سياستمدار دی چې په امریکا کې دننه يې هم مخالفين ډير دي. دې د ولسمشريزي ټاکنو د کمپاين پر مهال خپلو خلکو ته د لويې امريکا او پر خپل ځان متکي امريکا شعار ورکاوه. په خپلو څو بيانيو کې يې هم ويلي چې دی به د دې پر ځای چې په نورو هيوادونو کې امريکا ښکېله کړي؛ په خپله د لويې امريکا لپاره کار کوي. اوس ددې لپاره چې له خلکو سره خپله دغه کمپايني وعده پوره او د امريکا په راتلونکو ټاکنو خپله بريا ممکنه کړي؛ له افغانستانه د امریکايې سرتيو په وتلو غږيږي. دا چې په وروستيو څرګندونو کې يې له روسيې، پاکستان او هندوستان غوښتي چې په افغانستان کې ښکېل شي؛ د همدغې موضوع څرګندونه کوي.

لیکنه : خوشحال آصفي