به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

د ابو ظبۍ غونډه؛ د افغان سولې په اړه د نړيوالې اجماع يو بل ګام

ا- ځواک

وروسته له هغې چې د وسله والو طالبانو د استازو او امريکايې چارواکو تر منځ په قطر کې د سولې د مخامخ خبرو راپورونه خپاره شول؛ اوس په تازه کې د افغانستان د ملی امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د امريکا، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو د ملي امنيت شورا د سلاکارانو په غونډه کې د ګډون لپاره ابو ظبۍ ته تللی دی. د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، د ابوظبۍ له ناستې په افغانستان کې د سولې د ټیګېدو په برخه کې هیلې شته او تمه ده چې پایلې به یې مثبتې وي. د دغې شورا د دفتر ویاند قادرشاه وايې سعودي عربستان، د امریکا متحده ایالات او عربي متحده امارت د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولای شي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا دفتر وايي، د دغو غونډو لړۍ به نوره هم دوام ومومي. ورته ناسته د تېر میلادي کال د مارچ په میاشت کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې هم جوړه شوې وه. په لومړۍ غونډه کې د څلورو واړو هيوادونو د ملي امنيت سلاکارانو پرېکړه کړې وه چې په افغانستان کې به د ترهګرو مالي سرچيني په نښه او د له منځه وړلو لپاره به يې په ګډه اقدام کوي. خو پوښتنه دا ده چې لومړنۍ غونډې نتيجه څه وه او اوسنۍ غونډه به د افغان سولې پروسې سره څه مرسته وکړي؟

د لومړۍ غونډې نتيجه

تېر کال کله چې د افغانستان، امريکا، سعودي عربستان او قطر د ملي امنيت سلاکارانو په يوه ګډه غونډه کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې به د وسله والو طالبانو د مالي ملاتړ سرچيني په ګډه له منځه وړي نو له هماغې ورځې راهيسې د وسله والو طالباو د مخدره موادو د توليد او پروسس په فابريکو هوايې بريدونه هم پيل شول. د راپورونو له مخې يواځې په هلمند ولایت کې وسله والو طالبانو ته کابو یو میلیون ډالر مالي زیان اوښتې دی. بل لور ته په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ او امریکایي ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان نیکولسن هم ويلي چې د وروستي هوایي بریدونو په ترڅ کې وسله والو طالبانو او د هغوي ملاتړو ته کابو ۴۸ میلیون ډالر مالي زیان اوښتې دی.

اوسنۍ غونډه له افغان سولې سره څه مرسته کولی شي؟

د افغان سولې اړوند د نړيوالې اجماع پر لور ګام: په ابو ظبۍ کې د افغانستان، امریکا، عربي متحده اماراتو او قطر د ملي امنيت سلاکاران په داسې مهال د افغان سولې په اړه غونډه کوي چې په وروستيو کې د وسله والو طالبانو د استازو او امریکايې چارواکو تر منځ په قطر کې د مخامخ خبرو راپورنه خپاره شول. په دغو ليدنو کې طالبانو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت معینې اليس وېلز ته ویلي، چې دوی له امریکا سره مستقیمې خبرې اترې غواړي، خو له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله نه دي. الیس ویلز له دې وړاندې پاکستان او کابل ته هم سفرونه کړي او له دواړو خواوو، افغان چارواکو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو سیاستوالو سره یې د سولې مذاکرات مطرح کړي دي.

د افغان سولې په اړه په کور دننه او بهر ګډ دريځ دا دی چې بايد د افغان جګړې د پایته رسولو لپاره نړيواله او سيمه ايزه اجماع رامنځته شي. ولسمشر غني هم په خپلو خبرو کې بار بار د سولې په نړيوالې اجماع جوړولو ټينګار کړی دی. اوس له وسله والو طالبانو سره د امريکايې چارواکو ليدنې، کابل او پاکستان ته د اليس ويلز سفرونه او په کور دننه له مخورو اشخاصو سره د اليس ويلز ليده کاته ټول په دې دلالت کوي چې د افغان سولې په اړه د سيه ايزې او نړيوالې اجماع لپاره افغان حکومت او امريکا متحده ایالاتونو هلې ځلې پيل کړي دي. د ابو ظبۍ اوسنۍ غونډې هم د افغان حکومت او امریکا متحده ايالتونو د همدغو هڅو يوه برخه ده چې کولی شي له افغان سولې سره مرسته وکړي.

پر پاکستان فشار زیاتول: په ابو ظبۍ کې د څلور هيوادونو د ملي امنيت سلاکاران په داسې مهال کې سره د افغان سولې په اړه غونډه کوي چې په وروستيو کې پاکستان له سخت مالي او سياسي فشارونو لاندې دی. د مالي فشارونو تازه بېلګه يې د FATF په نړيوال سازمان په خړ ليست کې د پاکستان شاملول يادولی شو. په ورته مهم وخت کې د ابو ظبۍ غونډه کولی شي چې پر پاکستان د نړيوالو فشارونه نور هم زیات کړي. ځکه سعودي عربستان او قطر هم له پاکستان سره نيږدې اړيکې لري او پرې د خپل نفوذ څخه په استفادې کولی شي چې پاکستان اړ کړي څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي. همدا ډول د امريکا متحده ایالاتونو خو وار له مخه پر پاکستان د فشارونو لړۍ جارې ساتلې ده.

همداشان د ابو ظبۍ غونډه کولی شي چې پر وسله والو طالبانو هم پراخ اغيز ولري ځکه قطر، عربي متحده امارات او پاکستان هغه هيوادونه دي چې د لومړي ځل لپاره يې په افغانستان کې د طالبانو امارت په رسمیت وپېژندلو. اوس هم دغه هيوادونه پر وسله والو طالبانو د پراخ نفوذ خاوندان دي.