زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

چند شعر از حمید تیموری‌فرد

بزم کبوتران   در تالار توت و ارغوان  سایه‌ی گل درشت انجیر  تارمی خلوت…

ساز آفرینش

رسول پویان رحیم و رحـمان را تابکی قـهار می گویند برای بـندگان…

چرا ادبیات دوران کهن و میانه کم‌تر حزین بود؟

در پرداخت‌های ساختاری ادبیات جهان از شعر و غزل و…

انسان گرایی پاسخی ناتمام در برابر ناپاسخگویی اندیشه های فلسفی…

نویسنده: مهرالدین مشید  انسان گرایی به مثابه ی داعیه ی برگشت…

گنجینۀ الهام

رسول پویان 2/5/2023 روزباخورشیدوشب سیل شباهنگم خوش است زیــر نـور خلـوت مهـتـاب آهنگـم…

در ارتباط به جفنگ گویی ها ی " نیاز نیاز"

حبیب میهنیار دوستان گرامی شما بهتر میدانید که یکی از ویژه…

ادبیات مبتذل،- سرگرم کننده و کم ارزش؟

Trivialliteratur:   آرام بختیاری نیاز انسان از خود بیگانه به ادبیات سرگرم کننده.  ادبیات…

پیام شادباش به مناسبت روز جهانی کارگر

ا. م. شیری روز اتحاد و همبستگی انترناسیونالیستی کارگران و زحمکشان…

دستار پوشان اسلام ستیز و پاچه بلند های حرمت شکن

نویسنده: مهرالدین مشید گروه ی طالبان از نظر حسن عباس نویسنده…

برگردان شعرهایی از سبزه برزنجی

خانم "سبزه برزنجی" (به کُردی: سۆزە بەرزنجی) شاعر کُرد زبان،…

به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

«
»

متکبره امریکه او ښکروره روسیه!

افغان ګل 

د افغانستان په اړه باید امریکه اوروسیه په انډول کې وساتل شي.

که څه هم له پخوا راهیسې د دغه انډول په باره کې همغه د (روسي اورلګیت او امریکايي سګرېټ) خبره کېده؛ خو هغه مهال د دواړو هېوادونو زړه ته دا خبره نه لوېده.

دواړو هېوادونو فکر کاوه چې ګوندې افغانستان په دې حد کې نه دی چې د امریکې او روسیې ترمنځ د انډول لپاره دې څه ولرلای او وکړای شي؛ خو دا خبره نن وروسته له ۴۰ کلونو جګړو ثابته شوه، چې افغانستان د چا لپاره تیاره مړۍ هم نه دی چې په اسانه یې تر ستوني تېر کړي.

په تېر کې شورویانو هڅه وکړه چې افغانستان تر خپل انحصار او حمایت لاندې راولي او اوس امریکایان دغه هڅه کوي؛ خو تر کومه چې څرګنده ده، دې هڅو یې نتیجه نه ده ورکړې او ورکوي يې هم نه؛ ځکه افغانستان د سترو سیمه ییزو قدرتونو په څلورلاري کې واقع دی او هېڅ یو له دغو هېوادونو ته منونکې نه ده چې پر دغه څلورلاري دې له افغانانو پرته بل څوک کنترول او واک ولري. په افغانستان د یوه پردي هېواد کنترول او انحصار همداسې معنا لري لکه د یوه هېواد له خوا د سویز کانال او هرمز تنګي ولکه کول او نړیوالې سوداګرۍ، امنیت او ترانسپورت ته زیان رسول. لکه څنګه چې نوموړی کار ناشونی دی؛ نو همداسې د افغانستان یرغمل او ولکه کول هم ناشوني دي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي، چې ښه بیلګه یې د ملي امنیت پخواني فعال، هڅاند او مجرب شخص محمد حنیف اتمر د هڅو پایله د حزبي اسلامي سره د سولې خبرو بریال کول و او همدا شان د نوموړي په زیار او هاند له نېکه مرغه په دې برخه کې یو شمېر سیمه ییز قدرتونه او روسیه هم فعال شوي دي. روسیه غواړي چې په افغانستان کې د سولې په اړه یوه نړیواله غونډه جوړه کړي او په هغه کې طالبان نېغه برخه ولري. تر اوسه چې د افغانستان د سولې په اړه له کومې غټې ننګونې یادېدنه کېده، هغه د سولې په غونډو کې د طالبانو د نېغ نه ګډون مساله وه. اوس چې روسان دا فرصت برابروي امریکایان او افغان حکومت ترې پښې وباسي. امریکا وايي چې له دې غونډې روسان غواړي د ځان په ګټه بهره برداري وکړي او افغان حکومت هم ورته هېڅ کوم دلیل نه لري او وايي چې ګډون په کې نه کوي؛ زه فکر کړم چې که اتمر اوس خپله دنده له لاسه نه وای ورکړې نو؛ نو کېدای شي افغان چارواکي یې دې ته هڅولی وای؛ خو بیا هم د ولسمشر غني او سرګي لاوروف تر خبرو وروسته چې دغه غونډه په کې شاته وغورځول شوه، په کې د ګډون لپاره هیلمندي پیدا شوې ده. په ټوله کې دا کار او د سولې شنډو هڅو خلکو ته بلا شکونه پیدا کړي او فکر کوي چې د سولې په اړه امریکه صادقه نه ده، په سیمه کې د نورو هېوادونو پر ضد د جګړې او ناامنۍ دوام غواړي او افغان حکومت هم په دې برخه کې د امریکې پل تعقیبوي. دا په داسې حال کې ده چې افغان ولس د دغه کار لپاره هېڅ اړتیا نه ویني. یعنې افغانستان اړتیا نه لري چې د کوم هېواد تر تحت الحمایه حکومتونو اوسي او یا دې لکه برېټانوي هند د نورو د جګړې جغ په اوږه کېږدي. افغانان له خپلو ګاونډیانو سره د جګړې لپاره هېڅ دلیل نه ویني او نه د نورو د جګړې مسوولیت پرغاړه اخلي، نور پوه شه او خپله جګړه یې او افغانان پوه شه او د خپل کنډوکپر هېواد رغول یې.

بهتره دا ده چې د نړۍ زبرځواکونه باید نور په دې پوه شوي وای، چې په افغانستان کې ایډیال نفوذ نه لري؛ ځکه د افغانانو په وړاندې د دوی دوه ګونی چلند سبب شوی چې له دوی نه، نه څوک مننه وکړي او نه ترې څوک ډېره کرکه، یعنې دوی که له یوې خوا په جګړو کې د افغانانو مرسته کوله له بلې خوا یې د خپلو ستراتیژیکو هدفونو لپاره  له افغانانو ناوړه ګته هم پورته کړې ده. په دې معنا چې د افغانانو ذهنیت هم د دغو هېوادونو په وړاندې د یوه شرطي انډول حالت لري.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا افغانستان په انډول کې راتلای او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ انډول ساتلای شي؟

که موږ افغانستان ته له یوه کمزوري لرلیده وګورو او فکر وکړو چې د یوه کمزوري افغانستان په شتون کې دغه انډول ساتل کېدلای شي؛ نو نه دا چې تېروتنه موکړې ده؛ بلکې اصلاً تېره تېروتنه له سره تکراروو. یعنې همغه تېروتنه چې د ګوګرد روسي او سګرېټ امریکايي پر ضد د شورویانو او ناټوچیانو له خوا د تېري او پراختیا غوښتنې په بڼه کې راڅرګنده شوه. دوی فکر کاوه چې د یوه کمزوري افغانستان په شتون کې مازې د سترګو په برګولو سره د دوی ګټې خوندي کېدای شي؛ خو نتیجه دا وه چې له یوه کمزوري افغانستانه هم شورویان او هم مخالفان یې وېرېدل او په پای کې یې له خپل تجاوز سره وغوښتل چې افغانستان پخپل کنترول کې راولي او له دې اړخه خپل غوږونه ارام کړي چې داسې ونه شول او له نورو سره په جنجال کې وغورځېدل. د شورویانو یرغل د امریکې لپاره هم لوی پند دی، د شورویانود تېروتنې په تکرار سره امریکایانو هم ونه کړای شول افغانستان ارام کړي او له دې اړخه یې غوږونه ارام شي. امریکه دا دی لګیا ده د خپل تاریخ تر ټولو اوږد جنګ له پایلې او اټکل پرته تجربه کوي.

که له بل لوري افغانستان ته له یوه پیاوړي لرلیده وکتل شي، یعنې یوازې یو پیاوړی او بسیا افغانستان کولای شي، چې په سیمه کې انډول رامنځته او د یوه څلور لاري په توګه د سیمې د سوداګرۍ په پراختیا او پرمختګ کې خپل رول ولوبوي او همدا راز له دې لارې نړیوال امنیت او ثبات ته ګټور تمام شي.

افغان مشرانو ته په کار ده، که هغه د دولت په دننه کې دي او که د دولت په مخالفت کې دي، لومړی دغه اصل ته پخپله غاړه کېږدي او بیا له نورو اړوندو غاړو وغواړی، چې له خپلو سرتمبګیو تېر شي، له افغان کشالې سره منطقي چلند وکړي او افغانستان ته له یوه پیاوړي لرلیده وګوري او د یوه پیاوړي افغانستان په شتون کې د سیمه ییز او نړیوال انډول، سولې او ثبات د رامنځته کېدو هڅه وکړي.